امنیت

د کرملین واګنر ګروپ د بې ثباته کونکو فعالیتونو له امله له بندیزونه سره مخ دی

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

د 'دي ټورسټ' په نوم د فلم سکرين شاټ، چې د پوتین د ملګري یوګیني پریګوزین لخوا تمویل شوی و او دا هڅه کوي چې په ټوله نړۍ کې د واګنر ګروپ د اجیرانو کار د 'اتل' په توګه انځور کړي.

د 'دي ټورسټ' په نوم د فلم سکرين شاټ، چې د پوتین د ملګري یوګیني پریګوزین لخوا تمویل شوی و او دا هڅه کوي چې په ټوله نړۍ کې د واګنر ګروپ د اجیرانو کار د 'اتل' په توګه انځور کړي.

برسلز -- د اروپايي اتحادیې شورا د دوشنبې په ورځ (د دسمبر په ۱۳ مه) په واګنر ګروپ بندیزونه ولګول. واګنر ګروپ د روسیې یو خصوصي پوځي شرکت دی چې د بشري حقونو په جدي سرغړونو او د شخړې په څو سیمو کې د بې ثباته کونکو فعالیتونو په تور تورن دی.

دا بندیزونه پخپله د واګنر ګروپ په نښه کوي، او همدارنګه اته کسان او درې شرکتونه چې ورسره تړلي دي، او په اوکراین، سوریه، لیبیا او په مرکزي افریقې جمهوریت او نورو هيوادونو کې د دې ډلې "بې ثباته کونکي فعالیتونه" او "ناوړه نفوذ" په ګوته کوي.

د بندیزونو لیست د اروپايي اتحادیې د چارواکو لخوا جوړ شوی او د بهرنیو چارو وزیرانو لخوا په متفقه توګه تصویب شوی. دوی د دوشنبې په ورځ يوه غونډه وکړه چې د نړۍ د مختلفو بحرانونو په اړه خبرې اترې وکړي او د پنجشنبې په ورځ د اروپایي مشرانو سرمشریزه جوړه کړي.

د اروپايي اتحادیې ۲۷ وزیرانو د هفتې په پای کې په لیورپول کې د G7 وزیرانو له غونډې وروسته په برسلز کې سره وکتل، چیرې چې متحده ایالاتو او لویو متحدینو کرملین ته د لويو "پايلو" خبرداری ورکړو که چېرې دا په اوکراین برید وکړي.

سوداګر یوګیني پریګوزین د ۲۰۱۰ کال د سپتمبر په ۲۰مه د سینټ پیټرزبورګ بهر د روسیې د هغه وخت وزيراعظم ولادیمیر پوتین ته د خپل د سکول د غرمې د خوراک فابریکه ښیي. اروپايي اتحادیې (اي يو) د ۲۰۲۰ کال په اکتوبر کې په پریګوزین بندیزونه ولګول او هغه يې په لیبیا کې د واګنر ګروپ خصوصي پوځي شرکت سره د مرستې کولو سره د سولې په خرابولو تورن کړ.

سوداګر یوګیني پریګوزین د ۲۰۱۰ کال د سپتمبر په ۲۰مه د سینټ پیټرزبورګ بهر د روسیې د هغه وخت وزيراعظم ولادیمیر پوتین ته د خپل د سکول د غرمې د خوراک فابریکه ښیي. اروپايي اتحادیې (اي يو) د ۲۰۲۰ کال په اکتوبر کې په پریګوزین بندیزونه ولګول او هغه يې په لیبیا کې د واګنر ګروپ خصوصي پوځي شرکت سره د مرستې کولو سره د سولې په خرابولو تورن کړ.

اروپايي وزیرانو د روسیې پر وړاندې د احتمالي اقتصادي بندیزونو د یو لوی پيکج په اړه هم بحث وکړو، چې دا به چمتو وساتل شي ترڅو د ماسکو لخوا په مستقیم ډول په اوکراین باندې د برید کولو مخنيوی وشي.

یو نړیوال ګواښ

د اروپايي اتحادیې شورا په یو بیان کې وویل، "واګنر ګروپ د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د جګړې د سیمو لپاره خصوصي پوځي فعالان استخدام کړي، روزلي او لیږلي ترڅو تاوتریخوالي ته وده ورکړي، طبیعي سرچینې لوټ کړي او د بشري حقونو د نړیوال قانون په ګډون د نړیوال قانون څخه په سرغړونې سره په ملکي خلکو کې ويره رامنځته کړي."

دغه شورا وويل، "د اروپايي اتحادیې لخوا لیست شوي اشخاص د بشري حقونو په جدي سرغړونو، په شکنجه کولو او د محاکمې پرته قضاوت یا په خپل سر اعدامونو او وژنو، یا په بې ثباته کونکو فعالیتونو کې ښکیل دي."

په دغه بیان کې ویل شوي، واګنر ګروپ "په هغو هیوادونو کې د خلکو لپاره یو ګواښ دی چېرې چې دوی شتون لري او دا د پراخه سیمې او د اروپا اتحادیې" لپاره هم يو ګواښ دی. په دغه بيان کې دا هم ويل شوي چې د بندیزونو موخه د دې ډلې "تخريبي فعالیتونه" کمول دي.

د لویدیځ پلازمینې او امنیتي شنونکي وايي چې واګنر ګروپ په خفيه توګه د کرملین په استازیتوب کار کوي، او د سینټ پیټرزبورګ ۶۰ کلن سوداګر یوګیني پریګوزین يې ملاتړ کوي.

پریګوزین، چې د روسیې د صدر ولادیمیر پوتین پخوانی ملګری دی، د لیبیا د بې ثباته کولو او د متحده آيالاتو په انتخاباتو کې د لاسوهنې له امله د اروپايي ټولنې او متحده آيالاتو له بندیزونو سره مخامخ شوی دی.

د نړیوالې سولې لپاره د کارنیګي سازمان، چې يوه څيړنيزه موسسه ده، واګنر ډله "د ماسکو ترټولو ناوړه راز" په توګه بیان کړې ده.

دې وويل چې دا ډله دوه اهداف لري، "کرملین ته د منلو وړ انکار چمتو کول کله چې د جګړی په ځايونو کې جنګیالي ځای په ځای کيږي "او" د مننونکي دولتونو سره د نفوذ جوړلو لپاره وړتیا وړاندې کړي".

واګنر په لومړي ځل په ۲۰۱۴ کال کې په اوکراین کې راڅرګند شو، کله چې لومړۍ جګړه پیل شوه او روسیې په غیر قانوني توګه کریمیا ونیوله.

له هغه وخت راهیسې، د دې اجیران په ټوله نړۍ کې په شخړو کې دخیل دي، چې په دې کې سوریه، موزمبیق، سوډان، وینزویلا، لیبیا، د مرکزي افريقې جمهوريت، چاد او مالي شامل دي.

یو لړ بندیزونه

منع شوي اشخاص او ادارې په اروپايي اتحاديه کې د شتمنیو د کنګل کیدو او د سفري بندیز سره مخ دي.

د اروپايي اتحادیې شورا د روسیې د پوځي استخباراتو (جي آر يو) پخوانی افسر دیمیتري اتکین، ۵۱ کلن، په دغه لیست کې شامل کړو چې د "واګنر ګروپ بنسټ ایښودونکی دی او په مختلفو هیوادونو کې د واګنر ګروپ د اجیرانو د ځای پرځای کولو لپاره د همغږۍ او پلان کولو عملیاتو مسؤل دی".

رسمي مجلې وویل، اتکین "د هغه بشري حقونو د جدي سرغړونو مسؤل دی چې د دې ډلې لخوا ترسره شوي، چې پکې شکنجه کول، د محاکمې پرته قضاوت یا په خپل سر اعدامونه او وژنې، یا بې ثباته کونکي فعالیتونه شامل دي."

دې د سوریې په حمص کې د جون د ۲۰۱۷ کال پیښې يادونه وکړه، په کوم کې چې د واګنر څلور اجیرانو د سوریې یو تښتېدلی عسکر شکنجه کړی، ژوبل کړی او وژلی و.

ستانیسلاو ډیچکو، چې په ۱۹۹۰ کال کې زیږیدلی و، د واګنر اجیر او د سټاوروپول پولیسو پخوانی کارکوونکی دی، د سوریې د يو تښتيدلي عسکر په شکنجه کولو کې د ګډون له امله د بنديزونو سره مخ شو.

د اروپايي اتحادیې شورا په سوریه کې د واګنر ګروپ په استازیتوب پر دوو نورو اشخاصو او دریو شرکتونو بندیز ولګوو.

د دغه درې خصوصي شرکتونو نومونه په ماسکو کې میشته ویلادا ايل ايل سي، مرکري اېل اېل سي او په کراسنوګورسک کې میشته ايورو پوليس اېل اېل سي دي. دا درې واړه شرکتونه په سوریه کې د تیلو او ګازو په سکتور کې ښکیل دي، چې په دې توګه د سوریې د رژیم څخه ګټه پورته کوي یا یې ملاتړ کوي.

ايورو پوليس اېل اېل سي په سوریه کې د واګنر ګروپ لپاره د محاذ په توګه هم کارول کیږي.

رسمي مجلې وويل، دغه چارواکي د سوریې له رژیم سره ګڼ شمير تړونونه د دولتي ملکیت جنرل پټرولیم کارپورېشن له لارې لاسلیک کړي، چې د واګنر ګروپ لخوا په نیول شويو ساحو کې د تیلو او ګازو له تولید څخه ۲۵ فيصده عاید ترلاسه کوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500