امنیت

د امن 'بريالي' مشقونه د پاکستان نړېواله سمندري همکاري په ګوته کوي

د زرک خان له خوا

پاکستاني سمندري ځواکونه د فبرورۍ په ۱۲مه د کراچۍ په ساحل کې په یو مشق کې برخه اخلي. [زرک خان/پاکستان فارورډ]

پاکستاني سمندري ځواکونه د فبرورۍ په ۱۲مه د کراچۍ په ساحل کې په یو مشق کې برخه اخلي. [زرک خان/پاکستان فارورډ]

چارواکي او شنونکي وايي، بریالی څو ملي​​امن-۲۳ سمندري مشق،​​چې پاکستان يې کوربه توب وکړو، به د سیمه ییزو او غير سیمه ایزو سمندري ځواکونو ترمنځ امنیتي همکاري زیاته کړي ترڅو سوله یقیني کړي او د سمندري ترهګرۍ سره مبارزه وکړي.

د متحده ایالاتو په ګډون ۵۱ هېوادونو -- د خپلو کښتیو، الوتکو او د ځانګړو عملیاتو ځواکونو او همدارنګه څارونکو سره -- ​​ په امن-۲۳ مشقونو​​ کې ګډون وکړو، چې د فبرورۍ په ۱۰مه د کراچۍ په ساحل کې په عربي سمندر کې پېل شو.

دا اتم ​​څو ملي سمندري مشقونه د فبرورۍ په ۱۴مه​​د پاکستان سمندري ځواک (پي اېن) او د بهرنیو سمندري کښتیو د نړېوالې بېړۍ د بیاکتنې وروسته پای ته ورسېدل.

د مختلفو هېوادونو سفیرانو، لوړپوړو پوځي افسرانو او د دفاع او سمندري اتاشیانو د بیړیو په بياکتنه کې ګډون وکړو.

په کراچۍ کې د فبرورۍ په ۱۰ مه د امن-۲۳ مشقونو د بیرغ پورته کولو په مراسمو کې د مختلفو سمندري ځواکونو افسران خپلو بیرغونو ته سلامي وړاندې کوي. [د پاکستان سمندري ځواک]

په کراچۍ کې د فبرورۍ په ۱۰ مه د امن-۲۳ مشقونو د بیرغ پورته کولو په مراسمو کې د مختلفو سمندري ځواکونو افسران خپلو بیرغونو ته سلامي وړاندې کوي. [د پاکستان سمندري ځواک]

د پاکستان وزیر اعظم شهباز شریف د فبرورۍ په ۱۴مه د امن-۲۳ مشق د پای مراسمو په ترڅ کې د پاکستان د سمندري ځواکونو او بهرنیو سمندري کښتیو د نړېوالې بېړۍ په بیاکتنه کې ګډون کوي. [شهباز شریف/ټویټر]

د پاکستان وزیر اعظم شهباز شریف د فبرورۍ په ۱۴مه د امن-۲۳ مشق د پای مراسمو په ترڅ کې د پاکستان د سمندري ځواکونو او بهرنیو سمندري کښتیو د نړېوالې بېړۍ په بیاکتنه کې ګډون کوي. [شهباز شریف/ټویټر]

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف، چې د پای په مراسمو کې مشر مېلمه و، وویل، د پاکستان د سمندري ځواک څو ملي امن-۲۳ مشق به د ټولو شریکانو په ګډو هڅو سره سیمه نوره هم سوله ییزه او خوندي کړي.

شهباز شریف وویل، "دا څو اړخیزه غونډه په سمندري ساحه کې د ترهګرۍ، سمندري غلا او مخدره توکو ګډو ننګونو سره د مبارزې په موخه د ملګرو او شریکانو سره د کار کولو لپاره د پاکستان هوډ څرګندوي."

د امن-۲۳ مشق په دوو مختلفو مرحلو ویشل شوی -- بندر او سمندر.

د بندر په پړاو کې فعاليتونه لکه سیمینارونه، بحثونه، پريزينټيشنونه او نړیوالې ناستې شاملې وې.

په سمندري پړاو کې تاکتیکي فعاليتونه او مشقونه شامل ول چې د سمندري امنیت مسلو سره يې تړاو لرلو چې پکې سمندري غلا او د ترهګرۍ سره مبارزه، لټون او ژغورنه، د توپونو ډزې او هوایي دفاع شامله وه.

'سيمه ايز ثبات ته وده ورکول'

پاکستان ​​له ۲۰۰۷ کال راهيسې امن مشقونه هر دوه کاله وروسته ترسره کوي​​.

د څارونکو له مخې، د امن مشقونو له پېل راهیسې په دې کې د برخه اخیستونکو هېوادونو په شمېر کې دوامداره زیاتوالی راغلی دی، چې دا د نړيوالې ټولنې له خوا د سیمه ایزې سولې او امنیت لپاره د پاکستان د ژمنې ستاینه په ګوته کوي.

په ۲۰۰۷ کال کې، ۲۸ هېوادونو په دغه مشق کې برخه اخیستې وه. د کووېډ-۱۹ محدودیتونو سربېره، دا شمېر تر ۲۰۲۱ کال پورې ۴۳ هېوادونو ته لوړ شو.

په کراچۍ کې د نړېوالو اړیکو پروفیسر سلیم صدیقي وویل، "په امن مشقونو کې د برخه اخیستونکو زیاتوالی د سیمه ایزو هېوادونو ليوالتيا او جذبه په ګوته کوي ... چې په بحيره هند کې د سمندري امنیت د پیاوړتیا لپاره د پاکستان د روانو سیمه ییزو او نړېوالو نوښتونو ملاتړ وکړي."

هغه وویل، "د برخه اخیستونکو هېوادونو د بحري ماڼوګانو د تجربو او مهارتونو تبادله د ليږد په بوختو سيمو کې د سمندري غلا د خطر په کمولو کې مرسته کوي."

پاکستان د نړېوالو سمندري همکاریو اوږد تاریخ لري.

د سي اېم اېف د ویب پاڼې له مخې، په ۲۰۰۴ کال کې، ​​پاکستان د متحده ایالاتو په مشرۍ د ګډو سمندري ځواکونو (سي اېم اېف) ​​سره یو ځای شو. ګډ سمندري ځواکونه د ۳۴ هېوادونو يو ایتلاف دی چې په لویو سمندرونو کې د غیرقانوني غیر دولتي فعالینو سره د مبارزې له لارې "د نړېوالو قوانینو پر بنسټ د نظم ساتلو لپاره شتون لري."

سی ایم ایف نږدې د ۸.۳ ملیونه مربع کيلو متره نړېوالو اوبو ساتنه کوي او په بحرین کې د متحده ایالاتو په بحري اډه کې موقعیت لري.

پاکستان د ګډ کاري ځواک (سي ټي اېف) په څلورو کاري ځواک کې په دوو کې برخه اخلي: سي ټي اېف ۱۵۰، چې له خلیج څخه بهر سمندري امنیت خوندي کوي، او سي ټي اېف ۱۵۱، چې د سمندري غلا سره مبارزه کوي.

سي اېم اېف وویل، تېر اپرېل، د پاکستان سمندري ځواک لارښود توغندیو کښتۍ، چې د CTF 150 د یوې برخې په توګه کار کوي، د کب نیولو له یوې کښتۍ څخه مخدره توکي د عمان په خلیج کې په نړېوالو اوبو کې د ګشت کولو پرمهال ونیولې.

د جنورۍ په ۳۰مه، د متحده ایالاتو ساحل ساتونکي بيړۍ، د سي ټي اېف ۱۵۰ په ملاتړ، د عمان په خلیج کې د کب نیولو له یوې کښتۍ څخه غير قانوني مخدره توکې ضبط کړې چې د اټکل له مخې په خلاص بازار کې د ۳۳ ملیونه آمريکايي ډالرو ارزښت لري.

د پاکستان او امریکا تر منځ سمندري همکاري

د امریکا سمندري ځواک، چې له ۲۰۰۷ کال راهیسې یې د امن په مشقونو کې برخه اخیستې، په وروستیو کلونو کې له پاکستان سره همکاري زیاته کړې ده.

د پاکستان د سمندري ځواک په وينا، د امريکې د سمندري ځواکونو د مرکزي کمانډ مشر وايس ايډمرل براډ کوپر او په پاکستان کې د امريکې سفير ډونلډ بلوم د امن-۲۳ په مشقونو کې د ګډون په مهال د پاکستان د سمندري ځواکونو له مشر اېډمرل محمد امجد خان نيازي سره جلا جلا امنيتي خبرې اترې وکړې.

د پاکستان د سمندري ځواک په بیان کې راغلي، د خبرو اترو په ترڅ کې دوی دا ژمنه وکړه چې دوه اړخیزه سمندري او دفاعي همکاري زياته کړي.

د پاکستان سمندري ځواک هم په عمان خلیج کې د فبرورۍ په میاشت کې په نړېوال سمندري مشق (IMX) ۲۰۲۲ کې برخه اخیستې وه.

د پاکستان د سمندري ځواکونو کمانډر وقار محمد د متحده آيالاتو د سينټکوم په یو بیان کې وویل، "IMX/CE 2022 [کټلس ايکسپريس] د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه سمندري ځواکونو، سمندري سازمانونو او ټولنو ته یو ځانګړی فرصت برابر کړو چې د نړېوالو قوانینو پر بنسټ د نړېوال نظم ساتلو لپاره نړېوال عزم څرګند کړي."

د اکتوبر په میاشت کې،​​ د متحده ایالاتو ساحلي ساتونکو دوو بېړو​​ -- USCGC چارلس مالتروپ او USCGC ايلمن تونل -- د متحده ایالاتو د پنځمې بیړۍ او د پاکستان د سمندري ځواکونو ترمنځ د ګډو مشقونو او تخنیکي تبادلو د روانې لړۍ د یوې برخې په توګه کراچۍ ته سفر وکړو.

د متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو د مرکزي کمانډ لخوا د تېر اکتوبر په ۹مه په یو بيان کې ويل شوي، د متحده ایالاتو د ساحل ساتونکي کښتۍ د پنځمې بیړۍ سره په مینځني ختیځ کې د سمندري امنیت او ثبات په یقیني کولو کې د مرستې لپاره ځای په ځای شوې.

د متحده ایالاتو د پنځمې بیړۍ د عملیاتو ساحه نږدې ۶.۵ ملیونه مربعه کیلومتره اوبه لري او د عرب خلیج، د عمان خلیج، سور بحر او د هند بحر ځینې برخې پکې شاملې دي. په دغه ساحه کې ۲۰ هېوادونه شامل دي او د هرمز تنګي، سویز کانال او د یمن په جنوبي څنډه کې په باب المندب تنګي کې درې مهم ځايونه هم شامل دي.

په نورو کښتیو کې چې تېر کال يې د کراچۍ بندر ته سفر کړې و، يو اېس اېس ګريډلي، چې د ارلیګ برک کلاس لارښود توغندي ویجاړونکي بيړۍ ده، يو اېس اېس سکوال او يو اېس اېس ورلوينډ ګزمې کښتۍ شاملې وې.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

پوځ او ناظره استاد

ځواب