تجزيه

د سوریې د رژیم د شکنجه کولو کمپاین او د ایران په ملاتړ د ملېشو ناوړه چلند

د پاکستان فارورډ له خوا

د سوریې یو قيدي چې د رژیم له زندان څخه خوشی شوی د ۲۰۱۸ کال د جولای په ۱۹ مه د حلب جنوب ختیځ العيس ته د رسیدو په وخت مخالف جګړمارو ته خپل زخمونه ښیي. [عمر حج کدور /ای اېف پي]

د سوریې یو قيدي چې د رژیم له زندان څخه خوشی شوی د ۲۰۱۸ کال د جولای په ۱۹ مه د حلب جنوب ختیځ العيس ته د رسیدو په وخت مخالف جګړمارو ته خپل زخمونه ښیي. [عمر حج کدور /ای اېف پي]

سوریې ته د ملیشو په لیږلو سره چې د خپلې پراخوونکې اجڼډې د پوره کولو لپاره د بشار الاسد د رژیم سره مرسته وکړي، ایران د رژيم له خوا د سوریې د ملکي وګړو په وژلو کې ښکيل دی.

د جګړې له پیل راهیسې، ایران په سوریه کې د اسلامي انقلاب ساتونکو قول قدس ځواک (آی آر جي سي-کيو اېف) له لارې فعاليت کوي. قاسم سلیماني د آی آر جي سي تر هغه وخته پورې مشري کوله کله چي هغه د جنورۍ په ۳ مه په بغداد کې د متحده آيالاتو په برید کې ووژل شو.

دغه وژلو د تهران د عشرو راهيسې اوږد په هغه کمپاین کې يوه مهمه شیبه رامنځته کړه چې په سيمه کې يې افراطیت او ناکرارۍ ته وده ورکوله.

د ايران د اسلامي انقلاب ساتونوکو قول قدس ځواک اوس د اسماعیل قاني تر قوماندې لاندې دی، چې ډیر وایي چې هغه د خپل مشر په شان نفوذ او سیمه ایزه پوهه نه لري خو خپله اراده يې ښودلې ده چې د سلیماني لاره تعقيب کړي.

د سوریې په شمال لویدیز ادلیب صوبې په دانا کې، چې د مخالف ځواکونو په قبضه کې ده، د سوریې یو سړی ماشومانو ته خواږه ورکوي چې د جنورۍ په ۳ مه د آی آر جی سي قدس ځواک د کمانډر قاسم سلیماني وژل ولمانځي. [عارف واټاد/ای اېف پي]

د سوریې په شمال لویدیز ادلیب صوبې په دانا کې، چې د مخالف ځواکونو په قبضه کې ده، د سوریې یو سړی ماشومانو ته خواږه ورکوي چې د جنورۍ په ۳ مه د آی آر جی سي قدس ځواک د کمانډر قاسم سلیماني وژل ولمانځي. [عارف واټاد/ای اېف پي]

په سوریه کې د سوریې مدافع آیاد الغریب (ګس اړخ ته) د اپرېل په ۲۳ مه د لویدیځ جرمني په کوبلنز کې په سوریه کې د حکومت په ملاتړ د شکنجه کولو په تور د دوو سوري مدافعینو په وړاندې د محاکمې نه مخکې ځان په خپلې ټوپۍ کې پټوي. [توماس لوهنز/ای اېف پي/پول]

په سوریه کې د سوریې مدافع آیاد الغریب (ګس اړخ ته) د اپرېل په ۲۳ مه د لویدیځ جرمني په کوبلنز کې په سوریه کې د حکومت په ملاتړ د شکنجه کولو په تور د دوو سوري مدافعینو په وړاندې د محاکمې نه مخکې ځان په خپلې ټوپۍ کې پټوي. [توماس لوهنز/ای اېف پي/پول]

دغه ملېشې چې د آی آر جي سي قدس ځواک جوړې کړې وې او مشري يې کړې وه -- د فاطمیون ډويژن په ګډون، چې افغان جنګیالي په کې شامل دي -- په پټه او ښکاره توګه مداخلت کړې چې د سوریې رژیم په واک کې وساتي او مخالفین یې وځپي.

د شخړې په پراخولو او پیچلي کولو سربيره، دې کار د سوریې رژیم ته وړتیا ورکړه چې د خپلو خلکو سره ناوړه چلند ته دوام ورکړي، چې په کې په ملکي وګړو باندې کیمیاوي بریدونه او په زندانونو کې شکنجه کول شامل دي.

د دې لپاره چې د سوریې رژیم د دې جرمونو او نورو لپاره محاسبه شي، او بهرنۍ مداخله کمه کړي، په ځانګړي توګه له ایران او روسیې څخه، د متحده ایالاتو حکومت د ۲۰۱۹ کال د سیزر د سوريې ملکي وګړو د ساتنې قانون منظور کړو، چې د جون په مياشت کې نافذ شو.

دغه قانون د سوریې د یو پخواني فوتوګرافر په نوم نومول شوی دی، چې د هغه د تخلص "سيزر" په نامه پیژندل کيږي، چې په ۲۰۱۳ کال کې د سوریې په زندانونو کې د ۵۵۰۰۰ عکسونو سره د سوریې نه وتښتیدو او د متحده ایالاتو کانګرس ته یې دغه عکسونه تاييد کړل.

په دغه عکسونو کې د اسد په زندانونو کې اخیستل شوي عکسونه شامل وو چې د بندیانو ژوبل شوي جسدونه په کې ښودل شوي، په داسې حال کې چې د هغوی په تندي شمېره ليکل شوې وه.

د دې کال په مارچ کې بيرته په تاييدولو سره، سيزر په متحده ایالاتو او نړیوالې ټولنې فشار راوړوو چې د اسد رژیم د خپلو کړنو لپاره مسؤل وګرځوي.

بندیزونه د بشارالاسد اتحاديان په نښه کوي

له هغه وخته چې د سیزر قانون نافذ شو، د متحده ایالاتو د خزانې وزارت د هغه کسانو پروړاندې بنديزونه لګولي چې د دغه رژیم سره نږدې اړيکې لري، چې په دې کې د اسد میرمن او تنکې زوی شامل دي.

بندیزونه د سوریې د تیلو سکټور، قانون جوړوونکي او استخباراتي افسران په نښه کوي، او د نومبر په میاشت کې د ۷۰ څخه د زياتو هغه ملکي وګړو په ياد کې بندیزونه ولګول شول کوم چې په اکتوبر ۲۰۱۵ کال کې د دوما په بازار کې په بمبارۍ کې وژل شوي ول.

دغه بندیزونو د رژیم بهرني تسهیل کونکي هم په نښه کړي دي.

د اسد محاسبه کولو سربیره، قانون د دې لپاره جوړ شوی چې د ایران او روسیې د مداخلت مخه ونیسي او دوی د دې نه منع کړي چې د بیارغونې د ګټور قراردادونو له لارې د سوریې د خلکو د ظلم څخه ګټه پورته کړي.

دې په ځانګړي ډول د آی آر جي سي په ملاتړ فاطميون ډويژن، د آی آر جي سي سره تړلې نورې ډلې، او همدارنګه هغه ملیشې په نښه کړې دي چې د روسیې لخوا تمویل شوي چې د سوریې رژیم د ځواکونو ملاتړ کوي، په ځانګړي توګه د هیواد په سویل کې.

د ایران د چارو متخصص شیار ترکو وویل، د سيزر قانون له مخې د فاطمیون ډويژن ټاکل د "آی آر جي سي او د هغې ملیشو ته سخت ګوزار ورکوي."

هغه وویل، د متحده ایالاتو خزانې له مخکې نه د ۲۰۱۹ کال په جنوري کې دغه ملیشه ټاکلي وه ځکه چې دې د آی آر جي سي سره اړیکې لرلې او تروريستي بریدونه يې ترسره کول.

نوي بندیزونه به د آی آر جي سي له خوا د "خپلو پراخوونکو پروژو پلې کولو" لپاره د بهرني پراکسیانو کارولو ته چيلنج ورکړي او د فاطمیون په څیر ملیشو ته به نوي خنډونه رامخې ته کړي.

ترکو وویل، دغه ملیشه د سوریې په ستراتیژیکي برخو کې -- لکه دمشق، دییر ایزور، حلب او پالمیرا -- تر نن ورځې پورې د رژیم په ژوندي پاتې کیدو کې مهم رول لوبولی دی.

هغه زیاته کړه چې په خپلو کمانډرانو او جنګیالیو باندې د بندیزونو لګولو سره فاطمیون کمزوري کول به د آی آر جي سي سیمه ایزه اجنډا کمزورې کړي او يقيناََ د رژیم لپاره ملاتړ به هم ختم شي.

فتحي السيد، چې د سیمه ایزو او ستراتیژیکي مطالعاتو لپاره په الشرق مرکز کې د ایران د چارو څیړونکی دی، وویل چې د آی آر جي سي له خوا تمویل شوې ملېشو د اسد رژيم په واک کې د ساتلو لپاره د سوریې شخړې په پراخه کولو او په فرقه يي مبارزه بدلولو کې مخکښ رول لوبولی دی.

هغه وویل چې له دې مداخلت پرته د سوریې رژیم به نن واک نه لرلو او وې ويل چې دغه ملېشه په هغو جرمونو کې لاس لرلو چې دې ترسره کړي دي.

د رژیم د جرمونو نوي شواهد

د سوریې د بشري حقونود څار سازمان اټکل کوي چې لږ تر لږه ۱۰۰۰۰۰ کسان د شکنجه کولو او یا د رژیم په جيلونو کې د ناوړه حالاتو په پایله کې مړه شوي دي، چې له ۲۰۱۱ کال راهیسې د سوریې په جېلونو کې نیم میلیون کسان قيديان شوي دي.

د سوریې د رژیم د جرمونو تازه شواهد راپورته کيږي.

د جرمني څارنوالانو د دوشنبې په ورځ (د دسمبر په ۲۱ مه ) اعلان وکړو چې د سوریې یو ډاکټر، چې په جرمني کې ژوند کوي او د جون په میاشت کې په سوریه کې د بشریت پروړاندې د جرمونو په تور نیول شوی و، به له اضافي تورونو سره مخ شي.

د ای اېف پي د راپور له مخې، آلا اېم په لومړي ځل په هغه زندان کې د قيديانو د شکنجه کولو د دوو پيښو په تور تورن شو کوم چې د سوریې استخباراتو په حمص ښار کې په ۲۰۱۱ کال کې چلولو.

خو څارنوالانو وويل چې هغه اوس په ډیرو سرغړونو تورن دی، چې په دې کې د یو کس وژل او د ۱۸ نورو کسانو شکنجه کول شامل دي.

آلا اېم د حمص په پوځي زندان کې يو ډاکټر و کله چې هغه قصداََ د یو تنکي کس سره ناوړه چلند وکړو، چې په دې کې د هغه تناسلي عضو سوځول شامل دي.

په ۲۰۱۲ کال کې، هغه يو قيدي وموندلو چې زخمونه یې خراب شول او یو پوځي هسپتال ته انتقال کړی شو. د دوو نورو افسرانو سره، هغه قصداََ يو قيدي وهي او ټکوي، او د سوځولو نه مخکې د هغه په زخمونو اُور اخیستونکي مایعات اچوي. وروسته دغه قيدي بې هوشه شو.

څو ورځې وروسته، آلا اېم د قيدي زندان ته د ورتللو په تور تون شوی دی، چیرې چې هغه په دغه زندان کې ۲۰ نور قيديان په لتو وهي او ټکوي.

یو کس د ځان د دفاع هڅه وکړه.

څارنوالانو وویل، "لږ وخت وروسته، مدعي په خپل لاس کې د وژونکې مادې یو انجیکشن ووهلو، چې یو څو دقیقې وروسته هغه مړ شو."

د اپرېل په میاشت کې، په جرمني کې د اسد رژیم لخوا د دولتي تمویل شوي شکنجه کولو په اړه د نړۍ په کچه لومړی کېس وروسته له هغې پرانیستل شو کله چې شکمن کسان د دوی د قربانیانو لخوا د چارواکو پام ته راوړل شول.

دغه دوه تورن کسان، د سوریې د استخباراتو پخواني افسران انور رسلان او عیاد الغریب د نړیوال قضایي اصول په اساس محاکمه کیږي، کوم چې یو بهرني هیواد ته اجازه ورکوي چې د بشریت پروړاندې د جرمونو محاکمه وکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500