امنیت

د امن څو ملي سمندري مشقونه د امريکې او پاکستان د نزدې تعلقاتو له کبله ترسره کيږي

د زرک خان له خوا

د متحده ایالاتو د ګشت کښتۍ يو اېس اېس سکوال او يو اېس اېس ورلوينډ د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په مياشت کې کراچۍ ته سفر کوي. [په اسلام اباد کې د امریکې سفارت خانه]

د متحده ایالاتو د ګشت کښتۍ يو اېس اېس سکوال او يو اېس اېس ورلوينډ د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په مياشت کې کراچۍ ته سفر کوي. [په اسلام اباد کې د امریکې سفارت خانه]

​د پاکستان د امن څو ملي سمندري مشقونهدا میاشت د پاکستان او متحده ایالاتو ترمنځ د مخ په زیاتیدونکي همکارۍ د میاشتو په اوږدو کې ترسره کيږي.

د پاکستان سمندري ځواک له ۲۰۰۷ کال راهیسې د امن دوه کلن مشقونه ترسره کوي.

سږکال، د امن-۲۳ مشقونه به د فبرورۍ له ۱۰مې نېټې څخه تر ۱۴مې نېټې پورې د کراچۍ په ساحل کې په عربي سمندر کې ترسره کیږي، چې موخه یې د امنیت همکارۍ ته وده ورکول او د سمندري ترهګرۍ او سمندري غلا سره مبارزه کول دي.

د پاکستان د سمندري ځواکونو مشر ایډمرل محمد امجد خان نیازي د جنورۍ په ۹مه د چین ګلوبل ټایمز ته وویل، دا مشق به "د سمندري واحدونو ترمنځ همغږي رامنځته کړي ترڅو د تخنیکي وړتیا په مختلفو کچو کې د سیمه ایزو او اضافي سیمه ایزو سمندري ځواکونو ترمنځ د همغږۍ په لوړولو سره د سمندري امنيت له ننګونو سره مباره وکړي".

د متحده ایالاتو او پاکستان سمندري چارواکي د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر په ۹مه کراچۍ ته د متحده ایالاتو د ساحل ساتونکو کښتیو چارلس مولتروپ او ایملین تونیل له رسیدو وروسته عکس اخلي. [په اسلام اباد کې د امریکې سفارت خانه]

د متحده ایالاتو او پاکستان سمندري چارواکي د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر په ۹مه کراچۍ ته د متحده ایالاتو د ساحل ساتونکو کښتیو چارلس مولتروپ او ایملین تونیل له رسیدو وروسته عکس اخلي. [په اسلام اباد کې د امریکې سفارت خانه]

نیازي وویل، "ګڼ شمېر غیر دودیز ګواښونه د هند سمندر په پراخه سیمه کې شتون لري لکه ترهګري، سمندري غلا، د مخدره توکو قاچاق او د وسلو قاچاق."

هغه وویل، "د سمندرونو پراخوالی سمندري ډګر د غیرقانوني فعالیتونو لپاره یو زړه راښکونکی ځای ګرځوي، او هېڅ يو هېواد د دې ننګونو سره يوازې د مقابلې توان نه لري."

هغه وويل چې په دې توګه د سمندر ګډ امنيت د يو معمول په توګه رامخې ته شوی او د پاكستان سمندري ځواک​ په نړېوال او سيمه ايزو هلو ځلو كې په فعاله توګه ګډون كوي.​

د امن-۲۳ مشق په دوو مختلفو مرحلو ویشل شوی -- بندر او سمندر.

د بندر پړاو به د فبرورۍ له ۱۰مې نیټې څخه تر ۱۲مې نېټې پورې ترسره شي، او په دې کې د مشق د پرانيستلو لپاره د ټولو ګډون کوونکو هېوادونو بیرغونه پورته کول شامل دي.

د پاکستان د سمندري ځواکونو يو چارواکي، چې د دې پېښې په تنظيمولو کې يې لاس لرلو، د نوم نه ښودلو په شرط وویل، "د بندر په پړاو کې، د ټولو هېوادونو برخه اخیستونکي د یو بل له کښتیو څخه لیدنه کوي او پاکستاني چارواکي د بهرنیو سمندري سينير افسرانو سره غونډې کوي ترڅو د معاصر سمندري امنیتي ننګونو په اړه تجربې شریکې کړي او د سمندري مشقونو د طريقه کار په اړه همغږي وکړي."

دغه چارواکي وويل، په سمندري پړاو کې، چې د فبرورۍ له ۱۳مې نېټې څخه تر ۱۴مې نېټې پورې به ترسره شي، "د جنګي بېړيو، چورلکو او نورو الوتکو مشقونه" او همدارنګه د ځانګړو عملیاتو مشقونه، د ټوپک ډزې، د سمندري غلا ضد مشقونه، په بحر او هوا کې د تېلو اچول شامل دي.

'پیاوړې او تلپاتې' اړیکې

سږ کال ۱۱۰ سمندري ځواکونه په امن-۲۳ کې د ګډون لپاره رابلل شوي دي.

دغه چارواکي وویل، "په امن مشقونو کې د ګډون کوونکو زیاتوالی د سیمه ایزو هېوادونو لیوالتیا او دلچسپي څرګندوي ترڅو ​د هند سمندر په سیمه کې د سمندري امنیت د پیاوړتیا لپاره د پاکستان د روانو سیمه ایزو او نړېوالو نوښتونو ملاتړ وکړي​."

په ۲۰۰۷ کال کې، ۲۸ هېوادونو په دغه مشق کې برخه اخیستې وه.

د کووېډ-۱۹ محدودیتونو سربېره، دا شمېر تر ۲۰۲۱ کال پورې ۴۳ هېوادونو ته لوړ شو.

د امریکا سمندري ځواکونو په ځانګړي توګه په وروستیو کلونو کې له پاکستان سره همکاري زیاته کړې ده.

د اکتوبر په میاشت کې، د متحده ایالاتو د ساحلي ساتونکو دوه بېړۍ -- USCGC چارلس مالتروپ او USCGC ايلمن تونيل -- د متحده ایالاتو د پنځمې بیړۍ او د پاکستان د سمندري ځواکونو ترمنځ د ګډو مشقونو او تخنیکي تبادلو د روانې لړۍ د یوې برخې په توګه کراچۍ ته سفر وکړو.

د متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو د مرکزي کمانډ لخوا د تېر اکتوبر په ۹مه په یو بيان کې ويل شوي، د متحده ایالاتو د ساحل ساتونکي کښتۍ د متحده ایالاتو د پنځمې بیړۍ سره په مینځني ختیځ کې د سمندري امنیت او ثبات په یقیني کولو کې د مرستې لپاره ځای په ځای شوې.

د متحده ایالاتو د پنځمې بیړۍ د عملیاتو ساحه نږدې ۲.۵ ملیونه مربع میله (۶.۵ ملیونه مربعه کیلومتره) اوبه لري او د عرب خلیج، د عمان خلیج، سور بحر او د هند بحر ځینې برخې پکې شاملې دي. په دغه ساحه کې ۲۰ هېوادونه شامل دي او د هرمز تنګي، سویز کانال او د یمن په جنوبي څنډه کې په باب المندب تنګي کې درې مهم ځايونه شامل دي.

د متحده ایالاتو ساحل ساتونکي کیپټن ایرک هیلګن، چې د سویل لویدیځ آسیا د ګشت کونکو ځواکونو کموډور دی، په هغه وخت کې وویل، د بندر لیدنه "د پاکستان سمندري ځواک او د متحده ایالاتو د پنځمې بیړۍ ترمنځ قوي ملګرتیا" په ګوته کوي.

هیلګن وویل، "زموږ اړیکې پیاوړې او تلپاتې دي، چې د همغږۍ او همکارۍ د زیاتولو لپاره د کارمندانو د تبادلې او ګډ مشقونو پر بنسټ ولاړې دي."

په نورو کښتیو کې چې تېر کال يې کراچۍ ته د بندر لیدنې ترسره کړې وې يو اېس اېس ګريډلي، چې د ارلیګ برک کلاس لارښود توغندي ویجاړونکي بيړۍ ده، او يو اېس اېس سکوال او يو اېس اېس ورلوينډ ګزمې کښتۍ شاملې وې.

د واشنګټن وروستي اقدامات،​​لکه د امریکا د هوايي ځواک د یو جګپوړي افسر پاکستان ته سفر او پر پاکستان د اېف-۱۶ جنګي جټ الوتکو د احتمالي خرڅولو تصویب هم د دواړو هېوادونو د پوځونو ترمنځ د مخ پر ودې اړیکو ثبوت دی.

د نړېوالو اوبو څارنه کول

د امن-۲۳ مشقونو کوربه توب د پاکستان د ډیرو کالو کار ته دوام ورکوي چې له بحري ځواکونو سره په سمندر کې په پولیسۍ کولو کې مرسته کوي.

د پاکستان سمندري ځواک په عمان خلیج کې د فبرورۍ په میاشت کې په نړېوال سمندري مشق (IMX) ۲۰۲۲ کې برخه اخیستې وه.

د پاکستان د سمندري ځواکونو کمانډر وقار محمد د امریکا د مرکزي قوماندانۍ په یو بیان کې وویل، "IMX/CE 2022 د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه سمندري ځواکونو، سمندري سازمانونو او ټولنو ته یو ځانګړی فرصت برابر کړو چې د نړېوالو قوانینو پر بنسټ د نړېوال نظم ساتلو لپاره نړېوال عزم څرګند کړي."

د سي اېم اېف د یب پاڼې له مخې، په ۲۰۰۴ کال کې، ​​پاکستان د متحده ایالاتو په مشرۍ د ګډو سمندري ځواکونو (سي اېم اېف) ​​سره یو ځای شو. ګډ سمندري ځواکونه د ۳۴ هېوادونو يو ایتلاف دی چې په لویو سمندرونو کې د غیرقانوني غیر دولتي فعالینو سره د مبارزې له لارې "د نړېوالو قوانینو پر بنسټ د نظم ساتلو لپاره شتون لري."

سي اېم اېف "نږدې ۳.۲ ملیونه مربع میله [۸.۳ ملیونه مربع کیلومتره] د نړېوالو اوبو ساتنه کوي" او په بحرین کې د متحده ایالاتو په سمندري اډه کې موقعیت لري.

پاکستان د سي ايم اېف په څلور کاري ځواک کې په دوو کې برخه اخلي: سي ټي اېف ۵۰، چې له خلیج څخه بهر سمندري امنیت خوندي کوي، او سي ټي اېف ۱۵۱، چې د سمندري ډاکوانو سره جګړه کوي.

د ټاسک فورس کمانډ د څلورو يا شپږو میاشتو نه ورسته بدليږي. د پاکستان سمندري ځواک څو ځله د هر کاري ځواک مشري کړې ده.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

خوښ مې نه شو

ځواب

ښه

ځواب