د ښځو حقوق

په امریکا کې مېشته غیر انتفاعي موسسه د افغانستان په لویدیځ کې د ماشومانو د ودونو پر ضد کار کوي

د عمر لخوا

د واده لپاره خورا کوچنۍ (TYTW)، چې په متحده ایالاتو کې یوه غیر انتفاعي موسسه ده، د بې وزلو افغانانو سره همکاري کوي ترڅو د افغانستان په لویدیځه سیمه کې د ودونو لپاره د ځوانو جينکو د پلور مخه ونیسي. TYTW کورنیو ته میاشتنۍ خوراکي تادیه، د دندې روزنه او د خوراکي توکو ګاډۍ هم ورکوي ترڅو د لوږې او قحط سره مبارزه کې له دوی سره مرسته وکړي. [عکس د معروف سعیدي له خوا]

هرات، افغانستان -- د واده لپاره خورا کوچنۍ (TYTW)، چې په امریکا کې مېشته یوه غیر انتفاعي موسسه ده، د افغانستان په لویدیځه سیمه کې ​د ودونو لپاره د ځوانو جينکو د پلورلو د مخنیوي لپاره کار کوي​.

افغانستان ​​د تېر کال راهیسې په اقتصادي بحران کې دی،​​پداسې حال کې چې بې وزلي او لوږه بې ساري کچې ته رسيدلې ده.

نا امیدۍ ډېرې کورنۍ دې ته اړ کړي چې د کورنۍ نورو غړو ته د خوراک چمتو کولو لپاره خپلې ځوانې لوڼې د واده لپاره وپلوري.

نهه میاشتې وړاندې د TYTW د هڅو له پېل راهیسې، دې موسسې له څه باندې ۳۰۰ کمزورو او بې وزلو کورنیو ته چې د خپلو کم عمره جينکو پلورلو یا په کم عمرۍ کې د هغوی د ودونو انتظام کولو ته اړ شوي وو، مرستې چمتو کړي دي.

ښځې د اګست په ۳ مه د غور صوبې په مرکزي ښار فیروز کوه کې د TYTW د کپړو ګنډلو په کورس کې ګډون کوي. [عکس د معروف سعیدي له خوا]

ښځې د اګست په ۳ مه د غور صوبې په مرکزي ښار فیروز کوه کې د TYTW د کپړو ګنډلو په کورس کې ګډون کوي. [عکس د معروف سعیدي له خوا]

د TYTW لخوا ورکړل شوي ګاډۍ، چې د اګست په ۳مه په فیروز کوه کې لیدل کيږي، افغان نارینو ته توان ورکوي چې عاید ترلاسه کړي او د خپلو کورنیو ملاتړ وکړي. [عکس د معروف سعیدي له خوا]

د TYTW لخوا ورکړل شوي ګاډۍ، چې د اګست په ۳مه په فیروز کوه کې لیدل کيږي، افغان نارینو ته توان ورکوي چې عاید ترلاسه کړي او د خپلو کورنیو ملاتړ وکړي. [عکس د معروف سعیدي له خوا]

دغه ډله په هرات، بادغیس او غور صوبو کې فعالیت کوي.

په غور صوبه کې د TYTW د یو چارواکي محمد ولي اخوندزاده په وینا، TYTW تر دې دمه په هره صوبه کې شاوخوا له ۱۰۰ کورنیو سره مرسته کړې ده.

هغه وويل، په غور صوبه کې د پروژې په لومړي پړاو کې شاوخوا ۲۰ ښځو د کپړو ګنډلو په کورسونو کې ګډون پېل کړی دی. سربېره پردې، ۳۰ میرمنو د غالۍ اوبدلو کورسونو کې د ګډون لپاره نوم لیکنه کړې، او تمه کیږي چې ۵۰ نورې میرمنې به په دویم پړاو کې د دې پروژې څخه ګټه پورته کړي."

هغه وویل، "له دغو ښځو څخه تمه کېږي چې په شپږ میاشتني روزنیز کورس کې ګډون وکړي او له بشپړېدو وروسته به د خپلو کاروبارونو د جوړولو لپاره ټول اړین وسایل ترلاسه کړي." سربېره پردې، مونږ د دغو کورنیو نارینه غړو ته ګاډۍ او خوراکي توکي هم ورکړي چې د کار د بدیل په توګه يې په بازار کې وپلوري".

اخوندزاده وویل، دا پروژه هڅه کوي چې د افغان کورنیو سره مرسته وکړي چې په ځان بسیا شي ترڅو دوی د بې وزلۍ له امله خپلې ځوانې لوڼې ونه پلوري یا يې واده نه کړي.

TYTW کورنیو ته میاشتنۍ خوراکي تادیه هم چمتو کوي ترڅو له دوی سره د لوږې او قحط پروړاندې مبارزه کې مرسته وکړي.

د ټولو کورنیو سره مرسته کول

۲۸ کلن ګل افروز صدیقي، چې د څلورو ماشومانو مور ده، په دې وروستیو کې د غور صوبې په مرکزي ښار فیروز کوه کې د TYTW د کپړو ګنډلو په کورس کې ګډون پېل کړو.

هغه یوه له هغو ۱۹ ښځو څخه ده چې په کورس کې ګډون کوي، چې د سهار له ۹ بجو څخه تر مازیګر ۴ بجو پورې وړاندې کیږي.

TYTW د صدیقي میړه ته، چې یو مزدور دی او له څو میاشتو راهیسې بې روزګاره و، یوه ګاډۍ او خوراکي توکي هم ورکړي دي.

دوه میاشتې وړاندې دغې جوړې پريکړه وکړه چې ​د سختې بې وزلۍ او لوږې له امله​ خپله ۱۱ کلنه لور زرمینه د ۱۰۰۰۰۰ افغانیو (۱۱۰۰ امريکايي ډالرو) په بدل کې واده کړي.

صدیقي وویل، اوس چې د هغې میړه دنده لري او دوی د میاشتني خوراکي توکو وظيفه ترلاسه کوي، کورنۍ نور له سختو اقتصادي چيلنجونو سره مخ نه ده.

هغې وویل، "ما کار نه لرلو او ټوله ورځ به په کور کې وم. خو اوس زه هره ورځ د ګنډلو په کورس کې ګډون کوم. ما تر یو حده پورې د جامو ګنډل زده کړي دي. اوس زه کولی شم د خپلو ماشومانو لپاره جامې جوړې کړم."

هغې وويل، "دا لومړی ځل دی چې ما د ګنډلو په مشين کار کړی دی." "زما د ښوونکي په لارښوونه، ما د جامو پرې کول او ګنډل زده کړل."

صديقي وويل چې هغه ډېره خوشحاله ده چې نور به خپله لور واده کولو ته اړ نه شي.

۶۵ کلن محمد عارف وویل چې هغه د TYTW څخه د خوراکي توکو او ګاډۍ مرستې پيکج، چې هغه ته یې د عاید ترلاسه کولو توان ورکړو، ترلاسه کولو وروسته د خپلې لور د پلورلو پریکړه بېرته واخیسته.

هغه وويل، "د ګاډۍ، ترازو او خوراکي توکو سره کار کول ما بوخت ساتي." "اميد لرم، دا به زما سره مرسته وکړي چې د خپلې کورنۍ لپاره حلال خوراک پيدا کړم او په دسترخوان يې ورته کيږدم. زه له څو میاشتو راهیسې بې روزګاره وم او حتی د خوړلو لپاره مو یوه ډوډۍ هم نه لرله."

"زما په کورنۍ کې اوه کسان دي، او زه یوازینی رزق ګټونکی يم. موږ د فصل کرلو لپاره ځمکه نه لرو، او زه یو مزدور یم." "د تېر کال راهيسې د کار ټول بازار په ټپه ولاړ دی، او زه په حقیقت کې په دغه ټول وخت کې بې روزګاره وم."

"زه خوشحاله یم چې بیا په کار بوخت یم. زه ډاډه یم چې زه کولی شم خپلې کورنۍ ته د خوراک چمتو کولولپاره کافي عاید ترلاسه کړم."

ژوند ژغورل

د TYTW لخوا چمتو شوې مرستې د ځوانو جينکو د پلور او د کم عمر ودونو په مخنیوي کې مهم رول لوبولی دی.

د فيروز کوه اوسېدونکي او د TYTW پروژې ګټه ترلاسه کونکي ۴۵ کلن محمد اسرائيل وويل، د دې ډلې د مرستو پيکج هغه د خپلې اته کلنې لور د پلورلو څخه منع کړو.

هغه وویل، "زه د اته کسانو کورنۍ لرم چې خواړه ورته چمتو کړم، او زه هېڅ عاید نه لرم. ما [تقربياََ] خپله ځوانه لور پلورلي وه ترڅو د کورنۍ نور غړي له لوږې او مرګ څخه وژغورم." "موږ بې وسه وو، او هېڅوک موجود نه و چې زموږ سره يې مرسته کړای وې."

اسراییل وویل، "زما ښځه اوس د جامو په ګنډلو بوخته ده. زه هره ورځ د کار کولو لپاره خوراکي توکي او ګاډۍ لرم. زه اوس کولای شم هره ورځ له ۲۰۰ څخه تر ۳۰۰ افغانیو (د ۲.۲۰ څخه تر ۳.۳۰ ډالرو پورې) ترلاسه کړم."

که دا مرستې نه وای، "ما به خپله ځوانه لور پلورلې وې، او دا به د پلار په توګه زما لپاره تر ټولو سخته پریکړه وه."

په فیروز کوه کې د مدني ټولنې یو فعال محمد سلیم قاضي زاده وویل، د نړېوالې ټولنې او نړېوالو موسسو له خوا برابرې شوې مرستو په تېر کال کې د زرګونو افغانانو ژوند ژغورلی دی.

"بېوزلي او قحط دې حد ته رسېدلې چې ځینې والدېن مجبور دي چې خپل کوچني ماشومان خرڅ کړي. د دې زیانمنو کورنیو سره مرسته کول خورا مهم او ارزښتناک کار دی."

هغه وویل، "د ځوانو جينکو د پلورلو مخنیوی د هغوی د ژوند ژغورلو په معنا ده."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500