تجزيه

پاکستانۍ ملیشه د سوریې په ختیځ کې د 'کوچني ایران' د کالونۍ د پراختیا برخه ده

د ولید ابوالخیر له خوا

د فاطمیون ډويژن یو غړی د آی آر جي سي قدس ځواک د کماناډر قاسم سلیماني د مرګ د لمانځنې پر مهال په دیر ایزور کې د یو مذهبي مرکز بهر ولاړ دی. [فاطمیون /ټيلي ګرام]

د فاطمیون ډويژن یو غړی د آی آر جي سي قدس ځواک د کماناډر قاسم سلیماني د مرګ د لمانځنې پر مهال په دیر ایزور کې د یو مذهبي مرکز بهر ولاړ دی. [فاطمیون /ټيلي ګرام]

د اسلامي انقلاب ساتونکو ځواکونه په ختيځ سوریه کې خپل شتون په تيزۍ سره پراخوي او داسې یوه سیمه يې جوړه کړې ده چې ځینې کسان ور ته د "کوچني ایران" په توګه ګوري، چیرې چې دا ملکیت په خپل لاس کې اخلي او په خپلو ملیشو کې ځايي ځوانان استخداموي.

په سیمه کې څو نوې ملېشې راپورته شوې، چې د عراقي پولې نه تر بدیات تدمور (د پالمیرا دښته) او حمص او حما صوبو څنډو ته غزیدلې دي او دغه سیمې ته يې د مختلفو قومونو په زرګونو جنګیالي راوستې دي.

آی آر جي سي او متحده ملیشې د فرات سیند په غاړه شتون لري، چې د البو کمال له سرحدي ښار څخه تر المیادین او دیر ایزور ښار پورې، د حلب صوبې پورې، او همداشان په صحرا کې تر حمص پورې غځيدلی دی.

دې ډلې هغه مليشې رواستې دي چې په بهرنويو جګړمارانو باندې مشتملې دي، ځايي ځوان يې د سوریې په وابسته ډلو کې استخدام کړي، او شخصي ملکیتونه یې په خپل لاس کې اخیستلي چې د غه نوي راتلوونکي کسان پکې ځای په ځای کړي، چې د دیموګرافیک بدلون بهير يې پیل کړی دی.

د فبرورۍ په ۹ مه د سوریې د دولتي تلویزیون لخوا د خپره شوې ویډیو یو سکرین شاټ ښیې چې د الحاج قاسم سلیماني غړي له حلب څخه دیر ایزور ته راورسيدل.

د فبرورۍ په ۹ مه د سوریې د دولتي تلویزیون لخوا د خپره شوې ویډیو یو سکرین شاټ ښیې چې د الحاج قاسم سلیماني غړي له حلب څخه دیر ایزور ته راورسيدل.

د سوریې د بشري حقونو د څارونکي سازمان په وینا، د یکشنبې په ورځ (د مارچ په ۱۴ مه) په مایادین کې تقريباََ د ۵۰ کورونو اوسیدونکو د آی آر جي سي سره وابسته ډلې، چې د سوریې رژیم په استازیتوب عمل کوي، څخه د ايستلو امرونه ترلاسه کړل.

څارونکي ډلې وویل، یوه ورځ وړاندې، د آی آر جي سي په ملاتړ ملېشې کاتب ابو الفضل العباس د ملېشو د مشر په امر د المیادین ښار په څنډه کې د ګيس یو سټیشن ضبط کړو.

د آی آر جي سي پراخه حضور

یو سیاسي څیړونکی عبدل نبي بکر، چې د آی آر جي سي په چارو کې تخصص لري، وویل، ګڼ شمیر لاملونه شتون لري چې ولې آی آر جي سي په ختیځ سوریه کې د ملېشو په پراخه کچه په ځای په ځای کیدو تمرکز کوي.

هغه وویل، آی آر جي سي په يوي جغرافيايي سيمه کې د پراخیدو لاره غوره کړې ده چې د عراق او سوریې تر منځ د خپلو ملېشو، پرسونلو او د وسلو دوامداره تګ راتګ آسان کړي او د تهران او بیروت تر منځ لاره خوندي کړي.

بکر وویل چې په دې سیمه کې د آی آر جي سي شتون ترشا بل مقصد د طبیعي سرچینو زیرمه ده، چې په دې کې پټرول، فاسفورس او نور معدنیات شامل دي.

د دیر ایزور فعال جمیل العابد له مخې، د آی آر جي سي سره تړلې ډیرې ملیشې په ختیځ سوریه کې شتون لري.

په دوی کې د لبنان حزب الله تر ټولو پیاوړی دی، ورپسې د فاطمیون ډويژن دی، چې په افغان جنګیالیو مشتمل دی، کوم چې په سوریه کې د آی آر جي سي يوه مخکښه ډله ده.

په نورو ډلو کې زینبیون بریګیډ، هغه ملېشه چې پاکستاني جنګیالي پکې شامل دي، او همدارنګه کاتب حزب الله، آسیب اهل الحق او ګڼ شمير نورې.

ځايي استخدام

العابد وویل، آی آر جي سي په ختیځ سوریه کې ګڼ شمیر ځایي ملیشې هم جوړې کړي دي، چې پکې د سوریې ځوانان شامل دي.

هغه وويل، په دې کې بریګیډ ۳۱۳، سیده رقیه، لیوه الباقر، الهاشمیان، کاتب الظهره، کاتبات العباس، قوت الامام الرده، فوج الامام الحجاه، لیوا الامام زین العابدين، هشد الفورات او الجزیره، لیوا سکور الصحرا او ۴۷ م رجمنټ شامل دي.

آی آر جي سي د ختیځ سوریې دغه برخه د هر ډول مهماتو او توغندیو لپاره په پراخه پوځي کیمپ او ډیپو کې بدله کړې ده.

د ګڼ شمیر رسنیو په وینا، ګڼ شمیر وسلې او توغندي سوریې ته د عراقي پولې څخه داخلې شوې او په هغو ډيپوګانو کې ويشل شوې کوم چې د ایران په ملاتړ د عراقي ملېشو او زینبیون بریګيډ تر کنټرول لاندې دي.

د سوریې خبریال محمد العبدالله وویل، د ځینو اټکلونو له مخې، په ختیځ سوریه کې له آی آر جي سي سره له ۲۵۰۰۰ څخه زيات جنګیالي تړاو لري.

هغه وویل، آی آر جي سي نوي ګمارل شوي کسان د ملېشو په لیکو کې د شاملیدو لپاره هڅوي او هغوی ته د پیسو، وسلو او هغه قومي غړو نه د خونديتوب وړاندیز کوي کوم چې د سوريې رژيم د تروریستي ګواښونو یا د فشار، لکه لازمي پوځي خدمات، سره مخ وي.

هغه زياته کړه، په نويو ګمارل شويو ځوانانو کې کم عمر ځوانان شامل دي.

عبد الله وویل چې د آی آر جي سي سره د وابسته ملېشو په لیکو کې د قبیلو استخدام د ولایت فقیه د عقیدې د پراخه تبلیغ سره سم روان دی، چې د ایران له ستر رهبر سره د بیعت غوښتنه کوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500