روغتیا

بیجینګ منلې ده چې چینايي واکسین د کورونا ويروس ناروغۍ پروړاندې ۷۹٪ اغيزناک دی

پاکستان فارورډ او ای اېف پي

د روغتیا کارکونکی جارجیو فرانیوټي د میکسیکو په ښار کې د دسمبر په ۲۸ مه د کورونا ويروس ناروغۍ لپاره د فایزر/بیونټېک واکسین ترلاسه کوي. [الفریډو ایسټریلا / ای ېف پي]

د روغتیا کارکونکی جارجیو فرانیوټي د میکسیکو په ښار کې د دسمبر په ۲۸ مه د کورونا ويروس ناروغۍ لپاره د فایزر/بیونټېک واکسین ترلاسه کوي. [الفریډو ایسټریلا / ای ېف پي]

د چینایي درمل شرکت مشر د چهار شنبې په ورځ (د دسمبر په ۳۰ مه) وویل چې د سینوفارم کورونا ویروس واکسین دریم پړاو وموندل چې آزموینې ۷۹٪ اغیزمنې وې، چې د فایزر/بیونټېک او موډرنا لخوا د جوړ شويو واکسينو په پرتله ټیټه کچه لري.

چین، چیرې چې په لومړي ځل دغه وبا راپورته شوه، د لویدیځ پروړاندې سيالي کوي چې د کورونا ويروس ناروغۍ لپاره خپل واکسین جوړ کړي، چې پنځه په کې له مخکې نه په لویه کچه د کلینیکي آزموینې په دريم پړاو کي دي، خو يو په کې هم تراوسه په رسمي توګه نه دی تصویب شوی.

د دسمبر د ۳۰ مې اعلان لومړی اعلان و چې د چینایي واکسینو د اغيزمنتوب په اړه خپور شوی دی.

د بیجینګ د بیولوژیکي محصولاتو انسټیټیوټ، چې د سینوفارم یو فرعي شرکت دی چې د چین د ملي بایوټیک ګروپ (سي اېن بي جي) سره واکسین جوړوي، وویل، "د کورونا ويروس ناروغۍ پروړاندې (د سینوفارم سي اين بي جي بیجینګ) د واکسینو حفاظتي اغیزه ۷۹.۳۴٪ ده."

دغه بیان د هغه قسم ټيکو لګولو ته اشاره وکړه چې د دغه ناروغۍ ذرې په کې کارول کيږي او ويې ويل، سینوفارم د چین د درملو تنظیمونکي ته د غیر فعال کورونا ویروس واکسینو د منظورۍ لپاره درخواست کړی دی.

خو د چین رژیم د خپلو واکسینو د کاندیدانو لپاره د نړیوال باور ترلاسه کولو لپاره مبارزه کړې ده، چې د ازموینې پایلو په اړه د شفافيت د نشتوالي له کبله له خنډونو سره مخ دی.

دا د دريم پړاو د هغه ازموينو په ترسره کولو کې سست پاتې شوی دی، کوم چې په بهر کې ترسره کيدلې.

په عین وخت کې، غربي هیوادونه د واکسینو په معرفي کولو او تصویبولو کې مخکې تللي دي.

د فایزر/بیونټېک او موډرنا له خوا په سلګونو ملیونه خوراکونه د مخکښو کانديدانو څخه بُوک شوي دي، چې په ترتیب سره د موثریت کچه ۹۵٪ او ۹۴٪ لري.

د شفافيت نشتوالی باور کمزوری کوي

د چین روغتیایي چارواکو او واکسین جوړوونکو له خوا د شفافيت نشتوالي د نړۍ په کچه د چین د کورونا ويروس ناروغۍ واکسینو په کاندیدانو کې باور کم کړی دی.

دا د چین رژیم هڅې هم کموي چې خپل هغه خراب شوی شهرت د واکسینو لپاره له وروستۍ هڅې سره ښه کړي وروسته له دې چې دې په پیل کې د وبا د خبرونو په پټولو سره نړۍ په وبا کې اخته کړه.

د مثال په توګه، د دسمبر په ۱۳ مه ترسره شوې یوې نظر پوښتنې وموندله چې په برازیل کې ۵۰٪ ځواب ویونکو وویل چې دوی به په چین کې جوړ شوي واکسین ترلاسه نه کړي، په داسې حال کې چې ۴۷٪ کسانو وويل چې دوی به يې ترلاسه کړي.

دا حتی د واکسینو د موثریت نسبتاََ د ټيټې کچې د خبرونو نه مخکې وه.

د موډرنا، آسترا زینیکا او جانسن او جانسن لخوا د واکسینونو جوړولو برعکس، چینایي درمل جوړوونکو د خپلو واکسینونو د خوندیتوب یا اغیزمنتیا په اړه لږ معلومات خپاره کړي دي.

لکه څنګه چې د غربي واکسینونو آډرونه او باور زیاتیږي، د چین رژیم -- د روسیې صدر ولادیمیر پوتین له خوا د خپل هیواد د آزمايښتي واکسین سپوتنیک ۵ د مشهورتيا لپاره د وروستي هڅې په څير -- بې وزلو هیوادونو ته خپل واکسين وړاندې کړي.

خو دا سخاوت په بشپړه توګه پرهيزګاري نه ده، په داسې حال کې چې بیجینګ د اوږدې مودې لپاره د سفارتي ګټه په تمه دی.

هوانګ یانزونګ، چې د متحده ایالاتو د بهرنیو اړیکو په شورا کې د نړیوالې روغتیا مشر دی، ای اېف پي ته د دسمبر په لومړيو ورځو کې وويل، "په دې کې شک نشته چې چین د واکسينو سفارت کاري کاروي چې خپل خراب شوی انځور ښه کړي."

د چین د روغتیا چارواکو په دې هفته کې وویل، په عین وخت کې، په ووهان کې د انټي بیوډیز څخه ترلاسه شوي معلومات وړانديز کوي چې د وبا په مرکز کې د کېسونو شمیر کيدی شي د تیرو راپور شويو کېسونو څخه لس چنده لوړ وي.

دا خبر وروسته له هغې راپورته کیږي کله چې یوه چینایي ژورنالیسته د دوشنبې په ورځ (د دسمبر په ۲۸ مه) په چین کې د کورونا ويروس ناروغۍ د لومړیو مرحلو په اړه د راپور ورکولو په خاطر د څلورو کالو لپاره قيد شوه، يو څو هفتې له دې مخکې چې د نړیوالې روغتیا سازمان چمتو دی چې د ویروس د سرچينې په اړه څیړنې پیل کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500