امنیت

امن-۲۱ د امنیت لپاره په نړیواله هڅه کې پاکستان ته يو مرکزي رول ورکوي

د ضياء الرحمان لخوا

د پاکستان جنګي بېړۍ د جنورۍ په ۳۰ مه د پاکستان د سمندري ځواک له خوا په ټویټر باندې د خپره شوې ویډیو په سکرین شاټ کې ښودل شوي دي. دغه بحري ځواک به د فبرورۍ له ۱۱ مې څخه تر ۱۶ مې نيټې پورې د څو ملي امن-۲۱ مشقونو کوربه توب کوي.

د پاکستان جنګي بېړۍ د جنورۍ په ۳۰ مه د پاکستان د سمندري ځواک له خوا په ټویټر باندې د خپره شوې ویډیو په سکرین شاټ کې ښودل شوي دي. دغه بحري ځواک به د فبرورۍ له ۱۱ مې څخه تر ۱۶ مې نيټې پورې د څو ملي امن-۲۱ مشقونو کوربه توب کوي.

کراچۍ -- پاکستان د فبرورۍ له ۱۱ مې څخه تر ۱۶ مې نيټې پورې د کراچۍ ساحل ته څیرمه په بحيره عرب کې د څو ملي سمندري مشقونو د کوربه توب لپاره تياری کوي.

د پاکستان د بحري ځواکونو ویاند پاکستان فارورډ ته وویل، د امن-۲۱ مشقونو کې برخه اخیستونکي هیوادونه به د "سولې لپاره یوځای" موضوع لاندې همکاري وکړي.

هغه وويل، "د سمندري مشقونو د تنظیمولو اصلي موخه په سیمه کې د سولې او ثبات ټینګښت او د غبرګون ښودلو وړتیا ته وده ورکول دي." "دا مشقونه د برخه اخیستونکي هیوادونو سره مرسته کوي چې یوځای شي او خپلې اړیکې لا پسې پراخه کړي."

د پاکستان د فلیټ کمانډر رییر اډمیرل نوید اشرف د دوشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۸ مه) په یو نيوز کانفرنس کې وويل، دا مشق په سیمه ایزه سوله او ثبات، په سمندري ډګر کې د ترهګرۍ پروړاندې په هوډ او د خوندي او باثباته سمندري ډګر د ساتلو لپاره په همکارۍ کې مرسته کوي.

د پاکستان د بحري ځواکونو الوتکې د ۲۰۲۰ کال د مارچ په ۱۰ مه په اسلام آباد کې د يوم پاکستان نه مخکې د مشق کولو په دوران کې پرواز کوي. [عامر قریشي/ای اېف پي]

د پاکستان د بحري ځواکونو الوتکې د ۲۰۲۰ کال د مارچ په ۱۰ مه په اسلام آباد کې د يوم پاکستان نه مخکې د مشق کولو په دوران کې پرواز کوي. [عامر قریشي/ای اېف پي]

د پاکستان د بحري ځواک افسران د ۲۰۲۰ کال د اګست په ۲۶ مه په کراچۍ کې د مون سون د بارانونو نه وروسته د سیلاب د وضعیت څارنه کوي.[آصف حسن/ای اېف پي]

د پاکستان د بحري ځواک افسران د ۲۰۲۰ کال د اګست په ۲۶ مه په کراچۍ کې د مون سون د بارانونو نه وروسته د سیلاب د وضعیت څارنه کوي.[آصف حسن/ای اېف پي]

هغه وويل، سربیره پردې، دا د سیمه ایزو او غیر سیمه ایزو سمندري ځواکونو ترمینځ متقابل عمل ته وده ورکوي.

د همکارۍ اوږد مهاله دود

د امن-۲۱ مشقونو کوربه توب د پاکستان د ډیرو کالو کار ته دوام ورکوي چې له بحري ځواکونو سره په سمندر کې په پولیسۍ کولو کې مرسته کوي.

د پاکستان سمندري ځواکونو د نومبر په مياشت کېد عمان په خلیج کې د ۲۰۱۹ کال په نړیوال سمندري مشق کې برخه اخیستلي وه.

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت په هغه وخت کې په یو بیان کې وويل، د دې مشق موخه د "سیمه ایز امنیت او ثبات په ساتلو کې نړیوال هوډ ښودل، د تګ راتګ آزادي او د هرمز د تنګې له لارې د شمالي عرب خلیج پورې او د سوز کانال د شمال څخه تر باب المندب پورې د سوداګرۍ آزاد جریان ساتل دي."

د سي اېم اېف ويب پاڼې له مخې، په ۲۰۰۴ کال کې، پاکستان د متحده ایالاتو تر مشرۍ لاندې ګډ سمندري ځواکونو (سي اېم اېف) کې شامل شو، چې د ۳۳ هیوادونو ایتلاف دی او "د نړیوالو قواعدو پراساس د حکم پلي کولو لپاره شتون لري ... چې دا به په ژورو بحرونو کې د غیرقانوني او غیر دولتي فعالينو سره مبارزه وکړي."

سی اېم ایف "نږدې د ۳.۲ ملیونه متره مربعه نړیوالو اوبو" ساتنه کوي او په بحرین کې د متحده ایالاتو په بحري اډه کې موقعیت لري.

پاکستان د سي اېم اېف په دریو کاري ځواک کې په دوو کې برخه اخلي: سي ټي اېف ۱۵۰، چې له خلیج څخه بهر سمندري امنیت خوندي کوي، او سي ټي اېف ۱۵۱، چې د سمندري ډاکوانو سره مبارزه کوي.

د ټاسک فورس کمانډ د څلورو يا شپږو میاشتو نه ورسته بدليږي. د پاکستان سمندري ځواک څو ځله د هر کاري ځواک رهبري کړې ده.

د امن د مشقونو وده

پاکستان له ۲۰۰۷ کال راهیسې په هر دويم کال کې د امن مشقونو کوربه توب کوي.

د ۲۰۱۷ کال په مشقونو کې ۳۷ هیوادونه شامل وو. په دې کې د جنګي بيړيو، چورلکو او نورو الوتکو لخوا مشقونه شامل و، په داسې حال کې چې د ځانګړو عملیاتو ځواکونه په بیلابیلو سمندري فعالیتونو کې بوخت ول لکه په درنو ټوپکو او ډيپت چارجيز (د آبدوز ضد جنګي وسلې) ډزي کول.

په امن-۱۷ کې، سمندري او امنیتي منسوبینو د سمندري غلاوو او ترهګرۍ سره په مبارزه او د سمندري امنیت په ښه کولو کې له یو بل څخه نوي مهارتونه زده کړل.

ډيفنس نیوز راپور ورکړو، د ٢٠١٩ کال د فبرورۍ په میاشت کې شپږ څلوېښتو بحري ځواکونو په امن-۱۹ کې برخه اخيستې وه. ځواکونو په بحيره هند کې د امنیت د تامین لپاره په ګډه روزنه ترلاسه کړه.

اشرف وویل، سږکال شاوخوا ۴۵ هیوادونه به د ځمکنیو او هوایي آلاتو، د ځانګړي عملیاتو ځواکونو، او سمندري ټیمونو او څارونکو سره په مشق کې برخه واخلي.

امن-۲۱ دوه پړاونه لري: په بندر او بحر کې.

"د بندر په فعالیتونو کې به سیمینارونه، بحثونه، پريزينټيشنونه او نړیوالې ناستې شاملې وي، پداسې حال کې چې په بحري پړاو کې به د سمندري ډاکوانو، د ترهګرۍ سره د مبارزې، په درنو ټوپکو د ډزو کولو، او د لټون او ژغورنې مشنونو په اړه تاکتیکي مشقونه ترسره کول شامل وي."

د همکارۍ پربنسټ سمندري امنیت

د څارونکو له مخې، د دوی له پیل راهیسې د امن مشقونو کې د برخه اخیستونکو هیوادونو په شمیر کې دوامداره زیاتوالی راغلی دی، چې دا د نړيوالې ټولنې له خوا د سیمه ایزې سولې او امنیت لپاره د پاکستان د ژمنې ستاینه په ګوته کوي.

اته ویشت هیوادونو په ۲۰۰۷ کال کې په مشقونو کې برخه اخیستې وه، پداسې حال کې چې ۴۵ هیوادونو په دې کال کې برخه اخیستې ده.

په کراچۍ کې د نړیوالو اړیکو پروفیسر سلیم صدیقي وویل، "په امن مشقونو کې د برخه اخیستونکو زیاتوالی د سیمه ایزو هیوادونو ليوالتيا او جذبه په ګوته کوي ... چې په بحيره هند کې د سمندري امنیت د پیاوړتیا لپاره د پاکستان د روانو سیمه ییزو او نړیوالو نوښتونو ملاتړ وکړي."

هغه وویل، "د برخه اخیستونکو هیوادونو د بحري ماڼوګانو د تجربو او مهارتونو تبادله د ليږدولو په سيمو کې د سمندري غلا د خطر په کمولو کې مرسته کوي."

د نړیوال سمندري ادارې (آی اېم بي) له مخې، چې يوه نړیواله سمندري اداره ده او د سوداګرۍ له نړیوالې خونې سره تړاو لري، د ۲۰۱۹ کال په پرتله په ۲۰۲۰ کال کې په ټوله نړۍ کې په بيړيو باندې د سمندري ډاکوانو په بریدونو کې ۱۷٪ لوړوالی راغلی دی.

آی اېم بي په ۲۰۲۰ کال کې په ټوله نړۍ کې په بيړيو باندې د سمندري بريدونو او وسله والې غلا ۱۹۵ کېسونه راپور کړي ول، چې دا په ۲۰۱۹ کال کې ۱۶۲ وو.

رییر اډمیرل اشرف وویل، "پاکستان د بې شمیره قربانیو او زیانونو سره د ترهګرۍ او ظلم د ځواکونو سره په مبارزه کې ټینګ پاتې شوی دی."

هغه وويل، "هیڅ هیواد نشي کولی چې يوازې د مختلفو ګواښونو سره مبارزه وکړي یا د هغه نويو ګواښونو سره مبارزه وکړي چې هره ورځ راپورته کیږي." "په دې توګه ګډ سمندري امنیت په سیمه کې د سولې او ثبات د تضمین لپاره یوه مهمه اړتيا ګرځیدلې ده."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500