امنیت

کامياب امن-۲۱ مشقونه به په سیمه کې زيات ثبات راولي

د ضياء الرحمان لخوا

image

د فبرورۍ په ۱۶ مه په امن-۲۱ کې د مختلفو هیوادونو بيړۍ کراچۍ ته نږدې په اختتامي پيښه کې برخه اخلي. [د پاکستان بحري ځواک]

چارواکي او شنونکي وايي، کراچۍ -- د ګڼ شمير هيوادونو بريالي امن-۲۱ سمندري مشقونه به د سیمه ایزو او غیر سیمه ایزو سمندري ځواکونو ترمینځ د ډیرې امنیتي همکارۍ لپاره لاره هواره کړي چې سوله او له سمندري ترهګرۍ سره مبارزه یقیني کړي.

پنځه څلوېښت هیوادونو -- له بيړيو، جنګي بيړيو، جنګي جټ الوتکو، د ځانګړو عملیاتو ټیمونو، چاودیدونکو متخصصینو او پوځي کتونکو سره -- په امن-۲۱ مشقونو کې برخه واخیسته، چې د فبرورۍ په ۱۲ مه په بحيره هند کې د کراچۍ ساحل ته نژدې پيل شوي ول.

د امن د څو ملیتي مشقونو اوومه ګڼه د سه شنبې په ورځ (د فبروری په ۱۶ مه) د ګډون کوونکو د بیړيو له بیا کتنې وروسته پای ته ورسیده.

دا مشقونه په دوو برخو کې تقسيم شوي ول: په بندر او بحر کې. د بندر په فعالیتونو کې سیمینارونه، بحثونه، پريزينټيشنونه او نړیوالې ناستې شاملې وې، په داسې حال کې په بحري عملياتو کې تاکتيکي عمليات، د ډزو کولو مشقونه، او د لټون او ژغورنې مشنونه شامل ول.

image

د پاکستان بحري بيړۍ د فبرورۍ په ۱۶ مه د امن-۲۱ بحري مرحلې په دوران کې ډزې کوي. [د پاکستان بحري ځواک]

image

د پاکستان بحري جنګي الوتکې د فبرورۍ په ۱۶ مه د امن-۲۱ بحري مرحلې په دوران کې پرواز کوي. [د پاکستان بحري ځواک]

د پاکستان وزیر اعظم عمران خان د دوشنبې په ورځ ټويټ وکړو: "دا مشقونه په بریالیتوب سره په سيمه کې د سولې او ثبات لپاره د @GovtofPakistan له ليد سره سم د سوله ایز ګډ ژوند او اتحاد لپاره د پاکستان ژمنتیا په ګوته کوي."

خان ټولو ګډون کونکو هیوادونو ته مبارکي ورکړه چې په دې سترې پيښه کې یې برخه واخیستله.

کوموډور خان محمود آصف وویل، د امن-۲۱ اصلي هدف په یو پلیټ فارم کې سیمه ایز او بهرني سمندري ځواکونه يوځای کول او متقابل عمل ته د ودې ورکولو لپاره د لاسرسۍ عملیات ترسره کول دي.

هغه رسنيو ته وویل، "د دې مشقونو موخه ځواکونه رايوځای کول و چې د هغه تروريستي ګواښونو، سمندري غلا او نورو جرمونو سره مبارزه وکړي کوم چې سمندري امنیت او ثبات ته ګواښ کوي."

سيمه ايز ثبات ته وده ورکول

د پاکستان بحري ځواک له ۲۰۰۷ کال راهیسې امن مشقونه هر يو کال وروسته ترسره کوي چې د سمندرونو په خوندي کولو کې مرسته وکړي.

له هغه وخته راهیسې، په دغه مشقونو کې د برخه اخیستونکو شمیر په تدريجي ډول زيات شوی دی. د ۲۰۰۷ کال په مشقونو کې، ۲۸ هیوادونو برخه اخیستې وه، په داسې حال کې چې ۴۵ هیوادونو سږ کال برخه واخیسته.

په کراچۍ کې د سمندري مسلو شنونکي سید اصغر بخاري وویل، "په تيرو څو کلونو کې د برخه اخیستونکو په شمیر کې زیاتوالی د بحري هیوادونو ترمنځ، سيمه ايز او غیر سیمه ایز دواړه، مخ پر ډیریدونکې ليوالتيا په ګوته کوي چې په بحر کې د موجوده چيلنجونو، په ځانګړي ډول د ترهګرۍ او سمندري غلا سره د مبارزې لپاره پوځي همکاري پیل کړي."

بخاري وویل، "امن مشقونه د سیمه ایز ثبات په وده کې هم مرسته کوي."

د پاکستان د سنيټ د بهرنيو چارو کمیټۍ چيرمين مشاهد حسین سید وویل، د پاکستان سمندري سفارتکاري د دې هيواد د وړتيا يو مهم مثال دی چې د بحيره هند په سيمه کې يې د سولې په ګډ پلیټ فارم کې ۴۵ مختلف هیوادونه او بحري ځواکونه يو ځای کړې دي.

په ۲۰۱۵ کال کې، د پاکستان سمندري سيمه تقريباََ ۵۰۰۰۰ مربع کیلومتره وروسته له هغې زياته شوه کله چې د کانټینینټل شیلف د حدونو په اړه د ملګرو ملتونو کميشن د سمندري حدودو د غځولو لپاره د اسلام آباد ادعا ومنله.

دغه بدلون په دې توګه د پاکستان سمندری پوله له ۲۰۰ سمندري میله څخه ۳۵۰ سمندري میله پورې وغځوله.

دي نيوز انټرنيشنل له مخې، سيد د فبرورۍ په ۱۳-۱۵ مه په کراچۍ کې په نړیوال سمندري کانفرنس کې وویل، پاکستان باید یو بحري تجارتی پاليسي پلي کړي چې په بحيره هند کې چې کانټینینټل شیلف ته مرکزي ځای او سمندري ځواک ته مخکښ رول ورکوي.

د سمندري ترهګرۍ پروړاندې ګډې هڅې

سمندري ترهګرۍ په نړيواله کچه د پام وړ پاملرنه ترلاسه کړې، په ځانګړي توګه د ۹/۱۱ له بریدونو وروسته، کله چې القاعدې ګواښ وکړو چې دا به سمندري او کارګو بيړۍ په نښه کړي.

د سي اېم اېف ويب پاڼې له مخې، د القاعدې او نورو ترهګرو ګواښ ته د ماتې ورکولو لپاره، پاکستان په ۲۰۰۴ کال کې د متحده ایالاتو تر مشرۍ لاندې په ګډو سمندري ځواکونو (سي اېم اېف) کې شامل شو، چې د ۳۳ هیوادونو ایتلاف دی او "د نړیوالو قواعدو پر اساس د حکم پلي کولو لپاره شتون لري ... دا به په ژورو بحرونو کې د غیرقانوني او غیر دولتي فعالينو سره مبارزه وکړي.

سي اېم اېف "نږدې د ۳.۲ ملیونه متره مربعه میله نړیوالو اوبو" ساتنه کوي او د دې مرکزي دفتر په بحرین کې د متحده ایالاتو په بحري اډه کې موقعیت لري.

پاکستان، چې څو ځله يې د دې مشرې کړې ده، د سي اېم اېف په دریو کاري ځواک کې په دوو کې برخه اخلي: سي ټي اېف ۱۵۰، چې له خلیج څخه بهر سمندري امنیت خوندي کوي، او سي ټي اېف ۱۵۱، چې د عدن په خلیج کې او د سومالیا ختیځ ساحل ته نژدې د سمندري غلا سره مبارزه کوي.

دغه بحري ځواک د ترهګرۍ له ډیرو فعالیتونو سره مخ شوی دی.

په سپتمبر ۲۰۱۴ کال کې، دالقاعده سره وابسته وسله والو د پاکستان بحري جنګي بیړۍ پي اېن ايس ذوالفقار د تښتولو هڅه وکړه، خو سمندري پرسونلو دغه پلان ناکامه کړو. په دغه پيښه کې یو پاکستانی افسر او درې ترهګر ووژل شول.

رایټرز هغه وخت راپور ورکړو، القاعده وروسته وویل چې دې پلان لرلو چې د متحده آيالاتو په سمندري بیړیو باندې د بريد لپاره ذولفقار استعمال کړي.

د ۲۰۱۱ کال په می کې، د القاعدې سره وابسته تحریک طالبان پاکستان ( ټي ټي پي) وسله والو په کراچۍ کې د پاکستان د سمندري ځواک مهران اډه په نښه کړه او پي-۳سي اورین سمندري څارونکي الوتکه یې تباه کړه.

په دغه جګړه کې د پاکستان شپاړس پوځي پرسونل او څلور ترهګر ووژل شول.

ایا تاسو د پاکستان د راتلونکي په اړه خوشبین يئ؟
تبصرې 0
د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500