امنیت

په اردن کې د څو هېوادونو پراخه پوځي مشقونه د مخ پر ودې سیمه ایزو ګواښونو په ترڅ کې ترسره کيږي

د پاکستان فارورډ لخوا

د متحده ایالاتو، اردن او سعودي عرب سمندري ځواکونه د سپتمبر په ۶مه د اردن په تیتین کېمپ کې د ۲۰۲۲ لیواله شير مشقونو په جریان کې د خوندیتوب په اړه بريفنګ ترلاسه کوي. [سينټکوم]

د متحده ایالاتو، اردن او سعودي عرب سمندري ځواکونه د سپتمبر په ۶مه د اردن په تیتین کېمپ کې د ۲۰۲۲ لیواله شير مشقونو په جریان کې د خوندیتوب په اړه بريفنګ ترلاسه کوي. [سينټکوم]

چارواکو وویل، متحده ایالات، اردن او ۲۸ ملګري هېوادونه په اردن کې د دوو هفتو "ليواله شير" مشقونه پای ته رسوي، چې "څو اړخیزه" پوځي مشقونه دي چې د متحده ایالاتو او د اردن د پراخ پوځي ملګرتیا د "مهمې" پیښې په توګه کار کوي.

د متحده ایالاتو مرکزي قوماندۍ (سينټکوم) وویل، دا مشقونه، چې د سپتمبر په ۴مه پېل شول او د پنجشنبې په ورځ (د سپتمبر په ۱۵مه) پای ته ورسیدل، په سیمه کې ترټولو لوی مشقونه دي.

دا د منځني ختیځ او شمالي افریقې، مرکزي آسیا، اروپا، متحده آيالاتو او آسټرالیا څخه د ملګرو هېوادونو ترمنځ د پوځي مهارتونو د تبادلې او د اړیکو د ښه کولو لپاره جوړ شوې ول.

د سينټکوم د مشقونو او روزنې ریاست مشر میجر جنرل سټیون جې ډیمیلیانو وویل، "ليواله شير یو څو اړخیزه پېښه ده چې د ملګرتیا او ځواب ویونکو ګډو ځواکونو لپاره زموږ ژمنتیا څرګندوي چې په پیچلي چاپیریال کې فعالیت کوي چې هېڅ اسانه بریا یا چټکۍ بریا نه وړاندې کوي."

د متحده ایالاتو سمندري ځواکونه د سپتمبر په ۴مه په عقبه کې د اردن شاهي بحري اډه کې د ليواله شير په نوم د مشقونو د یوې برخې په توګه غوطه وهلو څخه مخکې د خوندیتوب بريفنګ ترلاسه کوي. [سينټکوم]

د متحده ایالاتو سمندري ځواکونه د سپتمبر په ۴مه په عقبه کې د اردن شاهي بحري اډه کې د ليواله شير په نوم د مشقونو د یوې برخې په توګه غوطه وهلو څخه مخکې د خوندیتوب بريفنګ ترلاسه کوي. [سينټکوم]

د اردن یو هيلي کوپټر په عقبه کې د اردن د شاهي سمندري اډې څخه وځي چې د لټون او ژغورنې دوه غوطه کونکي وړي کوم چې د سپتمبر په ۸مه د ليواله شیر په مشق کې ګډون کوي. [سينټکوم]

د اردن یو هيلي کوپټر په عقبه کې د اردن د شاهي سمندري اډې څخه وځي چې د لټون او ژغورنې دوه غوطه کونکي وړي کوم چې د سپتمبر په ۸مه د ليواله شیر په مشق کې ګډون کوي. [سينټکوم]

هغه وویل، "په پراخه کچه، ملګرتیا پوځونو ته توان ورکوي چې وړتیاوو ته وده ورکړي او په خورا بحراني حالاتو کې د چټک غبرګون ښودنه وکړي."

د سينټکوم په وینا، تقريباََ ۱۷۰۰ امریکایي سرتیري، ۲۲۰۰ د اردن د وسله والو ځواکونو پرسونل او د ۲۸ نورو ملګرو هېوادونو څخه ۵۹۱ نړېوال ایتلافي پرسونل په ياد مشق کې برخه اخلي یا يې څارنه کوي.

سينټکوم په یو بیان کې وویل، دا مشق، چې لسم ځل يې دی چې ترسره کيږي، په منځني ختیځ کې د ملګرو لپاره د متحده ایالاتو په ژمنې او د دولتي او غیر دولتي لوبغاړو لخوا د ګډ ګواښونو په وړاندې په ګډې دفاع باندې ټينګار کوي.

د برخه اخیستونکو پوځیانو لپاره، په روزنیزو پیښو کې د اوږدې فاصلې بمبارۍ مشن، د فرضي مخالفینو څخه د سایبر ګواښونو سره مبارزه، د ادارې ترمنځ اړیکه او همغږي او د ترهګرۍ ضد مهارتونو پراختیا شامله وه.

پوځي پرسونلو د هوايي او توغندیو دفاعي هممهالیزولو، سمندري او سرحدي امنیت، د ناورین په وړاندې غبرګون او بشري مرستو باندې هم کار وکړو.

د ساحوي روزنې مشق کې په ګډو وسلو د ډزو کولو مشق، د قوماندۍ پوسټ مشق او د لوړ پوړو مشرانو سیمینار شامل وو ترڅو د تاکتیک څخه تر ستراتیژیکو کچو پورې د معلوماتو شریکول اسان کړي.

سينټکوم وویل چې د ۲۰۲۲ کال مشقونه داسې جوړ شوې ول چې "د متقابل عملياتو ازموينه وکړي چې د هوا، ځمکې، بحر او سایبر ډومینونو کې سیمه ایز چيلنجونه حل کوي."

سیمه ییزه همکاري

ليواله شیر د متحده ایالاتو په مشرۍ د څو لویو تمرینونو په جریان کې ترسره کيږي چې هدف یې په مینځني ختیځ او مرکزي آسیا کې د ملګرو سره د همکارۍ ښه کول دي.

د ایران د رژیم او د هغه د نیابتي ډلو له خوا د سیمې امنیت ته د پرله پسې ګواښونو په وړاندې، د متحده ایالاتو او سعودي عرب پوځیانو ګډ مشقونو ته دوام ورکړي ترڅو خپله ملګرتیا پیاوړې کړي او د پراخو احتمالي حالاتو لپاره تياری وکړي.

سينټکوم د اګست په ۱۲مه ټویټ وکړو چې د نېټيو فیوری ۲۲ مشق، چې د اګست په ۹مه پېل شو او نږدې یوه میاشت پورې یې دوام وکړو، "د سعودي وسله والو ځواکونو سره د متحده ایالاتو د اوږدمهاله اړیکو د پیاوړتیا لپاره خورا مهم و."

په خپل اتم ځل کې، دغه مشق ګډ تاکتیکونو، سمندري وړتیاوو ته وده ورکړه او اوږد مهاله سیمه ایز ثبات يې ښه کړو.

په دې مشق کې، چې د سعودي عرب د یانبو او البیضاء په بندرونو او د شهزاده سلطان په هوايي اډو کې ترسره شوی و، تر ۱۰۰۰ زیات پوځیانو او په سلګونو ګاډو او سمندري کښتیو برخه اخیستې وه.

په دې کې د سمندري پري پوزیشننګ ځواک د چټک ادغام یوه مظاهره شامله وه، چې سیمه ایز بحرانونو او بیړنیو عملیاتو ته د ځواب ویلو لپاره چمتو وي.

د متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو پري پوزيشننګ پروګرام "په ستراتیژیک ډول پوځي تجهیزات او اکمالات د بحر په کلیدي سیمو کې په کښتیو کې ځای په ځای کوي ترڅو په لوی جنګ، بشردوستانه عملیاتو یا نورو بیړنیو حالاتو کې چټک شتون يقيني کړي".

په عين حال کې، د ​​د امریکا پوځ او د منځنۍ اسیا څو همکارانو​​ د اګست په میاشت کې د سیمه ایزو همکاریو د ښه کولو په موخه د تاجیکستان په کوربه توب په مشقنو کې برخه واخیسته.

په تاجیکستان کې د متحده ايالاتو د سفارت خانې د یو بیان له مخې، د سیمه ایزې همکارۍ ۲۲ (RC 22) پوځي مشقونه، د چهار شنبې په ورځ د اګست په ۱۰مه او ۲۰مه په دوشنبه کې ترسره شول.

د متحده ایالاتو، تاجیکستان، قزاقستان، قرغزستان، منګولیا، پاکستان او ازبکستان څخه ګډونوالو د شپږو ورځو په کمانډ پوسټ مشقونو کې د RC 22 برخې په توګه برخه واخېسته.

تاجیکستان او متحده ایالاتو د فخر آباد په روزنیز مرکز کې د دغه مشقونو د پنځه ورځو دوه اړخیزه تمریناتي برخه هم پای ته ورسوله.

مخ پر ودې ګواښونه

دا وروستي مشقونه پداسې حال کې ترسره کيږي چې د ایران لخوا جوړ شوي او ليږدول شوي ډرونونه په هغو هېوادونو کې زيات شوي چېرې چې د ایران ملاتړي ملېشې فعالیت کوي، چې پکې عراق، سوریه او لبنان شامل دي.

د وروستیو راپورونو له مخې، د لبنان حزب الله د فاطمیون ډويژن غړو ته د سوریې په ختیځه صحرا (بدیه) کې د ډرون عملیاتو په اړه روزنه ورکوي.

په یمن کې، د ایران ملاتړي حوثي یاغیانو په ډېرو موقعو د ایران بې پیلوټه الوتکې استعمال کړي دي ترڅو په سعودي عرب او متحده عرب اماراتو کې تاسیسات په نښه کړي.

او په عراق کې، د ایران تر ملاتړ لاندې ملېشو له کلونو راهیسې ایراني بې پیلوټه الوتکې په عربي خلیج کې د نړېوال ایتلاف پوځي اډو او هدفونو په نښه کولو لپاره استعمال کړي دي.

د چين د لویو بنسټيزو تاسيساتو کمپاين چې ​​د پوځي او سوداګریزو تاسیساتو شبکې له لارې​​ د افريقې له ښکر سره خپل اصلي ټاټوبی وصل کړي هم اندېښنې راپورته کړې دي.

د خپل "د ملغلرو تار" ستراتیژۍ د یوې برخې په توګه، د چین سمندري کښتۍ په مالدیپ، بنګله دیش، سریلانکا، پاکستان، ایران او سومالیا کې د لویو بندرونو څخه تیریږي.

دوی د سمندر د لویو لارو څخه تیریږي، چې پکې په سور سمندر کې د باب المندب تنګی؛ د هند او آرام سمندر تر منځ د ملاکا تنګی؛ د عرب خلیج په دروازه کې د هرمز تنګی؛ او د بالي او اندونیزیا ټاپوګانو ترمنځ د لومبوک تنګی شامل دي.

د بېجينګ نړېوال بنسټيز تاسيساتو کمپاين، ​چې د یو کمربند او یوې لارې نوښت (بي آر آی) یا یو کمربند، یو سرک (اوبور) په نوم پیژندل کيږي،​​له دغو مهمو سمندري بندرونو څخه پيليږي او د منځني ختیځ، منځنۍ اسیا او افریقې نورو برخو ته رسيږي.

خو منتقدین خبرداری ورکوي چې د چین سوداګریزې پروژې په ښکاره توګه دوه ګونی هدفونه لري، چې د دې په چټکۍ سره وده کونکي پوځ ته اجازه ورکوي چې خپل لاسرسي پراخ کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500