ټاکني

افشا شوي اسناد د متحده آيالاتو د ۲۰۱۶ کال د ټاکنو د کنټرولولو لپاره د پوتين دسیسه په ډاګه کوي

د پاکستان فارورډ له خوا

د روسیې صدر ولادیمیر پوتین د ۲۰۱۶ کال د جنورۍ په ۲۲ مه د کرملین په ښار کې د ملي امنیت شورا د غونډې مشري کوي. [کرملین]

د روسیې صدر ولادیمیر پوتین د ۲۰۱۶ کال د جنورۍ په ۲۲ مه د کرملین په ښار کې د ملي امنیت شورا د غونډې مشري کوي. [کرملین]

نوي شواهد د ناسمو معلوماتو د خپرولو او جمهوريتونو ته د زیان رسولو لپاره د کرملېن د پلان په اړه تفصيلات ورکوي، چې په دې کې پنځه کاله مخکې د متحده ایالاتو په ټاکنو کې د مداخلې لپاره د ګڼ شمير ایجنسو هڅې شاملې دي.

د ۲۰۱۶ کال د جنورۍ په ۲۲ مه د روسیې د ملي امنیت شورا د یوې تړل شوی غونډې په جریان کې، صدر ولادیمیر پوتین په شخصي توګه د ۲۰۱۶ کال د امریکې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د مداخلې لپاره خفيه استخباراتي ادارې ته اجازه ورکړه، د ګارډین د کرملین د افشا شويو اسنادو په حواله د جولای په ۱۵ مه راپور ورکړو.

د افشا شويو اسنادو له مخې، په دې ناسته کې، پوتین، د هغه استخباراتي مشرانو او نورو لوړ پوړو وزیرانو په ګڼ شمير اهدافو باندې موافقه وکړه، چې په کې "د متحده ایالاتو ټولنیز او سیاسي نظام بې ثباته کول" او د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ کمزوري کول شامل دي.

د ګارډین له مخې، چې اسناد يې هغو خپلواکو شنونکو ته وښودل چې اروزونه يې کړې وه چې اصلي دي، افشا شوي اسناد داسې ښکاري چې "د کرملین دننه د اسنادو جدي او خورا غیر معمولي افشا کيدل" څرګندوي.

دا ښودل شوی عکس د کرملین د خفيه اسنادو 'يوه ځانګړې برخه' ده چې په امریکا کې د ګډوډۍ او د ویش رامنځته کولو لپاره اقدامات په ګوته کوي. [ګارډین]

دا ښودل شوی عکس د کرملین د خفيه اسنادو 'يوه ځانګړې برخه' ده چې په امریکا کې د ګډوډۍ او د ویش رامنځته کولو لپاره اقدامات په ګوته کوي. [ګارډین]

د روسیې صدر ولادیمیر پوتین (ښي اړخ ته) د ۲۰۱۹ کال د اپرېل په ۱۱ مه په ماسکو کې د لوړ پوړو افسرانو او څارنوالانو لپاره د مراسمو په جریان کې د بهرني استخباراتي خدماتو (اېس وي آر) د ډايريکټر سرګي ناریشکین سره مصافحه کوي. [الیکسي نیکولسکي/سپوتنک/ای اېف پي]

د روسیې صدر ولادیمیر پوتین (ښي اړخ ته) د ۲۰۱۹ کال د اپرېل په ۱۱ مه په ماسکو کې د لوړ پوړو افسرانو او څارنوالانو لپاره د مراسمو په جریان کې د بهرني استخباراتي خدماتو (اېس وي آر) د ډايريکټر سرګي ناریشکین سره مصافحه کوي. [الیکسي نیکولسکي/سپوتنک/ای اېف پي]

د میډیا 'ویروسونه داخلول'

د جنورۍ په ۲۲ مه د يوې غونډې يو رسمي عکس ښیي چې پوتین د وزیر اعظم ډمیتري میدویدیف سره د هغه ښي اړخ ته د میز سر ته ناست دی.

په نورو برخه اخېستونکو کې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف، د دفاع وزیر سرګي شوګو، چې د روسیې د جي آر يو پوځي استخباراتي ادارې مسؤل دی، د بهرني استخباراتو خدمت (اېس وي آر) د هغه وخت مشر میخایل فردوکوف، د فدرالي امنیت خدماتو (اېف ايس بي) مشر الیګزانډر بورټنیکوف، او د اېف ايس بي پخوانی ډايريکټر نیکولای پاتروشیف، چې د امنیت شورا د سيکريټري په توګه یې په کې برخه اخیستې وه، شامل ول.

د رسمي لنډیز له مخې، چارواکو په اقتصاد او مالدووا باندې خبرې وکړې.

د ګارډين راپور ورکړو، خو افشا شوی راپور، چې د کرملین د کارپوهانو د څانګې لوړ پوړی چارواکي او مسؤل ولادیمیر سیمونینکو لخوا لیکل شوی دی، وړانديز کوي چې د غونډې حقيقي مقصد په هغو خفيه وړانديزونو باندې خبرې کول و کوم چې د سمونینکو ټيم وړاندې کړې ول.

په دې وړاندیزونو کې دا شامل دي چې څنګه روسیه کولی شي د امریکې په عامه ژوند کې "د میډیا ویروسونه" داخل کړي چې "په ځانګړي توګه په ځینو ډلو کې د خلکو شعور بدل کړي".

د يو بل افشا شوي سند له مخې، د غونډې وروسته، پوتین د يو امر په واسطه یو نوی او پټ بین الاداري کمیسیون جوړ کړو چې دنده يې هغه اهداف ترلاسه کول و کوم چې د راپور په "ځانګړي برخه" کې ټاکل شوي وو.

په دغه امر کې راغلي چې د شوګو په مشرۍ کمیسیون باید ژر تر ژره د متحده ایالاتو پروړاندې عملي ګامونه پورته کړي.

دغه امر جي آر يو ته دنده وسپارله چې "د معلوماتو چاپیریال باندې د عمل کولو لپاره اقدامات چمتو کړي". د ګارډین د ارزونې له مخې، په دې امر کې د اېس وي آر لخوا په ګوته شوي حساس امریکایي سایبر هدفونه هیک کول شامل دي.

اېس وي آر ته ویل شوي و چې اضافي معلومات راټول کړي چې د کمیسیون د فعالیتونو ملاتړ وکړي، په داسې حال کې چې اېف ايس بي ته د استخباراتو ضد دنده ورکړل شوې وه.

د جاسوسانو مشرانو ته امر شوی و چې د ۱ فبرورۍ پورې جامع پلانونه وړاندې کړي.

د امنیتي شورا د غونډې څخه یوازې يوه هفته وروسته، داسې ښکاري چې دا ډول یو پلان پلي شوی و.

د جي آر يو هیکرانو د متحده ایالاتو د دیموکرات ګوند ملي کمیټۍ په سرورونو باندې برید وکړو او په زرهاو شخصي بریښنالیکونه یې خپاره کړل او هڅه يې وکړه چې د متحده ایالاتو د ۲۰۱۶ کال ټاکنو ته زیان ورسوي.

د ګارډین له مخې، په داسې حال کې چې په متحد ایالاتو کې ګډوډي وي، پوتین به وکولی شي چې په خفيه توګه د امریکې او روسیې ترمنځ دوه اړخیزې خبرې اترې کنټرول کړي، او د سپینې ماڼۍ د خبرو اترو مقام ته زيان ورسوي، او د روسیې په استازیتوب د بهرنۍ پالیسۍ لوی نوښتونه تعقیب کړي.

دغه راپور همدارنګه په بندیزونو خبرې کوي او دا مني چې هغو بنديزونو په کورني تاوتریخوالي کې مرسته کړې ده کوم چې متحده ایالاتو په ۲۰۱۴ کال کې د روسيې له خوا د کریمیا له یوځای کیدو وروسته لګولې ول.

د مداخلې اوږد تاریخ

د پوتین ویاند ډمیتري پیسکوف دغه تورونه رد کړل چې د ګارډین په راپور کې لګول شوې ول، خو د کرملین انکار د حیرانتیا وړ نه دی.

د روسیې رژیم د هېکرانو د ملاتړ تاریخ لري چې ناکرارۍ ته هوا ورکړي، معلومات پټ کړي، غلط معلومات خپاره کړي او نور سایبر جرمونه ترسره کړي.

د تیر اکتوبر په مياشت کې، د متحده ایالاتو حکومت د اوکراین د بجلۍ په ګريډ باندې، د ۲۰۱۷ کال د فرانس په ټاکنو او ۲۰۱۸ کال د ونټر اولېمپکس لوبو باندې د سایبر بریدونو د ترسره کولو له کبله د جي آر يو شپږ افسران د هغوی په غير موجودګۍ کې تورن کړل.

دغه شپږ روسي اجنټان د "نوټ پیټیا" په نامه د ۲۰۱۷ کال د مالویر برید په ترسره کولو هم تورن شوي وو چې په ټوله نړۍ کې يې کمپیوټرونه په نښه کړې ول او یوازې د متحده ایالاتو دریو شرکتونو ته یې تقريباََ د ۱ ملیارده ډالرو زیان رسولی و.

سربیره پردې، دوی په انګلستان کې د روسیې د پخواني ډبل اجنټ سرګي سکریپال او د هغه لور د اعصابو د مسمولو توکو د پيښې په اړه په نړیواله پلټنه کې د خنډونو رامنځته کولو لپاره سايبر بريدونه ترسره کړل، او په جورجیا کې یې په رسنیو (۲۰۱۸) او پارلمان (۲۰۱۹) باندې هم سایبر بریدونه وکړل.

تیرکال، د روسیې رژیم د ۲۰۲۰ کال د ټاکنو څخه مخکې د متحده ایالاتو د رایې ورکوونکو د معلوماتو د پټولو هڅه وکړه چې "رجسټر شويو رایه ورکوونکو ته غلط معلومات ورسوي چې دوی هیله لري چې غلط فهمي او ګډوډي به رامنځته کړي، او په امريکايي جمهوريت باندې به باور ته زيان ورسوي".

د متحده ایالاتو حکومت د جولای په ۱۵ مه د رانسومویر بریدونو په اړه د معلوماتو لپاره د ۱۰ ملیونه ډالرو انعام وړاندی کړو، کوم چې چارواکي وايي اکثر په روسیه کې رامنځته کیږي.

سپینې ماڼۍ په یو بیان کې وويل چې د متحده آيالاتو صدر جو بایډن د دې مسلې په اړه په دوو وروستیو موقعو له پوتین سره خبرې وکړې او ګواښ یې وکړ چې که چيرې ماسکو د سایبر جرمونو مخنيوی ونه کړي، نو سپينه ماڼۍ به په مستقیم ډول ګام پورته کړي.

متحده ایالاتو د اپرېل په ۱۵ مه د کرملين له خوا د متحده ایالاتو په ټاکنو کې د لاسوهنې، د پراخه سایبر برید او نورو دښمنانه فعالیتونو په انتقام کې د ۱۰ روسي سفارتکارانو د شړلو او د بندیزونو اعلان وکړو.

په نورو اقداماتو کې، واشنګټن د روسيې د ټیکنالوژۍ شپږ شرکتونه د ماسکو د سایبر استخباراتي فعالیتونو سره د مرستې په تور تورن کړل، په ځانګړي توګه د سولر وینډز هېک کول چې د دسمبر په میاشت کې په ګوته شوی و، چې د متحده ایالاتو حکومت او خصوصي سکتور د زرګونو کمپیوټرو شبکې يې په نښه کړې وې.

د فبرورۍ په مياشت کې، د متحده ایالاتو د فدرالي تحقیقاتو ادارې (اېف بي آی) د يوګني پریګوزین د نیولو په اړه د معلوماتو ورکولو لپاره د ۲۵۰۰۰۰ ډالرو انعام وړاندې کړو. يوګني پريګوزین د انټرنیټ د څېړنې ادارې ( ايرا)، چې په سينټ پیټرزبرګ کې د "ترول فابریکه" ده او په ۲۰۱۶ او ۲۰۲۰ کلونو کې د امریکې په ټاکنو کې يې لاس لرلو، د "پوتین شیف" په نامه پیژندل کيږي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500