امنیت

'د لوټمارانو پوځ': د روسیې له خوا د اوکراین لوټمار د جرم په تاریخ کې یوہ تازہ پیښه ده

د پاکستان فارورډ لخوا

دا مونټیج عکس ښیي چې روسي سرتیري د بیلاروس په یو پوست کې د څارنې په کیمرو کې ښودل شوي چې له اوکراین څخه لوټ شوي توکي په روسیه کې د کورنۍ غړو ته بېرته لیږدوي. [بیلاروسکي هایون]

دا مونټیج عکس ښیي چې روسي سرتیري د بیلاروس په یو پوست کې د څارنې په کیمرو کې ښودل شوي چې له اوکراین څخه لوټ شوي توکي په روسیه کې د کورنۍ غړو ته بېرته لیږدوي. [بیلاروسکي هایون]

کله چې یرغلګر روسي سرتیري د پلان سره سم په اوکرين کې د کیف او د هغې شاوخوا سیمو په نیولو کې پاتې راغلل، دوی د اپارتمانونو ودانیو او سوداګریو لوټ کول پېل کړل او هر هغه څه يې ضبط کړل چې دوی ته په لاس ورتلل.

د کیف په څنډه کې د هستومیل ښار اوسیدونکو په پراخه کچه د لوټمارۍ راپور ورکړو، پداسې حال کې چې روسي ځواکونه په شا شول، ماتې یې وخوړو او مورال یې مات شو.

پولیټیکو د اپرېل په ۱۳مه راپور ورکړو چې د يو ځايي اوسيدونکي په وينا، د کورونو په یو کمپلېکس کې، عسکر ۹۰ فيصده اپارتمانونو ته ورننوتل، لوټ یې کړل، ویجاړ او تباه يې کړل.

یو بل ځایي اوسیدونکي وویل چې هغه دوه سرتیري ولیدل چې اپارتمان کمپلېکس ته په تبر سره ورننوتل، چې دوی به د دروازې د تالې د ماتولو لپاره کارولو.

د اوکراین د امنیت کیمرې څخه یو نامعلوم سکرین شاټ ښیي چې روسي سرتیري يو سټور لوټ کوي. [فايل]

د اوکراین د امنیت کیمرې څخه یو نامعلوم سکرین شاټ ښیي چې روسي سرتیري يو سټور لوټ کوي. [فايل]

روسي پوځیان په ۲۰۱۶ کال کې د سوریې په پخواني ښار پالمیرا کې ګشت کوي. روسي پوځیانو او واګنر اجیرانو په دغه پخواني ښار کې ځینې شتمنۍ لوټ کړې. [واسیلي مکسیموف/ای اېف پي]

روسي پوځیان په ۲۰۱۶ کال کې د سوریې په پخواني ښار پالمیرا کې ګشت کوي. روسي پوځیانو او واګنر اجیرانو په دغه پخواني ښار کې ځینې شتمنۍ لوټ کړې. [واسیلي مکسیموف/ای اېف پي]

کله چې له دوی څخه پوښتنه وشوه، نو یو روسي افسر ادعا وکړه چې دوی د وسلو په لټه کې دي. "ما وویل، 'ستا پوځ د لوټمارانو پوځ دی... ستاسو عسکر... د ملکي خلکو دروازې ماتوي او لوټمار کوي.'"

هغه دا هم یادونه وکړه چې یو روسي سرتیري یې ولیدو چې پداسې حال کې يې منډه وهله چې د اوږې څخه يې د بل يو شخص بوټان ځوړند و. نورو د خالي اپارتمانونو څخه د لوټ شويو سامانونو بوجۍ وړلې.

هغه وویل، "دا بس د شرم خبره ده."

څارونکو وويل، د جګړې په سیمو کې لوټماري د معمول خبره ده چېرې چې روسي پوځ او د کرېملېن په ملاتړ اجیر پوځیان په جګړه بوخت دي. څارونکو يادونه وکړه چې سرتیري او اجیر عسکر د جګړې په ډګر کې په ښه توګه سمبال نه دي او په کور کې بې برخې دي.

د کور توکي او 'جامونه'

لکه څنګه چې دوی د روسي سرتیرو لخوا د تباهۍ معاینه کوي، د اوکراین د قانون پلي کونکو پرسونلو د اوکراینیانو له کورونو څخه د مینځلو ماشینونو، بایسکلونو، عطرو او زیوراتو څخه د لوبو او کب نیولو تجهیزاتو غلا ثبت کړې ده.

د اوکراین د امنیت خدماتو (اېس بي يو) لخوا د ټلیفوني خبرو اترو په ټرانسکريپټ کې چې د اپریل په ۱۲مه خپور شوی و، د یو روسي سرتیري پلار له خپل زوی څخه وغوښتل چې د نیول شوي استوګنځي څخه د کب نیولو کنډې ترلاسه کړي.

پلار خپل زوی، عسکر ته نصیحت کوي، "هر څه چې شته، واخله، خو پام کوه، وګوره، چې دوی لوټماري تاسو ته منسوب نه کړي." "دا د جام په څېر دی، خو چې څوک هلته ستاسو عکسونه وانه خلي."

د لندن ټایمز د اپرېل په ۶مه راپور ورکړو چې په نورو ريکارډ شويو تلیفونونو کې، روسي عسکر خپلو ميرمنو ته د لوټ شویو مالونو سره د خپلو کورنو د قرض ادا کولو په اړه فخر کوي.

په یو تلیفون کې چې اېس بي يو ريکارډ کړی، د یو سرتیري میرمن له هغه څخه د لېپ ټاپ، بوټانو او د سم سايز جامو غوښتنه کوي.

اېس بي يو وویل، "روسي سرتیري باید دا ټول د نیول شويو اوکرایني کورونو څخه ترلاسه کړي." "هغه ویاړ کوي چې هغه لا دمخه د هغې لپاره یو څه ښه کاسمیټکس او ټي شرټونه ترلاسه کړي دي، او همکاران یې د ټولې لوټ شوي کڅوړې وړي!"

نورو کسانو ټوکې پورې وکړې چې دغه برید "يو سوپر مارکیټ ته د سفر په څېر" و.

د روسي پوځیانو عکسونه اخیستل شوي او په بند سرکټ تلویزیون (سي سي ټي وي) کيمرو کې ريکارډ شوي، چې په کڅوړو کې مالونه بندوي او د بیلاروس له پوسټ څخه شاوخوا ۲۰۰۰ کلوګرامه غلا شوي توکي خپلو کورنیو ته لیږدوي.

د اوکراین تاریخ لیکونکي او سیاسي ساینس پوه اولیکسندر پالي د هغوی په هېواد کې د روسي سرتېرو محرومیت ته اشاره وکړه او یادونه یې وکړه چې ځینې یې په خپل کور کې دننه تشنابونه هم نلري.

هغه کاروانسرای ته وویل، "د اوکراین په یو ښار کې، دوی یو لیکنه پریښوده -- 'تاسو څنګه دومره ښه ژوند کوئ؟'

"دوی هېڅ نه لري، دوی ته هېڅ سهولت نه ورکړل کیږي او نو دوی فکر کوي -- ولې نورو ته دا ډول سهولتونه ورکړل شوي؟ روسيان د حسد څخه ډک دي، نو دوی هر هغه څه چې دوی یې د اوکراین په ښکلي کورونو کې ویني په خپل لاس کې اخلي."

'بې وزله، کمزوري، لږ خوندي'

څارونکو وویل چې کرېملېن د روسیې خصوصي پوځي شرکتونه -- چې په دوی کې د واګنر ګروپ بدنامه ډله شامله ده -- هم په ټوله نړۍ کې په شخړو کې کاروي، په ځانګړې توګه په هغو سیمو کې چې طبیعي زیرمې لري.

داسې ګمان کيږي چې روسي سوداګر یوګیني پریګوزین، چې د روسیې د صددر ولادیمیر پوتین متحد دی، د واګنر ګروپ تمويل کوي، چې په ۲۰۱۴ کال کې هغه وخت راپورته شو کله چې روسیې کريميا له ځان سره يو ځای کړه.

د اوکراین سربېره، د روسیې اجیر عسکر په سوریه، وینزویلا، سوډان، د مرکزي افریقې جمهوریت (سي ای آر)، مالي، لیبیا، چاډ او ماداګاسکر کې شتون لري.

په افریقا کې د متحده آيالاتو د سمندري ځواکونو د ځانګړو عملیاتو د قوماندې مشر ملټن سانډز د مارچ په پېل کې واشنګټن پوسټ ته وویل، "واګنرهېواد نور هم بې ثباته کوي، معدني زیرمې تباه کوي او د وتلو څخه مخکې څومره چې دوی کولای شي پیسې ګټي."

"هېواد بې وزله، کمزوری او لږ خوندي پاتې کيږي. هر وخت."

په لیبیا کې، د واګنر ګروپ اجیر جنګیالي له ۲۰۱۸ کال راهیسې جګړه کوي ترڅو د روسیې په ملاتړ د لیبیا ملي پوځ، چې ځواکمن جنرل خلیفه حفتر يې مشري کوي، تمویل کړي.

د لیبیا د تېلو پراخې زیرمې او په مدیترانې سمندر کې د هغې ستراتیژیکي موقعیت ماسکو ته په زړه پورې دی، چې په منځني ختیځ او شمالي افریقا کې د پیاوړي نفوذ په لټه کې دی.

واګنر ګروپ له ۲۰۱۸ کال راهیسې د سي ای آر حکومت سره د مبارزې په برخه کې مرسته کوي. په بدل کې، د پریګوزین سره تړلې شرکت ته د سرو زرو او الماسونو د کانونو جواز ورکړل شوی دی.

روسیې په لسګونو سوریایي او لیبیایي جنګیالي د مرکزي افریقې جمهوریتونو ته راولي ترڅو لومړۍ لیکې تقویه کړي، او اوس په اوکراین کې د جګړې لپاره سوریایي استخداموي.

فارن پالیسي د مارچ په ۲۵مه راپور ورکړو چې په کم معاش او په بد ډول سمبال شوي سوریایي او لیبیایي اجیرانو د مرکزي افريقې په جمهوريتونو کې هم پراخه لوټ مار ترسره کړو -- او چرګان، بيزې او نور څاروي، او همدارنګه پیسې، موټرسایکلونه او توشکونه يې غلا کړل.

د مالي په مورا کې، چېرې چې د واګنر ګروپ اجیر عسکر د صدارتي محل ساتنه کوي، د مارچ په مياشت کې د عملیاتو په اړه جنجالونه راپورته شوي چې په سلهاو کسان پکې وژل شوې ول.

د مالي پوځ او شاهدانو، چې د مطبوعاتو او بشري حقونو د څار ادارې ورسره مرکه کړې ده، دا عملیات د ملکی وګړو یوه ټولوژنه بللې ده، چې د مالي سرتیري او بهرني جنګیالي پکې، چې ګمان کیږي روسيان وو، په جنسي تيري او لوټمارۍ کې ښکېل ول.

'په ټولو ګرمو سیمو کې غلا زیاته شوې'

په سوریه کې، د خصوصي امنیتي کمپنیو په کارولو سره، ماسکو هڅه کړې چې په هغو سیمو کې پوځي کنټرول ترلاسه کړي چې د تېلو او کانونو ظرفیت لري، سیالي ملېشې له مینځه یوسي او د روسیې لپاره داسې زمینه برابر کړي چې د راتلونکي بیارغونې څخه ګټه پورته کړي.

د ریکون شرکت پخواني قوماندان مارات ګابیدولین په دسمبر ۲۰۲۰ کال کې په میډوزا کې يو خپلواکه روسي خبري ويب پاڼې ته وویل، د واګنر ګروپ اجیرانو په پالمیرا کې د یونیسکو ځای لوټ کړو.

هغه په سوریه کې د واګنر په اډو کې د "لرغونو ډبرو" او "باس ریلیف" لیدلو یادونه وکړه.

د سوریې په دیر ایزور ښار کې، د روسیې په ملاتړ د رژیم تر څنګ جنګېدونکي ملېشې په منظم ډول د هغو کسانو د کورونو په لوټلو کې بوخت دي چې له جګړې څخه تښتېدلي دي. دوی حتی بازارونه جوړ کړل او په عامه توګه يې غلا شوي توکي وپلورل.

په قاهره کې مېشت سوري ژورنالیست محمد العبدالله په ۲۰۱۷ کال کې دیاارونا ته وویل، "دغه کړنې چې د رژیم د پوځ او د هغې د ملېشو له خوا ترسره کیږي په ټولو سیمو کې د تعقیب یوه نمونه ګرځیدلې ده، ځکه چې په ټولو ګرمو سیمو کې غلا په چټکۍ سره ترسره کیږي."

هغه وویل، په حلب کې د لوټمار ورته پېښې لیدل شوي، چېرې چې ځینو ډلو په منظم ډول غلا وکړه او ډېرې فيکټرۍ او کورونه او حتی ځینې حکومتي مرکزونه او ودانۍ یې لوټ کړې.

په ګرجستان کې لوټ مار

ګرجستانیان د ۲۰۰۸ کال ترخه يادونه لري، کله چې روسي پوځیانو د دوی پر هېواد یرغل وکړو او د هېواد پنځمه برخه یې ونیوله.

روسانو په سوریه او اوکراین کې هم هماغه ډول چلند کړی دی.

رتي مجيري د ۲۰۰۸ کال په اګست کې د ګرجستان د عامه نشراتو (جي پي بي) لپاره کار کولو او په تلویزیون یې د روس او ګرجستان د جګړه په اړه راپورونه ورکول. د ګرجستان ژورنالیستانو د ګوری په څېر ښارونو کې کار کولو چې روسانو د وتلو څخه مخکې نیولی و.

مجيري، چې اوس د اپوزیسیون تلویزیوني چینل لپاره کار کوي، وویل، "زه به هېڅکله هېر نکړم چې دوی د ګرجستان له پوځي اډو څخه تشنابونه وړل او په روسي پوځي لاریو کې یې اچول." "موږ یوه ویډیو جوړه کړه، چې په [جي پي بي] آرشیف کې ده."

د شیدا کارتلي سیمې د فریسي ۶۳ کلن ټي موتسیکولاشویلي خپل زوی په دغه جګړه کې له لاسه ورکړو. "دا د اګست ۹ مه یا ۱۰ مه ورځ وه کله چې ما د کلي څخه تېښته وکړه. زما هلک، بګرات بورتسوادز پاتې شو ... هغه ۲۴ کلن و."

هغې وويل، "بګراتي ووژل شو." "دوی [روسانو] د هغه لاش د څو ورځو لپاره په سړک باندې پریښودو. حتی اوس، زه نه پوهیږم چې څه پیښ شول. زما کور لوټ شو او وروسته وسوځول شو ... دوی هغه څه چې دوی یې خوښول ویوړل او پاتې یې وسوځول."

هغې د هغه وخت په اړه وویل، د شیدا کارتلي د نیکوزي سیمې ۸۲ کلنې لیلا کندلکي په بې وسۍ سره ولیدل چې روسانو یې کور لوټ کړو. "موږ د څو ورځو لپاره بندیان وو."

روسانو "زما د نيا لویه، ښکلې صوفه ویوړله ... دوی زما د کيچن سينک، زما ټولې د ژمي جامې ... زما ښاسته او ګران لوښي ویوړل. کله چې دوی تلل، دوی راته وویل چې زه باید خوشحاله شم چې دوی زه نه يم وژلي.

[اولا چیپل د کییف څخه او میتیو رټمن د تبلیسي څخه په دې راپور کې مرسته کړې.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500