ټولنه

فقر ۷۰ افغان جوړې په ډله ییزه توګه واده کولو ته اړ کړي

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

په لسګونو افغان میرمنو چې په زرغون شالونو کې يې ځان پټ کړی دی، د جون په ۱۳مه نېټه په کابل کې په یو شانداره ډله ایز واده کې واده شوې، چې سلګونو میلمنو پکې ګډون کړی و. واده په ډېر بې وزلي افغانستان کې چې په دودیز ډول غټ جهېزونه، قېمتي تحفې او په زړه پوې محفلونه پکې شامل وي، یو قېمتي کار دی. [عارف کریمي/ای اېف پي ټي وي/ای اېف پي]

کابل -- په لسګونو افغان میرمنو چې په زرغون شالونو کې يې ځان پټ کړی دی، د دوشنبې په ورځ (د جون په ۱۳مه نېټه) په کابل کې په یو شانداره ډله ایز واده کې واده شوې، چې سلګونو میلمنو پکې ګډون کړی و.

واده په ډېر بې وزلي افغانستان کې چې په دودیز ډول غټ جهېزونه، قېمتي تحفې او په زړه پوې محفلونه پکې شامل وي، یو قېمتي کار دی.

په تاریخي توګه، د هغو کورنیو جوړې چې د دې توان نلري چې د وادہ کولو لګښت برداشت کړي، کله ناکله خپلې سرچینې د ګډې په ودونو کې په شریکه لګوي.

د دوشنبې د ورځې مراسم چې د ۷۰ جوړو پکې ودونه ترسره شول په افغانستان کې په دې وروستیو کې يوه داسې پېښه وه چې خلکو پکې په پراخه کچه ګډون وکړ، پداسې حال کې چې اوس مهال د هېواد اقتصاد له ستونزو سره مخ دی.

یوه افغانه جوړه د جون په ۱۳مه په کابل کې د ډله ایز واده له مراسمو وروسته د واده له هال څخه بهر ګرځي. [ساحل ارمان/ای اېف پي]

یوه افغانه جوړه د جون په ۱۳مه په کابل کې د ډله ایز واده له مراسمو وروسته د واده له هال څخه بهر ګرځي. [ساحل ارمان/ای اېف پي]

ناوېګاني د ودونو په یو هال کې ولاړې دي په داسې حال کې چې دوی د جون په ۱۳مه په کابل کې د ډله ییزو ودونو د مراسمو پېل ته انتظار باسي. [ساحل ارمان/ای اېف پي]

ناوېګاني د ودونو په یو هال کې ولاړې دي په داسې حال کې چې دوی د جون په ۱۳مه په کابل کې د ډله ییزو ودونو د مراسمو پېل ته انتظار باسي. [ساحل ارمان/ای اېف پي]

زومان د ودونو په یو هال کې ولاړ دي په داسې هال کې چې دوی د جون په ۱۳مه په کابل کې د ډله ییزو ودونو د مراسمو پېل ته انتظار باسي. [ساحل ارمان/ای اېف پي]

زومان د ودونو په یو هال کې ولاړ دي په داسې هال کې چې دوی د جون په ۱۳مه په کابل کې د ډله ییزو ودونو د مراسمو پېل ته انتظار باسي. [ساحل ارمان/ای اېف پي]

یو زوم په ویلچیر کې د جون په ۱۳مه په کابل کې د ډله ایز واده په مراسمو کې د واده هال ته ننوځي. [ساحل ارمان/ای اېف پي]

یو زوم په ویلچیر کې د جون په ۱۳مه په کابل کې د ډله ایز واده په مراسمو کې د واده هال ته ننوځي. [ساحل ارمان/ای اېف پي]

یوه ناوې (کیڼ اړخ ته) د جون په ۱۳مه په کابل کې د ډله ایزو واده مراسمو لپاره د واده هال ته په موټر کې راځي. [ساحل ارمان/ای اېف پي]

یوه ناوې (کیڼ اړخ ته) د جون په ۱۳مه په کابل کې د ډله ایزو واده مراسمو لپاره د واده هال ته په موټر کې راځي. [ساحل ارمان/ای اېف پي]

یوه افغانه جوړه د جون په ۱۳ مه په کابل کې د ډله ایز واده له مراسمو وروسته د واده له هال څخه وځي. [ساحل ارمان/ای اېف پي]

یوه افغانه جوړه د جون په ۱۳ مه په کابل کې د ډله ایز واده له مراسمو وروسته د واده له هال څخه وځي. [ساحل ارمان/ای اېف پي]

سينګار شوي موټرې چې افغان جوړې پکې ناستې دي د جون په ۱۳ مه په کابل کې د ډله ایز واده له مراسمو وروسته د واده له هال څخه وځي. [ساحل ارمان/ای اېف پي]

سينګار شوي موټرې چې افغان جوړې پکې ناستې دي د جون په ۱۳ مه په کابل کې د ډله ایز واده له مراسمو وروسته د واده له هال څخه وځي. [ساحل ارمان/ای اېف پي]

زومان د ودونو په یو هال کې ولاړ دي په داسې حال کې چې دوی د جون په ۱۳مه په کابل کې د ډله ییزو ودونو د مراسمو پېل ته انتظار باسي. [ساحل ارمان/ای اېف پي]

زومان د ودونو په یو هال کې ولاړ دي په داسې حال کې چې دوی د جون په ۱۳مه په کابل کې د ډله ییزو ودونو د مراسمو پېل ته انتظار باسي. [ساحل ارمان/ای اېف پي]

زومان د جون په ۱۳مه په کابل کې د ډله ایزو ودونو په مراسمو کې د واده د هال څخه بهر د تحفو سره ولاړ دي. [ساحل ارمان/ای اېف پي]

زومان د جون په ۱۳مه په کابل کې د ډله ایزو ودونو په مراسمو کې د واده د هال څخه بهر د تحفو سره ولاړ دي. [ساحل ارمان/ای اېف پي]

د نړېوال بېنک د یوې سروی له مخې چې د مارچ په ۱۵مه خپره شوې وه، بې روزګاري، په ځانګړې توګه د ځوانانو ترمنځ، د تېر اګست راهیسې زیاته شوې ده، په داسې حال کې چې د دوه پر دریمې برخې کارګرانو معاشونه په "ډرامايي توګه" راټیټ شوي دي.

تقريباً د ۵۰۰۰ افغان کورنیو سروی د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر او دسمبر ترمنځ د تلیفون له لارې ترسره شوه.

دغه راپور وموندل، د سروی شویو کورنیو اویا سلنه ویلي چې دوی نشي کولی د خوراکي توکو او نورو ​اړینو اړتیاوو ​​ لپاره خپل لومړني اړتیاوې پوره کړي -- چې د ۲۰۲۱ کال د مۍ په مياشت کې د ترسره شوې سروی دوه چنده ده.​

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو او نورو نړېوالو مرستندویه ادارو په وینا، د افغانستان د ۳۸ میلیونو وګړو له نیمایي څخه زیات له لوږې سره مخ دي.

د خوشحالۍ اميد

د بې وزلۍ د ډېرېدو او د راتلونکي په اړه ناڅرګندتیا سره، د دوشنبې په ورځ ډله ایز واده، واده کونکو ته د خوشحالۍ یو اميد وړاندې کړو.

زوم عبادالله نیازي چې اته کاله یې واده ته انتظار کړی و، وویل، "نن هېڅ ځوان نه غواړي چې د ګران واده بوج په غاړه واخلي."

"تقريباً ۹۸ فيصده خلک ​​د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي​​. د دې لګښتونه پوره کول خورا سخت کار دی."

۲۲ کلن عصمت الله بشردوست، چې د اقلیت شیعه هزاره ټولنې څخه دی، وویل، "زه هېڅ کار نه لرم. موږ د پیسو کمی لرلو، او له همدې امله موږ پریکړه وکړه چې د ډله ایز واده په مراسمو کې واده وکړو."

بشردوست، چې دوديزه افغاني خولۍ يې اغوستي وه، وويل چې واده به يې د ژوند تر ټولو "خوشحاله ورځ" وي.

که څه هم، جشنونه په ټولنیز ژوند کې د سخت محدودیتونو له امله په ډراماتیک ډول کم شوي دي.

په افغانستان کې ودونه يوه رنګارنګه پېښه ده چې سندرې پکې ويل کيږي، ګډا پکې کيږي او د څه حده پورې نارینه او ښځې پکې يو ځای کيږي.

سخت جلاوالی

د دوشنبې په ورځ، ناوې ګانې او زومان د مراسمو په اوږدو کې جلا ساتل شوي وو.

د مخالف جنس میلمانه د شاوخوا یو درجن امنیتي پرسونلو، چې وسلې په لاس ګشتونه به يې کول، لخوا جلا شوي وو، او یوازینۍ تفریح د غونډې د خیریه تنظیم کونکو لخوا د شعرونو ويل او وینا وه.

ژورنالیستانو ته اجازه نه وه چې له ناوې ګانو سره خبرې وکړي، چې د خپلو پټو شالونو لاندې یې سپینې جامې اغوستې وې، خو اجازه ورکړل شوې وه چې عکسونه واخلي او ويډيو یې جوړه کړي.

د هرې جوړې لپاره د واده یو سور او سپین کیک جوړ شوی و، خو یوازې د نارینه وو مخې ته ایښودل شوی و، چې دودیز سپین شلوار کمیسونه یې اغوستې وو.

دا پیښه پای ته ورسیده، پداسې حال کې چې زومانو -- چې هر یو د پلاستیکي نوم بیج لرلو -- خپلې ناوې ترلاسه کړې او د دغه ځای څخه په ګلانو او ربنونو سینګار شويو موټرو کې لاړل.

د کابل د ودونو په یو هال کې د یوې ورځې بکنګ د ۱۰۰۰۰ او ۲۰۰۰۰ ډالرو ترمنځ لګښت لري، او د سیلاب د خیریه موسسې تنظیم کوونکي سید احمد سیلاب وویل چې ځینو واده شويو جوړو د لګښت له امله "د کلونو انتظار" وکړو.

هغه وويل، "دوی نشي کولی چې د ناوړه دودونو (ګرانې پارټۍ، جهېزونه، د ميلمنو زيات شمېر)، د لوړ لګښتونو او سختو غوښتنو له امله د انفرادي ودونو مراسم ترسره کړي."

هغه وویل، دوی ټولو "د کلونو راهيسې انتظار کوو چې پیسې وګټي او د واده کولو لپاره یې بچت کړي." "له همدې امله موږ د ډله ایز واده انتظام وکړو."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500