دڅو هېوادونو امن-۲۳ سمندري مشقونه،چې پاکستان يې کوربه توب کوي، د جمعې په ورځ (د فبرورۍ په ۱۰مه) پېل شول، چې د ۵۰ څخه زیاتو هېوادونو سمندري ځواکونه په یو لړ فعالیتونو او مشقونو کې سره یوځای کوي ترڅوامنیتاو همکارۍ ته وده ورکړي او د سمندري ترهګرۍ او سمندري غلا پروړاندې مبارزه وکړي.
د څو ملتي مشقونو اتمه ګڼه په کراچۍ کې د پاکستان سمندري ځواکونو په ډاک یارډ، چې د آبدوزو يوه اډه ده، کې د جهنډې پورته کولو په ښکلې مراسمو کې په رسمي توګه پرانسته وشوه.
په کراچۍ کې د پاکستان د سمندري ځواکونو کمانډر وائس ایډمرل اویس احمد بلګرامي په کراچۍ کې وویل، کښتۍ، الوتکې او د ځانګړو عملیاتو ځواکونه او همدارنګه د ۵۰ څخه زیاتو هېوادونو څارونکي د پنځو ورځو پدې مشق کې ګډون کوي چې د کراچۍ په ساحل کې په عربي سمندر کې ترسره کیږي.
بلګرامي په کراچۍ کې د چهارشنبې په ورځ په یو نيوز کانفرنس کې وویل، "د دې مشق اصلي هدف د یو بل د سمندري مفکورو او عملیاتي کلتورونو په اړه د پوهېدو لپاره د یو فورم چمتو کول دي، د ګډ کار کولو وړتیا لوړول او په سمندر کې د ګډو ګواښونو سره د مبارزې لپاره د لارو او وسیلو پیژندل دي."
![یوه جاپاني جنګي بېړۍ، جې اېس سوزوتسوکي، د فبرورۍ په ۹مه کراچۍ ته راغله چې د پاکستان د سمندري ځواکونو په کوربه توب کې د څو هېوادونو امن-۲۳ مشقونو کې برخه واخلي. [د پاکستان سفارت خانه جاپان/ټویټر]](/cnmi_pf/images/2023/02/10/40697-pf_aman_photo_3-585_329.jpg)
یوه جاپاني جنګي بېړۍ، جې اېس سوزوتسوکي، د فبرورۍ په ۹مه کراچۍ ته راغله چې د پاکستان د سمندري ځواکونو په کوربه توب کې د څو هېوادونو امن-۲۳ مشقونو کې برخه واخلي. [د پاکستان سفارت خانه جاپان/ټویټر]
د امن-۲۳ مشق په دوو مختلفو مرحلو ویشل شوی -- بندر او سمندر.
د بندر په پړاو کې فعاليتونه لکه سیمینارونه، بحثونه، پريزينټيشنونه او نړیوالې ناستې شاملې دي.
په سمندري پړاو کې تاکتیکي فعاليتونه او مشقونه شامل دي چې د سمندري امنیت د موضوعاتو سره تړاو لري چې پکې سمندري غلا او د ترهګرۍ سره مبارزه، لټون او ژغورنه، د توپونو ډزې او هوایي دفاع شامله ده.
په سمندري پړاو کې د نړېوالو بېړیو بیاکتنه شامله ده، چې ملي او بهرني لوړ پوړي چارواکي به پکې ګډون وکړي.
د همکارۍ اوږد مهاله دود
چارواکي او شنونکي وايي، د امن-۲۳ مشقونو کوربه توب د پاکستان د ډیرو کالو کار ته دوام ورکوي چې له بحري ځواکونو سره په سمندر کې په پولیسۍ کولو کې مرسته کوي.
پاکستان له ۲۰۰۷ کال راهيسې امن مشقونه هر دوه کاله وروسته ترسره کوي.
په ۲۰۰۷ کال کې، ۲۸ هېوادونو په دغه مشق کې برخه اخیستې وه. د کووېډ-۱۹ د محدودیتونو سربېره، دا شمېر تر ۲۰۲۱ کال پورې ۴۳ هېوادونو ته رسیدلی و.
بلګرامي وویل، د پاکستان سمندري ځواکونه "د سمندر د ګډ امنیت په مفکوره کلک باور لري."
هغه وويل، د پاکستان سمندري ځواکونه د ۲۰۰۴ کال څخه د نورو ملګرو د بحري ځواکونو سره په فعاله توګه د سمندري امنيت او د سمندري غلا پرضد عملياتو کې برخه اخلي.
د سي اېم اېف د وېب پاڼې له مخې، په ۲۰۰۴ کال کې، پاکستان د متحده ایالاتو په مشرۍ د ګډو سمندري ځواکونو (سي اېم اېف) سره یو ځای شو. ګډ سمندري ځواکونه د ۳۴ هېوادونو يو ایتلاف دی چې په لویو سمندرونو کې د غیرقانوني او غیر دولتي فعالینو سره د مبارزې له لارې "د نړېوالو قوانینو پر بنسټ د نظم ساتلو لپاره شتون لري."
سی ایم ایف "نږدې د ۸.۳ ملیونه کيلو متره مربعه نړېوالو اوبو" ساتنه کوي او په بحرین کې د متحده ایالاتو په بحري اډه کې موقعیت لري.
پاکستان د ګډ کاري ځواک (CTF) په څلورو کاري ځواک کې په دوو کې برخه اخلي: سي ټي اېف ۱۵۰، چې له خلیج څخه بهر سمندري امنیت خوندي کوي، او سي ټي اېف ۱۵۱، چې د سمندري ډاکوانو سره مبارزه کوي.
د پاکستان سمندري ځواک په عمان خلیج کې د فبرورۍ په میاشت کې په نړېوال سمندري مشق (IMX) ۲۰۲۲ کې برخه اخیستې وه.
د پاکستان د سمندري ځواکونو کمانډر وقار محمد د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (د متحده آيالاتو سينټکوم) په یو بیان کې وویل، "IMX/CE [کلستر ايکسپريس] 2022 د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه سمندري ځواکونو، سمندري سازمانونو او ټولنو ته یو ځانګړی فرصت برابر کړو چې د نړېوالو قوانینو پر بنسټ د نړېوال نظم ساتلو لپاره نړېوال عزم څرګند کړي."
بلګرامي وویل، "د ۲۰۱۸ کال راهیسې، د پاکستان سمندري ځواکونه سیمه ایز سمندري امنیتي ګشتونه هم ترسره کوي چې له لارې یې پاکستاني کښتۍ د هند سمندر په سیمه کې په مهمو سمندري سیمو کې شتون لري ترڅو زموږ د نړېوالو ژمنو سره سم په سمندر کې د ښه نظم په ساتلو کې مرسته وکړي."
هغه وویل، دا وروستی مشق به د روزنې یو لړ مشقونه ولري چې موخه یې د ترهګرۍ، سمندري غلا، مخدره توکو او وسلو قاچاق او د اقلیمي بدلون سره په مبارزه کې مرسته کول دي.
بلګرامي زیاته کړه، "د سمندرونو پراخوالی د هر هېواد لپاره دا خورا ستونزمن کوي چې یوازې د دې متنوع چيلنجونو سره مقابله وکړي."
د پاکستان او امریکا تر منځ سمندري همکاري
د امریکا سمندري ځواک، چې له ۲۰۰۷ کال راهیسې یې د امن په مشقونو کې برخه اخیستې، په وروستیو کلونو کې له پاکستان سره همکاري زیاته کړې ده.
د اکتوبر په میاشت کې، د متحده ایالاتو د ساحلي ساتونکو دوو بېړو -- USCGC چارلس مالتروپ او USCGC ايلمن تونل -- د متحده ایالاتو د پنځمې بیړۍ او د پاکستان د سمندري ځواکونو ترمنځ د ګډو مشقونو او تخنیکي تبادلو د روانې لړۍ د یوې برخې په توګه کراچۍ ته سفر وکړو.
د متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو د مرکزي کمانډ لخوا د تېر اکتوبر په ۹مه په یو بيان کې ويل شوي، د متحده ایالاتو ساحل ساتونکي کښتۍ د متحده ایالاتو د پنځمې بیړۍ سره په مینځني ختیځ کې د سمندري امنیت او ثبات په یقیني کولو کې د مرستې لپاره ځای په ځای شوې.
د متحده ایالاتو د پنځمې بیړۍ د عملیاتو ساحه نږدې ۶.۵ ملیونه مربعه کیلومتره اوبه لري او د عرب خلیج، د عمان خلیج، سور بحر او د هند بحر ځینې برخې پکې شاملې دي. په دغه ساحه کې ۲۰ هېوادونه شامل دي او د هرمز تنګي، سویز کانال او د یمن په جنوبي څنډه کې په باب المندب تنګي کې درې مهم ځايونه شامل دي.
د متحده ایالاتو ساحل ساتونکي کیپټن ایرک هیلګن، چې د سویل لویدیځ آسیا د ګشت کونکو ځواکونو کموډور دی، په هغه وخت کې وویل، د بندر لیدنه "د پاکستان سمندري ځواک او د متحده ایالاتو د پنځمې بیړۍ ترمنځ قوي ملګرتیا" په ګوته کوي.
هیلګن وویل، "زموږ اړیکې پیاوړې او تلپاتې دي، چې د همغږۍ او همکارۍ د زیاتولو لپاره د کارمندانو د تبادلې او ګډ مشقونو پر بنسټ ولاړې دي."
په نورو کښتیو کې چې تېر کال يې د کراچۍ بندر ته سفرونه کړې ول يو اېس اېس ګريډلي، چې د ارلیګ برک کلاس لارښود توغندي ویجاړونکي بيړۍ ده، او يو اېس اېس سکوال او يو اېس اېس ورلوينډ ګزمې کښتۍ شاملې وې.
په وروستیو میاشتو کې پاکستان ته د امریکا د سينټکوم د مشر او د امریکا د هوايي ځواک د یو لوړپوړي افسر سفرونه هم د دواړو هېوادونو د پوځونو ترمنځ د مخ پر ودې اړیکو ثبوت دی.
دا خورا معلوماتي مقاله ده.
ځوابتبصرې 1