بشري حقونه

د بهرنيو حکومتونو څخه غوښتل شوي چې د سوریې له آلهول څخه خپل وګړي وباسي

د پاکستان فارورډ له خوا

د کردانو د امنیتي ځواکونو يو غړی مخې ته ګوري، په داسې حال کې چې د سوریې د کورنیو یوه ډله د مارچ په ۱۸ مه د الهول کيمپ، چې د داعش مشکوک خپلوان لري، څخه خوشې شوې ده. [ديليل سلیمان/ای اېف پي]

د کردانو د امنیتي ځواکونو يو غړی مخې ته ګوري، په داسې حال کې چې د سوریې د کورنیو یوه ډله د مارچ په ۱۸ مه د الهول کيمپ، چې د داعش مشکوک خپلوان لري، څخه خوشې شوې ده. [ديليل سلیمان/ای اېف پي]

د بشري حقونو د څار ډلې (د سه شنبې په ورځ (د مارچ په ۲۳ مه) په یو راپور کې وايي، بهرني حکومتونه باید د سوریې په الحسکه صوبه کې د کرد تر کنټرول لاندې د الهول او روج کېمپونو څخه خپل اتباع بیرته وباسي.

په دغه راپور کې راغلې، دوی باید کار وکړي چې د داعش د هغه شکمن کسانو لپاره سمه پروسه يقيني کړي کوم چې د سوریې په شمال ختیځ کېمپونو کې بندیان دي.

د سوریې په مرکز الباغوز کې د داعش له وروستي ماتې دوه کاله وروسته، تقريباََ ۴۳۰۰۰ بهرنيان چې له داعش سره تړاو لري د سوریې په شمال ختیځ کې بندیان دي.

تقريباََ ۳۱۰۰۰ کسان د عراق سره تعلق لري، او نږدې ۱۲۰۰۰ نور تقريباََ د ۶۰ نورو هیوادونو سره تعلق لري. د دوی له نیمایي څخه ډیر، تقريباََ ۲۷۵۰۰، ماشومان دي.

یوه ځوانه جينۍ د مارچ په ۳ مه د سوریې په شمال ختیځ الحسکه صوبه کې په آلهول کېمپ کې، چې د داعش د جنګیالیو شکمن خپلوان لري، د یو ماشوم سره خبرې اترې کوي، [ديليل سلیمان/ای اېف پي]

یوه ځوانه جينۍ د مارچ په ۳ مه د سوریې په شمال ختیځ الحسکه صوبه کې په آلهول کېمپ کې، چې د داعش د جنګیالیو شکمن خپلوان لري، د یو ماشوم سره خبرې اترې کوي، [ديليل سلیمان/ای اېف پي]

د ادارې مرستیا شریک مشر بدرن چیا کرد اېچ آر ډبليو ته وویل، د خپلواکې ادارې لپاره د بهرنيانو ساتل "یو لوی بار دی".

خو له حکومتونو څخه څو ځله غوښتنه شوې چې خپل وګړي بيرته ستانه کړي، ولې هغوی ورته هيڅ پام نه دی کړی، په داسې حال کې چې يو څو ماشومان -- چې زياتره په کې يتيمان دي -- او يو څو ښځې په تېرو دريو کلونو کې کور ته راستانه شوي دي.

چیا کرد وویل، "نړیواله ټولنه، په ځانګړي توګه هغه هیوادونه چې په کېمپونو او زندانونو کې اتباع لري، خپل مسؤلیت په غاړه نه اخلي." "دا مسله، که حل نه شي، نه یوازې موږ، بلکې په ټوله نړۍ به اغیزه وکړي."

د مرستې لپاره په تکرار غوښتنې

د بشري حقونو د څار ډلې وويل، هغه هیوادونه چې د سوریې په شمال ختیځ کې بندیان لري باید د خپلواکه ادارې بار بار غوښتنو ته ځواب ورکړي او د دوی سره مرسته وکړي چې د توقیفيانو لپاره مناسبه پروسه چمتو کړي.

دغه ډلې وويل، په مناسبې پروسه کې د جج په وړاندې د هغوی د توقیف د مشروعيت د اړتیا پر ضد مبارزه کول شامل دي. هغې زياته کړه چې هغه کسان دې سمدستي خوشي شي کوم چې د جرم په تور تورن نه وي.

د بشري حقونو د څار ډلې وويل، بهرني هیوادونه هم باید د خپلواکې ادارې په بار بار غوښتنو عمل وکړي او هغه بندیان بیرته ستانه کړي کوم چې د جرم په تور تورن نه دي، او هغو کسانو ته ترجيح ورکړي کوم چې ترټولو زيات زیان منونکي دي.

دغه ادارې وويل، چې د بیرته راستانه شويو ماشومانو سره د هغوی مور او پلار باید د کورنۍ د یووالي لپاره د ماشوم د حق سره په سمون کې ملګري وي. هغه بهرنيان چې په کور کې د مرګ یا شکنجې یا د نور بد چلند له خطر سره مخ وي باید دریم خوندي هیواد ته واستول شي.

د بشري حقونو د څار ډلې وويل، کور ته یا بهر ته د انتقال په صورت کې، توقیفیانو ته د بیارغونې او بیرته يو ځای کيدو خدمتونه چمتو کیدی شي او لکه څنګه چې مناسبه وګڼل شي، په دې هکله تحقیق او قانوني عمل ترسره کيدی شي.

دې ډلې ټينګار وکړو، هغه ماشومان چې د داعش لاندې ژوند کوي او د هر هغې میرمنې سره د قرباني په توګه تر ټولو مخکي او ښه چلند وشي کوم چې د داعش لخوا قاچاق شوي دي، او ماشومان باید یوازې په استثنایي حالاتو کې د تعقیب او توقیف سره مخ شي.

په ورته وخت کې، بهرني حکومتونه او مرسته کونکي باید سمدلاسې په شمال ختیځ سوریه کې په کېمپ او زندان کې د حالاتو د ښه کولو لپاره مرستې زیاتې کړي او د ملګرو ملتونو پر امنیت شورا فشار راوړي چې د حیاتي مرستو عملیاتو ته بيرته اجازه ورکړي.

د نښې په توګه د بيرته ستنولو هڅې

یوازې ۲۵ هیوادونه پیژندل شوي چې د سوریې له شمال ختیځ څخه يې هیوادوال بیرته راستانه کړي، او ډیرو ځينې کسان کور ته د نښې په توګه ستانه کړي دي او يا يې د هغوی په بیرته راستنیدو کې مرسته کړې ده.

ای اېف پي راپور ورکړو، د ماشومان وژغورئ او د بشري حقونو د څار ډلې د ارقامو له مخې، د راستنیدو عملیات په ۲۰۱۹ کال کې له ۲۹ څخه په ۲۰۲۰ کال کې ۱۷ او ۲۰۲۱ کال په لومړیو ۱۰ هفتو کې دريو ته راښکته شو.

قزاقستان په دې سیمه کې یو مخکښ هيواد پاتې شوی دی او په تیرو کلونو کې یې له ۷۰۰ څخه ډیر وګړي بیرته راستانه کړي دي.

ملګري ملتونه او مرستندویان، چې د بهرنيو توقیفيانو ډیر هیوادونه په کې شامل دي، په سوریه کې په شمال ختیځ کې توقیفيانو او نورو ته بشري مرستې چمتو کوي.

خو د ملګرو ملتونو کارپوهان او نور کسان وايي، د پاکو اوبو، خوراک، درملو، او مناسب سرپناه او امنیت سخت کمی شتون لري.

د متحده ایالاتو پوځ، چې د داعش په وړاندې د نړیوال ائتلاف رهبري کوي، د هغه اقداماتو تمويل کړی چې د ځينو زندانونو لپاره امنیت پياوړي کړي او ګڼه ګوڼه په کې کمه کړي.

اېچ آر ډبليو وویل، نړیوال ایتلاف په پام کې لري چې د مشکوکو ښځو لپاره د اضافي توقیف مرکزونو جوړول، او همدارنګه د مشرانو هلکانو لپاره د ۵۰۰ بسترو د بیارغونې مرکزونه تمویل کړي.

اشارق الاوسط د سه شنبې په ورځ راپور ورکړو چې دې په الحسکه کې د یو زندان ظرفیت د دوه چنده کولو لپاره یوه پروژه پیل کړې ده.

دغه ورځپاڼې وويل، اوسنی مرکز، چې د سوریې جمهوري ځواک (اېس ډي اېف) لخوا پرمخ وړل کیږي، د سکول په دریو ودانیو مشتمل دی چې د ۵۰ مختلفو هيوادونو تقريباََ ۵۰۰۰ بندیان لري، چې زياتره په کې عراقيان دي.

'د ترهګرۍ پروړاندې مبارزه اړینه ده'

فینر ال کېټ، چې د خپلواکې ادارې د بهرنیو چارو شریک مشر دی، اشارق الاوسط ته وويل، د دې پراختیا هدف د امنیت وده او په دغه مرکز کې د ډله ییزې نښتې مخه نیول دي.

هغه زیاته کړه چې زياته ګڼه ګوڼه د زندان د ساتونکو افسرانو لپاره یوه جدي ننګونه ده، او زیاته یې کړه چې انګلستان -- چې د نړیوال ایتلاف یو کلیدي غړی دی -- به د پراخولو څارنه وکړي او لوژیستیکي ملاتړ به چمتو کړي.

هغه يادونه کړه، "موږ د دې توقیف ځایونو خوندي کولو لپاره نړیوال ملاتړ ته اړتیا لرو." هغه زیاته کړه، موجوده نړیوال ملاتړ د داعش د بندیانو او د هغوی د کورنیو د وضعیت د حل لپاره کافي نه دی.

د جنورۍ په میاشت کې، د ملګرو ملتونو سيکريټري جنرل انتونیو ګوټیرس د کورنیو هیوادونو له خوا په ځانګړي توګه د ماشومانو بیرته ستنیدل "د ترهګرۍ پروړاندې د مبارزې یو عاجل او ستراتیژیکي اقدام وګنلو."

د فبرورۍ په راپور کې، ملګرو ملتونو وویل چې دوی په آلهول کې "د افراطیت، پيسو راټولولو، روزنې او د بهرني عملیاتو هڅولو مثالونه ثبت کړي دي.

دې په هغې ودانۍ کې تقريباََ د ۷۰۰۰ ماشومانو د برخلیک په اړه هم خبرداری ورکړو کومه چې د بهرني داعش د خپلوانو لپاره ټاکل شوې ده.

ملګرو ملتونو وویل، دوی "د راتلونکي داعش د فعالینو په توګه تیاريږي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500