زده کړه

د فقر او په جينکو د بنديزونو له کبله ۴۰۰ افغان پرايويټ سکولونه بند شوي دي

د سلیمان لخوا

د لومړي ټولګي زده کوونکي د اګست په ۱۴مه په کابل کې د ستاره نور جهان پرايويټ سکول په یو ټولګي کې زده کړه کوي. [سلیمان/سلام ټایمز]

د لومړي ټولګي زده کوونکي د اګست په ۱۴مه په کابل کې د ستاره نور جهان پرايويټ سکول په یو ټولګي کې زده کړه کوي. [سلیمان/سلام ټایمز]

کابل -- د ښوونکو په وینا، بې وزلي، بیکاري او سيکنډري سکول ته د جينکو د تګ مخنیوی هغه عوامل دي چې په تېر کال کې په ټول افغانستان کې له ۴۰۰ څخه د زیاتو پرايويټ سکولونو د بنديدو لامل شوي دي.

د افغانستان د پرايويټ سکولونو د اتحادیې غړي ذبیح الله فرقاني وویل، "له بده مرغه، زیاتره پرايويټ سکولونه د سقوط په درشل کې دي." "اصلي لاملونه یې بې وزلي، بېکاري او د شپږم ټولګي پورته د جينکو پر زده کړو بندیز دی."

هغه وویل، "دا وضعیت په ټول افغانستان کې د څه باندې ۴۰۰ پرايويټ سکولونو د بنديدو لامل شوی دی"، چې ۱۵۰ پکې په کابل او ۲۵۰ پکې په مختلفو صوبو کې دي.

نږدې ۳۶۰۰ پرايويټ سکولونه، چې ۱۲۰۰ یې په کابل کې دي، پخوا په ټول افغانستان کې فعال ول.

فرقاني وویل، ډېر افغانانو د اقتصادي بحران په ترڅ کې خپلې دندې او کاروبارونه له لاسه ورکړي، چې په پايله کې دا د دوی لپاره ستونزمنه ده چې د خپلو ماشومانو د سکولونو فیسونه ورکړي -- چې د پرايويټ سکولونو د عاید یوازینۍ سرچینه ده.

هغه وویل، "بېوزلي او بېکاري نه یوازې د زده کوونکو د شمولیت په شمېر کې د کموالي، بلکې د پرايويټ سکولونو لپاره د مالي بحران لامل ګرځيدلی دی."

په کابل کې د نورجهان پرايويټ هايي سکول پرنسپل جان اقا حکمت وویل، "وروستیو پرمختګونو د افغانانو د ژوند په بېلابېلو برخو منفي اغېز کړی، چې د تعليم سکتور پکې تر ټولو ډېر زیانمن شوی دی."

هغه وويل، "په تېرو کلونو کې زموږ په سکول کې له لومړي څخه تر دولسم ټولګي پورې ٦٥٠ نارينه او ښځينه زده کوونکي ول." خو اوس زموږ په سکول کې یوازې ۲۱۵ زده کوونکي دي.

هیلې او ارمانونه نيمګړي پاتې شول

فرقاني وویل، که د جينکو پر زده کړو محدودیتونه دوام وکړي، نو نور پرايويټ سکولونه به بند شي.

هغه وویل، "په ټول افغانستان کې په پرايويټ سکولونو کې له ۳۰ څخه تر ۴۰ فيصده پورې زده کوونکي جينکۍ دي. "د زده کړو له دوام څخه د جينکو منع کول به ډېر پرايويټ سکولونه بندولو ته اړ کړي، او که دا ډول وضعیت دوام ومومي، نو د نورو سکولونو سره به د بندېدو پرته بله لاره پاتې نشي."

هغه وویل، دا ډول پرمختګونه د تعليمي سکتور ویجاړول ګړندي کوي.

بهارا محمدي، چې په کابل کې د ستاره نورجهان پرايويټ هايي سکول مالکه او مشره ده، سلام ټایمز ته وویل، "وروستیو پرمختګونو د افغانانو د ژوند په بېلابېلو سکتورونو اغېز کړی، او له بده مرغه، د تعليم سکټور تر بل هر سکټور څخه ډېر زیانمن شوی دی."

بهارا محمدي وویل، "ډېر زده کوونکي د بېوزلۍ له امله نشي کولای خپلو زده کړو ته دوام ورکړي." "ښوونکو هم خپلې دندې له لاسه ورکړې، او پرايويټ تعلیمي ادارې د بشپړ سقوط په درشل کې دي."

د بهارا محمدي په سکول کې له ۴۸۰ زده کوونکو څخه یوازې ۲۴۰ تنه پاتې دي. نورو د بې وزلۍ یا په ټول هېواد کې په جينکو د بنديز له امله سکولونه پريښودي دي.

په ۲۱ ښوونکو کې، ۱۱ د تېر اګست راهیسې خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

بهارا محمدي وویل، "په سکولونو کې نوم لیکنه تر تېر کاله پورې له تمې څخه ډېره وه، او زده کوونکو په ډېره لېوالتیا سره په خپلو ټولګیو کې ګډون وکړو." "سربیره پردې، زده کونکي د خپل راتلونکي په اړه ډېر هیله مند وو، او د ډاکټرانو، انجینرانو، پیلوټانو او ښوونکو جوړيدو ته سترګي په لار وو."

"که څه هم، نن ورځ داسې ښکاري چې دوی آرمانونه نلري. دوی نور په مخ موسکا نه لري او نه د روښانه راتلونکي لپاره څه هیله لري."

د ستاره نورجهان د څلورم ټولګي زده کوونکي، مهدي، چې ۱۲ کلنه ده، وویل، "زما نیم ټولګيوال، په شمول زموږ د ټولګيوالو چې لومړۍ درجه یې لرله او ډېره تکړه وه، مجبوره شول چې سکول پريږدي."

"دوی ډېر بېوزله شول او د سکولونو د فیسونو د ورکولو توان یې نه لرلو. سربېره پردې، دوی د کتابونو او سټیشنرۍ اخیستلو توان نه لرلو."

مهدي وویل، "زه د خپلو ملګرو او ټولګیوالو په اړه ډېره خفه يم، او دا یو لوی تاوان دی چې دوی نور زموږ د ټولګي برخه نه دي."

د سکولونو بندېدل د ښوونکو لپاره هم ستونزمن شوي دي.

د کابل ښار د یو پرايويټ سکول ښوونکي آصفه عابدي وویل، "ما په یو پرايويټ سکول کې له تدریس څخه ډېر عاید ترلاسه کولو ترڅو د خپلې پنځه کسیزې کورنۍ سره مرسته وکړم. هغې د امنیتي دلایلو له امله د خپل سکول نوم پټ وساتو.

"د بې وزلۍ او اقتصادي بحران له امله د زده کوونکو نوم لیکنه کمه شوې او زما معاش ۵۰ فيصده کم شوی دی."

عابدي وویل، "که وضعیت همداسې دوام وکړي، ټول سکولونه به وتړل شي او زرګونه ښوونکي به خپلې دندې له لاسه ورکړي. سربیره پردې، په داسې حالت کې، بېکاري او فقر به په ټولنه کې پراخه شي."

لاسته راوړنې ضايع شوې

د ډېرو ښوونکو لپاره، ترټولو لویه ویره د دوه لسیزو ارزښت لرونکي کار پریښودل دي.

په کابل کې د یو پرايويټ يونيورسټۍ ليکچرارې شریفې فهیمي وویل، "د پرايويټ سکولونو او يونيورسټو جوړول په تېرو دوو لسیزو کې د تعليم په برخه کې یوه لویه لاسته راوړنه ګڼل کيږي."

فهیمي د امنیتي دلایلو له مخې د خپلې يونيورسټۍ نوم پټ وساتو.

"په ټول افغانستان کې زرګونه ښوونیز مرکزونه پرانیستل شول. په همدې حال کې سلګونه زره زده کوونکي فارغ شول او ورته شمېر د کار بازار ته داخل شو."

هغې وويل، "که پرايويټ زده کړې بندې شي، نه يوازې د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې به له لاسه ورکړل شي، بلکې زرګونه کسان به خپلې دندې له لاسه ورکړي، او په هېواد کې به د بې وزلۍ او بېکارۍ يو څرګند بحران رامنځته شي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500