بشري حقونه

د ملګرو ملتونو راپور په سوریه کې د بندیانو لپاره 'د نه تصور وړ کړاونو' په اړه تفصيلات ورکوي

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي له خوا

په دې فایل تصوير کې چې د ۲۰۱۲ کال د اګست په ۲۳ مه اخیستل شوی دی، د سوريې يو سړی د سوریې د شمالي ښار حلب په بوستان پاشا سيمه کې وروسته له هغې په خپلې ملا باندې د شکنجه کولو نښې ښیي کله چې هغه د رژیم د ځواکونو لخوا خوشی شو. [جیمز لالر ډګن/ای اېف پي]

په دې فایل تصوير کې چې د ۲۰۱۲ کال د اګست په ۲۳ مه اخیستل شوی دی، د سوريې يو سړی د سوریې د شمالي ښار حلب په بوستان پاشا سيمه کې وروسته له هغې په خپلې ملا باندې د شکنجه کولو نښې ښیي کله چې هغه د رژیم د ځواکونو لخوا خوشی شو. [جیمز لالر ډګن/ای اېف پي]

د ملګرو ملتونو پلټونکو د دوشنبې په ورځ (د مارچ په لومړۍ نيټه) وویل، په سوریه کې د یوې لسیزې شخړې په جریان کې په زرګونو ملکي وګړي د "د نه تصور وړ کړاونو" سره مخ شوي چې پکې شکنجه کول، جنسي تاوتریخوالی او په توقیف کې مرګ شامل دي.

د سوریې په اړه د ملګرو ملتونو د پلټنو کمیسون وموندل چې د لسګونو زره ملکي وګړيو چې بندیان وو په اړه معلومات شتون نه لرلو، په داسې حال کې چې د هغوی د ځای په اړه هیڅ ډول تفصيلات موجود نه وو.

خپلواک نړیوال کمیسیون د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا لاندې دنده لري چې په مارچ ۲۰۱۱ کال کې د شخړې له پیل راهیسې په سوریه کې د نړیوال قانون څخه ټولې سرغړونې وڅېړي او ثبت یې کړي.

د درېو غړو د پېنل د ۳۰ پاڼو نه زیات راپور، چې د هغو ۲۶۵۸ شهادتونو پر اساس دی کوم چې د ۱۰ کالو په اوږدو کې ترلاسه شوي وو، د ۱۰۰ څخه په ډیرو توقیف ځایونو کې تحقیقات ترسره کړل.

د سوریې د تحقیقاتو د کمیسیون د راپور د ویډیو د وړاندې کولو یو سکرین شاټ: په سوریه کې د توقیف په مرکزونو کې سرغړونه د سوریې په زندان کې د بندیانو عکس ښیي.

د سوریې د تحقیقاتو د کمیسیون د راپور د ویډیو د وړاندې کولو یو سکرین شاټ: په سوریه کې د توقیف په مرکزونو کې سرغړونه د سوریې په زندان کې د بندیانو عکس ښیي.

دې وموندل چې نږدې هر لوی ګوند چې له ۲۰۱۱ کال راهیسې يې په سوریه کې سیمه تر خپل کنټرول لاندې لرله د توقیف پورې اړوند سرغړونې او ناوړه چلند کړی دی.

دوی د خپلو موندنو په اړه د یوې ویډیو د وړاندې کولو په دوران کې وویل، "بې ګناه کسان پکې نشته"، په داسې حال کې چې یادونه یې وکړه چې د سوریې رژیم په خپله خوښه "له نورو څخه ډیر" کسان په توقيف کې ساتلي دي.

په دې راپور کې په پراخه کچه په توقيف کې د ساتلو، د ورکيدو او د هغو جرمونو او ناوړه چلند په اړه يادونه شوې کوم چې د سوریې د رژیم له خوا تر سره کیږي.

دې د وسله والو ډلو د توقیف د کړنو هم يادونه وکړه، چې په دې کې افراطي ډلې لکه تحریر الشام او داعش شامل دي.

دې وويل، "داعش او تحریر الشام د بشریت پروړاندې په جرمونو کې هم ښکيل دي چې د آزادۍ له محرومۍ سره تړاو لري، پداسې حال کې چې داعش د توقیف له لارې نسل وژنه وکړه."

'حقيقت ته د رسيدو حق'

دا راپور دا هم په ګوته کوي چې خپل سري توقیفونه او قيد د سوریې د شخړې اصلي لامل، محرک او تل پاتې خاصيت پاتې شوی دی.

دې وويل، "په سوریه کې په لسګونو زره خلک په يو وخت کې په غیرقانوني ډول له خپلې آزادۍ څخه محرومه شوي دي."

"خپل سري توقیف او قيد په قصدي ډول پلي شوي چې په ملکي وګړو کې يا کله کله د مالي ګټې لپاره، ويره رامينځته کړي او د بغاوت مخه پکې ونيسي. وسله والو ډلو مذهبي او اقليتي ډلې هم په نښه کړې دي."

په راپور کې په دې ټینګار شوی چې په بدنامو توقیف ځایونو کې د بندیانو سره ناوړه چلند دوام لري، په داسې حال کې چې شخړه خپل یوولسم کال ته رسیدلې ده.

دې کمیسیون وویل، "دې توقیفیانو د نه تصور وړ کړاونه زغملي دي."

"د لسګونو زرو ملکي وګړو برخلیک چې شاوخوا یوه عشره مخکې د سوریې د حکومتي ځواکونو لخوا په زوره تښتول شوي ول، لاهم نامعلومه دی. دا ګمان کيږي چې ګڼ شمير کسان به وژل شوي یا اعدام شوي وي."

د کمیسیون مشر پاولو پي اېډو وویل، "د سلګونو زره کورنيو غړي دا حق لري چې د خپلو عزیزانو د برخلیک په اړه حقيقت ته ورسيږي."

هغه وويل، "دا یوه ملي صدمه ده چې د ګوندونو او نړیوالې ټولنې لخوا په سمدستي ډول د حل لپاره ورته اړتیا لري."

'وحشتناکه میتودونه'

کميشنر کیرن کونینګ ابو زید وویل چې د شخړې ګوندونه، د يو څو ګوندونو نه علاوه، د خپلو ځواکونو په تحقیقاتو کې پاتې راغلل، په داسې حال کې چې په توقیف ځایونو کې د ترسره شويو جرمونو په اړه د تحقيقاتو پرځای په ظاهره توګه د دې په پټولو باندې تمرکز کوي.

دغه راپور وويل چې د سوريې رژیم یا د رژیم پلوه ځواکونو لخوا نیول شوي نارینه، ښځې، هلکان او جينکۍ د جنسي تیري په شمول د غیر انساني سلوک او ځورنې سره مخ شوي ول.

په راپور کې راغلي، "د سوریې د حکومت لخوا د ځورنې لږ تر لږه ۲۰ مختلف وحشيانه طريقې په پراخه کچه ثبت شوي دي."

په دې کې بریښنایي شاک، د بدن د غړو سوځول، د نوکانو او غاښونو ویستل، جعلي اعدامونه، د موټر په ټاير کې توقيفيان تاوول او د اوږدې مودې لپاره د کسان د یو یا دوه غړيو څخه ځوړندول شامل دي، چې اکثر به په دې کې سخت وهل ټکول شامل ول.

دغه راپور په شخړه کې د ټولو ښکېلو غاړو څخه غوښتنه وکړه چې سرغړونه ودروي، سمدلاسې د توقیف ځینې کسان خوشې کړي او د توقیف ځایونو خپلواکې څارنې ته اجازه ورکړي.

د دې موندنې به د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته د مارچ په ۱۱ مه وړاندې شي.

دا راپور د جرمونو لپاره د احتساب د تضمین په اړه وړاندیزونه وړاندې کوي -- چې په دې کې د دې دا وړاندیز هم شامل دی چې د ملګرو ملتونو غړي هیوادونه مؤثره قانون پلي کړي او د افرادو محاکمه يقيني کړي.

دې د فبرورۍ په ۲۴ مه په جرمني کې په کوبلنز کې د سوریې د رژیم د یو پخواني چارواکي محکومیت ته اشاره وکړه، چې هغه په دې محکوم شوی و چې د ځورنې او آزادۍ څخه د محرومیت په شکل کې یې د بشریت پروړاندې په جرمونو کې مرسته او ملاتړ کړی و.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500