راولپنډۍ -- د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو دفتر د یکشنبې په ورځ (د دسمبر په ۳ مه) اعلان وکړو چې د پاکستان ځانګړي ځواکونه په رياض کې د سعودي ځواکونو سره د ترهګرۍ ضد ګډ عملیات ترسره کوي.
د آی ايس پي آر له مخې، د دوو هفتو اوږد الشباب ۲ مشقونه د سعودي عرب په دارالخلافه کې په شهزاده نايف امنيتي ښار کې د نومبر په ۲۵ مه پیل شول او د ۱۰ دسمبر پورې به جاري وي. لومړی مشق، الشباب-۱، تير کال په پاکستان کې ترسره شوی و.
یوه دسته، چې د سپيشل سروسز ګروپ، د پاکستان ځانګړي ځواکونه، په ۶۸ افسرانو او عسکرو باندې مشتمله ده، په دې مشقونو کې برخه اخلي.
آی ايس پي آر وويل، دا مشق به د دواړو لوريو ځواکونو سره مرسته وکړي چې د تروریزم سره په مبارزه کې د يو بل د تجربو نه زده کړه وکړي او دوه اړخیزه همکاري پیاوړي کړي.
![د پاکستان او سعودي عرب عسکر د دسمبر په ۳ مه په يو خپور شوې انځور کې په ریاض کې د ځانګړي ځواکونو لپاره د ترهګرۍ پر ضد د الشباب ۲ په تربيتي مشقونو کې د يوې ودانۍ نه په رسۍ راکوزيږي. [آی ايس پي آر]](/cnmi_pf/images/2017/12/05/10603-9846-585_329.jpg)
د پاکستان او سعودي عرب عسکر د دسمبر په ۳ مه په يو خپور شوې انځور کې په ریاض کې د ځانګړي ځواکونو لپاره د ترهګرۍ پر ضد د الشباب ۲ په تربيتي مشقونو کې د يوې ودانۍ نه په رسۍ راکوزيږي. [آی ايس پي آر]
![د پاکستان او سعودي عرب ځواکونه د دسمبر په ۳ مه په يو خپور شوي انځور کې د رياض په شهزاده نايف امنيتي ښار کې د دوو هفتو لپاره د تروریزم سره د مبارزې په تربيتي مشقونو کې برخه اخلي. [آی ايس پي آی]](/cnmi_pf/images/2017/12/05/10601-9845-585_329.jpg)
د پاکستان او سعودي عرب ځواکونه د دسمبر په ۳ مه په يو خپور شوي انځور کې د رياض په شهزاده نايف امنيتي ښار کې د دوو هفتو لپاره د تروریزم سره د مبارزې په تربيتي مشقونو کې برخه اخلي. [آی ايس پي آی]
![د دسمبر په ۳ مه په يو خپور شوي انځور کې د پاکستان او سعودي عرب سرتيري په ریاض کې د تروریزم پر ضد په ګډ تربيتي مشقونو کې د سعودي پوځي هيلي کوپټر ته خيژي. [آی ايس پي آر]](/cnmi_pf/images/2017/12/05/10600-9844-585_329.jpg)
د دسمبر په ۳ مه په يو خپور شوي انځور کې د پاکستان او سعودي عرب سرتيري په ریاض کې د تروریزم پر ضد په ګډ تربيتي مشقونو کې د سعودي پوځي هيلي کوپټر ته خيژي. [آی ايس پي آر]
د ترهګرۍ پر وړاندې پياوړی اتحاد
محمود شاه، چې په پیښور کې د فاټا پخوانی امنیتي سيکريټری دی، پاکستان فارورډ ته وویل، دا ګډ مشقونه "ترهګرو ته يو روښانه پيغام ورکوي چې دواړه هېوادونه د افراطیت د مرتکبینو په وړاندې متحد دي."
هغه وويل: "دواړه هېوادونه د تاوتريخوالي سره مخامخ دي او دې ته اړتيا لري چې د خپلو خلکو لپاره سوله ايز چاپېريال رامنځته کړي." هغه زياته کړه، چې دواړه هېوادونه د ترهګرۍ پر وړاندې د ګډ کار کولو تاريخ لري.
هغه وويل، پاکستاني ځواکونه د سعودي پوځ سره د لسيزو راهيسې کار کوي او دواړو هيوادونو د يو بل د تجربو نه ګټه پورته کړې ده.
شاه وويل: "پکار ده چې د دوو اسلامي هېوادونو تر منځ دا پوځي اړيکې نورې هم پياوړې شي، ځکه چې دواړه هيوادونه د ترهګرو اهداف دي."
عبد الرحمان، چې په پیښور يونيورسټۍ کې د پاکستان د مطالعاتو ليکچرر دی، وویل، دواړو هیوادونو د باثباته باور او اعتماد پر بنسټ د ښه اړیکو نه خوند اخيستې دی. دوی دواړه د دتروريزم پر ضد د ۴۱- هیوادونو اسلامي اتحاد سره تعلق لري..
هغه پاکستان فارورډ ته وویل: "د ترهګرۍ څپې پاکستان او سعودی عرب په ورته ډول په نښه کړل، او دا د دوی په ګټه وه چې د ګډ دښمنانو د ماتې لپاره یو ګډ بلاک جوړ کړي."
هغه وويل، دا ډول همکاري طالبان او نور وسله وال ويروي. هغه زياته کړه، دواړه پياوړي هيوادونه دي او د هغوی ګډې هڅې کولای شي چې په خپلو سيمو کې د اورپکۍ مخه ونيسي.
رحمان وويل: "د پاکستان خلک د خپلو سعودي وروڼو قدر کوي او فخر کوي چې هلته کې [په سعودي عرب کې] مقدس ځايونه خوندي وساتي."
افراطیت ختمول
محمد رفیق، چې په پيښور يونيورسټۍ کې په پي ايچ ډي کې د افراطيت مطالعه کوي، وويل، افراطیت په ټوله اسلامي نړۍ کې خپريږي او د وسله والو د پلانونو د مخنیوي لپاره ګډې هڅې ته اړتیا لري.
هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "سعودي عرب کولای شي چې د پاکستان د پوځ د تجربې نه ګټه پورته کړي ځکه چې هغوی د يوې عشرې نه د زياتې مودې راهيسې د تروریزم سره مبارزه کوي." "دغه پوځ د هغه تاکتيکونو په اړه پوهیږي کوم چې وسله وال کاروي او د سعودیانو سره د هغو کسانو سره په جګړه کې مرسته کولی شي کوم چې غواړي چې تاوتریخوالی رامنځته کړي."
هغه وويل، پاکستان او سعودي عرب دواړه تروريزم د اسلام خلاف ګڼي. هغه زياته کړه، د سولې د ايډیالوژيو پر بنسټ، دوی کولی شي چې ترهګري له منځه يوسي.
هغه زياته کړه، پکار ده چې يو ستر کمپاين ترسره شي چې د ترهګرۍ مخه ونيسي او خلک د تروريستي تاوتريخوالي نه بچ کړي.
هغه وويل، "داسې ښکاري چې خلک د تروریزم په وړاندې په يو پليټ فارم باندې راټوليږي او ډیر ژر به اورپکي په بشپړه توګه ختم شي."
زه له پاک پوځ سره مينه لرم
ځوابتبصرې 1