روغتیا

د چین د پوښتنې وړ واکسین د پاکستان د کووېډ-۱۹ پروړاندې مبارزې ته زيان رسوي

د زرک خان له خوا

پاکستاني کارکونکي چې غواړي منځني ختیځ ته لاړ شي د جون په ۲۸ مه په اسلام آباد کې د واکسین ورکولو په مرکز کې د فایزر واکسینو د خوراک ترلاسه کولو څخه مخکې د رجسټريشن لپاره په قطار کې ولاړ دي. چینایي واکسین ډیر هغو هیوادونو ته د ننوتلو لپاره نه منل کیږي چیرې چې پاکستانیان کار او سفر کول غواړي. [فاروق نعیم/ای اېف پي]

پاکستاني کارکونکي چې غواړي منځني ختیځ ته لاړ شي د جون په ۲۸ مه په اسلام آباد کې د واکسین ورکولو په مرکز کې د فایزر واکسینو د خوراک ترلاسه کولو څخه مخکې د رجسټريشن لپاره په قطار کې ولاړ دي. چینایي واکسین ډیر هغو هیوادونو ته د ننوتلو لپاره نه منل کیږي چیرې چې پاکستانیان کار او سفر کول غواړي. [فاروق نعیم/ای اېف پي]

اسلام آباد -- د چین لخوا مرسته شوي واکسینونو د اغیزمنتوب او خوندیتوب په اړه شکونو احتجاجونه رامينځته کړي، په داسې حال کې چې احتجاج کونکي په پاکستان کې د لویديځ له خوا د جوړ شويو کورونا ويروس خوراکونو غوښتنه کوي.

پاکستان د واکسین ورکولو د کمپاین د یوې برخې په توګه چې د تيرې فبرورۍ په میاشت کې پیل شوی و خپلو وګړو ته زیاتره چینايي واکسینونه -- سینوفارم، سینوويک او کين سينو بايو -- ورکوي.

که څه هم، پاکستانیان، د حکومتي کارمندانو او روغتیایي کارمندانو په شمول، نه غواړي چې چینایي واکسین ترلاسه کړي ځکه چې دوی د دې د اغیزمنتیا په اړه شک لري.

د ملي کمانډ او عملياتو مرکز (اېن سي او سي)، له مخې، چې یوه دولتي اداره ده او د کورونا ويروس د غبرګون نظارت کوي، د یکشنبې (د ۴ جولای) پورې، پاکستان د فبرورۍ په ۳ مه د واکسین د کمپاین له پیل راهیسې د خپل ټول نفوس ۲۲۰ ملیونو څخه د ۳.۲ ملیونه څخه ډیرو کسانو ته واکسین ورکړي دي.

پاکستان د جولای په ۲ مه د ملګرو ملتونو تر ملاتړ لاندې د کوویکس نړیوال نوښت سره په همکارۍ کې له متحده آيالاتو څخه د موډرنا کورونا ویروس واکسینو ۲.۵ میلیونه خوراکونه ترلاسه کړل. [په اسلام اباد کې د متحده آيالاتو سفارت خانه]

پاکستان د جولای په ۲ مه د ملګرو ملتونو تر ملاتړ لاندې د کوویکس نړیوال نوښت سره په همکارۍ کې له متحده آيالاتو څخه د موډرنا کورونا ویروس واکسینو ۲.۵ میلیونه خوراکونه ترلاسه کړل. [په اسلام اباد کې د متحده آيالاتو سفارت خانه]

په کراچۍ کې یو روغتیایي کارکونکی د جون په ۲۰ مه يو اوسيدونکي ته د کورونا ويروس ناروغۍ لپاره د سینوفارم واکسین ورکوي. [زرک خان/پاکستان فارورډ]

په کراچۍ کې یو روغتیایي کارکونکی د جون په ۲۰ مه يو اوسيدونکي ته د کورونا ويروس ناروغۍ لپاره د سینوفارم واکسین ورکوي. [زرک خان/پاکستان فارورډ]

په اسلام آباد کې د اېن سي او سي یو چارواکي د نړۍ نفوس سلنې ته اشاره وکړه چې لږ تر لږه یې د کووېډ-۱۹ واکيسنو يو خوراک ترلاسه کړی دی او د نوم نه ښودلو په شرط يې وويل، " د ۲۳.۸٪ نړيوال اوسط په مقابل کې په پاکستان کې د وبا سره په مبارزه کې د واکسینو د ورکولو ارقام ډیر کم څرګندیږي."

دغه چارواکي زیاته کړه، "د دې اصلي لامل دا دی چې پاکستانیان د چین له خوا د جوړ شويو واکسینو د اغیزمنتیا او خوندیتوب په اړه شک لري."

د چینايي واکسینو شتون، پداسې حال کې چې دوی بل څه انتخاب نه لري، په پاکستانیانو او په ځانګړي توګه په مهاجرو کارکونکو کې غوسه راپارولې ده.

په سلګونو پاکستانیانو د جون په ۲۸ مه چې سعودي عرب ته د سفر کولو په لټه کې دي په اسلام آباد کې د واکسین ورکولو په اصلي مرکز کې احتجاج وکړو، او غوښتنه یې وکړه چې چارواکي یوازې ضروري اروپایي یا د متحده ایالاتو لخوا جوړ شوي واکسینونه لکه آسترازینکا یا فایزر ورکړي چې دوی په بهر کې کار بيرته پيل کړي.

سعودي چارواکو تر اوسه د چین جوړ شوي واکسین نه دي تصويب کړي ځکه چې د دی د اعتبار په اړه انديښنې شتون لري، چې په پايله کې يې د زرګونو پاکستاني کارکونکو او حاجیانو لپاره دغه هیواد ته ورننوتل ګران کړي دي.

نجم ولي، چې يو بهرنې کارمند دی او په دغه احتجاج کې يې برخه اخیستې وه، وويل، "د سعودي عرب په ګډون ټول پرمختللي هیوادونه د اغیزمنتوب او خوندیتوب په اړه د اندیښنو له امله د چین تولید شوي واکسینونه نه مني."

هغه وويل، که څه هم، پاکستان په دوامداره توګه د چین لخوا جوړ شوي واکسینونه ترلاسه کوي، کوم چې د خلکو د ژوند سره لوبې کول دي.

اېن سي او سي د جولای په ۳ مه خپله اراده لږه بدله کړه، او اعلان یې وکړو چې ډاکټران به هغه خلکو ته د متحده آيالاتو له خوا جوړ شوي موډرنا کورونا ویروس واکسین ورکړي کوم چې د سفر لپاره دې ته اړتیا لري.

اېن سي او سي په یو بیان کې وويل، دغه واکسین به "د هغه بهرنيو کارکونکو لپاره شتون ولري چې په بهر کې د کار لپاره د سفر لپاره دې ته اړتيا لري او د هغه هيواد ویزه/ اقامه [د اوسیدو جواز] لري چيرې چې چینايي واکسین اوس مهال نه منل کیږي."

د واکسینو سفارتکاري

د کورونا ويروس ناروغۍ لپاره د واکسینو جوړول او مرسته له هغه لارو څخه يوه ده چې بیجینګ هڅه کړې ده چې د کورونا ويروس ناروغۍ په ناوړه توګه سمبالول او ورپسې د غلطو معلوماتو کمپاینونه پټ کړي چې موخه يې د ملامت کولو مخه نيول او د وبا په اړه دروغ خپرول و..

خو په چين کې د ناروغۍ د کنټرولولو يو مخکښ چارواکي تیره هفته په عامه توګه د چین له خوا د جوړ شويو واکسينو د اغیزمنتوب په اړه اندیښنې ومنلې، په داسې حال کې چې دوی يو احتمالي پلان لري چې د هیواد د کورونا ویروس واکسینو اغیزمنتیا لوړه کړي.

د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي لپاره د چینایي مرکز ډايريکټر ګاو فو د اپرېل په ۱۰ مه په چینګدو کې یو کانفرنس ته وویل چې دغه اداره "په دې غور کوي چې څنګه دا ستونزه حل کړي چې د موجوده واکسینو اغیزمنتوب لوړ نه دی."

د بي بي سي له مخې، موجوده واکسینونه، د سینووک او سینوفارم د خوراکونو په ګډون "د ساتنې خورا لوړه کچه نه لري."

نیویارک ټایمز د جون په ۲۲ مه راپور ورکړو، د څو هیوادونو د معلوماتو ارزونه چې د چین له خو په جوړ شويو واکسینونو باندې يې باور لرلو دا اندیښنې تاییدوي.

د معلوماتو د راټولولو د پروژې اور ورلډ اېن ډېټا له مخې، د مثال په توګه، په سي شېلس، چیلي، بحرین او منګولیا کې، له ۵۰ څخه تر ۶۸٪ نفوسو ته په بشپړ ډول واکيسن ورکړل شوي دي.

د ورځپاڼې د څیړنې له مخې، که څه هم، دا څلور هيوادونه په هغو لوړو ۱۰ هيوادونو کې دي چيرته چې د جون د مياشتې په نیمایي کې د کووېډ-۱۹ ډیرې ناوړه پیښې رامينځته شوې وې.

جين دونګيان، چې په هانګ کانګ يونيورسټۍ کې ویرولوژیست دی، وويل، "که چیرې واکسینونه د کافي حده پورې ښه وي، نو موږ باید دا حالات ونه وينو." "چینایان د دې د حل مسؤلیت په غاړه لري."

د سینوفارم واکسینو، چې د بایولوژیک محصولاتو بیجینګ انسټیټیوټ له خوا جوړ شوي ول، د اغیزمنتیا کچه ۷۸.۱٪ ده، په داسې حال کې چې د سینوواک واکسينو کچه ۵۱٪ ده.

د دې په پرتله، د امریکې او جرمني د فایزر- بایون ټیک او د متحده ایالاتو لخوا جوړ شوي موډرنا واکسین په ترتیب سره ۹۵٪ او ۹۴٪ اغیزمنتوب لري.

د متحده آيالاتو مرسته

په اسلام اباد کې د متحده آيالاتو سفارت خانې په يو بيان کې وويل، متحده آيالاتو د جولای په ۲ مه د ملګرو ملتونو تر ملاتړ لاندې د کوویکس نړیوال نوښت سره په همکارۍ پاکستان ته د موډرنا کورونا ویروس واکسینو ۲.۵ میلیونه خوراکونه ورکړل.

د متحده آيالاتو د سفير معاون اېنجلا ایګلر وويل، "دا واکسینونه به د خلکو ژوند وژغوري او د پاکستان سره به مرسته وکړي چې د دې بحران څخه خلاصی ترلاسه کړي، چې زموږ په دواړو هیوادونو کې يې ډیرې کورنۍ او ټولنې تباه کړي دي."

هغې وويل، "واکسین شوي خلک به د اقتصادي او ټولنیزو اړیکو په بیرته راوستلو کې هم مرسته وکړي چې موږ یې هرکلی کوو."

د بهرنیو چارو وزارت ویاند زاهد حفیظ چوهدري د جولای په ۲ مه په ټویټر وویل، "دا واکسین به په پاکستان کې د واکسین روان کمپاین ته وده ورکړي."

هغه زیاته کړه، "د وبا په وړاندې زموږ په مبارزه کې د متحده ایالاتو له خوا د دوامداره ملاتړ مننه کوو."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500