کډوالان

سخت احتجاجونه وروسته له هغه پېل شول کله چې ویډیوګانو وښودل چې ایرانیان افغان کډوال وهي

د عمر او ای اېف پي لخوا

په لسګونو افغانانو د اپرېل په ۱۱مه په هرات ښار کې د ایران د قونسلګرۍ مخې ته وروسته له هغې مظاهره وکړه کله چې يوې ويډيو وښودل چې ايرانيان افغان کډوال وهي. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- هغه ویډیوګانې چې ښيي د ایران د پولې ساتونکي او ایرانۍ ډلې په ایران کې د افغان کډوالو سره وهل ټکول کوي، د دوشنبې او سه شنبې په ورځ (د اپرېل په ۱۱مه او ۱۲مه) په ټول افغانستان کې قهرجن لاریونونه راپورته کړل.

د سه شنبې په ورځ شاوخوا ۲۰۰ افغانان د کابل په مرکزي څلور لارې کې راټول شول، چې پوسټرونه يې لرل چې دا شعارونه پرې ليکل شوې ول: "ایران دې خپل ظلمونه بند کړي" او "موږ انصاف غواړو".

د دوشنبې په ورځ احتجاج کوونکو په هرات کې د ایران د قونسلګرۍ په دېوال او ودانۍ په لرګیو او ډبرو برید وکړو، او د دیوال ځینې برخې او امنیتي کېمرې یې ویجاړې کړې.

په داسې حال کې چې "ایران مرده باد!" او "ایران یو وژونکی دولت دی!" شعارونه يې پورته کول، احتجاج کوونکو د ایران بېرغ ته اور ولګولو او د قونسلګرۍ په دروازه کې یې اور ولګولو، او په اسمان کې لوګي راپورته شول چې په هرات ښار کې ليدل کېدل شول.

افغان لاریون کوونکو د اپرېل په ۱۱مه په هرات کې د ایران د قونسلګرۍ مخې ته د ایران ضد شعارونه پورته کوي. [عمر/سلام ټایمز]

افغان لاریون کوونکو د اپرېل په ۱۱مه په هرات کې د ایران د قونسلګرۍ مخې ته د ایران ضد شعارونه پورته کوي. [عمر/سلام ټایمز]

افغانانو د اپرېل په ۱۱مه په هرات کې د ایران قونسلګرۍ مخې ته د ایراني چارواکو د وهلو ټکولو د ویډیوګانو په اعتراض کې د ایران بیرغ وسوځولو. [عمر/سلام ټایمز]

افغانانو د اپرېل په ۱۱مه په هرات کې د ایران قونسلګرۍ مخې ته د ایراني چارواکو د وهلو ټکولو د ویډیوګانو په اعتراض کې د ایران بیرغ وسوځولو. [عمر/سلام ټایمز]

د دوشنبې په ورځ په خوست او په کابل کې د ایران سفارت خانې مخې ته ورته د ایران ضد احتجاجونه وشول.

د ایران حکومت د سه شنبې په ورځ اعلان وکړو چې په افغانستان کې به خپل ټول ماموریتونه تر بل نوټس پورې بند وساتي.

په کابل کې د ایران سفارت خانې د یکشنبې په ورځ د وهلو ټکولو ویډیوګانې رد کړې او ویې ويل چې دا "بې بنياده او ناسم" دي او موخه یې د دواړو هېوادونو تاریخي اړیکو ته زیان رسول دي.

خو د ډېرو افغان مهاجرینو لپاره چې د ایراني امنیتي ځواکونو یا کارګمارونکو له خوا له ظلم سره مخامخ شوي دي، دغه انځورونه د حقیقت پربنسټ دي. په دې ډول ډېرو پېښو کې، ایراني چارواکو په ۲۰۲۰ کال کې په یزد صوبه کې په یو موټر کې درې افغانان په ډزو ووژل او په دې تورن شول چې په لسګونو افغان مهاجرین یې یو سیند ته اچولې ول.

تېر کال په نیمروز کې په یوه پوله باندې د لسګونو افغانانو لاشونه د ایران په پوځي هسپتالونو کې د پاتې کېدو وروسته بېرته ستانه شول، چې د ډېرو پکې حیاتي اعضاء نه وو.

که څه هم دا څرګنده نه وه چې دا تازه ویډیوګانې کله ريکارډ شوي وې، خو یوه ويډیو داسې ښکارېده چې ایراني پوله ساتونکي افغان کډوال په یوه خونه کې وهي، په داسې حال کې چې بله ويډيو ښيي چې د ایرانیانو یوه ډله په ایران کې په یوه ودانۍ کې کډوال کش کوي او وهي.

ایران چې د څه باندې پنځو میلیونو افغان کډوالو کوربه توب کوي، د تېر اګست په میاشت کې د افغان حکومت له نسکورېدو راهیسې دغه هېواد ته د افغانانو له تازه راتګ سره مخ شوی دی.

یو غیر اسلامي جمهوریت

په هرات کې یو احتجاج کوونکي میر حمزه خادم وویل، "د ایران حکومت اسلامي جمهوریت نه بلکې د کافرستان جمهوریت دی."

هغه وویل، "د ایران امنیتي ځواکونو او ملکي خلکو په ایران کې د افغان کډوالو پر کورونو چاپه وهلې او د هغوی پیسې او مالونه یې لوټ کړي دي."

هغه وویل، "د افغان مهاجرو ماشومانو د وهلو او شکنجه کولو ترڅنګ، امنیتي ځواکونو د هغوی سره جنسي تیری هم کړی دی."

خادم وویل، "موږ نن دلته راغلو او د ایران قونسلګرۍ مو په کاڼړو وويشته چې د ایرانیانو له خوا رامنځته شوی خپل درد لږ کم کړو." هغه زیاته کړه چې د افغان کډوالو پر وړاندې تاوتریخوالی د منلو وړ نه دی.

هغه وويل، "موږ به د خپلو خلکو د حقونو دفاع وکړو."

یو بل مظاهره کوونکي همایون کاکړ وویل، "ایرانیان فکر کوي چې دوی به د خپلو جنایتونو په اړه حساب ورکونکي نه وي، خو افغانان به غلي پاتې نه شي او خپل غچ به واخلي."

هغه وویل، "موږ نن دلته د ایران د قونسلګرۍ مخې ته راغونډ شوي یو چې نړۍ ته ووایو چې افغان کډوال هم د نورو کډوالو په څېر انسانان دي او باید د ژوند او کار حق ولري."

هغه زیاته کړه، "د ایران حکومت اسلامي نه دی او تل یې له بې وزله افغان کډوالو سره ناوړه چلند کړی دی."

یو ظالم ګاونډي

د رسنیو او عیني شاهدانو په وینا، په دې وروستیو کې په ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی دی.

په لاملونو کې د تهران غوسه هم شامله ده وروسته له هغه چې تېر کال افغانستان د کمال خان بند پرانېسته وکړه او ایران ته يې د هلمند سیند د اوبو ازاد جریان بند کړو.

په ټولنیزو رسنیو کې د افغان ځوانانو، چې په وینو کې لت پت دي او سخت ژوبل شوي دي، عکسونه خپاره شوي دي. ویل کیږي چې په دغه تنکي افغان ځوانانو د ایراني امنیتي ځواکونو او ولسي وګړو له خوا په چاقو او نورو وژونکو وسیلو بریدونه شوي دي.

غلام فاروق، یو احتجاج کوونکي چې د یو افغان کډوال تصوير يې لرلو چې په دې وروستیو کې په ایران کې په چړو وهل شوی و، وويل، "په ایران کې د افغان کډوالو د وهلو او وژلو له امله زما وینه د غوسې نه جوش وهي."

د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو (آی آر جي سي) د قدس ځواک پخواني قوماندان ته په اشارې سره چې په ۲۰۲۰ کال کې په بغداد کې وژل شوی و، وويل، د قاسم سلیماني، چې يو قاتل دی، وینهد ایران لپاره ارزښتناکه ده، خو زموږ د ماشومانو وینه چې په ایران کې وژل کیږي، د دوی لپاره هیڅ ارزښت نه لري؟"

فاروق وویل، "ایران یو اسلامي هېواد نه دی." "له افغان کډوالو او ځوانانو سره چلند ظالمانه او غیر انساني دی."

هغه زیاته کړه، "ایران د افغانانو قاتل دی او باید په نړیوالو محکمو کې محاکمه شي."

بل احتجاج کوونکي جاوېد کريمي وويل، افغانانو له کلونو راهيسې ايران د يوې ګډې ژبې سره يو دوست ګاونډي ګڼلی، خو ايران تل له افغانانو سره دښمني کړې ده.

هغه وویل، "افغانان د کار او خوراک موندلو لپاره ایران ته ځي، خو د ایران ظالم رژیم او خلک له دغو بې وزلو کارګرانو سره ډېر ظلم کوي."

هغه زیاته کړه، "د ایران حکومت د افغانستان د دوستۍ ادعا کوي، خو په حقیقت کې د افغانانو دښمن دی."

کریمي غوښتنه وکړه، چې نړۍ باید د افغانانو پر وړاندې د ایران د جنایتونو په اړه چوپه خوله پاتې نه شي او عاملینو ته یې باید سزا ورکړل شي.

پښیمانه فاطمیون جنګیالي

په هرات کې یو مظاهره کوونکي په فاطمیون ډويژن کې د خپل وخت یادونه وکړه. فاطميون ډويژن د آی آر جي سي په ملاتړ ملېشه ده چې د سلیماني لخوا په سوریه کې د جګړې لپاره جوړه شوې وه.

۲۷ کلن سید حسین حسیني وویل، هغه د فاطمیون د غړي په توګه په سوریه کې د پنځو کلونو لپاره د عراق او سوریې "اسلامي دولت" (داعش) پر ضد جنګېدلی و.

د سوریې له جګړې یو کال وروسته ایراني چارواکو حسیني په تهران کې ونیولو او تېره شنبه یې افغانستان ته وشړلو.

"حسیني وویل، آی آر جي سي په سوریه کې د جګړې په بدل کې له ما سره د کور او تابعیت ژمنه کړې وه، خو هېڅکله یې خپلې ژمنې پوره نه کړې."

د هغه دوه وروڼه هم په سوریه کې جنګېدلې ول، چې په جګړه کې معذوران شول او اوس په هرات کې په کور کې اوسېږي.

حسیني وویل، "د ایران حکومت ماته په سوریه کې د جګړې په بدل کې د لسو کالو پاسپورټ راکړو، خو د ایران پوځ زما پاسپورټ هغه مهال ريښې ريښې کړو کله چې زه په توقیف کې وم او په زوره یې افغانستان ته وشړلم."

هغه په غوسې سره وویل، "که ایرانیان واقعي نارینه وي او که سلیماني واقعي سړی و، زه دوی ته چيلنج ورکوم چې مخکې راشي او زما مخې ته ودریږي." "زه به هغوی ته وښیم چې اصلي سړی څوک دی."

هغه وویل، ایرانیان "د جګړې ډګر ته د تللو او جګړې کولو جرات نه لري" په داسې حال کې چې دوی افغانان او نور لومړیو کرښو ته لیږي.

حسیني وویل چې هغه په سوریه کې د جګړې له امله پښیمانه دی او هیله لري چې د ایران د حکومت په دروغجنو ژمنو هېڅکله دوکه شوی نه وای.

د حسیني یو ملګري او د فاطمیون یو بل پخوانې غړی نذیر احمد غلامي، چې په ورته وخت کې له ایران څخه ویستل شوی و، وویل، د ایران حکومت او خلکو، د خلکو سره د رحم چلند کولو پرته، د افغانانو په وړاندې وحشیانه کمپاین پېل کړی دی.

هغه وویل، "ایراني پوځیان د فاطمیون او غیر فاطمیون ترمنځ توپیر نه کوي." دوی افغانان په هر ځای کې چې پیدا کوي یې نیسي او پرته له کومې پلټنې یې افغانستان ته استوي.

هغه وویل، تر هغه وخته چې د ایران حکومت فاطمیون ته اړتیا لرله، دې دغه ډله سوریې او عراق ته د جګړې لپاره استوله او د افغانانو ژوند یې په خطر کې اچولو، خو اوس چې فاطمیون ته اړتیا نشته، تهران خپلې ژمنې ماتوي او د فاطمیون غړي افغانستان ته بېرته ليږي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500