کډوالان

افریقایي مهاجرین د واګنر په سیاسي لوبه کې تازه لوبغاړي دي

د مصطفی عمر لخوا

مهاجرین د اکتوبر په ۲۵مه د اروپا سمندري - بشردوستانه سازمان 'SOS Mediterranée' لخوا د ژغورل کېدو وروسته د مدیترانې په بحر کې د لیبیا څخه لرې په نړېوالو اوبو کې په اوشن وائکینګ بېړۍ کې د سپاره کېدو لپاره تياری کوي. [وينسنزو سرکوسټا/ای اېف پي]

مهاجرین د اکتوبر په ۲۵مه د اروپا سمندري - بشردوستانه سازمان 'SOS Mediterranée' لخوا د ژغورل کېدو وروسته د مدیترانې په بحر کې د لیبیا څخه لرې په نړېوالو اوبو کې په اوشن وائکینګ بېړۍ کې د سپاره کېدو لپاره تياری کوي. [وينسنزو سرکوسټا/ای اېف پي]

د ایټالیا د حکومت دوو وزیرانو په وروستیو بيانونو کې ​د کرملین سره وابسته واګنر ګروپ ​تورن کړو چې له افریقا څخه ایټالیا ته يې په مهاجرت کې زیاتوالی رامنځته کړی او دا د "دوه ډوله جګړې د روښانه ستراتیژۍ" په توګه بیانوي.

دوی ​د اجیرانو ډله، چې د روسیې د صدر ولادیمیر پوتین متحد روسي سوداګر یوګیني پریګوزین يې مشري کوي، تورنه کړه​ چې د هغه مهاجرو کښتیو په شمېر کې د زیاتوالي تر شا لاس لري کوم چې د مدیترانې سمندر څخه د تېرېدو هڅه کوي.

دوی ادعا وکړه چې د افریقایي هېوادونو څخه اروپا ته د مهاجرت په هڅو کې د پام وړ زیاتوالی چېرې چې د واګنر ګروپ شتون لري د روسیې د ستراتیژۍ يوه برخه ده ترڅو د هغه هېوادونو خلاف غبرګون وښيي کوم چې د اوکراین ملاتړ کوي.

دوی دا بيانونه وروسته له هغې ورکړل کله چې په وروستیو هفتو کې د ایټالیا ساحلونو ته ګڼ شمېر مهاجرین راورسېدل.

د افریقا د نیمه صحرا څخه کډوال د تونس ملي ګارډ لخوا د مدیترانې بحر ساحل ته نږدې د همیزیا په سیمه کې له هغه ځای څخه شړل شوي چېرې چې دوی د اکتوبر په ۳مه د بحر له لارې ایټالیا ته د تلو هڅه کولو څخه مخکې راټول شوي وو. [فتحي بلید/ای اېف پي]

د افریقا د نیمه صحرا څخه کډوال د تونس ملي ګارډ لخوا د مدیترانې بحر ساحل ته نږدې د همیزیا په سیمه کې له هغه ځای څخه شړل شوي چېرې چې دوی د اکتوبر په ۳مه د بحر له لارې ایټالیا ته د تلو هڅه کولو څخه مخکې راټول شوي وو. [فتحي بلید/ای اېف پي]

خبري ادارو د مارچ په ۱۳مه راپور ورکړو چې سږ کال تر اوسه له ۲۰ زرو ډېر کډوال ایټالیا ته رارسېدلي دي، چې دا شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله درې چنده زیات دی.

ډېر يې د تونس او لیبیا د شمالي افریقا له سواحلو څخه د ګڼې ګوڼې په کښتیو کې سفر پېلوي او ډېر پکې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

دوه ډوله جنګ

خبري ادارو راپور ورکړو چې د ایټالیا د دفاع وزیر ګیډو کروسیټو "د افریقا له څنډو څخه د مهاجرت پدیده کې د پام وړ زیاتوالی" د دوه ډوله جنګ روښانه ستراتیژۍ" ته منسوب کړه چې واګنرو ګروپ "په ځينو افريقايي هېوادونو کې د خپل پام وړ نفوذ په کارولو سره" پلي کړې ده.

د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر انتونیو تاجاني هم د مهاجرت د زیاتوالي په اړه بيانونه ورکړل او دې ته یې اشاره وکړه چې ډېر مهاجر د "واګنر ګروپ تر کنټرول لاندې سیمو" څخه ایټالیا ته راځي.

پریګوزین په ټیلیګرام کې په یو توهین آميز پیغام کې په غوسه ځواب خپور کړو.

هغه وویل، "موږ نه پوهیږو چې د مهاجرینو کړکیچ سره څه پیښیږي؛ موږ د دې سره تړاو نلرو."

د واګنر په زرګونو اجیران په ګڼ شمېر افریقایي هېوادونو کې فعال دي چې د روسیې د سیاسي او سوداګریزو ګټو ملاتړ کوي.

لږ تر لږه ۱۲۰۰ واګنر اجیر پوځیان له ۲۰۱۸ کال راهیسې په لیبیا کې جنګیږي ترڅو د قوي جنرل خلیفه حفتر په مشرۍ د روسیې په ملاتړ د لیبیا ملي پوځ فعال وساتي.

د مرکزي افریقا جمهوریت (کار) کې ۱۸۹۰ تش په نامه "روسي ښوونکي" په روانه کورنۍ جګړه کې د حکومتي سرتېرو ملاتړ کوي.

د واګنر جنګیالي د مرکزي افريقا جمهوريت کې په وسله والو فعالیتونو کې د ښکېلتیا، د هېواد د سرو زرو او الماسو زیرمو د استخراج، او په مرکزي افريقا جمهوريت (کار) کې د بندیانو د ګمارلو او د اوکراین په ډونباس کې د جګړې لپاره د هغوی د لیږلو په تور تورن شوي دي.

د واګنر اجیران د دې میاشتې په پېل کې د مرکزي افريقا جمهوريت په مرکزي ښار بنګوي کې د فرانسوي شرابو په یوې فيکټرۍ کې د اور لګولو بريد په تور تورن دي. د سرچینې په وینا، چې له پېښې سره اشنا ده، وايي چې دا بريد په مرکزي افريقا جمهوريت کې د روسیې د نفوذ د زیاتولو لپاره د بې رحمه کمپاین نښه ده.

په مالي کې، د روس پلوه جنتا په سلګونو واګنر جنګیالي هم هېواد ته راوستي دي.

د واګنر جنګیالي په ټوله افریقا کې -- د چاډ، سوډان او موزمبیق په ګډون -- په سوریه، وینزویلا او اوکراین کې په جګړو کې د جنګي جرمونو، د بشري حقونو سرغړونو او د مداخلې په تور تورن دي.

د افریقا څخه هاخوا اغیزې

په بې وزله افریقایي هېوادونو کې، چې پراخه طبیعي زیرمې لري، د بې ثباتۍ په رامینځته کولو سره، ​واګنر ګروپ د روسیې سره مرسته کوي چې د کرپټ حکومتونو سره د ملاتړ کولو څخه ګټې ترلاسه کړي​.

شنونکي وايي، د دې ناوړه دسیسې د یوې برخې په توګه، دا په اروپايي اتحادیه کې اقتصادي ستونزي او سیاسي جګړه رامنځته کوي.

په زرګونو ناامیده افریقیان چې د ګڼې ګوڼې په کښتیو کې د مدیترانې بحر څخه د تېرېدو ستونزمنه هڅه کوي ډېر وختونه خپل ژوند له لاسه ورکوي، او دا مسله د اروپايي اتحادیې په سیاست کې يوه مهمه مسله ګرځیدلې ده.

د موریتانيا ژورنالیست قریني امینو وویل، د کریسټو بيانونه په ډاګه کوي چې په افریقا کې د روسیې مداخله نور د هغه افریقایي هېوادونو پورې محدوده نه ده چې کرملین ورسره اړیکې لري.

هغه وویل، "د روسیې د برید نتايج د براعظم افریقا له پولو هاخوا غځيدلي دي.

د موریتانیا سیاسي شنونکي بشیر اولد بابانا وویل، د اروپايي اتحادیې په وړاندې د روسیې ستراتیژي په مختلفو لارو پلي کیږي، چې پکې په افریقا کې د خپل شتون په پایله کې په غیر منظم مهاجرت کې مرسته کول شامل دي.

هغه وویل، روسیه له هغو هېوادونو څخه د مهاجرو په راتګ کې مرسته کوي چېرې چې دا د افریقا د سواحلو پورې فعال حضور لري چېرته چې امنیتي تدابیر کمزوري دي، لکه په لیبیا کې.

هغه وویل، په ورته وخت کې، کرملین داخلي بې ځایه کېدو او مهاجرت ته د ودې ورکولو لپاره د افریقا په نازکو سیمو کې امنیتي وضعیت نور هم خرابوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500