تجزيه

د واک سوله ایز انتقال د متحده ایالاتو د جمهوريت پياوړتيا په ګوته کوي

د پاکستان فارورډ له خوا

د متحده ایالاتو د ملي ګارډ غړي د جنورۍ په ۱۷ مه په واشنګټن کې د متحده ایالاتو په کيپيټول کې ګشت کوي. [انډریو کابیلرو - رینالډز/ای اېف پي]

د متحده ایالاتو د ملي ګارډ غړي د جنورۍ په ۱۷ مه په واشنګټن کې د متحده ایالاتو په کيپيټول کې ګشت کوي. [انډریو کابیلرو - رینالډز/ای اېف پي]

واشنګټن -- د جنورۍ په ۲۰ مه د متحده ایالاتو صدر جو بایډن ته د واک سوله ایز انتقال، د متحده ایالاتو په تاریخ کې ترټولو لانجمن انتخاباتي دور وروسته، د متحده ایالاتو د جمهوري ادارو قوت او پياوړتيا په ګوته کوي.

په هرو څلورو یا اتو کلونو کې، د امریکې خلک د نوي صدر انتخاب کوي چې د متحده ایالاتو د وسله والو ځواکونو مشري هم کوي.

دا له ډیرې مودې راهیسې د متحده ایالاتو لپاره د فخر مقام پاتې شوی چې حتی د ژورې سیاسي لانجې په جریان کې، ناست صدر د نوي مشر ټاکنه مني او په سوله ایز ډول صدارت پريږدي.

جان اډمز په ۱۸۰۰ کال کې دا مثال جوړ کړو، چې په لومړي ځل صدارت له یوې پارټۍ څخه بلې ته وسپارل شو، او د توماس جیفرسن په مقابله کې یې له ماتې وروسته يې واک پريښودو او د ۲۰۰ کالو د دود پیل يې وکړو.

په دې عکس کې چې د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ په ۲۰ مه اخیستل شوی، د متحده ایالاتو پخوانی صدر ډونالډ ټرمپ د مخکیني صدر بارک اوباما او مرستیال صدر جو بایډن سره خبرې کوي، په داسې حال کې چې سناتور چک شومر په واشنګټن ډي سي کې د پرانیستې مراسمو په مهال مخې ته ګوري. [پاول جې ریچارډز/ای اېف پي]

په دې عکس کې چې د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ په ۲۰ مه اخیستل شوی، د متحده ایالاتو پخوانی صدر ډونالډ ټرمپ د مخکیني صدر بارک اوباما او مرستیال صدر جو بایډن سره خبرې کوي، په داسې حال کې چې سناتور چک شومر په واشنګټن ډي سي کې د پرانیستې مراسمو په مهال مخې ته ګوري. [پاول جې ریچارډز/ای اېف پي]

د متحده ایالاتو او سعودي عرب ځواکونه په خلیج کې د تير دسمبر په ۱۷ مه ګډ پوځي عمليات ترسره کوي. [سينټکام]

د متحده ایالاتو او سعودي عرب ځواکونه په خلیج کې د تير دسمبر په ۱۷ مه ګډ پوځي عمليات ترسره کوي. [سينټکام]

او له همدې امله، سره له دې چې د نومبر په میاشت کې صدارتي انتخابات ډير په تاوتریخوالی سرہ ترسرہ شوي وو او د جنورۍ په ۲۰ مه د پرانيستلو په ورځ وضعیت ښه نه و -- چې په دې کې د جنورۍ په ۶ مه د متحده ایالاتو په کيپيټول کې یو ناوړه برید هم ترسره شو -- ډونالډ ټرمپ موافقه وکړه چې د بایډن لپاره واک پريږدي. بايډن د متحده ایالاتو ۴۶ م صدر دی.

د متحدینو سره ژمنتیا

د فخر بله خبره دا ده چې د متحده ايالاتو پوځ په ټوله نړۍ کې د خپلو متحدينو سره په ژمنو په دوامداره توګه ولاړ دی، پرته له دې چې څوک صدر وي.

د امریکې د پوځ جنرل مارک ای ميلي، چې د ګډو ځواکونو مشر دی، د دې ژمنې څرګندونه په څو موقعو کړې ده.

هغه وویل، "د امریکې ارزښتونو موږ د دوه نیمو پیړیو راهيسې قوي کړي يو، او موږ به هیڅکله د متحده ایالاتو له اساسي قانون سره په خپله ژمنتیا کې ټال مټول ونه کړو." "زموږ موخه باید د لوی ځواک سوله ساتل وي چې د دوهم نړیوال جنګ راهیسې شتون لري، او په کلکه د ټولو هغو خلکو سره مبارزه کوو کوم چې موږ ته چيلنج راکوي."

د متحده آیالاتو د دفاع وزارت د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر په مياشت کې د ملي دفاع ستراتیژي جوړه کړه، چې په خپلو اهدافو کې يې يو هدف دا شامل کړو چې روس او چین "د دې نه لري وساتي چې اوسنی نړیوال نظم ګډوډ نه" کړي.

ميلي وویل، "د آمريت فعالین د نړیوال سیسټم حدود ازمویي. هغه وويل، "د متحده آيالاتو قوت زمونږ د متحدینو او شریکانو شبکه ده چې مونږ يې لرو. له همدې امله متحده ایالات په نړۍ کې د هر يو چيلينج سره مقابله کولی شي."

هغه وويل، "موږ باید سوله د ځواک له لارې وساتو." "دا خطرناکه نړۍ ده، او دا د ملګرو سره ښه ده."

د ګډو دښمنانو پروړاندې متحد

د تير اکتوبر په مياشت کې، د متحده آیالاتو پوځ د ملګرو هیوادونو سره د اتحاد پیاوړي کولو او د نويو لارو چارو موندلو لپاره د يو نوښت اعلان وکړو چې د روسیې او چین د نړیوال نفوذ پروړاندې د خپلو پوځونو ترمينځ د همغږۍ رامينځته کولو لپاره نوې لارې ومومي.

د امریکې د دفاع وزیر مارک ایسپر په واشنګټن کې په يوې څيړنيزې موسسې، اټلانټک کونسل، کې د خطاب په دوران کې د تير اکتوبر په ۲۰ مه وويل، "چین او روسیه په چټکۍ سره خپل وسله وال ځواکونه عصري کوي او خپل مخ په وده کونکی قوت کاروي چې نړیوال قانون له پامه وغورځوي، د هيوادونو له حاکمیت څخه سرغړونه وکړي او د قدرت توازن بدل کړي.

هغه وویل، په سویلي چین بحر کې د چین جارحيت او د اوکراین سره د کرملین جګړه "د دوی دا ناوړه هڅې په ډاګه کوي چې د نورو خپلواکي ختمه کړي او د هیوادونو او ادارو زغم او یووالي ته زیان ورسوي."

ايسپر وويل، "د امریکې د متحدینو او شریکانو شبکه ... هغه مثالي ګټه چمتو کوي چې زموږ مخالفان ورسره مقابله نه شي کولی."

هغه وویل، "چین او روسیه شاید له ۱۰ څخه لږ متحدین لري." هغه زیاته کړه چې د دوی غیر قانوني چلند به احتمالي ملګري متنفره کړي.

ایسپر وویل، په عین حال کې، متحده ایالات، د "متحدینو او شریکانو پراخه شبکه" او همدا ډول داسې اړیکې لري چې "زموږ په ګډو ارزښتونو او ګټو کې ژورې ریښې لري."

دغه نوښت د اتحادونو او مشارکتونو لپاره د لارښود په نوم یادیږي.

د متحده ایالاتو په ستراتیژۍ کې د متحده ایالاتو د "مهمو" وسلو نظامونو صادرول شامل دي چې متحدین پیاوړي کړي او د روسیې او چینایي سیالۍ په وړاندې د متحده ایالاتو دفاعي صنعت پیاوړی کړي.

د متحده ایالاتو د جمهوري نظام د خرابولو هڅې

د دې میاشتې په پیل کې په متحده ایالاتو کې د ټاکنو اړوند تاوتریخوالي وروسته، په روس، ايران او چین کې چارواکو عام بيانونه خپاره کړل چې د ناکرارۍ په اړه يې خوشحالي څرګنده کړه او داسې خبرونه يې خپاره کړل چې په خپلو هیوادونو کې خپل د ظلم روان کمپاینونه مشروع کړي.

روسي چارواکو د جنورۍ په ۶ مه د متحده ایالاتو په کيپيټول باندې بريد ته په اشارې سره وویل چې دا د امریکې د زوال ثبوت دی، په داسې حال کې چې د روس د پارلیمان د بهرنۍ خونې د بهرنيو چارو د کمیټۍ چيرمين کونسټنټین کوساچاف وویل چې دې دا وښودل چې د متحده ایالاتو جمهوريت "په دواړو پښو شل شوی دی".

د هرډول جمهوري نورمونو خلاف، د روس صدر ولادیمیر پوتین "د تل لپاره د صدر" واک ترلاسه کړی دی. نوی قانون پوتین او د هغه کورنۍ ته د هر هغه جرم، چې دوی په خپل ژوند کې ترسره کړی وي، له امله له محاکمې، لټون، نیولو یا پوښتنو څخه معافيت ورکوي.

د ایران صدر حسن روحاني وویل، په کيپيټول کې ګډوډي دا ښيي چې مغربي جمهوريت څومره نازک او کمزوری دی.

که څه هم، د ایران جمهوريت یوازې په نوم یو جمهوريت دی.

ګارډين کونسل، چې د ایران د ټاکنو څارنه کوي، په منظم ډول د هغو کاندیدانو معلومات کوي کوم چې د واک په لټه کې وي. تير کال، دې ۹،۵۰۰ احتمالي نوماندان، چې د ۱۴،۵۰۰ نوماندانو تقريباََ دوه پر دريمه برخه ده، انتخاباتو ته دودريدو نه منع کړل.

روحاني د تيرې جنورۍ په میاشت کې د شورا له پریکړې وروسته وویل، "د جمهوريت او د ملي حاکمیت لپاره ستر خطر هغه ورځ ده کله چې ټاکنې يو رسمي شی جوړ شي."

سربیره پردې، د تيرې فبرورۍ په مياشت کې، ایران د ۱۹۷۹ له انقلاب څخه وروسته په پارلماني ټاکنو کې ترټولو ټیټه رایه ولیدله، چې ۴۲.۶٪ وړ رایه ورکوونکو خپلې رایې ورکړې. په تهران کې، د رایه ورکونکو شمیره له ۲۵٪ څخه لږ زياته وه.

په عين حال کې، چينايي رسنيو هڅه وکړه چې په هانګ کانګ کې په جولای ۲۰۱۹ کال کې د احتجاج کونکي، چې د ښار د قانوني شورا په کمپليکس باندې يې قبضه کړې وه، د کيپيټول بلواګرو سره پرتله کړي.

د دواړو ډلو لاملونه او محرکات د یو بل نه ډير مختلف دي.

د هانګ کانګ احتجاج کونکي د بشپړ جمهوريت د غوښتنې لپاره قانوني شورا ته ورننوتل چې یو ناوړه قانون تصويب کول ودروي، کوم چې د ښار نا ټاکل شوي ليډرشپ وړاندې کوو.

بیجینګ د دغه ناکرارۍ سره مبارزه وکړه او په ناکراره ښار کې يې یو سخت امنیتي قانون نافذ کړو، ګڼ شمیر نقادان يې ونیول او د بغاوت مخه يې ونيوله. د دې کار په ترسره کولو سره، دې د ۵۰ کالو لپاره د هانګ کانګ د مدني آزادۍ د ساتلو لپاره د ۱۹۹۷ کال د خپلې ژمنې څخه سرغړونه وکړه.

هغه کسانو چې د متحده ایالاتو په کيپيټول يې بريد کړی و هڅه کوله چې د آزادو او عادلانه صدارتي ټاکنو پایلې منسوخ کړي. په ټول هیواد کې ججانو، چې ډیر د ټرمپ لخوا ټاکل شوي وو، د ۶۰ نه زياتې هغه بې ارزښته مقدمې خارج کړې چې د ټاکنو پايلې يې نه منلې.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

'په ټول هیواد کې ججانو، چې ډیر د ټرمپ لخوا ټاکل شوي وو، د ۶۰ نه زياتې هغه بې ارزښته مقدمې خارج کړې چې د ټاکنو پايلې يې نه منلې.' ریښتيا؟

ځواب