روغتیا

د چینایي واکسین آزموینې ودرول شوې: د رضاکارانو لاسونه حرکت نه شي کولی

پاکستان فارورډ او ای اېف پي

یو روغتیایي کارکونکی د دسمبر په ۹ مه د پيرو په ليما، پیرو کې یو رضاکار تياوري چې د کورونا ويروس ناروغۍ واکسین ورته ورکړي کوم چې د چینايي شرکت سینوفارم لخوا جوړ شوی دی. [ارنسټو بیناویډز/ای اېف پي]

یو روغتیایي کارکونکی د دسمبر په ۹ مه د پيرو په ليما، پیرو کې یو رضاکار تياوري چې د کورونا ويروس ناروغۍ واکسین ورته ورکړي کوم چې د چینايي شرکت سینوفارم لخوا جوړ شوی دی. [ارنسټو بیناویډز/ای اېف پي]

لیما، پیرو -- پیرو وروسته له هغې د چين د لوی شرکت سينوفارم لخوا جوړ شوی د کورونا ويروس ناروغۍ د واکسينو کلینیکي ازمایښتونه ودروله کله چې دې لږ تر لږه د ازموینې لپاره په يو رضاکار کې اعصابي ستونزې وموندلې.

د ځایي رسنیو له مخې، د پیرو د ملي روغتیا ادارې د جمعې په ورځ (د دسمبر په ۱۱ مه) وویل چې په ازمايښتونو کې د مداخلې پریکړه یې وروسته له هغې وکړه کله چې یو رضاکار خپلو لاسونو ته په حرکت ورکولو کې له ستونزه سره مخ شو.

لوی محقق جرمن مالاګا مطبوعاتو ته وویل، "څو ورځې مخکې موږ تنظیمونکي چارواکو ته خبرداری ورکړو، لکه څنګه چې موږ ورته اړتیا لرو، چې زموږ یوه برخه اخیستونکې [په آزموینې کې] د اعصابي ستونزو نښې ښودلې دي، چې د ګیلین بار سنډروم په نامه وضعیت سره تړاو لري."

ګیلین بار سنډروم یوه نادره او غیر ساري ناروغي ده چې د لاسونو او پښو حرکت متاثره کوي. پیرو د ډیرو کېسونو له کبله په جون ۲۰۱۹ کال کې په پنځو سیمو کې لنډمهاله روغتیایي اضطراري حالت اعلان وکړو.

په ۱۹۷۰ عشره کې، د سواین فلو د ويجاړونکي لړۍ پر ضد امریکایانو ته د واکسين ورکولو کمپاین وروسته له هغې ودرول شو کله چې په ۴۵۰ کسانو کې دغه ناروغي رامينځته شوه. دغه ناروغي فالج رامينځته کولی شي.

د سینوفارم واکسین لپاره د پیرو کلینیکي ازموینې تقريباََ د ۱۲۰۰۰ کسانو د ازموينې وروسته په دې هفته کې پای ته رسیدلې.

د دغه شرکت چيرمين د نومبر په مياشت کې وویل، نږدې یو ملیون خلکو د بیړني کارونې لپاره د سینوفارم واکسین ترلاسه کړې دي. که څه هم، هغه څه ځانګړې ارقام ورنه کړل.

د دې شرکت ډیر آزمايښتونه په بهر کې ترسره کیږي، چې په دې کې متحده عرب امارات، بحرین، مصر، پاکستان، اردن، پیرو او ارجنټاین شامل دي.

دا شرکت ادعا کوي چې دا په نړۍ کې د واکسینو جوړولو "په ټولو اړخونو کې رهبري کوي"، که څه هم دې د روانو آزمايښتونو په اړه هيڅ کلینیکي شواهد نه دي وړاندې کړي.

ډیر هغه کسان چې په چین کې ورته واکسين ورکړل شوي ول د درمل جوړونکو په آزمايښتونو کې په رسمي توګه برخه نه ده اخيستې او ویل کیږي چې دا کار یې په داوطلبانه ډول کړی دی.

که څه هم، څارونکي وايي چې د کورونا ويروس ناروغۍ لپاره د واکسینو جوړولو په سيالۍ کې د لومړي هيواد جوړيدلو لپاره، بیجینګ خپل وګړي هڅوي -- یا هغوی مجبوروي -- چې دا واکسين ترلاسه کړي.

مخ په ډيريدو شک

د چین د روغتیایي چارواکو او واکسین جوړوونکو له خوا د شفافيت نشتوالي د نړۍ په کچه د چین د کورونا ويروس ناروغۍ واکسینو په کاندیدانو کې باور کم کړی دی.

دا د چین رژیم دغه هڅو ته هم زیان رسوي چې خپل خراب شوی شهرت د واکسینو لپاره له وروستۍ هڅې سره ښه کړي وروسته له دې چې دې په پیل کې د وبا د خبرونو په پټولو سره نړۍ په وبا کې اخته کړه. .

د مثال په توګه، د یکشنبې په ورځ (د دسمبر په ۱۳ مه) ترسره شوې یوې نظر پوښتنې وموندله چې په برازیل کې ۵۰٪ ځواب ویونکو وویل چې دوی به په چین کې جوړ شوی واکسین ترلاسه نه کړي، په داسې حال کې چې ۴۷٪ کسانو وويل چې دوی به يې ترلاسه کړي.

چین د سینوفارم په ګډون څلور واکسینونه په وروستي مرحلو کې لري او په ګڼ شمیر هیوادونو کې د ډله ایزو انساني ازموینو سره ښه پرمختللی دی.

خو د ماډرنا، آسترا زینیکا او جانسن او جانسن لخوا د واکسینونو جوړولو برعکس، چینایي درمل جوړوونکو د خپلو واکسینونو د خوندیتوب یا اغیزمنتیا په اړه لږ معلومات خپاره کړي دي.

د لندن د مشاورتي ايرفينيټي له مخې، د چینايي واکسین مخکښو جوړونکو سینووک او سینوفارم د نومبر د نیمایي پورې د ۵۰۰ ملیونه څخه د کم مقدار ډوزونو ارډرونه لري -- چې زياتره په دې کې هغه هيوادونه دي کومو چې په دې ازموينو کې برخه اخیستې ده.

په ورته وخت کې د انګلستان آسترا زینیکا د ۲.۴ ملیارده ډوزونو لپاره له مخکې نه آرډرونه لري، او فایزر نږدې نیم میلیارده آرډرونه لري.

لکه څنګه چې د غربي واکسینو آډرونه او باور زیاتیږي، د چین رژیم -- د روسیې صدر ولادیمیر پوتین له خوا د خپل هیواد د آزمايښتي واکسین سپوتنیک ۵ د مشهورتيا لپاره د وروستۍ هڅې په توګه -- بې وزلو هیوادونو ته خپل واکسين وړاندې کړي.

خو دا سخاوت په بشپړه توګه پرهيزګاري نه ده، په داسې حال کې چې بیجینګ د اوږدې مودې لپاره د سفارتي ګټه په تمه دی.

هوانګ یانزونګ، چې د متحده ایالاتو د بهرنیو اړیکو په شورا کې د نړیوالې روغتیا مشر دی، ای اېف پي ته وويل، "په دې کې شک نشته چې چین د واکسينو سفارت کاريد خپل خراب شوي انځور د ښه کولو لپاره کوي."

"له دې څخه د یوې وسیلې په توګه استفاده کیږي چې د چین نړیوال نفوذ زیات کړي او جغرافيايي او سياسي شخړې حل کړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500