تروريزم

د الظواهري وژنه په القاعدې کې دننه د ستونزمنې جانشينۍ لپاره لاره پرانیزي

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

په دې عکس کې چې د جولای په ۳۱مه اخیستل شوی، د افغانستان د کابل په شیرپور سیمه کې د متحده آيالاتو د بې پیلوټه الوتکې له برید وروسته، چې د القاعدې مشر ایمن الظواهري پکې وژل شوی و، د یو کور څخه لوګي پورته کیږي. [ای اېف پي]

په دې عکس کې چې د جولای په ۳۱مه اخیستل شوی، د افغانستان د کابل په شیرپور سیمه کې د متحده آيالاتو د بې پیلوټه الوتکې له برید وروسته، چې د القاعدې مشر ایمن الظواهري پکې وژل شوی و، د یو کور څخه لوګي پورته کیږي. [ای اېف پي]

کارپوهان وايي، د افغانستان په مرکزي ښار کابل کې د هغه پر پټنځای د متحده آيالاتو د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د القاعدې د مشر ایمن الظواهري وژل کېدل د دغې افراطي ډلې لپاره د احتمالي ستونزمنې جانشينۍ د بهیر لپاره لاره پرانیزي.

د مصر دغه افراطي، ​​چې د یکشنبې په ورځ (د جولای په ۳۱مه) د کابل په يو خورا بډایه ګاونډ شيرپور کې په خپل "خوندي کور" کې په یو لوړ دقیق برید کې ووژل شو،​​ هېڅکله هڅه نه ده کړې چې د خپل مخکیني مشر په څېر وړتيا او نفوذ ترلاسه کړي.

خو وروسته له هغې کله چې د متحده آيالاتو ځانګړو ځواکونو په ۲۰۱۱ کال کې په پاکستان کې​​اسامه بن لادن​​ووژلو، هغه د دې ډلې د غیر مرکزي کولو په هڅولو کې مهم رول ولوبولو، چې په پایله کې یې د القاعدې فرنچائزونه په ټوله نړۍ کې راڅرګند شول.

پدې کې ​​الشباب​، چې اوس هم د سومالیه په کلیو کې یوه لویه برخه کنټرولوي، JNIM، چې په لویدیځه افریقا کې فعاله ده -- په ځانګړي توګه په مالي کې -- او په هند برصغیر کې د القاعدې (AQIS) څانګه شامله ده.

دا بې نېټې انځور، چې د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په ۱۰مه د FBI لخوا خپور شوی و، د مصر سیف العدیل ښیي. العدیل د القاعدې د مشر ایمن الظواهري د احتمالي جانشین په توګه نومول شوی دی. ایمن الظواهري د جولای په ۳۱مه په یو برید کې ووژل شو. [اېچ او-اېف بي آی/ای اېف پي]

دا بې نېټې انځور، چې د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په ۱۰مه د FBI لخوا خپور شوی و، د مصر سیف العدیل ښیي. العدیل د القاعدې د مشر ایمن الظواهري د احتمالي جانشین په توګه نومول شوی دی. ایمن الظواهري د جولای په ۳۱مه په یو برید کې ووژل شو. [اېچ او-اېف بي آی/ای اېف پي]

د افراطیت سره د مبارزې پروژه (CEP)، چې يوه نادولتي موسسه ده، ډايريکټر او د ملګرو ملتونو پخواني سلاکار هانس جیکوب شینډلر وویل، الظواهري "د القاعدې په شبکه کې مهم نوي لوبغاړي منلي ول".

هغه وویل، "نو دا د القاعدې لپاره یو ګوزار دی."

د مصر احتمالي ځای ناستی

په احتمالي جانشینو کې دوه نور مصریان شامل دي: ​​سیف العدیل​​ او ابو عبدالکریم المصري.

العادل د مصر د ځانګړو ځواکونو پخوانی افسر او د القاعدې د پخوانیو ساتونکو څخه دی، چې په ایران کې یې د شتون په اړه راپورونه ورکړل شوي دي.

په ۱۹۸۰ لسیزه کې د مصر له افراطي غورځنګ سره له یوځای کېدو وروسته، هغه ونیول شو او بیا خوشی شو. هغه په پای کې افغانستان ته راغی، چې د بن لادن او الظواهري اډه وه، او له القاعدې سره یوځای شو.

د افراطیت سره د مبارزې پروژې (CEP) له مخې، هغه په ۲۰۰۳ کال کې په ایران کې ونیول شو او په ۲۰۱۵ کال کې د قيديانو په تبادله کې خوشی شو. هغه لا هم په ۲۰۱۸ کال کې په ايران کې و او د الظواهري له مهمو مرستیالانو څخه ګڼل کېدو.

CEP وویل، "العدیل د القاعدې د عملیاتي وړتیاو په جوړولو کې مهم رول ولوبولو او ژر يې لوړه رتبه ترلاسه کړه."

بارک مینډیلسون، چې په متحده ایالاتو کې په هاورفورډ کالج کې سیاسي ساینس پوه او د القاعدې په اړه د څو کتابونو لیکوال دی، العدیل په دې غورځنګ کې د "لوی نوم" په توګه تشریح کړی چې "باید په لیکه کې راتلونکی مشر وي".

خو هغه ټینګار وکړو چې العدیل څو کاله په ایران کې پټ تير کړې ول، په دې توګه دا امکان لري چې هغه د القاعدې د نوي نسل د مشرانو څخه لرې پاتې شوی وي.

هغه وويل، "زه ډاډه نه یم چې د هغه مقام په القاعده کې څومره قوي دی، په ځانګړي توګه اوس چې زوړ نسل، په بنيادي توګه ټول پخواني ساتونکي، وژل شوې دي."

د ایران شیعه واکمنان په رسمي توګه د القاعدې مخالفت کوي، خو ​​اسلامي جمهوریت په وار وار له دغې شبکې سره په همکارۍ تورن شوی دی​​ او د هغې مشرانو ته پناه ورکوي.

المصري، چې د "کريم" په نامه هم پيژندل کيږي، يو بل مصري کانديد دی چې د الظواهري ځای نیولی شي. هغه د​​سوریې افراطي ډلې حراس الدین​​د مشرتابه يوه برخه ده او کېدی شي په سوریه کې موجود وي.

د حراس الدین یو یمني مشر د جون په ۲۷ مه د سوریې په شمال لویدیځ کې د ادلیب ښار په څنډه کې د متحده ايالاتو د بې پیلوټه الوتکې په برید کې په داسې حال کې ووژل شو کله چې هغه په موټرسایکل یوازې سفر کولو، او د دې ډلې دوه نور چارواکي د تېر سپټمبر په میاشت کې په ورته ډول ووژل شول.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د انصاف لپاره د انعامونو پروګرام ​​د المصري په اړه د معلوماتو په سر تر ۵ ملیونه ډالرو پورې د جایزې​​وړانديز کوي. دغه وزارت المصري د "القاعدې د يو تجربه کار غړي او د حراس الدین د يو سينير مشر" په توګه بیان کړی دی.

د انصاف لپاره د انعامونو وېب پاڼې په وینا، "په ۲۰۱۸ کال کې، المصري د حراس الدین د شورا غړی و. دغه شورا د دې ډلې لوړ پوړي پریکړه کونکي اداره ده."

هغه "د حراس الدین او ​​التحریر الشام​​ترمنځ د منځګړي په توګه دنده ترسره کوله. التحریر الشام​ د القاعدې سره تړلې يوه ډله ده چې حراس الدین ترې جدا شوې وه."

جانشيني يوه 'لویه پوښتنه' ده

شینډلر وویل، "الظواهري د وابسته ډلو په ورځنۍ پریکړه کولو کې ښکېل نه و."

هغه زیاته کړه، "خو تاسو د یو ځانګړي شهرت او لوړ رتبه شخصیت ته اړتیا لرئ ځکه چې د ټولو اړوندو ډلو ټول مشران باید هغه ته د شخصي وفادارۍ اعلان وکړي."

"نو د هغه ځای نيول به یوه ننګونه وي."

د SITE د استخباراتو ګروپ ډايريکټرې او شریک بنسټ ایښودونکې ریټا کاټز وویل، د الظواهري د وژلو په پایله کې د القاعدې جانشيني یوه "لویه پوښتنه" ده.

هغې وويل، "د​​د اسامه بن لادن له وژل کېدو وروسته د وضعیت برعکس،​​د هغې د مشرتابه ډېر کسان سوریې ته تللي دي، چې ډېر پکې هلته کې وژل شوي دي."

هغې وویل چې د العدیل د ځای په اړه لږ معلومات شتون لري خو ټینګار یې وکړو چې دا لا تر اوسه ډاډه نه ده چې هغه لا هم په ایران کې دی، چیرې چې څارونکي وايي هغه تقريباً دوه لسیزې تیرې کړې.

هغې وویل، "افواه دا ده چې هغه د ایران له زندانه خوشی شوی او سوریې ته تللی دی. که څه هم، مونږ ډېر معلومات نلرو."

سوفان سنټر، چې په متحده ایالاتو کې مېشته امنیتي څیړنیز سازمان دی، د سه شنبې په ورځ په یو استخباراتي راپور کې وویل، په وروستیو کلونو کې د القاعدې د ګڼ شمېر پخوانیو ساتونکو وژل کېدو دغه شبکه د "احتمالي جانشینانو د کمي" سره مخ کړې ده.

په ياد بیان کې ویل شوي چې په اکثريتي شیعه ایران کې د العدیل "د اوږدې مودې شتون" "شاید په ځینو حلقو کې د هغه نوماندي زیانمنه کړي".

د القاعدې ځوان غړي ممکن د المصري په څېر یو شخصیت ته ترجیح ورکړي، چې په سوریه کې يې "ډېر کار وکړو څو د احتمالي ګمارل شویو کسانو سره اړیکې پياوړي کړي، په هغه سیمه ایزو اهدافو باندې تمرکز وکړي کومې چې په کورنۍ جګړه او بغاوت کې ښکیل دي".

په ياد بيان کې ویل شوي، "د القاعدې د راتلونکي مشر ټاکنه به د دې سازمان د راتلونکو پلانونو په اړه ډېر څه ښکاره کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500