سوداګري

د پوتین 'شېف' په داسې حال کې ليدل شوی چې په ټوله نړۍ کې ګډوډي رامينځته کوي او وینې تويوي

د کاروانسرای او ای اېف پي له خوا

د 'سیلانیانو' په نوم د فلم یو سکرین شاټ د مرکزي افریقې په جمهوریت کې یو روسي 'مشاور'، چې په وسلو سمبال شوی په وینو کې لت پت دی، ښیي. [اېن ټي وي/يوټيوب]

د 'سیلانیانو' په نوم د فلم یو سکرین شاټ د مرکزي افریقې په جمهوریت کې یو روسي 'مشاور'، چې په وسلو سمبال شوی په وینو کې لت پت دی، ښیي. [اېن ټي وي/يوټيوب]

بنګوي، د مرکزي افریقې جمهوریت -- د مختلفو تحقيق کونکو له مخې، د دې کال په پیل کې، لکه څنګه چې د ملګرو ملتونو (يو اېن) کارپوهانو د روسيې اجیران د مرکزي افریقې جمهوریت (سي ای آر) کې د "بشري حقونو د جدي سرغړونې" په تور تورن کړي، د کرملین ملګری یوګیني پريګوشن له مخکې نه د بدو مطبوعاتو د ردولو لپاره د یو فلم تمويل کولو.

"سيلانيان"، چې د مارچ او د اپرېل په مياشت کې د مرکزي افريقې په جمهوريت کې جوړ شوی، د روسیې د پوځي سلاکارانو د یوې ډلې په اړه دی چې د تیر کال د ولسمشرۍ ټاکنو وروسته د وژونکو یاغیانو د یوې ډلې په وړاندې د ځایي خلکو دفاع کوي.

د فلم د پرانستلو کریډیټونه وايي چې دا فلم د ۳۰۰ روسي پوځي ښوونکو لخوا هڅول شوی دی چې د صدر فوسټین ارچینج توډیرا د رژیم ملاتړ کوي. روسیې له ۲۰۱۸ کال راهیسې د هغه ملاتړ کړی.

په دې فلم کې، روسیان اتلان، مهربانه او سخاوتمند ښودل شوي دي. خو دا عکس د مرکزي افريقې جمهوريت لخوا د ځورونکي راپورونو سره په سخت ټکر کی دی.

د روسیې د صدر ولادیمیر پوتین نژدی ملګری یوګیني پريګوشن په دې تورن دی چې د پوتین لپاره 'ناوړه کارونه' ترسره کوي. [فايل]

د روسیې د صدر ولادیمیر پوتین نژدی ملګری یوګیني پريګوشن په دې تورن دی چې د پوتین لپاره 'ناوړه کارونه' ترسره کوي. [فايل]

د انټرنیټ د څیړنې ادارې وداني، چې د روسیې د پروپيګنډې فيکټرۍ په توګه پيژندل کيږي، په ۲۰۱۸ کال کې د روسيې په سینټ پیټرزبرګ کې ښودل شوې ده. د فبرورۍ په مياشت کې، د متحده ایالاتو د فدرالي تحقیقاتو ادارې (اېف بي آی) د پريګوشن د نیولو په اړه د معلوماتو ورکولو لپاره د ۲۵۰۰۰۰ ډالرو انعام وړاندې کړو. پريګوشن د انټرنیټ د څېړنې اداره ( ايرا) حمایه کوله چې په ۲۰۱۶ او ۲۰۲۰ کلونو کې یې د متحده آيالاتو په ټاکنو کې لاس لرلو.

د انټرنیټ د څیړنې ادارې وداني، چې د روسیې د پروپيګنډې فيکټرۍ په توګه پيژندل کيږي، په ۲۰۱۸ کال کې د روسيې په سینټ پیټرزبرګ کې ښودل شوې ده. د فبرورۍ په مياشت کې، د متحده ایالاتو د فدرالي تحقیقاتو ادارې (اېف بي آی) د پريګوشن د نیولو په اړه د معلوماتو ورکولو لپاره د ۲۵۰۰۰۰ ډالرو انعام وړاندې کړو. پريګوشن د انټرنیټ د څېړنې اداره ( ايرا) حمایه کوله چې په ۲۰۱۶ او ۲۰۲۰ کلونو کې یې د متحده آيالاتو په ټاکنو کې لاس لرلو.

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو یوې ډلې د مارچ په ۳۱مه د روسي اجیرانو د يو لړ تاوتریخجنو بریدونو سره د ارتباطاتو په اړه اندیښنه څرګنده کړه. دا بريدونه په مرکزي افريقې جهموريت کې د دسمبر په ۲۷مه د صدارتي ټاکنو راهيسې ترسره شوي دي.

دوی د درېو ډلو حواله ورکړه: سیوا امنیتي خدمات، د لوبای د سرمايه کارۍ سارلو او واګنر ګروپ.

د ملګرو ملتونو کاري ډلې په يو بيان کې د اجیرانو په اړه وويل، اجیران په ډله ایز ډول اعدامونو، په خپلسري توقیفونو، د پوښتنو پر مهال ځورنه، په جبري توګه ورکیدلو، د ملکي وګړو په جبري توګه بې ځایه کیدلو، د ملکي تاسیساتو بې توپیره په نښه کولو، د روغتیایي حق څخه په سرغړونه او په بشردوستانه فعالینو باندې په بریدونو کې ښکېل ول.

د لندن مارک ګيلوټي، چې د روسیې د امنیتي چارو کارپوه دی، وويل، "د پريګوشن لپاره د شخصي وياړ او لويې پروژې" سربیره، دا فلم يو عملي موخه لري.

هغه د مۍ په میاشت کې ماسکو ټایمز ته وویل، اوس مهال، واګنر د غوره کسانو په ګمارلو کې ستونزه لري، ځکه چې دوی د حکومت تر تمویل لاندې د پوځي ډلو لکه پیټریاټ او شیت [شیلډ] لخوا غوره شوي کوم چې غوره حالات او معاش وړاندې کوي.

واګنر په لومړی ځل په اوکراین کې په ۲۰۱۴ کال کې راپورته شو. له هغه وخت راهیسې، د دې اجیران په ټوله نړۍ کې په شخړو کې دخیل دي، چې په دې کې سوریه، موزمبیق، سوډان، وینزویلا، لیبیا، د مرکزي افريقې جمهوريت او چاد شامل دي.

په اوکراین کې د اجیرانو لپاره د پروپيګنډې وده

د فري یورپ/ آزادۍ راډيو له مخې، د اګست په ۱۸مه، د روسیې حکومت پلوه اېن ټي وي کې د پريګوشن لخوا د تمویل شوی یو بل فلم پرانيسته وشوه.

د "سولنټسیپیوک" (چې ترجمه يې "په لمر کې پخ شوی" ده) ټرېلر د ۲۰۱۴ کال په اوړي کې د اوکراین په لوهانسک کې ژوند ښیي، کله چې په لومړي ځل جګړه پیل شوه او روسیې په غیرقانوني ډول کریمیا ونیوله.

دغه ټرېلر ښيي چې يوه کورنۍ خوراک کوي، او يو ستړی شوی پوځي کس د ښار له مرکز څخه تیریږي او یو موټر د دوړو نه ډک په سړک باندې مزل کوي.

پريګوشن ته نږدې سرچینو میډوزا خپلواکې خبري سرچینې ته وویل چې دا فلم د هغه دوهمه پروژه ده چې د کریملین تر ملاتړ لاندې د بېلتون غوښتونکو سره په مرسته کولو کې د واګنر ګروپ پروفايل په ګوته کوي کوم چې د اوکراین په ختیځ کې د کییف ځواکونو پروړاندې مبارزه کوي.

میډوزا د اګست په ۱۲مه په يوې مقاله کې پريګوشن ته نږدې د یوې سرچینې په حواله وویل، "داسې ښکاري چې دوی پریکړه کړې ... چې خلکو ته د خپل ځان يوه رومانټیکه، تبلیغاتي عکس وښیي."

د پريګوشن مبهم مطبوعاتي دفتر میډوزا ته ادعا وکړه چې نه دا او نه هم سوداګر پخپله پوهیږي چې ایا دا فلم هغه تمویل کړی.

دغه دفتر وویل، "یوګیني ویکټوروویچ [پريګوشن] په دې اړه هیڅ معلومات نه لري چې ایا هغه د 'سن بیکډ' شوټینګ تمویل کړی."

مطبوعاتي دفتر زیاته کړه، د فلم تولیدونکي سرګي شیګلوف د دې مفکورې لپاره د فلم د "نوښتګر" څخه مننه وکړه. "ایا دا یوګیني ویکتورویچ ته اشاره وه، موږ نه پوهیږو."

پريګوشن، چې د روسیې د صدر ولادیمیر پوتین اوږدمهاله ملګری پاتې شوی، د واګنر سره هر ډول اړیکې ردوي، او ماسکو هیڅکله د واګنر د اجیرانو په اړه راپورونه نه دي تایید کړي.

د ماسکو 'خورا ناوړه راز'

پريګوشن ځان په قانوني خطر کې اچولی ځکه چې پلټونکي غواړي چې په ټاکنو کې د لاسوهنې او په ټوله نړۍ کې د کرملین پلوه اجیرانو په تمويل کې د هغه د رول څيړنه وکړي.

په ۲۰۱۸ او ۲۰۲۰ کلونو کې، واشنګټن په پريګوشن باندې بنديزونه ولګول او ويې ويل چې د هغه د انټرنیټ د څېړنې اداره ( ايرا)، په سېنټ پیټرزبرګ کې د "ترول فابریکه" په ۲۰۱۶ او ۲۰۲۰ کلونو کې د متحده آيالاتو په ټاکنو کې لاس لرلو.

آی آر ای هم په دې تورن ده چې د نورو هيوادونو، لکه بريتانيا، جرمني او فرانس، د ټاکنو او ټولپښتنو په جريان کې یې ګډوډ تبلیغات خپاره کړي.

بېلاروس تېر کال د واګنر ۳۳ "وسله وال" ونیول، او دوی يې د ټاکنو څخه مخکې د اپوزیسیون سره د بلواګرۍ د پلان کولو په تور تورن کړل.

اروپایي اتحادیې په تېر اکتوبر کې په پريګوشن باندې بندیزونه ولګول ځکه چې هغه د واګنر ګروپ په ملاتړ په لیبیا کې بې ثباتي رامينځته کړه.

د فبرورۍ په مياشت کې، د متحده ایالاتو د فدرالي تحقیقاتو ادارې (اېف بي آی) د پريګوشن نیولو په اړه د معلوماتو ورکولو لپاره د ۲۵۰۰۰۰ ډالرو انعام وړاندې کړو او ويې ويل چې هغه د "متحده ایالاتو د لوټلو په توطیه کې د لاس لرلو له کبله" مطلوب دی.

د نړیوالې سولې لپاره د کارنیګي سازمان، چې يوه څيړنيزه موسسه ده، واګنر "د ماسکو ترټولو ناوړه راز" په توګه بیان کړې ده.

دغه سازمان وويل چې دا ډله دوه اهداف لري، "کرملین ته د منلو وړ انکار چمتو کول کله چې د جګړی په ځايونو کې جنګیالي ځای په ځای کيږي "او" د مننونکو دولتونو سره د نفوذ جوړلو لپاره چمتو شوي وړتیاوي".

په لیبیا کې یو ټابلیټ ټول هر څه وايي

د پريګوشن شاوخوا حالات سخت شوي، پداسې حال کې چې اوس هغه یو نړیوال مفرور دی، ځکه چې وروستي غټو غلطیو او درغلیو د امنيت په اړه د واګنر ګروپ د بې پروایۍ چلند په ډاګه کړی.

یو ټابلېت چې په لیبیا کې د ډلې د يو غړي څخه پاتې شوی و -- چیرې چې واګنر له ۲۰۱۸ کال راهیسې د لیبیا پیاوړي کس او د روسيې پیرودونکي خلیفه هفتار، چې د نړیوال ملاتړ لاندې د ملي تړون (جي اېن ای) حکومت د نسکورولو هڅه کړې وه، يو تازه مثال دی.

بي بي سي د اګست په ۱۲مه راپور ورکړو، په ټابلېټ کې معلوماتو د روسیې د اجیر ګروپ حرکتونه، د استوګنې په سيمو کې د ځمکني ماینونو د ځای پرځای کولو شواهد او د پراکسي ګروپ د پیسو په اړه معلومات په ګوته کړل.

بي بي سي په ټابلیټ کې په لسګونو فایلونه وموندل، پشمول د پرسونلو ضد ماینونه او په لاس جوړ شويو چاودیدونکو وسيلو (آی اي ډيز) د لارښود، د جاسوسۍ ډرون ويډيو، او د نقشې غوښتنلیک چې د لومړۍ لیکې پوځي نقشو حلقې يې وښودلې، چې ټول په روسۍ ژبه کې په نښه شوې ول.

د واګنر ګروپ دوه پخوانیو جنګیالیو سره د مرکې وروسته، بي بي سي د اجیر ځواک د جګړې د لارو په اړه دوه توضیحات راپور کړل: دا د خپلو غړو لپاره د چلند څه اصول نه صادروي، او دا په منظم ډول بندیان وژني.

د واګنر یو پخواني اجیر بي بي سي ته وویل، هیڅ څوک د خوراک لپاره اضافي کس نه غواړي.

یوه خونړۍ لار

په لیبیا کې د واګنر فعالیتونه د سوریې په شخړه کې د روسیې رول سره هم تړاو لري.

په ۲۰۲۰ کال کې، Suwayda.com د ۲۰۶۰۰ سوري نارینه وو لیست ترلاسه کړو چې لیبیا ته يې د سفر لپاره جوازونه ترلاسه کړي وو ترڅو دوی د روسیې د تادیه شويو اجیر ځواکونو لپاره وجنګيږي.

که څه هم، د اپرېل او جون په میاشت کې دغه خبري وېب پاڼې د ناراض سوریانو سره يوه مرکه وکړه چې له دې ځواکونو سره یې لنډ مهاله قراردادونه بشپړ کړې ول.

د اپرېل په مياشت کې، یو نامعلوم سوري جنګیالي د واټس اپ له لارې د Suwayda.com سره خبرې وکړې. هغه په لیبیا کې راګېر شوی و، حتی چې د هغه پنځه میاشتنې تړون پای ته رسیدلی و. هغه زیاته کړه، هغه پدې معاش سره د خپل ځان لپاره خوراک نشو اخيستلی وروسته له هغې کله چې نوي چمتوکونکي د خواړو امتيازات خورا کم کړل.

هغه وویل، په سوریه کې د هغه خپلوانو هغه ته په لیبیا کې د هغه د یو کمانډر د ورور له لارې پیسې لیږلې.

د جون په میاشت کې، د سوریې نورو پخوانیو اجیرانو چې له لیبیا څخه راستانه شوي وو Suwayda.com ته وویل، روسیانو هغوی ته د هغوی د ورکړل شويو معاشونو نږدې نيمه برخه ورکوله، د کافي خوراک په ورکولو کې پاتې راغلل، هغوی یې په کارونو مجبوره کړل او په نامعلومو لارو یې ورسره ناوړه چلند کړی و.

د واګنر اجیرانو په لاس د وژنو او جنګي جرمونو کیسې هم په سوریه کې ډیرې دي، چیرې چې دا ډله په سپتمبر ۲۰۱۵ کال کې د ماسکو له مداخلې وروسته د سوریې د صدر بشار الاسد د پوځ په څنګ کې په جګړه کې داخله شوه.

په یوه ځانګړې قضیه کې، ګمان کيږي چې د واګنر جنګیالیو په ۲۰۱۷ کال کې د سوریې یو سړی وژلی و.

د مارچ په ۱۵ مه، د فرانس، سوریې او روسیې دريو مدافع ډلو په ماسکو کې په ۲۰۱۷ کال کې د سوریې د یو سړي د سر پرې کولو او د هغو ناوړه کړنو له کبله د واګنر ګروپ پرضد يو قانوني شکایت ثبت کړو کوم چې د دوی په باور "جنګي جرمونه" دي.

دغه اقداماتو يوه داسې نادره هڅه په ګوته کړه چې واګنر -- او د پريګوشن رول په دغه ډله کې -- په ډاګه کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500