امنیت

پاکستان د څو لویو هېوادونو د سمندري مشقونو د کوربه توب لپاره تياری کوي

د زرک خان له خوا

په دې عکس کې چې د ۲۰۲۱ کال د فبرورۍ په ۱۵مه اخیستل شوی، د پاکستان بندري ښار کراچۍ ته څېرمه په عربي بحیره کې د څو ملي سمندري مشق امن-۲۱ په ترڅ کې د مختلفو هېوادونو سمندري کښتۍ ښودل شوي دي. سږ کال د امن-۲۳ مشقونه به د فبرورۍ له ۱۰مې نېټې څخه تر ۱۴مې نېټې پورې ترسره شي. [آصف حسام/ای اېف پي]

په دې عکس کې چې د ۲۰۲۱ کال د فبرورۍ په ۱۵مه اخیستل شوی، د پاکستان بندري ښار کراچۍ ته څېرمه په عربي بحیره کې د څو ملي سمندري مشق امن-۲۱ په ترڅ کې د مختلفو هېوادونو سمندري کښتۍ ښودل شوي دي. سږ کال د امن-۲۳ مشقونه به د فبرورۍ له ۱۰مې نېټې څخه تر ۱۴مې نېټې پورې ترسره شي. [آصف حسام/ای اېف پي]

پاکستان په راتلونکي میاشت کې د کراچۍ په سواحلو کې په عربي سمندر کې د څو ملي سمندري مشقونو د کوربه توب لپاره تياری کوي، چې موخه يې​​امنیتي همکارۍ ته وده ورکول​​او د سمندري ترهګرۍ او سمندري غلا سره مبارزه کول دي.

د پاکستان سمندري ځواکونه ​​له ۲۰۰۷ کال راهيسې امن مشقونه هر دوه کاله وروسته ترسره کوي​​.

سږکال به امن-۲۳ مشق د فبرورۍ له ۱۰مې نېټې څخه تر ۱۴مې نېټې پورې ترسره کیږي.

د پاکستان د سمندري ځواکونو مشر ایډمرل محمد امجد خان نیازي د جنورۍ په ۹مه د چین ګلوبل ټایمز ته وویل، دا مشق به د سمندري يونټونو ترمنځ همغږي رامنځته کړي ترڅو د تخنیکي وړتیا په مختلفو کچو کې د سیمه ایزو او اضافي سیمه ایزو سمندري ځواکونو ترمنځ د متقابل عمل وړتیا په لوړولو سره د سمندري امنيت له ننګونو سره مقابله وکړي.

د پاکستان سمندري ځواکونه د نومبر په ۱۷مه په کراچۍ کې په ساحل کې د نړېوال دفاعي نندارتون او سیمینار (آيډياز) ۲۰۲۲ په ترڅ کې په یو مشق کې برخه اخلي. [رضوان تبسم/ای اېف پي]

د پاکستان سمندري ځواکونه د نومبر په ۱۷مه په کراچۍ کې په ساحل کې د نړېوال دفاعي نندارتون او سیمینار (آيډياز) ۲۰۲۲ په ترڅ کې په یو مشق کې برخه اخلي. [رضوان تبسم/ای اېف پي]

نیازي وویل، "ګڼ شمېر غیر دودیز ګواښونه شتون لري چې د هند سمندر په پراخه سیمه کې شتون لري لکه ترهګري، سمندري غلا، د مخدره توکو قاچاق او د وسلو قاچاق."

هغه وویل، "د سمندرونو پراخوالی سمندري ډګر د غیرقانوني فعالیتونو لپاره یو زړه راښکونکی ځای ګرځوي، او هېڅ يو هېواد د دې ننګونو سره يوازې د مقابلې کولو توان نه لري."

هغه وويل چې په دې توګه د سمندر ګډ امنيت د يو معمول په توګه رامخې ته شوې او د پاكستان سمندري ځواک په نړېوالو او سيمه ايزو هلو ځلو كې په فعاله توګه ګډون كوي.

د مشق پړاوونه

د امن-۲۳ مشق په دوو مختلفو مرحلو ویشل شوی -- بندر او سمندر.

د بندر پړاو به د فبرورۍ له ۱۰مې نټې څخه تر ۱۲مې نېټې پورې ترسره شي، او د مشق د پرانيستلو لپاره د ټولو ګډون کوونکو هېوادونو بیرغونه پورته کول پکې شامل دي.

د پاکستان د سمندري ځواکونو يو چارواکي، چې د دې پېښې په تنظيمولو کې يې لاس لرلو، د نوم نه ښودلو په شرط وویل، "د بندر په پړاو کې، د ټولو هېوادونو برخه اخیستونکي د یو بل له کښتیو څخه لیدنه کوي او پاکستاني چارواکي د بهرنیو سمندري سينير افسرانو سره غونډې کوي ترڅو د معاصر سمندري امنیتي ننګونو په اړه تجربې شریکې کړي او د سمندري مشقونو د طريقه کار په اړه همغږي وکړي."

په سمندري پړاو کې، چې د فبرورۍ له ۱۳مې نېټې څخه تر ۱۴مې نېټې پورې به ترسره شي، "د جنګي بېړيو، چورلکو او نورو الوتکو مشقونه" او همدارنګه د ځانګړو عملیاتو مشقونه، د ټوپک ډزې، د سمندري غلا ضد مشقونه، په بحر او هوا کې د تېلو اچول شامل دي.

سږ کال ۱۱۰ سمندري ځواکونه په امن-۲۳ کې د ګډون لپاره رابلل شوي دي.

د سمندري ځواکونو چارواکي وویل، "موږ د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د پراخه ګډون تمه لرو."

هغه وویل، "د امن په مشقونو کې د ګډون کوونکو زیاتوالی​​د سیمه ایزو هېوادونو لیوالتیا او دلچسپي څرګندوي​​ترڅو د هند سمندر په سیمه کې د سمندري امنیت د پیاوړتیا لپاره د پاکستان د روانو سیمه ایزو او نړېوالو نوښتونو ملاتړ وکړي."

په ۲۰۰۷ کال کې، ۲۸ هېوادونو په ياده مشق کې برخه اخیستې وه.

د کووېډ-۱۹ محدودیتونو سربېره، دا شمېر تر ۲۰۲۱ کال پورې ۴۳ هېوادونو ته لوړ شو.

نړېواله همکاري

ډاکټر محمود الحسن خان، چې په اسلام آباد کې د يوې څېړنيزې ادارې د جنوبي اسیا او نړېوالو مطالعاتو د مرکز ايګزيکيټيو ډايريکټر دی، وویل، د پاکستان ټولنیز-اقتصادي سوکالي، سیمه ایز ارتباط او یو ځای کېدل په سمندرونو پورې اړه لري.

هغه وويل، امن-۲۳ به د استخباراتي معلوماتو شريکولو او د دولتي او غير رياستي ګواښونو په وړاندې د ګډو تدبيرونو په لړ کې د پاکستان ټول عملياتي او تاکتيکي چمتووالی نور هم ښه کړي.

هغه زیاته کړه، دا به د پاکستان د سمندري ځواک د عصري کولو لپاره او​​همدارنګه په ژورو اوبو او ساحلي سیمو کې د امنیتي میکانیزمونو د پلي کولو لپاره لاره هواره کړي.​

خان وویل، دا مشق هڅه کوي چې د برخه اخیستونکو هېوادونو ترمنځ دوستانه اړیکې او همکارۍ ته وده ورکړي، د سمندري کارکوونکو تر منځ په متقابل عمل او ملګرتيا کې مرسته وکړي او خنډونه لرې کړي.

هغه وويل، "دا دوه اړخیز تفاهم هم زیاتوي ... ترڅو زموږ په شاوخوا سمندري سیمه کې د ترهګرۍ، سمندري غلا، وسله والې غلا، د مخدره توکو سوداګرۍ، د وسلو قاچاق، انساني قاچاق، په غیرقانوني توګه د کب نیولو، او نورو غیرقانوني فعالیتونو په وړاندې د یو بل سره مرسته وکړي."

د امن-۲۳ مشقونو کوربه توب د پاکستان د ډېرو کالو کار ته دوام ورکوي چې له بحري ځواکونو سره په سمندر کې په پولیسۍ کولو کې مرسته کوي.

د پاکستان سمندري ځواک په عمان خلیج کې د فبرورۍ په میاشت کې په نړېوال سمندري مشق (IMX) ۲۰۲۲ کې برخه اخیستې وه.

د پاکستان د سمندري ځواکونو کمانډر وقار محمد د امریکا د مرکزي قوماندانۍ په یو بیان کې وویل، "IMX/CE 2022 د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه سمندري ځواکونو، سمندري سازمانونو او ټولنو ته یو ځانګړی فرصت برابر کړو چې د نړېوالو قوانینو پر بنسټ د نړېوال نظم ساتلو لپاره نړېوال عزم څرګند کړي."

د سي اېم اېف د یب پاڼې له مخې، په ۲۰۰۴ کال کې، ​پاکستان د متحده ایالاتو په مشرۍ د ګډو سمندري ځواکونو (سي اېم اېف) ​سره یو ځای شو، چې د ۳۴ هېوادونو ایتلاف دی چې په لویو سمندرونو کې د غیرقانوني غیر دولتي فعالینو سره د مبارزې له لارې "د نړېوالو قوانینو پر بنسټ د نظم ساتلو لپاره شتون لري."

سي اېم اېف "نږدې د ۳.۲ ملیونه مربع میله [۸.۳ ملیونه مربع کیلومتره] د نړېوالو اوبو ساتنه کوي" او په بحرین کې د متحده ایالاتو په سمندري اډه کې موقعیت لري.

پاکستان د سي ايم اېف په څلورو کاري ځواک کې په دوو کې برخه اخلي: سي ټي اېف ۱۵۰، چې له خلیج څخه بهر سمندري امنیت خوندي کوي، او سي ټي اېف ۱۵۱، چې د سمندري غلا سره مبارزه کوي.

د ټاسک فورس کمانډ د څلورو يا شپږو میاشتو نه ورسته بدليږي. د پاکستان سمندري ځواک څو ځله د هر کاري ځواک مشري کړې ده.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500