روغتیا

نړیوالې مرستې په لوېدیځه سیمه کې ۲.۵ میلیونه افغانان له سختې لوږې څخه ژغورلي دي

د عمر لخوا

د تېر اګست له میاشتې راهیسې په افغانستان کې د بې وزلۍ او لوږې د زیاتېدو په ترڅ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو نړېوال پروګرام (WFP) له هغو افغان کورنیو سره مرسته کوي چې له سختو حالاتو سره مخ دي. [عمر/سلام ټایمز]

هرات، افغانستان -- په تېر کال کې په افغانستان کې د بې وزلۍ او لوږې د زیاتېدو په ترڅ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو نړېوال پروګرام (WFP) له هغو افغان کورنیو سره مرسته کوي چې له سختو حالاتو سره مخ دي.

د ګڼ شمېر هېوادونو او نړېوالو مرستندویه سازمانونو په مرسته، ​​WFP​​ د تېر اګست له میاشتې راهیسې د افغانستان په لویدیځه سیمه کې له ۲.۵ میلیونو بې وزلو کسانو سره نغدي او خوراکي مرسته کړې ده.

په لویدیځه سيمه کې د WFP د دفتر ډايريکټر عبدالقدیر عاصمي وویل، "زموږ مرستې به دوام ولري، او بې وزله کورنۍ به تر هغه وخته پورې چې دوی ورته اړتیا لري میاشتنۍ نغدي او د خوراکي توکو مرسته ترلاسه کړي."

"زموږ ټیمونه په ساحه کې کار کوي ترڅو بې وزله کورنۍ وپیژني او زموږ په پروګرام کې یې شاملې کړي."

اړمن افغانان د جولای په ۲۴مه په هرات ښار کې د خوړو نړېوال پروګرام (WFP) څخه خوراکي توکي ترلاسه کوي. [عمر/سلام ټایمز]

اړمن افغانان د جولای په ۲۴مه په هرات ښار کې د خوړو نړېوال پروګرام (WFP) څخه خوراکي توکي ترلاسه کوي. [عمر/سلام ټایمز]

هغه وویل، "موږ حتی ​​د راتلونکي ژمي لپاره چمتو يو."​​"زرګونه ټنه خوراکي توکي له وخته مخکې هغو سیمو ته لیږدول شوي او ذخیره شوي چې په ژمي کې د واورې او باران له امله د لاسرسي وړ ندي."

WFP د ۲۰۲۱ کال له پېل راهيسې تر ۱۵ ملیونه اړو اوسيدونکو ته ​​نغدي پیسې او خوراکي مرسته​​چمتو کړي، چې د ۵۰۰۰۰۰ څخه ډېرې امیندوارې او شیدې ورکونکي میرمنې او د ۱ ملیون څخه ډېر ماشومان، چې د ۵ کالو څخه کم عمر لري، پکې شامل دي چې په خوارځواکۍ اخته دي یا د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي.

امريکا، کاناډا، اروپايي ټولنه، اسټراليا، جاپان، جنوبي کوريا، فرانسه، سويس، ناروې او هالنډ د WFP له لارې له افغانستان سره مرسته کوي. WFP په دغه هېواد کې فعاليت کوي او د تېرو شپږو عشرو راهيسې د هغې اتباعو ته د خوراکي توکو مرستې چمتو کوي.

د WFP د مرستې په پيکيجونو کې ویټامین لرونکي اوړه او غوړي، چڼه او مالګه شامل دي. د شیدو ورکوونکو میرمنو او د هغوی ماشومانو ته اضافي مغذي خواړه هم ورکول کیږي.

د ژوند ژغورنې مرسته

په افغانستان کې ګڼ شمېر اړمنې کورنۍ وايي چې د WFP له خوا د میاشتني خوراکي مرستو ترلاسه کول له دوی سره مرسته کړې چې عادي ژوند ته راستانه شي.

څلویښت کلن شیرین ګل صوفيزادې، چې د څلورو ماشومانو مور ده، دوه کاله وړاندې په هرات ښار کې په یوه چاودنه کې خپل میړه له لاسه ورکړی و. هغې هغه مهال د هرات په ښار کې په یو دولتي دفتر کې کار کولو، خو له تېر اګست راهیسې وزګاره ده.

صوفي زادې، چې د جولای په ۲۴مه یې په هرات ښار کې د WFP په دفتر کې مرسته ترلاسه کړې وه، وویل، "زه وزګاره یم او خورا زياته په مرستو تکيه کوم.

هغې وويل، "زه نه پوهيږم چې زه به له خپلو څلورو ماشومانو سره څنګه ژوندۍ پاتې شوای وی که دا مرسته نه وې." "زه په وخت خپلې مرستې ترلاسه کوم، او دا ما له لوږې څخه ژغوري."

هغې وويل، "د مرستې د ترلاسه کولو څخه مخکې به زما ماشومان د لوږې سره ويده کېدل او زياتره شپې به يې ژړل." "موږ د خوړلو لپاره هېڅ نه لرل، او زموږ ګاونډیانو هم د پخوا په څېر مرسته نشوه کولی."

۵۳ کلن محمد طاهر عثماني، چې یو مزدور دی، له یو کال راهیسې د WFP مرستې ترلاسه کوونکی دی او په هرو دوو میاشتو کې د خوراکي توکو مرسته ترلاسه کوي.

هغه وويل، هغه د يوې اووه کسيزې کورنۍ ډوډۍ ګټونکی دی او دا مرسته د هغه د کورنۍ د خوراک لپاره کافي ده.

هغه وويل، "زه د ورځني کار لپاره ټاکل شوې سيمې ته ځم، خو هلته کار نشته." "ما په تېر کال کې حتی یوه هفته کار نه دی کړی. زه به له دې مرستې پرته ژوندی نه وم پاتې شوی."

عثماني وویل، "موږ غواړو چې نړیوالې مرستې دوام ومومي." "په افغانستان کې کار نشته او اقتصاد ورځ تر بلې خرابیږي. ډېر خلک به د ملګرو ملتونو د مرستې د پيکيجونو پرته خپل ژوند له لاسه ورکړي."

څلوېښت کلنه سیما ګل، چې میړه یې هم مزدوري کوي، د پنځو ماشومانو مور ده چې دوه یې فالج وهلي دي.

هغې وويل، مېړه يې هره ورځ ښار ته د کار موندلو لپاره ځي خو تش لاس راستنېږي.

هغې وويل، هغې په تېر کال کې پنځه ځله د خوراکي توکو مرسته ترلاسه کړې او دې مرستو د هغوى ژوند ژغورلى دى.

هغې وویل، "موږ به حتی په هفته کې یو ځل هم د دې مرستې ترلاسه کولو څخه مخکې پخلی نه و کړی." "ډېرې شپې به مې خپلو ماشومانو ته ډوډۍ او چای ورکول او ځینې شپې به د لوږې سره ویده کېدل."

مهمې بشري مرستې

رمیز الکباروف، چې د ملګرو ملتونو استوګن او بشري همغږي کوونکی او د افغانستان لپاره د ځانګړي نايب استازی دی، د مارچ په میاشت کې وویل، په داسې حال کې چې په سلو کې ۹۵ افغانان کافي خوراک نه لري، کورنۍ ​د خوراک لپاره ​سختو​​ اقداماتو ته ​​اړ دي.​

د ښځو په مشرۍ د کورنیو لپاره دغه شمېر نږدې ۱۰۰ سلنه دی.

الکباروف چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) د مرستیال په توګه هم دنده ترسره کوي، وویل، "دا دومره لوړه شمېره ده چې تصور یې نه شي کیدلی. خو بیا هم یو ناوړه او تریخ حقیقت دی."

په داسې حال کې چې لا زیاتو مرستو ته اړتیا ده، د WFP مرستې په میلیونونو خلک ​​له ډېرې لوږې​​څخه ژغورلي دي.

د هرات د شورا چيرمين محمد رفیق شهیر وویل، په ملیونونو افغانان به د نړیوالې ټولنې له بشري مرستو پرته ګاونډیو هېوادونو ته​​هجرت کولو ته اړ شوې ول​​.

هغه وويل، "د اقتصادي بحران سربېره، ​​وچکالۍ​​ په ضلعو او کلیو کې په میلیونونو خلک اغیزمن کړي دي." "په زرګونو افغانانو خپلې دندې له لاسه ورکړي، چې په پايله کې يې دوی هېڅ عاید نه لري، او دوی تر ډېره په نړېوالو مرستو تکیه کوي."

هغه وویل، "نړېوالې بشري مرستې په لرې پرتو سیمو کې اړمنو کسانو ته رسېږي او له هغوی سره مرسته کوي چې د بې ځایه کېدو مخه ونیسي." که دا ډول مرستې چمتو نه شي، نو په زرګونو کلیوال به د وچکالۍ له امله ووځي او ښارونو ته به کډه شي."

شهیر وویل، د نړیوالې ټولنې نغدي او خوراکي مرستو ته جدي اړتیا ده او باید دوام ومومي.

په هرات کې د بشري حقونو یو فعال عبدالقادر رحیمي وویل، په افغانستان کې سیاسي او اقتصادي کړکیچ اوسیدونکي د خوراک له حق څخه محرومه کړي دي.

هغه وویل، "دولتي خدمات اوس تقریباً شتون نه لري، او افغانانو د خپل عاید سرچینه له لاسه ورکړې ده. "د دې کړکیچ په جریان کې، نړیوالو مرستو په حقيقت کې د دوی ژوند ژغورلی دی."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500