ديپلوماسي

د چینايي واکسینو بې باوري د سعودي عرب په لور د روانو پاکستانیانو په لاره کې خنډونه رامنځته کوي

د زرک خان له خوا

پاکستاني مسافر چې سعودي عرب ته روان دي په دې کال کې د عمرې لپاره د خپلو سامانونو سره د ۲۰۲۰ کال د نومبر په ۳۰مه په جده کې په شاه عبد العزیز نړیوال هوایي ډګر کې ګرځي. [ای اېف پي]

پاکستاني مسافر چې سعودي عرب ته روان دي په دې کال کې د عمرې لپاره د خپلو سامانونو سره د ۲۰۲۰ کال د نومبر په ۳۰مه په جده کې په شاه عبد العزیز نړیوال هوایي ډګر کې ګرځي. [ای اېف پي]

اسلام آباد -- د سعودي عرب طبي چارواکو تر اوسه د چین د کورونا ویروس جوړ شوي واکسین نه دي تصويب کړي ځکه چې د دی د اعتبار په اړه انديښنې شتون لري، چې په پايله کې يې د زرګونو پاکستاني کارکونکو او حاجیانو لپاره دغه هیواد ته ورننوتل ګران کړي دي.

ریاض د فایزر، آسترازینیکا، موډرنا او جانسن او جانسن واکسین تصویب کړي دي. هغه څوک چې دا واکسين يې نه دي ترلاسه کړي باید د نوي اقداماتو لاندې، چې د تيري پنچشنبې په ورځ (د مې په ۲۰مه) نافذ شوې ول، سعودي عرب ته د راتلو پر مهال قرنطین شي.

يو دولتي هوايي شرکت سعودیه په خپلې ویب پاڼې کې وويل، ټول لیدونکي باید د ریاض له خوا په تصويب شويو څلور واکسینونو کې يو واکسین ترلاسه کړي او ثبوت يې وښیي.

پاکستان د واکسین ورکولو د کمپاین د یوې برخې په توګه چې د تيرې فبرورۍ په میاشت کې پیل شوی و خپلو وګړو ته زیاتره چینايي واکسینونه -- سینوفارم او سینووک -- ورکړي دي.

په کراچۍ کې یو روغتیایي کارکونکی د اپرېل په ۲۰مه يو اوسيدونکي ته د کورونا ويروس ناروغۍ لپاره د سینوفارم واکسین ورکوي. [زرک خان/پاکستان فارورډ]

په کراچۍ کې یو روغتیایي کارکونکی د اپرېل په ۲۰مه يو اوسيدونکي ته د کورونا ويروس ناروغۍ لپاره د سینوفارم واکسین ورکوي. [زرک خان/پاکستان فارورډ]

د سپوتنیک V، چې د روس له خوا جوړ شوي واکسين دي، تقريباََ ۵۰۰۰۰ خوراکونه د اپرېل په مياشت کې په کراچۍ، لاهور او اسلام آباد کې په سوداګریزه توګه موجود ول.

په عین وخت کې، پاکستان په پرمختيايي هیوادونو کې د کورونا ويروس ناروغۍ د واکسينو مساوي ويش لپاره د نړیوالې روغتیا سازمان د کوواکس پروګرام د برخې په توګه د دې میاشتې په پیل کې د واکسینو د ۱.۲ ملیونه خوراکونو ترلاسه کولو وروسته خپلو وګړو ته د واکسين ورکولو لپاره د آسټرازینيکا استعمال پیل کړی دی.

د سعودي پالیسۍ لا مخکې نه په زرګونو پاکستاني وګړي متاثره کړي چې د کار یا حج لپاره دغه سلطنت ته د سفر کولو په لټه کې دي.

په حج کې خنډونه

هغه پاکستانیان له دوو خنډونو سره مخ دي کوم چې سعودي عرب ته د سفر کولو لپاره هڅه کوي: د هوایي شرکتونو له خوا الوتکې ته د ختو نه نيغ په نيغه انکار، او په ګران هوټل کې لازمي قرنطین که چيرې دوی په څه ډول الوتکې ته په ختو کې بریالي شي.

د پاکستان د سفر د انتظامات کولو ایجنسۍ وايي چې د سعودي عرب چارواکو هوايي شرکتونو ته لارښوونه کړې چې هغو مسافر الوتکې د ختو نه منع کړي کومو چې د چین یا روس لخوا جوړ شوي واکسین ترلاسه کړي دي.

په کراچۍ کې میشته ټریول ایجنټ اشرف محمد وویل، "سعودي حکومت د می د مياشتې د ۲۰ مې نيټې راهیسې د واکسینو نوې پالیسي پلي کړې ده."

د محمد په وینا، هغه مسافر چې الوتکې ته د ختو اجازه يې ترلاسه کړې ده خو د سعودي لخوا تصويب شوي واکسین يې ندي ترلاسه کړي باید په جده کې ۷۰۰ آمريکايي ډالره یا په ریاض کې ۱۳۰۰ آمريکايي ډالره ورکړي چې د راتګ په وخت د اوو ورځو لپاره په قرنطین هوټلونو کې پاتې شي.

حسین وویل، "په پاکستان کې، یوازې د چين - او روس له خوا جوړ شوي واکسینونه شتون لري او سعودي عرب او نور پرمختللي هیوادونه دغه واکيسن نه مني ځکه چې دوی د چینایي واکسینونو د اغیزمنتیا او خوندیتوب په اړه شک لري."

د خېبر پښتونخواه د کوز دیر اوسیدونکي رشید حسین وویل، د هوایي شرکت چارواکو هغه سعودي عرب ته د تلو نه منع کړو ځکه چې هغه غير چینايي جوړ شوي واکسین نه و ترلاسه کړي.

حتی که دوی هغه ته د الوتنې اجازه ورکړی وای، د هوټل لګښت د هغه د برداشت نه بهر خبره وه.

هغه وویل، "زه په رياض کې د یوې هفتې لپاره ۱۳۰۰ آمريکايي ډالره نه شم ورکولی ځکه چې زه په ریاض کې د يو مزدور په توګه کار کوم او زما تنخوا په میاشت کې تقريباََ ۵۸۰ آمريکايي ډالره ده."

د نړیوال کار سازمان لخوا د راټول شويو ارقامو له مخې، تقريباََ ۹۶٪ پاکستاني کارکونکي په خلیجي هیوادونو کې کار کوي، په داسې حال کې چې د دوی اکثريت په سعودي عرب او متحده عرب اماراتو کې دی.

په عین وخت کې، سعودي حکومت ټینګار کوي چې بهرني حاجیان باید سلطنت ته د راتلو څخه مخکې د کورونا ويروس ناروغۍ تصويب شوي واکسین ترلاسه کړي.

د سعودي عرب له خوا د چین د جوړ شوي واکسینو د تصويبولو څخه انکار هغه پاکستانیان اندیښمن کړي چې د جولای په میاشت کې د حج د کولو په تمه دي.

په پېښور کې میشت سوداګر شیخ ریاض، چې سږ کال د حج کولو پلان لري، وويل "داسې ښکاري چې چین خپل واکسینونه په پاکستان کې ازمویلي دي، او همدا وجه ده چې سعودي عرب او نور ملګري هیوادونه یې نه مني."

د چینایي واکسینو نيمګړتياوې

د کورونا ويروس ناروغۍ لپاره واکسین جوړول له هغه لارو څخه يوه ده چې بیجینګ هڅه کړې ده چې د کورونا ويروس ناروغۍ په ناوړه توګه سمبالول او ورپسې د غلطو معلوماتو کمپاینونه پټ کړي چې موخه يې د ملامت کولو مخه نيول او د وبا په اړه دروغ خپرول و.

خو په چين کې د ناروغۍ د کنټرولولو يو مخکښ چارواکي تیره هفته په عامه توګه د چین جوړ شويو واکسينو د اغیزمنتوب په اړه اندیښنې ومنلې، په داسې حال کې چې دوی يو احتمالي پلان لري چې د هیواد د کورونا ویروس واکسینو اغیزمنتیا لوړه کړي.

سیمه ایزو رسنيو راپور ورکړو، د ناروغیو کنټرول او مخنیوي لپاره د چینایي مرکز ډايريکټر ګاو فو د اپرېل په ۱۰ مه په چینګدو کې یو کانفرنس ته وویل چې دغه اداره "په دې غور کوي چې څنګه دا ستونزه حل کړي چې د موجوده واکسینو اغیزمنتوب لوړ ندی" .

د بي بي سي له مخې، موجوده واکسینونه، د سینووک او سینوفارم د خوراکونو په ګډون "د ساتنې خورا لوړه کچه نه لري."

ډاکټران ښه واکسینونه غواړي

چارواکو او د نيم طبي مسلکانو ټولنې وويل، په پاکستان کې د روغتیا پاملرنې کارکوونکي نه غواړي چې د کورونا ویروس هغه واکسین استعمال کړي کوم چې د چين له خوا مرسته شوي دي ځکه چې دوی د هغې د اغیزمنتوب په اړه شکونه لري.

د حکومتي ارقامو له مخې، په هیواد کې ۱.۲ روغتیایي کارکوونکي شتون لري چې په حکومتي او پرايويټ سيکټورونو کې کار کوي. که څه هم، د اپرېل د وروستيو ورځو پورې یوازې ۲۲۴۰۰۰ ډاکټرانو، نرسيانو او روغتيايي کارکوونکو د سینوفارم دوه خوراکونه ترلاسه کړي دي.

په کراچۍ کې د نرسانو د ټولنې مشر جاوید حسین د اپرېل په مايشت کې وویل، "په پاکستان کې، عموماََ خلک فکر کوي چې چینایي محصولات ټیټ کیفیت لري." "د روغتیا پاملرنې کارکوونکي څنګه کولی شي د کورونا ويروس ناروغۍ لپاره په چینایي واکسینونو باندې باور وکړي؟"

هغه تایید کړه چې ګڼ شمير روغتیایي کارکوونکو د واکسینو د ترلاسه کولو لپاره رجسټريشن نه دی کړی.

حسین وویل، "روغتیایي کارکوونکي د کورونا ويروس ناروغۍ لپاره واکسین کولو ته زړه نا زړه نه دي. "هر ډول انکار د چین له خوا د جوړ شویو واکسینو د اغیزمنتیا او خوندیتوب له امله دی."

هغه وویل، ډیر روغتیایي کارکونکي د آسترا زینیکا یا د فایزر واکسینو د رارسيدو انتظار کوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500