تجزيه

د چين د نړیوالې وبا په ستراتیژۍ کې يوه ستونزه: د دې واکسین کيدی شي کار ونکړي

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي له خوا

یوه بوډۍ ښځه د مارچ په ۱۶مه په لاهور کې د چین په لاس د جوړ شوي سینوفارم واکسین خوراک ترلاسه کوي. [عارف علي/ای اېف پي]

یوه بوډۍ ښځه د مارچ په ۱۶مه په لاهور کې د چین په لاس د جوړ شوي سینوفارم واکسین خوراک ترلاسه کوي. [عارف علي/ای اېف پي]

بیجینګ -- په لومړي ځل يو چینايي چارواکي تیره هفته په عامه توګه د چین جوړ شويو واکسينو د اغیزمنتوب په اړه اندیښنې ومنلې، په داسې حال کې چې دوی يو احتمالي پلان لري چې د هیواد د کورونا ویروس واکسینو اغیزمنتیا لوړه کړي.

کتونکي وايي، لکه څنګه چې چین په لویه کچه د واکسین کمپاین کې مخ پروړاندې روان دی او په ټوله نړۍ کې خپل واکسين صادروي، دا اعتراف چې غالباََ د دې د واکسينو په اغیزمنتیا کې ستونزه وي د رژیم "د واکسینو د سفارتکارۍ" ستراتیژي له خنډ سره مخامخ کولی شي.

سیمه ایزو رسنیو راپور ورکړو، د ناروغیو کنټرول او مخنیوي لپاره د چینایي مرکز مشر ګاو فو د اپرېل په ۱۰ مه په چنګدو کې یو کانفرنس ته وویل چې دغه اداره "په دې غور کوي چې څنګه دا ستونزه حل کړي چې د موجوده واکسینو اغیزمنتوب لوړ ندی."

د بي بي سي د راپور له مخې هغه وویل چې موجوده واکسین، د سینووک او سینوفارم د خوراکونو په ګډون، "د خوندیتوب لوړه کچه نه لري."

د فلسطین د روغتیا د وزارت کارکونکي د اپرېل په ۶ مه په نيول شوي لويديځه غاړه کې د هبرون په شمال کې د هالهول په یو سکول کې د چین د حکومت لخوا مرسته شوي د کورونا ويروس واکسین سينوفارم خوراکونه تياروي. [حازم بدر/ ای اېف پي]

د فلسطین د روغتیا د وزارت کارکونکي د اپرېل په ۶ مه په نيول شوي لويديځه غاړه کې د هبرون په شمال کې د هالهول په یو سکول کې د چین د حکومت لخوا مرسته شوي د کورونا ويروس واکسین سينوفارم خوراکونه تياروي. [حازم بدر/ ای اېف پي]

د سریلانکا په کولمبو کې د اپرېل په ۶ مه یو روغتیایي کارکونکی په چین کې جوړ شوي سینوفارم واکسین په دغه هیواد کې یو چینايي اوسیدونکي ته ورکوي، وروسته له هغې چې ځایي روغتیایي چارواکو په ټاپو کې د میشتو چینايي وګړو لپاره د چین له خوا د جوړ شويو واکسينو کارول تصويب کړل. [ایشارا اېس کوډیکارا/ای اېف پي]

د سریلانکا په کولمبو کې د اپرېل په ۶ مه یو روغتیایي کارکونکی په چین کې جوړ شوي سینوفارم واکسین په دغه هیواد کې یو چینايي اوسیدونکي ته ورکوي، وروسته له هغې چې ځایي روغتیایي چارواکو په ټاپو کې د میشتو چینايي وګړو لپاره د چین له خوا د جوړ شويو واکسينو کارول تصويب کړل. [ایشارا اېس کوډیکارا/ای اېف پي]

چین په مشروط ډول څلور تصویب شوي واکسین لري، چې د خپاره شويو اغیزو کچه يې د فایزر - بایونټیک او موډيرنا لخوا د سیالي واکسينو څخه کمه ده، چې یاد واکسین په ترتیب سره ۹۵٪ او ۹۴٪ کچه لري.

ګاو د مختلفو واکسینو د يو ځای کولو او د خوراکونو په شمیر او مقدار کې د بدلون، یا د دوی ترمینځ د وقفې ساتلو وړانديز وکړو.

د یانزونګ هوانګ په وینا، چې د بهرنیو اړیکو په شورا کې د نړیوالې روغتیا مشر دی، د ګاو څرګندونې په چټکۍ سره په چین کې دننه په ټولنیزو رسنیو کې بندې شوې.

هغه فاينېنشل ټایمز ته وویل، "دا لومړی ځل دی چې … یو دولتي چارواکي په عامه توګه ومنله چې د خوندیتوب کچه د واکسین کولو په کمپاین کې يوه اندیښنه ده."

داستان بدلول

د چینایي واکسینو په ورکولو کې هر ډول بدلون به د هغو لسګونو هیوادونو لپاره لویې پايلې ولري چې بیجینګ ورته دغه واکسين چمتو کوي، چې دا د دغه هیواد د هڅو برخه ده څو هغه څه چمتو کړي چې چارواکي یې "نړیواله عامه ګټه" ګڼي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وینبین د فبرورۍ په وروستیو کې وویل، چین ۲۷ هیوادونو ته خپل د کورونا واکسین صادروي او ۵۳ اړمنو هیوادونو ته وړیا د 'واکسین مرسته' چمتو کوي.

کرشنا اودايا کمار، چې په ډیوک يونيورسټۍ کې د ډیوک نړیوالې روغتیا نوښت مرکز بنسټ ایښودونکی دی، د مارچ په مياشت کې اسوشیټیډ پریس ته د چین د "واکسینو سفارتکارۍ" په اړه وويل، "د [واکسین ځینې خوراکونه] مرسته شوې، ځینې یې پلورل شوي او ځینې یې د قرضې په توګه پلورل شوي."

چینایي رژیم د هغو هيوادونو بشپړ ليسټ نه دی چمتو کړی کوم چې د اکمالاتي سکیمونو له لارې د چین له خوا جوړ شوي واکسین ترلاسه کوي.

منتقدین داسې "مرستو" ته د بیجینګ د کمپاین د یوې برخې په توګه ګوري چې په ووهان کې په لومړيو ورځو کې د وبا د راپورته کيدو په اړه داستان او د بحران اعتراف د هیواد په بریا او د ويروس د خپريدو د مخنيوي لپاره "د اتلوالۍ په اعمالو" کې بدل کړي.

فاینېنشل ټایمز راپور ورکړو، چین د مارچ په میاشت کې په نړۍ کې د خپل کورونا ویروس واکسینو ۴۰ ملیونه خوراکونه، ډیر یې پرمختللو هیوادونو ته، صادر کړې ول.

هغه هیوادونو ته د واکسینونو رسد چې د ډیر قیمتي واکسینونو ترلاسه کولو توان نلري یا هغه چې ډیر ورته پکار دي د بیجینګ د تاریخ د بدلولو د هڅې یو مهم عنصر دی.

مګر د چین د واکسینو د سفارتکارۍ هڅې به یوازې د هغه محصول د کیفیت په څير دومره اغیزمنې وي څومره چې یې دا وړاندې کوي.

د نړیوالې روغتیا شنونکي وايي، د چین له خوا د جوړ شويو واکسينو د اغیزمنتیا په اړه کافي معلومات شتون نه لري چې مناسبه ارزونه يې وکړو.

د انګلستان په عامه روغتیا کې د ساري ناروغۍ کنټرول ريټايرډ سلاکار پیټر انګلش فاینېنشل ټایمز ته وویل، "موږ د دې واکسینو د اغیزمنتيا په اړه لږ معلومات لرو."

د واکسینو د نورو تولید کونکو برخلاف، چینایي جوړونکو د دريمې مرحلې د ازموينې معلومات نه دي خپاره کړې، چې د اغيزمنتيا د کچې د شفافيت او سموالي په اړه پوښتنې راپورته کوي.

ښکاره خبرداری

د بیجینګ له خوا د کورونا ويروس ناروغۍ لپاره د خرابو ټیسټ کټونو، وینټیلېټرونو او "جعلي" ماسکونو او نورو شخصي حفاظتي تجهیزاتو (پي پي اي) صادرول يو بل خبرداری دی.

په تير کال کې کله چې وبا خپل عروج ته رسيدلې وه، پاکستاني هسپتالونو په چین کې جوړ شوي شخصي حفاظتي آلات (پي پي اي) د هغه روغتیايي کارکونکو د ناروغه کيدو او د مرګونو له لړۍ وروسته رد کړل کومو چې د کورونا ويروس ناروغۍ د ناروغانو علاج کولو.

ډاکټر عمر جواد، چې د پاکستان د طبي اتحاديې سکريټري دی، د تير مۍ په مياشت کې وويل، "له ۱،۰۰۰ څخه ډیرو ډاکټرانو، نيم طبي کارکونکو او نرسانو، چې د کورونا ويروس ناروغۍ په سمبالولو کې بوخت دي، د ویروس لپاره ټسټونه له چین څخه د وارد شويو خرابو شخصي حفاظتي آلاتو له کبله مثبت راغلي دي."

په خېبر پښتونخوا کې د پاکستان د طبي اتحاديې سيکريټري ډاکټر جواد په هغه وخت کې وويل، "موږ ټول پوهیږو چې چین د ټیټ کیفیت لرونکو توکو د قاچاق او سوداګرۍ له کبله بدنام دی، او اوس د عامه خونديتوب په نوم د غير معياري ماسکونو، چوغو او پيزارو په چمتو کولو سره پیسې ګټي."

"خو دا ثابته شوه چې دا توکي د کورونا ويروس ناروغۍ په وړاندې د روغتیا پاملرنې چمتو کونکي خوندي نه ساتي."

پاکستاني چارواکو هم وموندله چې د کورونا ويروس ناروغۍ د تشخيص لپاره د چين ټسټ کيټونه غلطې پایلې ورکولې، چې نه يوازې د پاکستاني روغتیايي کارکونکو لپاره يې لویې ستونزې رامینځته کړي بلکې د هغه کسانو لپاره يې هم ستونزې رامينحته کړې د کومو چې ټسټونه ترسره کيدل.

د جون په مياشت کې، د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت د چینایي شرکت پر وړاندې يوه مقدمه درج کړه چې تقريباََ نیم ملیونه جعلي او غیر معياري اېن ۹۵ ماسکونه يې د اپرېل په مياشت کې خرڅ کړي ول، په داسې حال کې چې د کورونا ويروس وبا په نړۍ کې خپره شوه.

لکه څنګه چې په تیره ګرمۍ کې په پاکستان کې د کورونا ویروس مرګونه ډیر شول، نو د سلګونو ناروغانو مرګونه په چین کې جوړ شويو خرابو وینټیلېټرونو ته منسوب شول..

په عین حال کې، د اګست په مياشت کې، کله چې د پاکستان تنظیمونکو د هغه واکسينو د ټسټ کولو د وروستي پړاو منظوري ورکړه کوم چې د کېن سینو بایو او د چین د بايو ټیکنالوژۍ انستیتیوت لخوا جوړيږي، نو روغتیایي کارکونکو خبرداری ورکړو.

هغوی وويل، چین دا تاریخ لري چې د وبا په حالت کې د خونديتوب په پرځای ګټو ته لومړيتوب ورکوي او د چین جوړ شوي واکسین د دې نه مختلف نه دي.

لومړی ګټه

ډاکټر محمد سلیم، چې په اسلام آباد کې د پاکستان د طبي علومو په انسټیټیوټ کې د طب ماهر دی، د تير اګست په مياشت کې وویل چې چین په لومړیو مرحلو کې د کورونا ویروس د مخنیوي لپاره د مخنیوي اقدامات ونه کړل او د ټیټ کیفیت وینټیلېټرونو، کټونو او شخصي حفاظتي تجهیزاتو په پلور سره ګټه ترلاسه کوي.

هغه وویل، "[چین] اوس غواړي چې له واکسینو څخه پیسې وګټي، په داسې حال کې چې وبا خپل اختتام ته نژدې ده."

د چین د سوداګرۍ وزارت د جنورۍ په مياشت کې وويل، چین تیرکال له ۲۲۰ ملیارده ډیر ماسکونه، د ۲.۳ میلیارده شخصي حفاظتي آلات او یو ملیارده ټیسټ کټونه صادر کړل.

په هغه وخت کې د چین د سوداګرۍ وزارت نايب وزير کیان کیمینګ وویل، صادرات "د ناروغۍ پروړاندې په نړیواله مبارزه کې مهمه مرسته وه".

دغه احساس انتقاد کونکو ته غلط ښکاري چې وایي بیجینګ د خپل اقتصاد د پياوړي کولو لپاره د وبا څخه استفاده کړې ده.

د کسټمز چارواکي د جنورۍ په پیل کې وویل، یوازې په ۲۰۲۰ کال کې د ماسک صادرات د ۵۲.۶ ملیارد ډالرو ارزښت لرلو.

پداسې حال کې چې د نړۍ ډیر اقتصادونه له يو کال راهيسې له ستونزو سره مخ دي ځکه چې د کورونا ويروس ناروغۍ کاروباونه ویجاړ کړي او بې شمیره خلک یې له کار څخه بې برخې کړي، چین يوازینی هيواد و چې په ۲۰۲۰ کال کې يې ریکارډ وده ښودلې ده.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500