امنیت

د پاکستان سمندري ځواک د نړیوالو اوبو ساتنه کوي

جاويد محمود لخوا

د پاکستان سمندري ځواک قوماندان بلال عبدل ناصر (ښي لاس ته) د اګست په ۵ مه په کراچۍ کې له برتانوي قوماندان ګايې رابنسن څخه CTF-۱۵۰ دنده اخلي. دا نهم ځل دی چې د پاکستان سمندري ځواکونو د CTF-۱۵۰ دنده اخيستې ده چې دوی د ترهګرۍ ضد ماموریت ترسره کوي. [د پاکستان سمندري ځواک لخوا]

د پاکستان سمندري ځواک قوماندان بلال عبدل ناصر (ښي لاس ته) د اګست په ۵ مه په کراچۍ کې له برتانوي قوماندان ګايې رابنسن څخه CTF-۱۵۰ دنده اخلي. دا نهم ځل دی چې د پاکستان سمندري ځواکونو د CTF-۱۵۰ دنده اخيستې ده چې دوی د ترهګرۍ ضد ماموریت ترسره کوي. [د پاکستان سمندري ځواک لخوا]

کراچۍ - پاکستان د اګست په ۵ مه د کاري ځواک مشرتوب په غاړه واخیست چې دوی به له ۲ ميليونو مربع میل څخه د زيات سمندر څارنه کوي.

په بحرین کې د اګسټ په ۱۵مه په یوه مراسمه کې د پاکستان سمندري ځواکونو په نهم ځل د ۱۵۰- ګډ کاري ځواک (CTF-150) قومندانې واخيسته.

د څلورو سمندرونو څارنه کول

له د ۲۰۰۱ کال راهیسې ګڼ ملیتي ځواک په سره سمندر، خلیج عدن، د هند په سمندر او خلیج عمان کې څارنه کوي. دا قوماندې هر څلور تر شپږ مياشتې ورسته له يو هېواد څخه بل ته سپارلی شي.

د پاکستان سمندري ځواک قوماندان بلال عبدل ناصر پاکستان فارورډ ته وويل چېCTF-۱۵۰ په درې کاري ځواکونو کې يو ځواک دی چې د ګډ بحري ځواکونو (CMF) د انتظام تر لاندې فعاليت کوي.

هغه وويل، د هغه ټيم په بشپړه توګه چمتو دی چې د CTF-۱۵۰ قومانداني وکړي او د خپلو عملياتو په سيمه کې (AOR) سمندري امنیت وساتي.

د پاکستان د سمندري ځواکونو ويانده ډګرمن قوماندان نازيه اقبال پاکستان فارورډ ته وويل چې د پاکستان سمندري ځواک غواړي چې نه يوازې خپلې بلکې دوه اړخيزې موخې له CMF سره ترلاسه کړې.

هغې وويل: "ايتلافي فضا نه يوازې ګډ فعالیت وده ورکړې ده بلکې دې موږ هڅولې يو چې مسلکي معيارونه ترلاسه کړو."

هغې وويل، د سمندري ځواکونو تکراري پرمختګونو او له نورو سمندري ځواکونو سره تعامل له امله موږ کولای شو چې په سیمه کې بحرانونو ته ځواب ورکړو.

دا په نړیوالې امنيت کې یوه ستره مرسته ده

اقبال وايي چې د پاکستان سمندري ځواکونو له ۲۰۰۴ کال راهيسې په دوامداره توګه CMF ته بېړۍ او چورلکې برابر کړې دي. هغې زياته کړه چې د بېړۍ، الوتکې او د قوماندې د کارکوونکو شمېرې په توګه دا تر ټولو فعال دوهم سمندري ځواک دی چې په CMF کې ګډون کوي.

د کراچۍ پر بنسټ امنیت شنونکي سمونوال (متقاعد) مختار احمد بټ پاکستان فارورډ ته وويل: "د CTF-۱۵۰ موخه دا ده چې امنیت وساتې او په هر ډول د ترهګرو د فعالیتونو سره مبارزه وکړي."

د CTF-۱۵۰ بله ستره موخه دا ده چې هغه ترهګران په نظر کې وساتې کوم چې په سمندر کې پرسونل، مهمات او نشه يي توکې وړي.

بټ وايي چې په دې وروستیو کلونو کې د CTF-۱۵۰ تر ټولو مهمه لاسته راوړنه د غلو وبا پای ته رسول و. هغه يادونه وکړه چې مخکې به څنګه سمندري غلو د کاري ځواکو په سيمه کې بېړۍ نیولې او له هغوی څخه به ېې د خپلې عملې د خلاصولو لپاره د پيسوغوښتنه کوله.

هغه وويل، اوسمهال ۱۶ سمندري ځواکونه په CTF-۱۵۰ کې برخه اخلي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500