بشري حقونه

د خوړو نړیوال پروګرام له تاجکستان څخه افغانستان ته د خوراکي توکو رسول پیل کړي

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

پدې بې نېټې عکس کې کارکونکي د خوراکي توکو د راشنونو سره د ډبليو اېف پي لارۍ باروي چې په دې کې غنم اوړه، لوبيا، غوړي او مالګه شامل دي. [ډبليو اېف پي/مارکو دي لاورو]

پدې بې نېټې عکس کې کارکونکي د خوراکي توکو د راشنونو سره د ډبليو اېف پي لارۍ باروي چې په دې کې غنم اوړه، لوبيا، غوړي او مالګه شامل دي. [ډبليو اېف پي/مارکو دي لاورو]

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (ډبليو اېف پي) د هغه افغان کورنیو لپاره د ادارې د بیړني غبرګون په مرسته له تاجکستان څخه افغانستان ته د خوراکي توکو رسول پیل کړي دي کوم چې سږ کال د لوږي سره مخ دي.

د ډبليو اېف پي تاجکستان لخوا د خپرې شوې مطبوعاتي اعلامیې له مخې، د اوو لاریو لومړی کاروان د جمعې په ورځ (د نومبر په ۲۶ مه) په دوشنبه کې د ډبليوا اېف پي له ګودامونو څخه د افغانستان بدخشان صوبې ته روان شو.

لارۍ به په راتلونکو ورځو کې د دغه سیمې څخه ۲۵۰۰ ټنه غنم ورسوي چې ډبليو اېف پي به يې په افغانستان کې د ژوند ژغورنې په عملیاتو کې کاروي.

په تاجکستان کې د ډبليو اېف پي استازي او د هیواد مشر ادهم مصلم وویل، "د وخت سره په مقابله کې، په افغانستان کې د ډبليو اېف پي همکاران ټول هغه ملاتړ ته اړتیا لري چې موږ یې چمتو کولی شو مخکې لدې چې د واورو له کبله سړکونه بند شي، په ځانګړې توګه په لرې پرتو ضلعو لکه په بدخشان کې."

یوه افغانه کورنۍ په یو نامعلوم عکس کې هرات ته نږدې د ویش په ځای کې د ډبليو اېف پي د خوراکي توکو راشن ترلاسه کولو وروسته د کور په لور روانه ده. [ډبليو اېف پي/مارکو دي لاورو]

یوه افغانه کورنۍ په یو نامعلوم عکس کې هرات ته نږدې د ویش په ځای کې د ډبليو اېف پي د خوراکي توکو راشن ترلاسه کولو وروسته د کور په لور روانه ده. [ډبليو اېف پي/مارکو دي لاورو]

یوه ښځه د نومبر په ۲۹ مه په کابل کې د خوړو د نړیوال پروګرام د نغدو پیسو د ویش پرمهال پیسې ترلاسه کوي. [هیکټر ریټامال/ای اېف پي]

یوه ښځه د نومبر په ۲۹ مه په کابل کې د خوړو د نړیوال پروګرام د نغدو پیسو د ویش پرمهال پیسې ترلاسه کوي. [هیکټر ریټامال/ای اېف پي]

نوموړي دغه څرګندونې د دغه خوراکي توکو د روانيدو په مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې وکړې چې تاجکستاني چارواکو پکې ګډون کړی و.

مصلم وويل، موږ د تاجکستان حکومت څخه مننه کوو چې په دې حساس وخت کې د افغانانو تر څنګ ولاړ دی. دا دهليز د پولو له لارې افغانستان ته د خوراکي توکو په راوړلو کې له موږ سره د مرستې لپاره خورا مهم دی."

مصلم همداراز د تاجکستان له حکومت څخه د ملګرو ملتونو د بشردوستانه هوايي خدمتونو (يو اېن اېچ ای اېس) سره د مرستې له کبله مننه وکړه، چې د ډبليو اېف پي لخوا اداره کیږي او کوم چې د دوشنبي څخه کابل او د افغانستان نورو ځایونو ته د بشردوستانه ټولنې لپاره منظمې الوتنې ترسره کوي.

افغانستان په چټکۍ سره د نړۍ تر ټولو لوی بشري بحران جوړيږي.

ډبليو اېف پي د دې کال له پیل راهیسې د ژوند ژغورونکي مرستې ګړندۍ کړي، چې ۱۴.۸ ملیونه خلکو ته یې د خوړو او تغذیې مرستې رسولې دي.

ډېره اړتیا

که څه هم، اړتیاوې خورا زیاتې دی.

د ملګرو ملتونو د سيکريټري جنرل ځانګړې استازې او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشرې دیبورا لاينز د نومبر په ۱۷ مه وویل، "اوس د افغانانو پرېښودل به یوه تاریخي تېروتنه وي -- یوه داسې تېروتنه چې تر دې مخکې یې غمجنې پایلې رامنځته کړې وې."

هغې وویل، د ژمي په را رسېدو سره به تر ۲۳ میلیونو پورې افغانان په بحران کي وي يا به د خوراکي توکو د نشتوالي د بيړنۍ کچې سره مخ شي.

هغې زیاته کړه، سره له دې چې یو وخت د قحط خطر د کلیوالو سیمو پورې محدود و، خو اوس ګمان کيږي چې د افغانستان په ۱۱ ګڼو ښاري سیمو کې ۱۰ سيمې د خوراکي توکو د نشتوالي بیړنۍ کچې ته رسیدلې دي.

ملګرو ملتونو د نومبر په ۲۳ مه وویل، د کال تر پایه پورې په افغانستان کې د بشردوستانه غبرګون سره د مرستې لپاره د ۵۰۰ ملیونو ډالرو څخه زياته د مرستې غوښتنه اوس په بشپړ ډول پوره شوې ده.

اصلي تمویلوونکي متحده ایالات، اروپایي هیوادونه او جاپان وو، چې د ۶۰۶ ملیونه ډالرو د تمویل هدف ته په رسیدو کې یې مرسته وکړه.

دا فنډونه په افغانستان کې د ۱۱ میلیونو ډېرو بې وزلو خلکو سره د مرستې لپاره کارول کيږي.

په کابل کې د نغدو پیسو ویش

په عین حال کې، ډبليو اېف پي د دوشنبې په ورځ د افغانستان په مرکزي ښار کې شاوخوا ۳۰۰۰ کورنیو ته نغدي پیسې ورکړې چې په هیواد کې د مخ په زیاتیدونکي بشري بحران له امله سخت ځپل شوي دي.

باسانا، چې ۲۰ کاله عمر لري او له خپلې ۱۰ کسيزه کورنۍ سره ژوند کوي، وویل، "ما هېڅکله فکر نه و کړی چې یوه ورځ به دلته په کتار کې د مرستې په انتظار ناسته یم."

هغې زیاته کړه، "موږ به لومړی خواړه واخلو ترڅو د لوږې نه مړه نه شو."

د ملګرو ملتونو ادارې هرې کورنۍ ته ۷۰۰۰ افغانۍ (۷۴ امريکايي ډالره) ورکړې.

عظيم الله فضل يار، چې د پيسو په وېش کې يې مرسته کوله، وويل چې په کابل کې له ۵۰۰۰۰ څخه تر ۶۰۰۰۰ پورې کورنۍ مرستې ته اړتيا لري او دغه پروګرام ٣٠٠٠ ډېرې ځپل شوې کورنۍ په ګوته کړي دي.

هغه وويل، "دوی دغه پيسې په ژمي کې د لرګيو يا د بل څه د اخيستو لپاره کارولی شي."

ډېر هغه کسان چې مرستې ترلاسه کوي د هغو کورنیو څخه وو چې د تېر حکومت له ړنګېدو وروسته یې یوازینی رزق ګټونکي خپله دنده له لاسه ورکړې وه.

په افغانستان کې ګراني او بېکاري مخ په زیاتیدو ده او نړیواله مرسته چې د پخواني حکومت د بجټ ۷۵ فيصده برخه وه په بشپړه توګه ختم شوې ده.

زده کوونکی او د انګلیسي ښوونکی ثناء الله حمیدي د مرستې لپاره په کتار کې ولاړ و.

هغه وويل، هغه او پلار يې، چې د حکومت کارنده دی، دواړه بيکاره شوي دي، چې دا پدې مانا ده چې هغه خپلو زده کړو ته دوام نشي ورکولی.

حميدي وويل، "کاش چې زه (خپل فيس) ورکړم او بېرته خپلې يونيورسټۍ ته لاړ شم."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500