تجزيه

د کرملین د نفوذ ایجنټ پریګوژن د نړیوال مفرور په توګه د سخت حقیقت سره مخ دی

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي له خوا

د کرملین د نفوذ ایجنټ ییوجيني پريګوژن له سختو ستونزو سره مخ دی. [فايل]

د کرملین د نفوذ ایجنټ ییوجيني پريګوژن له سختو ستونزو سره مخ دی. [فايل]

ماسکو -- دا مشکوک سوداګر یوجيني پريګوژن د سخت قانوني تعقیب د خطر سره مخامخ دی، ځکه چې په ټاکنو کې د لاسوهنې او په نړۍ کې د کرملین د غوښتنو د ترسره کولو لپاره د اجير پوځ سره د مالي تمويل له کبله فشار مخ په زياتيدو دی.

په ۲۰۱۸ او ۲۰۲۰ کلونو کې، واشنګټن په پریګوژن باندې بنديزونه ولګول او ويې ويل چې د هغه د انټرنیټ د څېړنې اداره ( آی آر ای)، چې په سينټ پیټرزبرګ کې د "ترول فابریکه" ده، په ۲۰۱۶ او ۲۰۲۰ کلونو کې د امریکې په ټاکنو کې لاس لرلو.

آی آر ای په دې هم تورن ده چې د نورو هيوادونو، لکه بريتانيا، جرمني او فرانس، د ټاکنو او ټولپښتنو په جريان کې یې ګډوډ تبلیغات خپاره کړي.

اروپایي اتحادیې په تیر اکتوبر کې په پریګوژن باندې بندیزونه ولګول ځکه چې هغه د واګنر ګروپ په ملاتړ په لیبیا کې بې ثباتي رامينځته کړې.

د متحده ایالاتو د فدرالي تحقیقاتو ادارې (اېف بي آی) د غوښتل شوي ییوجيني پریګوژن لپاره پوسټرونه. اېف بي آی د هغه د ګرفتارۍ د معلوماتو ورکولو لپاره د ۲۵۰۰۰۰ ډالرو انعام ورکوي. [اېف بي آی]

د متحده ایالاتو د فدرالي تحقیقاتو ادارې (اېف بي آی) د غوښتل شوي ییوجيني پریګوژن لپاره پوسټرونه. اېف بي آی د هغه د ګرفتارۍ د معلوماتو ورکولو لپاره د ۲۵۰۰۰۰ ډالرو انعام ورکوي. [اېف بي آی]

د انټرنیټ څیړنیزې ادارې وداني، چې د روسیې د پروپيګنډې د فيکټرۍ په توګه پيژندل کيږي، په ۲۰۱۸ کال کې د روسيې په سینټ پیټرزبرګ کې ښودل شوی دی. [فایل]

د انټرنیټ څیړنیزې ادارې وداني، چې د روسیې د پروپيګنډې د فيکټرۍ په توګه پيژندل کيږي، په ۲۰۱۸ کال کې د روسيې په سینټ پیټرزبرګ کې ښودل شوی دی. [فایل]

په ټولنیزو رسنیو کې شریک شوی يو انځور ښیي چې د روس اجیران په سوریه کې فعالیت کوي. ییوجيني پريګوژن، چې د واګنر ګروپ د اجیري ځواک مشهور تمویلونکی دی، د متحده ایالاتو اېف بي آی ته مطلوب دی. [فايل]

په ټولنیزو رسنیو کې شریک شوی يو انځور ښیي چې د روس اجیران په سوریه کې فعالیت کوي. ییوجيني پريګوژن، چې د واګنر ګروپ د اجیري ځواک مشهور تمویلونکی دی، د متحده ایالاتو اېف بي آی ته مطلوب دی. [فايل]

د فبرورۍ په مياشت کې، د متحده ایالاتو فدرالي تحقیقاتو ادارې (اېف بي آی) د پریګوژن د ګرفتارۍ د معلوماتو ورکولو لپاره د ۲۵۰۰۰۰ ډالرو انعام وړاندې کړو او ويې ويل چې هغه د "متحده ایالاتو د لوټلو په توطیه کې د لاس لرلو له کبله" مطلوب دی.

اوس پریګوژن یو نړیوال مفرور دی.

واګنر کروپ

پريګوژن،۵۹ کلن، نهه کاله د شوروي اتحاد د پای په درشل کې د درغلیو او غلا په تور په زندان کې تیر کړل، او د شوروي له ړنګیدو وروسته د کرملين د تړونونو سره د لوی تاجر په توګه راڅرګند شو، او د "پوتین شيف" لقب يې ترلاسه کړو.

هغه او همدارنګه ګڼ شمیر نور "د نفوذ ایجنټان" په فعاله توګه په ټوله نړۍ کې د روسیې صدر ولادیمیر پوتین ګټو ته د ودې ورکولو لپاره کار کوي.

پريګوژن په مستقیم ډول د واګنر ګروپ سره تړاو لري. واګنر ګروپ يو خصوصي پوځي شرکت (پي اېم سي) دی چې په ګرده نړۍ کې د کرملین هغه ناوړه کار په شخړو کې ترسره کوي، په کوم چې سترګې پټول کیږي.

د واګنر ګروپ د شتون په اړه راپورونه په اوکراین کې د هغې جګړې په پیل کې راپورته شول، کومه چې په ۲۰۱۴ کال کې پيل شوي وه او دا تورونه یې راپورته کړل چې کرملین د هیواد په ختیځ کې د بېلتون غوښتونکي بغاوت ملاتړ کوي.

دا ډله وروسته په سوریه کې ښکاره شوه، چیرې چې دې د صدر بشارالاسد کمزوری رژیم تقویه کړو او د روسيو رسنیو له خوا پرې د توقیفيانو د شکنجه کولو او د تیلو د شتمنیو ترلاسه کولو تور ولګیدو.

د واګنر جنګیالي له هغه وخت راهيسې په سیاسي توګه په کمزوري افریقایي هیوادونو کې بيرته راپورته شوي دي، لکه د مرکزي افریقې جمهوریت (سي ای آر)، چیرې چې دوی د پوځي "ښوونکو" په توګه کار کوي، او لیبیا، چیرې چې دوی د قوي خلیفه هفتار د سيالي انتظاميې مخنيوی کوي.

تیر کال، بیلاروس د واګنر ۳۳ "وسله وال" ونیول، او دوی يې د ټاکنو څخه مخکې د اپوزیسیون سره د بلواګرۍ د پلان کولو په تور تورن کړل.

دغو کسانو اعتراف وکړو چې دوی د بیلاروس د مرکزي ښار مینسک څخه د وینزویلا، لیبیا، کیوبا، ترکیې او سوریې په ګډون ځایونو ته د ماسکو د ناوړه اهدافو لپاره سفر کولو، چې په پټه به یې دوی استول.

د راپورونو له مخې، په روسیه کې د زياتو رسمي پوځي عملیاتو سربیره، لکه په سوریه کې، واګنر په بل ځای کې هم د خصوصي امنیت شرکت دوديز رول لوبولی دی، چې د زیربناوو یا سیاستدانانو ساتنه کوي.

'د ماسکو تر ټولو بد پټ راز'

د مارچ په ۱۵ مه، د فرانس، سوریې او روسیې دريو مدافع ډلو په ماسکو کې په ۲۰۱۷ کال کې د سوریې د یو سړی د سر پرې کولو او د هغو ناوړه کړنو له کبله د واګنر ګروپ پرضد يو قانوني شکایت ثبت کړو کوم چې د دوی په باور "جنګي جرمونه" دي.

د واګنر په وړاندې قانوني فشار په سوریه کې د چارواکو په وړاندې په اروپا کې د شکنجې اړوندو قضیو د لړۍ وروسته رامينځته شو، چې د کورنۍ جګړې د ګټلو چانس په کې په ۲۰۱۵ کال کې د روسیې د پوځي مداخلې له خوا قوي شوی و .

ملګرو ملتونو هم د چهارشنبې په ورځ (د مارچ په ۳۱ مه) وویل چې په سي ای آر کې د واګنر ګروپ په ګډون د روسیې د اجيرانو لخوا "د بشري حقونو څخه سخته سرغړونه" شوې وه.

دغه پروسه يوه داسې هڅه په ګوته کوي چې واګنر -- او د پریګوژن رول په دغه ډله کې -- ښکاره کړي.

ماسکو هیڅکله د واګنر د اجیر راپورونه نه دي تایید کړي، او پریګوژن د واګنر یا آی آر ای سره هر ډول تړاو ردوي.

دا ښکاره خبره ده چې واګنر، چې د نورو ټولو خصوصي شرکتونو په څیر په روسیه کې غیرقانوني دی، د قانون پلي کونکي ادارې او پوځ څخه استخدام کوي او په روسیه کې د اوسط په پرتله پنځه یا شپږ چنده زياتې تنخوا ګانې ورکوي.

د روسیې ډیرو سیمه ایزو خبري ويب پاڼو په روسیه کې د شکمنو جنګیالیو د ښخولو د مراسمو په اړه خبر ورکړی او وايي چې کورنۍ یې د خپلې خاموشۍ په بدل کې زياتې پيسې ترلاسه کوي.

کارنیګي څيړنيزې موسسې واګنر "د ماسکو ترټولو ناوړه راز" په توګه بیان کړې ده.

نوموړي موسسې وویل چې دغه ډله دوه لومړني اهداف لري: "کرملین ته د منلو وړ انکار چمتو کول کله چې د جګړی په ځايونو کې جنګیالي ځای په ځای کيږي "او" د منونکي دولتونو سره د نفوذ جوړلو لپاره چمتو وړتیا وي".

'په بشپړه توګه پاک'

لکه څنګه چې فشار په هغه باندې زياتيري، پریګوژن عکس العمل ښيي.

د مارچ په ۲۲ مه، هغه د روسیې د تحقیقاتو کمیټۍ (اېس کی) سره د ګڼ شمیر امریکایي چارواکو په وړاندې جرمي شکایت ثبت کړو، چې په دې کې د اېف بي آی ډايريکټر کریسټوفر ری شامل دی.

بله ورځ هغه اېف بي آی ته یو لیک ولیکلو، کوم چې کانکورډ په ټولنیز شبکه په وي کانټیکټه کې پوسټ کړو.

پریګوژن ولیکل، "درغلي کوونکي په دوکې سره هڅه کوي چې ما، یو پاک شخص، په درغلیو تورن کړي."

همدا رنګه د مارچ په ۲۳ مه، د کانکورډ مطبوعاتي دفتر اعلان وکړو، پریګوژن د ظلم سره د مبارزې لپاره بنسټ جوړ کړی.

د واشنګټن پرضد د پروپيګنډې لپاره د ښکاره هڅو سره، دغه سازمان په ښکاره ډول د روسيې ژبې ورته لنډون لري کوم چې د متحده ایالاتو اېف بي آی لري.

د پريګوژن اېف بي آر به په لویدیځ هیوادونو کې د بشري حقونو لپاره مبارزه وکړي او د مدني ټولنې فعالینو ملاتړ به وکړي.

خو تر دې دمه، اېف بي آر پټ پاتې شوی دی.

د اپوزیسیون راډیو سټیشن ایخو موسکي راپور ورکړو، دې نه ده څرګنده کړې چې د دې لپاره څوک کار کوي یا دا اوس څه کوي. دا ویاند، وېب پاڼه یا د ټولنیزو رسنیو اکاونټونه نه لري.

'د نفوذ ایجنټان'

د دوسییر مرکز له مخې، کوم چې د هغو مختلفو خلکو د جرمي فعالیتونو څارنه کوي چې د کرملين سره تړاو لري، د وړيا څیړنې او نړیوالې همکارۍ ټولنه (اېفريک) د پريګوژن "د نفوذ د ایجنټانو په شبکه" کې یوه بله وسیله ده.

ډیلي بيسټ د مارچ په ۲ مه راپور ورکړو، "اېفریک د ټاکنو کتونکي ولیږل -- چې ډير په کې د اروپا مشهور سپین پوستي او نوي نازیان وو -- چې په زیمبابوې، ماداګاسکر، کانګو او سویلي افریقا کې د جمهوري سیالیو د کنټرولولو لپاره هڅه وکړي، په هغو سياليو کې چې د پريګوژن د لوی امپراطورۍ نورو څانګو اکثر د یو یا ډیرو نوماندانو ملاتړ وکړو."

کور ته نږدې، د پريګوژن د نفوذ د عملیاتو سره تړلي فعالینو د جنورۍ په میاشت کې په برلین کې دوه ورځنی کانفرنس وکړو چې په استونیا، لاتویا، لیتوانیا، پولینډ او جرمني کې د "وبا وروسته د نړۍ د راتلونکي نوی لید" رامینځته کړي.

د ډیلي بیسټ، ډوسير مرکز، د جرمني د خپرونکي ای آر ډي، په استونيا کې Delfi.ee او په لیتوانیا کې د Siena.lt له مخې، هغو دوو موسسو د بالتیک بحر سیمې ستراتیژیکي خبرو اترو انتظام کړی و کوم چې د اېفريک سره نږدې اړیکې لري.

په راپور کې راغلي، "د پريګوژن د بهرنيو نفوذ عملیاتو سره، دا د هغو موسسو يوه لړۍ ده چې د روسیې فدراسیون له خاورې بهر د غير روسانو له خوا ثبت شوي او په لاره اچول شوي، لږ تر لږه په کاغذ کې."

د مثال په توګه، یو له تنظیم کونکو څخه ايډميس مشاورتي شرکت و، چې دا هغه شرکت دی چې د لیتوانيې د يو وګړي لخوا جوړ شوی او په لاره اچول شوی و. دغه کس هم د اېفريک د ادارې غړی دی.

بل شریک منتظم په آلمان کې د فدرال د اقتصادي پراختیا او بهرنۍ سوداګرۍ اتحادیې غړی و، چې د بي ډبليو ای په نوم ښه پیژندل کيږي او د الماني سوداګرۍ هغه مشاور يې مشري کوي کوم چې د چین اړوند چارو کې تخصص لري.

دي ډیلي بیسټ راپور ورکړو چې بي ډبليو ای د تمدنونو د څیړنې انستیتیوت د خبرو اترو سازمان، چې د روسیې يوه څيړنيزه موسسه ده او په ۲۰۱۶ کال کې د ولادیمیر ياکونين لخوا جوړه شوې وه، سره هم همکاري کړې وه. ولاديمير ياکونين د کی جي بي يو پخوانی افسر او د پوتین نږدې ملګری پاتې شوی دی.

په ۲۰۱۵ کال کې، متحده ایالاتو په اوکراین باندې د روسیې په یرغل کې د ياکونين د لاس لرلو په خاطر په هغه باندې بنديزونه ولګول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500