امنیت

شکنجه، جنسي تیري او اعدامونه: په ټوله نړۍ کې د روسیې د اجیرانو تاکتیکونه

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

د ۲۰۲۱ کرملین فلم 'دي ټورسټ' يو سکرین شاټ، چې د مرکزي افریقا په جمهوریت کې د عملياتو لپاره چمتو شوي دوه روسي اجیران ښیي.

د ۲۰۲۱ کرملین فلم 'دي ټورسټ' يو سکرین شاټ، چې د مرکزي افریقا په جمهوریت کې د عملياتو لپاره چمتو شوي دوه روسي اجیران ښیي.

د بشري حقونو د څار سازمان (اېچ آر ډبليو) د سه شنبې په ورځ (د می په ۳مه) وویل، د کرملین په ملاتړ د واګنر اجیر عسکر د مرکزي افریقا جمهوریت کې ملکي وګړي وژني او د بشري حقونو نورې جدي سرغړونې کوي.

دا تورونه وروسته له هغه رامنځته شوي کله چې​​د واګنر ګروپ او نور روسي ملېشه ځواکونه​​ نږدې په هر ګرم زون کې ځای پر ځای شول -- چې په دې کې اوکراین، مالي، لیبیا او سوریه شامل دي.

اېچ آر ډبليو وویل، "په مرکزي افریقا جمهوریت کې ځواکونه، چې شاهدان یې د روسیې په توګه پیژندل شوي، داسې ښکاري چې په فزيکي توګه یې د ۲۰۱۹ کال راهیسې ملکي وګړي اعدام کړي، شکنجه کړي او وهلي دي."

دغه سازمان وويل، "څو لویدیځو حکومتونو، او د ملګرو ملتونو (يو اېن) کارپوهانو او ځانګړي راپور ورکوونکو داسې شواهد موندلي چې د روسیې سره تړلي ځواکونه د مرکزي افریقا په جمهوریت کې فعالیت کوي، چې د واګنر ګروپ د پام وړ شمېر غړي پکې شامل دي. واګنر ګروپ د روسیې خصوصي پوځي امنیتي قراردادي دی چې د روسيې حکومت سره ښکاره اړیکې لري."

د یو سړي لاش، چې لاسونه يې ساته تړل شوي، د اپرېل په ۲مه د کییف په شمال لویدیځ کې د بوچا په کوڅه کې پروت دی. د لسګونو ملکي وګړو لاشونه وروسته له هغه په یوه کوڅه کې پراته وموندل شول کله چې اوکرایني ځواکونو د بوچا ښار له روسي ځواکونو څخه ونیولو. مخابرات ښيي چې د واګنر اجیران په ورته جرم کې لاس لري. [رونالډو سکیمیټ/ای اېف پي]

د یو سړي لاش، چې لاسونه يې ساته تړل شوي، د اپرېل په ۲مه د کییف په شمال لویدیځ کې د بوچا په کوڅه کې پروت دی. د لسګونو ملکي وګړو لاشونه وروسته له هغه په یوه کوڅه کې پراته وموندل شول کله چې اوکرایني ځواکونو د بوچا ښار له روسي ځواکونو څخه ونیولو. مخابرات ښيي چې د واګنر اجیران په ورته جرم کې لاس لري. [رونالډو سکیمیټ/ای اېف پي]

د ماسکو 'مرسته'

په مرکزي افريقا جمهوريتونو کې کورنۍ جګړه، چې په ۲۰۱۳ کال کې پېل شوه، د سقوط په څنډه کې یې د یو دولت په وړاندې ګڼ شمېر ملېشې فعال کړې دي، په وروستیو کلونو کې د پام وړ کمه شوې ده.

خو شاوخوا یو کال مخکې، دغه جګړه په ناڅاپي توګه بیا پېل شوه کله چې یاغیانو د صدر فوستین آرچینج توادیرا د نسکورولو لپاره عملیات پېل کړل.

وروسته له هغه چې صدر له ماسکو څخه د مرستې غوښتنه وکړه، د روسیې په سلګونو نیم پوځي ځواکونو د یاغیانو په شا تمبولو کې مرسته وکړه، چې لا هم د هېواد په پراخه برخه واکمن دي.

خصوصي پوځي شرکتونه (پي اېم سيز) اکثر د "واګنر ګروپ" -- یو روسي شرکت چې هېڅ پیژندل شوی قانوني حیثیت نلري -- سره تړاو لري.

روسي سوداګر ​​یوګیني پریګوزین،​​ چې د روسیې د صدر ولادیمیر پوتین یو متحد دی، باور کیږي چې د واګنر ګروپ تمويلوي.

پریګوزین او کرملین دواړه له دې ډلې سره هر ډول اړیکې ردوي.

د کارنیګي انډوومینټ د نړیوالې سولې لپاره يوه څېړنيزه اداره وايي چې واګنر د "ماسکو ترټولو پټ ناوړه راز" دی.

دې وويل چې دا ډله دوه اهداف لري، ""کرملین ته د منلو وړ انکار چمتو کول کله چې د جګړی په ځايونو کې جنګیالي ځای په ځای کيږي "او" د مننونکي دولتونو سره د نفوذ جوړلو لپاره چمتو استعداد وړاندې کړي"

د اېچ آر ډبليو د بحران او شخړو د څانګې مشرې ایدا ساویر وویل، "د مرکزي افریقا حکومت حق لري چې د نړیوالې امنیتي مرستې غوښتنه وکړي، خو دا چې بهرنیو ځواکونو ته اجازه نه شي ورکولی چې ملکي وګړي ووژني او یا له معاف شوي خلکو سره ناوړه چلند وکړي."

هغې وویل، "د قانون حاکمیت ته د خپل درناوي د ښودلو لپاره، او د دې سرغړونو د پای ته رسولو لپاره، حکومت باید سمدستي د روسیې سره تړاو لرونکي ټول هغه ځواکونه وڅیړي او محاکمه یې کړي چې د وژنې، غیرقانوني توقیف او شکنجه کولو مسؤل دي."

ايچ آر ډبليو وویل چې دوی د مرکزي افريقا جمهوريتونو او د روسیې حکومت ته لیکلي خو ځواب یې نه دی ترلاسه کړی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمشنرې میشل باچلې تېره میاشت د مرکزي افريقا جمهوريتونو کې د "بشري حقونو جدي سرغړونې" وغندلې، پشمول د هغه ملکي خلکو په وړاندې وژنې او جنسي تاوتریخوالی چې د یاغی ډلو سره سره د پوځ او د دوی د روسیې متحدینو لخوا هم ترسره کیږي.

په بوچا کې قتل عام

د واګنر اجیر پوځیان په لومړي ځل په ۲۰۱۴ کال کې اوکراین ته هغه وخت واستول شول، کله چې روسیې کریمیا له ځان سره الحاق کړه. په وروستو کلونو کې، دوی په ټوله نړۍ کې په شخړو کې دخیل و، چې په دې کې سوریه، موزمبیق، سوډان، وینزویلا، لیبیا، د مرکزي افريقې جمهوريت، چاد او مالي شامل دي.

د فبرورۍ په ۲۴مه د روسیې له یرغل مخکې، داسې راپورونه خپاره شول چې په سلګونو روسي اجیر پوځیان په افریقا کې خپلې پوستې پریږدي او په اوکراین کې د جګړې د چمتووالي لپاره سوریې ته ځي.

یو اروپايي چارواکي تېره میاشت وویل، اوس د واګنر ډلې تر ۲۰۰۰۰ پورې اجیر پوځیان او همدارنګه د سوریې او لیبیا څخه اجيران​​په اوکراین کې د ماسکو ځواکونو ترڅنګ جنګيږي.​

د روسیې له انکارونو سربېره، اوکراین او د هغه لویدیځ متحدان او ملګري ملتونه وايي چې دوی داسې شواهد لري چې روسي ځواکونه ​​په بوچا کې د زياتره موندل شويو ملکي وګړو د وژنې مسؤل دي​​.

​د​​کییف په څنډه کې د وحشیانه وژنو ناوړه منظرونو او ډله ایزو قبرونو د روسیې د ځواکونو له وتلو وروسته نړۍ حېرانه کړه.

اوکرایین له لومړیو ورځو راهیسې د روسیې په ۶۴ بريګيډ باندې د بريد پړه اچولې ده، چې په بوچا کې میشته وه.

د اوکراین څارنوالانو د اپرېل په ۲۸مه وویل چې دوی د دې بريګيډ له ۱۰ تنو پوځیانو څخه د جنګي جرمونو په اړه تحقیقات کوي او هغوی یې مطلوب شکمن اعلان کړي دي.

پوتین د اپرېل په ۱۸مه یو رسمي فرمان لاسلیک کړو چې د "ډله ییزې اتلولۍ او زړورتیا، میړانې او حوصلې" له کبله یې دغه بريګېډ ستاینه وکړه.

هغه ونه ويل چې دغه بريګيډ چېرته مېشت و.

یو عېني شاهدې چې له ای اېف پي سره یې مرکه کړې وه وويل چې هغې د روسیې د يرغل په پېل کې زياتره ځوان روسي عسکر لیدلې ول.

خو، په څو هفتو کې، هغې د "وحشیانه" زړو سرتېرو د تګ یادونه وکړه.

هغې وویل، هغه وخت قتل عام پېل شو.

هغې وویل چې ځینې ممکن د روسیې د اېف اېس بي امنیتي ادارې افسران ول.

د مخابراتو له مخې چې د آلمان د استخباراتو لخوا کشف شوي، د واګنر ګروپ روسي اجیران هم په کې شامل وو.

د روسیې "جنګي جرمونه"

په اوکراین او سوریه کې د روسیې ښکیلتیا ته یوه کتنه د لیبیا، سي ای آر، مالي او نورو لپاره د احتیاط کیسه وړاندې کوي.

کرملین له کلونو راهیسې د خپل جیو پولیټیکل نفوذ د زیاتولو لپاره د خپل کمپاین د یوې برخې په توګه د صدر بشارالاسد په ملاتړ د سوریې جګړې لپاره جنګیالي او پیسې چمتو کړي دي.

د روسیې پي ايم سيز په وروستیو کلونو کې سوریې ته په دومره ګڼ شمېر مقدار کې تللي دي چې دوی د سوریې د پوځ رول کمزوری کوي.

د ۲۰۱۹ کال د سپتمبر په مياشت کې په يو راپور کې، د بشري حقونو لپاره د سوریې شبکې کرملین په سوریه کې د ۲۰۱۵ کال راهیسې د خپلو پوځي عملیاتو په ترڅ کې په "سلګونو جنګي جرمونو" تورن کړو.

د ۲۰۲۱ کال د مارچ په ۱۵ مه، د فرانس، سوریې او روسیې دريو مدافع ډلو په ماسکو کې په ۲۰۱۷ کال کې د سوریې د یو سړي د سر پرې کولو او د هغو ناوړه کړنو له کبله د واګنر ګروپ پرضد يو قانوني شکایت ثبت کړو کوم چې د دوی په باور "جنګی جرمونه" دي.

په لیبیا کې، د واګنر ګروپ اجیر جنګیالي له ۲۰۱۸ کال راهیسې جګړه کوي ترڅو د روسیې په ملاتړ د لیبیا ملي پوځ، چې ځواکمن جنرل خلیفه حفتر يې مشري کوي، تمویل کړي.

د لیبیا د تېلو پراخې زیرمې او د مدیترانې په سمندر کې د هغې ستراتیژیکي موقعیت ماسکو ته په زړه پورې دی، چې په منځني ختیځ او شمالي افریقا کې د پیاوړي نفوذ په لټه کې دی.

د ملګرو ملتونو په وینا، واګنر هم په لیبیا کې د خپل ترټولو لوی بهرني شتون په اړه شک لري، پداسې حال کې چې د روسیې نور پي اېم سيز هم په جګړه کې ښکیل دي.

د مالي په مورا کې، چېرې چې د واګنر ګروپ اجیر عسکر د صدارتي محل ساتنه کوي، د مارچ په مياشت کې د عملیاتو په اړه جنجالونه راپورته شوي چې په سلهاو کسان پکې وژل شوې ول.

د مالي پوځ او شاهدانو، چې د مطبوعاتو او بشري حقونو د څار ادارې ورسره مرکه کړې ده، دا عملیات د ملکی وګړو یوه ټولوژنه ګڼلې ده، چې د مالي سرتیري او بهرني جنګیالي پکې، چې ګمان کیږي روسيان وو، په جنسي تيري او لوټمار کې ښکېل ول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500