کډوالان

د ایران لخوا د زرګونو خلکو غیر یقیني حالت ته په واپس لیږلو سره افغانان له بدسلوکۍ او تشدد سره مخامخ کیږي

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي له خوا

یو شمېر افغان کډوال چې ایراني مقاماتو د طالبانو تر حکومت لاندې افغانستان ته په راستنېدلو مجبور کړي د حراست په کېمپونو کې د وخت تېرولو په هکله خپل د سترګو لیدلی حال شریکوي.‌ یو راستون شوي کس وویل، «هغوی مونږ ډېر زیات وځورولو، هغوی مونږ ووهلو، هغوی زمونږ ډېره بې عزتي وکړه.» [عارف کریمي/ای اېف پي ټي وي/ای اېف پي]

اسلام قلعه، افغانستان -- د کومک رسولو ادارې او عیني شاهدان وایي، د لوږې له ګواښ سره سره ایران هره هفته په لسګونو زره افغان مهاجرین افغانستان ته بېرته رالېږي، او ډېر راستانه شوي کسان وایي چې ایراني مقاماتو ورسره بد سلوک کړی دی.

د لسیزو د اوږدې جګړې په وخت کې، په میلیونونو افغانان خپل مغربي ګاونډي ملک ته ور اوښتي چې له تشدد او خراب اقتصادي حالت نه ځانونه په امن کړي.

د اګست په میاشت کې د افغان حکومت سقوط دغه بحران لا نور پېچلی کړ - چې د نړۍ والو مرستو جریان ورسره مختل شو او سختې وچکالۍ له نیمایي نه ډېره ابادي د خوړو له سخت کمښت سره مخامخ کړه.

خو له دې سره سره چې افغانانو ته سخت شرایط په مخکې پراته دي، ایران هغوی مجبوروي چې په سرحد راواوړي.

یو شمېر افغانان چې له ایران څخه په جبر سره افغانستان ته را اېستلی شوي وو د اکتوبر په ۱۹مه په اسلام قلعه کې د دواړو ملکونو تر منځ د پولې طرف ته روان دي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

یو شمېر افغانان چې له ایران څخه په جبر سره افغانستان ته را اېستلی شوي وو د اکتوبر په ۱۹مه په اسلام قلعه کې د دواړو ملکونو تر منځ د پولې طرف ته روان دي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

عبدالصمد چې ۱۹ کاله عمر لري افغانستان ته له را ډیپورټ کېدلو څخه وروستو په اسلام قلعه کې ای اېف پي ته وویل، «له مونږ نه به دلته لاره ورکه شي. مونږ نه پوهېږو چې څنګه پیسې پیدا کړو او خپلو کورونو ته بیرته لاړ شو.» [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

عبدالصمد چې ۱۹ کاله عمر لري افغانستان ته له را ډیپورټ کېدلو څخه وروستو په اسلام قلعه کې ای اېف پي ته وویل، «له مونږ نه به دلته لاره ورکه شي. مونږ نه پوهېږو چې څنګه پیسې پیدا کړو او خپلو کورونو ته بیرته لاړ شو.» [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

د اقوام متحده د مهاجرت د نړۍ والې ادارې (آی او اېم) یو ډاکتر هغه ناروغان او نور خلک چې له ایران څخه را اېستلی شوي دي د اکتوبر په ۱۹مه په هرات ښار کې د راستنو شویو کسانو په کېمپ کې چیک کوي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

د اقوام متحده د مهاجرت د نړۍ والې ادارې (آی او اېم) یو ډاکتر هغه ناروغان او نور خلک چې له ایران څخه را اېستلی شوي دي د اکتوبر په ۱۹مه په هرات ښار کې د راستنو شویو کسانو په کېمپ کې چیک کوي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

'هغوی مونږ ته د انسانانو په سترګه نه کتل'

بیرته راګرځېدلو افغانانو له ای اېف پي سره په خبرو کې وویل چې هغوی په چټلو او داسې حراست ځایونو کې ساتل کېدل چې د خلکو ډیر رش په کې و او ځینې کسان په کې سرحد ته له راوړل کېدلو نه مخکې ووهلی شول.‌

د هر ماسپښین په شروع کې، بسونه چې ډېرې کورنۍ په کې بار وي اسلام قلعې ته، چې ایران ته د اوښتلو لپاره د عمومي دروازې افغان طرف دی، را رسېږي.

ای اېف پي په سرحد او نژدې د هرات ښار کې له خواوشا ۲۰ بیرته راګرځېدونکي افغانانو سره خبرې وکړې. هغوی وویل، هغه کسان چې کور ته د تګ لپاره یې د ټکټونو اخیستلو پیسې نه لرلې هغوی د حراست په کېمپونو کې ساتل کېدل.

ټولو هغو کسانو چې له یوه خبریال سره د خبرو کولو غوښتنه یې ومنله، له هغوی سره د شوي بد سلوک کیسې وکړې.

د مجید په نامه یوه ستون شوي کس وویل چې مقاماتو د هغوی موبایل فونونه ضبط کړل چې هغوی هلته روان حالات ریکارډ نه کړي.

هغه وویل، «په کېمپ کې د خلکو ډېر زیات رش دی، خلک ډېر خیرن دي. هغه کسان چې د خوړو اخیستلو لپاره پیسې نه لري هغوی یوازې د ډوډۍ میدګي ترلاسه کوي.»

د ژمي د ړومبۍ یخنۍ په را رسېدلو سره، خپل وطن ته را اېستل شوي افغانان له یوه نامعلوم مستقبل سره مخامخ دي.

۱۹ کلن عبدالصمد افغانستان ته له را اېستل کېدلو وروسته په سرحد کې ای اېف پي ته وویل، «له مونږ نه به دلته لاره ورکه شي.»

هغه وویل، «مونږ نه پوهېږو چې څنګه پیسې پیدا کړو او خپلو کورونو ته ستانه شو.»

نورو مهاجرینو وویل چې ایراني مقاماتو له هغوی سره خراب سلوک وکړ‌و.‌

صمد چې له را شړل کېدلو څخه مخکې یې په ایران کې په تعمیراتي برخه کې کار کاوه، وویل، «هغوی مونږ ته د انسانانو په سترګه نه کتل.»

صمد وویل ایراني مقامونو هغه په سرحد کې د کډوالو د حراست په یوه کېمپ کې وواهه ځکه چې هغه پیسې نه لرلې چې د خپلې را اېستنې لپاره یې ورکړي.

هغه وویل، «هغوی زمونږ لاسونه را وتړل او په سترګو یې راته پټۍ ولګولې او کنځلې یې راته کولې.»

مایوسي او شکنجه

د صمد او نورو کیسې په خپلواکه توګه تایید شوي نه دي او د اقوام متحده ادارو یې د جزیاتو په هکله څه ونه ویل.

خو دوی لومړني کسان نه دي چې داسې تورونه لګوي.

له ایران څخه را اېستل شویو نورو افغانانو هم د سپتمبر په میاشت کې سلام ټایمز ته د خپلو تجربو کیسې وکړې.

د هرات ولایت یوه اوسېدونکي میرویس یاوري د سپتمبر په ۱۹مه په اسلام قلعه کې وویل، ایراني پولیس له افغان مهاجرو سره د حیواناتو په شان سلوک کوي -- هغوی وهي او ځوروي.

هغه وویل، «ایرانی رژیم ځان اسلامي جمهوریت بولي، خو په حقیقت کې، هغه د کفارو جمهوریت دی.»

یاوري وویل، «د افغانانو تر منځ نا امیدي د کلونو په اوږدو کې ډېره شوې ځکه په ملک کې دننه ډېر کم کاري چانسونه موجود دي،» او زیاته یې کړه چې لږ خلک دا توان لري چې ایران ته لاړ شي او هلته مزدوري وکړي ځکه چې ایراني مقامات د افغانانو د مزدورۍ پیسې ترې اخلي، وهي ټکوي یې او افغانستان ته یې را شړي.

سید احمد احمدي چې د سپتمبر په ۱۹مه را اېستل شوی و، وویل، ایراني پولیسو هغه او د هغه ملګري ونیول، شکنجه یې کړل او وهل ټکول یې ورسره وکړل.

هغه وویل، «ایراني پولیسو مونږ مجبور کړو چې د حیواناتو اوازونه وباسو،» او زیاته یې کړه چې هغوی افغان ځوانان ډېر سخت ووهل.‌

هغه وویل ایراني مقاماتو هغوی ته اجازه نه ورکوله چې ویده شي او هغوی یې مجبور کړل چې څو ساعته مسلسل په پښو ودرېږي.‌

احمدي وویل، «ایراني پولیسو زموږ ټولې پیسې واخیستلې، موږ دومره پیسې نه لرلې چې حتی یو بوتل اوبه پرې واخلو.»

د زنده جان ضلعې یوه اوسېدونکي محمد فهیم کامراني چې په وروستیو کې له ایران څخه را اېستل شوی دی وویل چې هغه اته ورځې د ایران په یوه زندان کې بې خوړو تېرې کړې.‌

هغه وویل، «هغوی موږ ټول چې شاوخوا ۱۰ کسان وو په یوه ورکوټې غسل خانه کې واچولو،» او زیاته یې کړه چې غسل خانه له اوبو نه ډکه وه او هغوی د بلې ورځې تر سهاره پورې شپه همالته تېره کړه.‌

هغه وویل، ایراني امنیتي کسانو له افغان مهاجرو نه په بېلابېلو نومونو پیسې لوټلې او هر چا به چې پیسې نه ورکولې هغه به یې وهلو.

هغه زیاته کړه، ډېرو افغان کارکوونکیو له ایراني ټیکه دارانو نه پيسې ترلاسه نه کړای شوې، او ایراني امنیتي عسکرو هغه نغدې پیسې چې ځینو کسانو راوړې وې، ترې ضبط کړې.‌

'مفلس او زړه ماتي'

د مهاجرت نړۍ والې ادارې (آی او اېم) وویل، سږکال له یو میلیون نه ډېر افغانان له ایران نه بېرته رالېږلی شوي چې په دې لړ کې له ۲۸۰۰۰ څخه ډېر یوازې د اکتوبر په وروستۍ هفته کې را اېستل شوي دي.

د آی او اېم ډایریکټر جنرل انتونیو ویتورینو په یوه اعلامیه کې وویل، ملک ته د ډېرو خلکو بیرته راګرځېدل هغه چلینجونه ډېر سختوي چې افغانستان ورسره مخامخ دي.

هغه وویل، «افغانستان ته را اېستل شويو اکثرو کسانو چې مفلس او نا امیده شوي ول، د روغتیا، خوړو مرستې او آرام ته ضرورت لرلو.»

د اکتوبر د ۲۱مې او ۲۷مې تر مینځ، هغه وروستی وخت چې آی او اېم یې شمېرې ترلاسه کړي، ۲۸۱۱۵ افغان مهاجرین له ایران نه راستانه شوي او سږکال تر دې وخته ۱ میلیون ۳۱ زره ۷۵۷ کسان راستانه شوي دي.

آی او اېم چې په سرحد کې حاجت لرونکو کسانو ته کومکونه برابروي، تېره میاشت ای اېف پي ته وویل چې هغوی سږکال له ایران نه په سرحد را اوښتو کسانو کې لږ تر لږه ۳۲۰۰ بې سرپرسته ماشومان شمارلي دي.

د اقوام متحده د مهاجرینو کمیشنرۍ (یو اېن اېچ سي آر) د «ډېر بدلیدونکي حالت» له امله، له ټولو ملکونو نه غوښتي چې د افغانانو جبري راستنول ودروي او «د ایران حکومت سره مشورو» ته یې دوام ورکړی دی.

ایران ادعا کوله چې هغوی افغان مهاجرو ته هرکلی وایي او هغوی ته د حاجت وړ کومکونه برابروي، او په وروستیو هفتو کې یې افغانستان ته د مرستو بارونه لېږلي دي.

ایرانۍ میډیا د اکتوبر په وروستیو کې په اقوام متحده کې د تهران د سفیر مجید تخت له قوله راپور ورکړ چې ویل یې، «مونږ له نړۍ والې ټولنې څخه د کومو نویو سرچینو له ترلاسه کولو پرته د خپلو افغانانو ورونو کوربه توب کوو».

خو تهران ټایمز حکومتي ورځپاڼې وویل، د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي تېره میاشت په افغانانو باندې غږ وکړو چې هېواد ته یې ورنشي او ویې ویل چې «زمونږ ظرفیتونه محدود دي».

د یو اېن اېچ سي آر تر مخه، په ۲۰۲۰ کال کې ایران له ۳.۴ میلیونو نه ډېرو افغانانو ته چې نژدې دوه میلیونه یې بې اسنادو او ۸۰۰ زره سند لرونکي مهاجرین و، ځای ورکړی وو.

ایران پخپله د خپل ایټمي پروګرام له کبله د امریکې د متحده ایالاتو د بندیزونو په نتیجه کې او د کووېډ-۱۹د زیانونو له املهد اقتصادی مشکلاتو سره مخامخ دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500