امنیت

د هوایي جګړې مشقونه د کليدي امنیتي همکار په توګه د پاکستان انځور ته وده ورکوي

د ضياء الرحمان لخوا

د پاکستان د هوایي ځواک د جی اېف-۱۷ الوتکو یوه جوړه. [د پاکستان هوایي ځواک]

د پاکستان د هوایي ځواک د جی اېف-۱۷ الوتکو یوه جوړه. [د پاکستان هوایي ځواک]

کراچۍ -- چارواکي او څارونکي وایي، په پاکستان کې څو ملیتیزه هوایي مشقونه د فبرورۍ په میاشت کې د سمندري ځواکونو د لویو عملیاتو ډير ژر وروسته تر سره کیږي. دا مشقونه د دې هیواد د لا نورې لیوالتیا ثبوت دی چې د نړیوالې ټولنې سره د سولې او امنیت په برخه کې په ګډو هڅو کې ملګرتیا وکړي.

د اېسيز ناسته ۲۰۲۱-۱ هوایي مشق د دې لپاره جوړ شوی چې د هوايي جنګي روزنې له لارې د برخه اخیستونکو هیوادونو جنګي چمتووالي ته وده ورکړي.

د پاکستان د پوځ ویاند وویل، د دوو هفتو مشقونه د دوشنبې په ورځ (د مارچ په ۲۹ مه) د پاکستان د هوایي ځواک په یوې نامعلومه هوایي اډه کې پیل شول.

هغه وویل، د پاکستان هوايي ځواک، شاهي سعودي هوايي ځواک (آر اېس ای اېف) او د متحده ایالاتو هوایي ځواک په فعاله توګه په دې کې برخه اخلي، په داسې حال کې چې بحرین، مصر او د اردن هوایي ځواکونه د څارونکو په توګه رابلل شوي دي.

د اېسز ناسته ۲۰۲۱-۱ برخه وال د مارچ په ۲۹ مه د مشونو په افتتاحي مراسمو کې برخه اخلي. [د پاکستان هوایي ځواک]

د اېسز ناسته ۲۰۲۱-۱ برخه وال د مارچ په ۲۹ مه د مشونو په افتتاحي مراسمو کې برخه اخلي. [د پاکستان هوایي ځواک]

د پاکستان هوايي ځواک اېف-۱۶ او جی اېف-۱۷ جنګي الوتکې او د شاهي سعودي هوايي ځواک د ټورناډو الوتکې په دې مشقونو کې برخه اخلي.

د هوایي ځواک مرستیال مشر (عملیات) مارشال وقاص احمد سولهري د پرانستلو په مراسمو کې وويل، د دې مشقونو خورا وروستۍ بڼه ځانګړې ده ځکه چې "برخه اخیستونکي هوایي ځواکونه د جنګي عملیاتو پراخه تجربه راوړي، که دا د ترهګرۍ سره په مبارزه کې وي یا د الوتنې په ګډو برخو" کې وي.

هغه وویل، "دا پلېټ فارم باید په بشپړه توګه وکارول شي چې د دوو اړخیزو ګټو لپاره ارزښتناکې تجربې شریکې کړي."

د اېسز غونډې لومړی مشق په ۲۰۱۷ کال کې په پاکستان کې ترسره شوی و. د پاکستان هوايي ځواک، شاهي سعودي هوايي ځواک، او د ترکیې هوایي ځواک په ګډون د اتو هیوادونو هوایي ځواکونو په دې مشقونو کې برخه اخيستې وه.

لومړي مشقونو د هوایي ځواک په پراختيا باندې تمرکز کړی و چې د ترهګرۍ او مخدره توکو پروړاندې په مبارزه کې مرسته وکړي.

د سیمه ییز ثبات وده

چارواکي او څارونکي وايي، د ترهګرۍ پرضد په ګډو پوځي مشقونو کې د بهرنیو ځواکونو بلنه په سيمه کې د افراطيت او ترهګرۍ پروړاندې د نړيوالې همکارۍ لپاره د پاکستان ژمنتیا ښیي.

پنځه څلویښت هیوادونو -- له بيړيو، جنګي بيړيو، جنګي جټ الوتکو، د ځانګړو عملیاتو ټیمونو، چاودیدونکو متخصصینو او پوځي کتونکو سره -- ګڼ هيوادونو په امن-۲۱ مشقونو کې برخه واخیسته، چې د پاکستان سمندري ځواکونو يې د فبرورۍ په میاشت کې په عربي بحر کې د کراچۍ ساحل ته نژدې کوربه توب کړی و.

په کراچۍ کې د نړیوالو اړیکو پروفیسر محمد حسین شاه وویل، "د سمندري او هوایي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې د مختلفو هیوادونو د امنیتي ځواکونو ترمنځ د تجربو او مهارتونو تبادله د ترهګرۍ د ګواښ په له مینځه وړلو او په سیمه کې د سولې په راوستلو کې مرسته کوي."

شاه وویل، "دا ګډې تجربې به د برخه اخیستونکو هیوادونو د هوایي ځواکونو سره مرسته وکړي چې په سیمه ایزه کچه د امنیتي ګواښونو سره مبارزه وکړي."

هغه وویل، د جنګیالیو ډلو په شړلو کې د پاکستان هوايي ځواک تجربه کيدی شي د یمن حوثي یاغیانو سره په مبارزه کې سعودي عرب ته لارښود چمتو کړي.

په پاکستان کې، د پاکستان هوايي ځواک په تيرو کلونو کې د اورپکۍ په له منځه وړلو کې پریکنده رول لوبولی دی.

د اسلام آباد یو ريټايرډ پوځي چارواکي او امنيتي شنونکي شاکر حسین وویل، "د تحریک طالبان پاکستان او القاعدې په ګډون د سیمه ایزو او بین المللي وسله والو ډلو پرضد په پوځي عملیاتو کې، د پاکستان هوايي ځواک د پاکستان پوځ سره مرسته وکړه چې د لوړ پوړو کمانډرانو په نښه کولو سره وسله والو ته لوی زیان ورسوي."

هغه وويل، "وسله وال د افغانستان پولې ته څېرمه په قبايلي سيمو کې په غرونو کې پناه اخيستې ده، چېرته چې … د پاکستاني پوځ لپاره ځمکني عمليات ګران ول."

د پاکستان او سعودي عرب ترمينځ پوځي اړیکې

په یمن کې د شخړې له پیل راهیسې، حوثیانو، چې ایران يې ملاتړ کوي او ځان د انصارالله په نوم یادوي، په لسګونو توغندي په سعودي عرب توغولې دي. سعودي پوځ د ډيرو توغنديو مخه نیولي ده.

اسلام آباد په منظم ډول د سعودي عرب په خاوره کې حوثي بریدونه غندي.

د پاکستان هوايي ځواک د سعودي عرب سره د نږدې همکارۍ څخه خوند اخلي او په مکرر ډول په دوه اړخیزو پوځي مشقونو او په ګډې روزنه کې برخه اخلي. .

پاکستان د لسیزو راهیسې سلطنت ته پوځي مرستې او مهارت چمتو کړی دی. د پاکستان هوايي ځواک په ۱۹۶۰ کلونو کې د شاهي سعودي هوايي ځواکونو سره مرسته وکړه چې خپل لومړي جنګي جيټ الوتکې جوړې کړي او والوزوي، او د پاکستان هوايي ځواکونو پیلوټانو د آر اېس ای اېف د بریښنا الوتکې والوزولې چې په ۱۹۶۹ کال کې د سلطنت په سويلي پوله باندې د یمن بريد په شا وتمبوي.

جنرل (ريټايرډ) راحیل شریف د ترهګرۍ پرضد د مبارزې اسلامي ایتلاف هم مشري کوي. دا يتلاف ۴۱ مسلمانو هېوادونو يوه پوځي ټلواله ده چې د ۲۰۱۵ کال په دسمبر کې د سعودي عرب له خوا جوړه شوې وه چې د ترهګرۍ پروړاندې د اسلامي فرنټ په توګه عمل وکړي.

مصر، متحده عرب امارات، بحرین، افغانستان، یوګانډا، سومالیه، موریتانیه، لبنان، لیبیا، یمن او ترکیه د دې اتحاد برخه دي.

په دې اتحاد کې ایران، او همدارنګه سوریې او عراق، چې مشران یې له تهران سره نژدې اړیکې لري، شامل دي. سعودي عرب ایران په دې تورن کړی چې په منځني ختیځ‌ کې د وسله والو ګروپونو سره مرسته کوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500