امنیت

امن-۲۱ مشقونه د سولې او امنیت د ترلاسه کولو لپاره نړيواله اجتماعي اراده په ګوته کوي

د ضياء الرحمان لخوا

د پاکستان د بحري ځواکونو د ځانګړې خدمت ډله د فبرورۍ په ۱۴ مه د څو ملي هيوادونو په بحري مشقونو کې د ترهګرۍ پرضد په یو مشق کې برخه اخلي. [د پاکستان بحري ځواک]

د پاکستان د بحري ځواکونو د ځانګړې خدمت ډله د فبرورۍ په ۱۴ مه د څو ملي هيوادونو په بحري مشقونو کې د ترهګرۍ پرضد په یو مشق کې برخه اخلي. [د پاکستان بحري ځواک]

کراچۍ -- چارواکي او څارونکي وايي، د پاکستان په کوربه توب د امن-۲۱ سمندري مشقونه د نړیوالې ټولنې اجتماعي هوډ په ګوته کوي چې د سولې او امنیت لپاره ګډې هڅې وکړي.

د څو ملتي مشقونو اوومه ګڼه د فبرورۍ په ۱۲ مه په کراچۍ کې د آبدوزونو په اډه، پاکستان نېول ډاک یارډ، کې د جهنډې پورته کولو په ښکلې مراسمو کې په رسمي توګه پرانسته وشوه.

پنځه څلوېښت هیوادونو -- له بيړيو، جنګي بيړيو، جنګي جټ الوتکو، د ځانګړو عملیاتو د ټیمونو، چاودیدونکو متخصصینو او پوځي کتونکو سره -- په دې هفته کې په امن-۲۱ مشقونو کې برخه واخیسته، کوم چې د سه شنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۱۶ مه) پای ته ورسیدل.

دا مشقونه په دوو برخو کې تقسيم شوي ول: په بندر او بحر کې. د بندر په فعالیتونو کې سیمینارونه، بحثونه، پريزينټيشنونه او نړیوالې ناستې شاملې وې، په داسې حال کې چې په بحري عملياتو کې تاکتيکي عمليات، د ډزو کولو مشقونه، او د لټون او ژغورنې مشنونه شامل ول.

د پاکستان د بحري ځواکونو ستر مشر امجد خان نیازي د فبرورۍ په ۱۳ مه د سري لانکا د جنګي بېړۍ څخه لیدنه کوي. [د پاکستان بحري ځواک]

د پاکستان د بحري ځواکونو ستر مشر امجد خان نیازي د فبرورۍ په ۱۳ مه د سري لانکا د جنګي بېړۍ څخه لیدنه کوي. [د پاکستان بحري ځواک]

د پاکستان د بحري ځواکونو ستر مشر امجد خان نیازي د فبرورۍ په ۱۳ مه د هغو بهرنو جنګي بيړيو د ليدلو په دوران کې وويل کومو چې په دغه مشق کې ګډون کولو، "امن-۲۱ مشقونه، "د سولې لپاره یوځای کيدل" تر شعار لاندې، د سولې لپاره د پاکستان ژمنتیا په ګوته کوي، سیمه ایز سمندري امنیت پیاوړی کوي، او د سیمه ایزو او غیر سیمه ایزو سمندري ځواکونو ترمینځ متقابل فعالیت زیاتوي.

هغه وویل چې په دې مشق کې رامینځته شوي دوه اړخیزه ملګرتیا به په راتلونکي کې وده وکړي او ملتونه به د سولې او سوکالۍ دوه اړخيزه هدف ته نږدې کړي.

متقابل عمل ته وده ورکول

امن-۲۱ موخه لري چې د بحري ځواکونو ترمینځ متقابل عمل ته وده ورکړي چې د پايښت وړ سمندري چاپیریال خوندي کړي او د ترهګرۍ او نورو سمندري ګواښونو سره مبارزه وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند زاهد حفیظ چوهدري وویل چې دا مشقونه به له هیوادونو سره مرسته وکړي چې په ګډه د "انساني قاچاق، د مخدره توکو او وسلو قاچاق، او په سیمه کې د ترهګرۍ پروړاندې مبارزه وکړي".

د پاليسۍ د مطالعاتو انستيتوت، چې په اسلام آباد کې د څيړنې موسسه ده، د امنيتي چارو شنونکي نوفل شاه رخ وويل، امن-۲۱ په سيمه کې د سوله ايز ګډ ژوند او ثبات پيغام لري.

هغه وويل، "له ۲۰۰۷ کال راهیسې، دې مشق ګډونوالو ته يوه ځانګړي موقعه ورکړې چې هغه تاکتیکونه ترلاسه کړي او مشق يې وکړي کوم چې د دوی سره د دوه اړخیزو اړیکو په پیاوړتیا کې مرسته کوي، چې د نړۍ په بحرونو کې د خوندي او محفوظو لارو لپاره ښه دي."

په مشقونو کې د برخه اخیستونکو شمیر په تيرو څو کلونو کې وده کړې ده.

اته ویشت هیوادونو په ۲۰۰۷ کال کې په مشقونو کې برخه اخیستې وه، په داسې حال کې چې ۴۵ هیوادونو سږ کال برخه واخیسته.

پوځي همغږۍ ته وده ورکول

دا مشق د برخه اخیستونکو هیوادونو ترمینځ د پوځي همغږۍ په زياتولو کې مرسته کوي.

د پاکستان د بحري ځواک د يو بيان له مخې، نیازي د فبرورۍ په ۱۴ مه په جلا توګه د متحده ایالاتو د رییر اډميرل کارټ رینشا، د سعودي عرب رییر اډميرل احمد بن محمد، د سري لنکا د رییر اډميرل وائی اېم جي بي جایاټیلیک، د اردن کرنل هشام خلیل مبارک الجراه، او د نورو سمندري ځواکونو کمانډرانو سره د دفاعي همکاریو او د بحري امنیتي تحرکاتو په اړه بحث وکړو.

د پاکستان فليټ کمانډر ريیر اډميرل نويد اشرف وويل، "دغه مشق دا څرګندوي چې ملتونه د نويو اړیکو، ابتکاري تعلقاتو په رامینځته کولو کې رغنده رول لوبولی شي، په داسې حال کې چې موجوده اړیکې پياوړي کوي."

په ۲۰۰۴ کال کې، پاکستان د متحده ایالاتو تر مشرۍ لاندې ګډ سمندري ځواکونو (سي اېم اېف) کې شامل شو، چې د ۳۳ هیوادونو ایتلاف دی او په ژورو بحرونو کې د غیرقانوني او غیر دولتي کسانو سره د مبارزې له لارې د نړیوالو قواعدو پراساس د حکم پلي کولو لپاره کار کوي، او امنيت، ثبات او سوکالۍ ته وده ورکوي.

دا نږدې په ۳.۲ ملیونه متره مربعه میله نړیوالو اوبو کې فعاليت کوي، چې د نړۍ ځینې ترټولو مهمې بار وړونکي لارې پکې شاملې دي.

سي ايم اېف د متحده ایالاتو د بحري ځواکونو مرکزي کمانډ (نېوسنټ) سره کار کوي چې د دې اوبو له لارې د بيړيو تګ راتګ خوندي وساتي.

پاکستان، چې څو ځله يې د دې مشرې هم کړې ده، د سي ايم اېف په دریو کاري ځواک کې په دوو کې برخه اخلي: سي ټي اېف ۱۵۰، چې له خلیج څخه بهر سمندري امنیت خوندي کوي، او سي ټي اېف ۱۵۱، چې د سمندري ډاکوانو سره جګړه کوي.

سي ایم اېف په بحيره عرب او بحيره هند کې د وروستي عملیاتو په لړ کې نږدې ۳ ټنه غير قانوني نشه يې توکې نیولي دي. دغه مخدره توکو د ۱۱ ملیونه ډالرو قيمت لرلو.

بحري اقتصاد

د امن-۲۱ سره، د سمندري چارو ملي انسټیټیوټ، چې په اسلام آباد کې د بحري چارو د څيړنې موسسه ده او د پاکستان د بحري ځواکونو د اړیکو سره تړاو لري، د "خوندي او د پايښت وړ چاپیریال لاندې د بحري اقتصاد پراختیا: د لویدیز هند بحري سیمې لپاره راتلونکې" تر عنوان لاندې د درې ورځو د نړیوال بحري کانفرنس انتظام وکړو.

د متحده ایالاتو او انګلستان په ګډون د برخه اخیستونکو هیوادونو بین المللي پوهانو د فبرورۍ له ۱۳ مې نيټې څخه تر ۱۵ مې نيټې پورې په کراچۍ کې په دغه کانفرنس کې په شخصي توګه او آنلاين ګډون وکړو.

صدر عارف علوي له نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل چې د بحري اقتصاد د پرمختګ د یقیني کولو لپاره د بحرونو په اړه زيات مسؤولانه چلند غوره کړي.

د ایکسپریس ټریبیون له مخې، هغه د فبرورۍ په ۱۳ مه په کانفرنس کې وویل، د خپلو سمندري پولو د دفاع سربیره، پاکستان به د سمندري سرچینو کارولو لپاره د پايښت وړ تګلاره غوره کړي چې انسانیت ته ګټه ورسوي.

هغه وویل، "نړۍ اړتیا لري چې د بحرونو غیر مسؤلانه کارولو ته د پای ټکی کېږدي." هغه خفګان ښکاره کړو چې د پاکستان او نړۍ د کبانو تقريباََ ۹۰٪ ذخيرې څخه په ناوړه توګه استفاده شوې، ډیره کارول شوې او ختم شوې ده.

د متحده ایالاتو د نېوسنټ کمانډر سیمویل پاپېرو هم په ورته ډول بيانونه ورکړل، او په لویدیځ بحيره هند کې يې د امنیت د ودې لپاره اغیزمن میکانیزمونه بيان کړل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500