روغتیا

د روغتیا پاملرنې کار کونکي د اعتبار او خوندیتوب د اندیښنو له کبله د چین له خوا جوړ شوي واکسين ردوي

د زرک خان له خوا

یو ډاکټر د فبرورۍ په ۳مه په اسلام آباد کې د ملي کمانډ او عملیاتو مرکز (اېن سي او سي) کې د کورونا ويروس ناروغۍ لپاره د چین له خوا د جوړ شوي سینوفارم واکسینو يو خوراک په لاس کې نيولی دی. [عامر قریشي/ای اېف پي]

یو ډاکټر د فبرورۍ په ۳مه په اسلام آباد کې د ملي کمانډ او عملیاتو مرکز (اېن سي او سي) کې د کورونا ويروس ناروغۍ لپاره د چین له خوا د جوړ شوي سینوفارم واکسینو يو خوراک په لاس کې نيولی دی. [عامر قریشي/ای اېف پي]

کراچۍ -- چارواکي او د روغتیا متخصصین وايي، په پاکستان کې د روغتیا پاملرنې کارکوونکي نه غواړي چې د کورونا ویروس هغه واکسین استعمال کړي کوم چې د چین لخوا مرسته شوي ځکه چې دوی د هغې د اغیزمنتوب او خوندیتوب په اړه شکونه لري.

د فبرورۍ په میاشت کې، حکومت وروسته له هغې په ټول هیواد کې د لومړې ليکې په سلګونو زرو روغتیایي کارکونکو ته واکسین ورکول پيل کړل کله چې د بيجينګ څخه د چین له خوا د جوړ شويو سینوفارم واکسینو د ۵۰۰،۰۰۰ څخه زیات دوزونه راورسیدل.

د حکومتي ارقامو له مخې، په هیواد کې ۱.۲ روغتیایی کارکونکي شتون لري چې په حکومتي او پرايويټ برخو کې کار کوي.

که څه هم، تر اوسه پورې یوازې ۲۲۴۰۰۰ ډاکټرانو، نرسانو او روغتيايي کارکونکو د سینوفارم مطلوبه دوه خوراکونه ترلاسه کړي دي.

د اپرېل په ۲۰مه يو روغتيايي کارکونکي په کراچۍ کې د واکسین ورکولو په مرکز کې د چین له خوا جوړ شوي د سینوفارم واکسینو یو بکس په لاس کې نيولی دی. [زرک خان/ پاکستان فارورډ]

د اپرېل په ۲۰مه يو روغتيايي کارکونکي په کراچۍ کې د واکسین ورکولو په مرکز کې د چین له خوا جوړ شوي د سینوفارم واکسینو یو بکس په لاس کې نيولی دی. [زرک خان/ پاکستان فارورډ]

په کراچۍ کې یو روغتیایي کارکونکی د اپرېل په ۲۰مه يو اوسيدونکي ته د کورونا ويروس ناروغۍ لپاره د سینوفارم واکسین ورکوي. سروې ښیي چې د پاکستان ډير روغتیایي کارکونکي نه غواړي چې د چین لخوا جوړ شوي واکسین پخپله استعمال کړي. [زرک خان/پاکستان فارورډ]

په کراچۍ کې یو روغتیایي کارکونکی د اپرېل په ۲۰مه يو اوسيدونکي ته د کورونا ويروس ناروغۍ لپاره د سینوفارم واکسین ورکوي. سروې ښیي چې د پاکستان ډير روغتیایي کارکونکي نه غواړي چې د چین لخوا جوړ شوي واکسین پخپله استعمال کړي. [زرک خان/پاکستان فارورډ]

د رجسټرېشن د ټیټو شمیرو په حواله، د پاکستان حکومت د اپرېل تر ۳۰مې نیټې پورې د دې کمپاین د غزولو څخه مخکې په خاموشۍ سره دغه کمپاين وځنډولو.

د روغتيا په اړه د وزیر اعظم ځانګړي معاون ډاکټر فیصل سلطان د اپرېل په ۲۱ مه ټويټ وکړو، "د واکسین ترلاسه لپاره ټولو پاتې روغتیایي کارمندانو ته د فرصت ورکولو لپاره، د رجسټرېشن پورټل (http://Covid.gov.pk/vaccine) بیا د اپرېل د ۳۰ مې نيټې پورې پرانستل شوی دی."

شکونه وده کوي

د روغتیا پاملرنې ګڼ شمیر کارمندان وايي چې دوی د چین لخوا د جوړ شویو واکسینو د اغیزمنتوب او خونديتوب په اړه شک لري.

په کراچۍ کې د نرسانو د ټولنې مشر جاوید حسین وویل، "په پاکستان کې، عموماََ خلک فکر کوي چې چینایي محصولات ټیټ کیفیت لري." "د روغتیا پاملرنې کارکوونکي څنګه کولی شي د کورونا ويروس ناروغۍ لپاره په چینایي واکسینو باندې باور وکړي؟"

هغه تایید کړه چې ګڼ شمير روغتیایي کارکوونکو د واکسینو د ترلاسه کولو لپاره رجسټرېشن نه دی کړی.

حسین وویل، "روغتیایي کارکوونکي د کورونا ويروس ناروغۍ لپاره واکسین کولو ته زړه نا زړه نه دي." "دغه تردد د چین له خوا د جوړ شویو واکسینو د اغیزمنتیا او خوندیتوب له امله دی."

هغه وویل، ډیر روغتیایي کارکونکي د آسترا زېنیکا یا د فایزر واکسینو د رارسيدو انتظار کوي.

فايزر د متحده ایالاتو شرکت دی، پداسې حال کې چې آسترا زېنیکا د بریتانیې او سویډن شرکت دی.

یوې سروې چې تېره میاشت د ګیلپ پاکستان او د پاکستان اسلامي طبی ټولنې، چې د ډاکټرانو د حقونو یوه اداره ده، ترسره کړې وه، تاييد کړه چې په ټول هېواد کې د ټولو روغتیایي کارکوونکو نيمه برخه د سینوفارم واکسینو په اړه اندېښنې لري او هغوی ته به د دې پر ځای د آسترا زېنیکا یا فايزر واکيسن ورکړل شي.

دغه سروې همدارنګه وښودله چې یواتیا فيصده روغتیایي کارکونکي واکسین کولو ته لیواله دي.

په پیښور کې یو نرس سلمان آفریدي وویل چې هغه او د هغه همکاران د چین لخوا د جوړ شويو واکسینو د احتمالي تاثیراتو یا عکس العملونو په اړه اندیښمن دي.

هغه وويل، "د پاکستان روغتیایي کارکونکي يو عام نظر لري چې چین د پاکستان حکومت ته د واکسينو د ورکولو وروسته په هغوی باندې د کورونا ويروس ناروغۍ لپاره د ټیټ کیفیت واکسین ازموي."

په اسلام آباد کې د ډاکټر راجا خالد شبیر په وینا، د پاکستان د واکسینو پروګرام په پراخه کچه د بې باورۍ سره مخ دی.

هغه په تیره میاشت کې په ایکسپریس ټربیون کې وليکل، "هغه چینایي واکسین چې موږ یې کاروو د ورته بې باورۍ سره مخ دي، ځکه چې دا چین و چیرته چې وژونکی کورونا ویروس په لومړي ځل ښکاره شوی و او دا چین و چېرته چې ناڅاپه ویروس غايب شو، پداسې حال کې چې په پاتې نړۍ کې په دوامداره توګه خلک مړه کيدو."

هغه وويل، "په دې وروستیو کې یوه نوې نظريه راپورته شوې، په ځانګړي توګه د ډاکټر ټولنې په مینځ کې، چې چینايي واکسین لاهم تر ازمایښت لاندې دی او هغه کسان چې واکيسن ورته کيږي د يو لویې مطالعې برخه ده."

هغه وويل، "د دې په رڼا کې، د واکسین لېبل 'چې په چین کې جوړ شوی دی' موږ ټول هم لږ شانتې انديښمن کوي."

شبیر ولیکل، ډیر چینايي تولیدونکو د دې تور په پیژندلو سره خپل لېبل "په پي آر سي کې جوړ شوی" ته بدل کړی دی، ځکه چې ډیر پیرودونکي نه پوهیږي چې د پي آر سي مطلب د چین د خلکو جمهوریت دی.

مخ په زیاتیدونکي انديښنې

د کورونا ويروس ناروغۍ لپاره واکسین جوړول له هغه لارو څخه يوه ده چې بیجینګ هڅه کړې ده چې د کورونا ويروس ناروغۍ په غیر مسؤلانه توګه سمبالول او ورپسې د غلطو معلوماتو کمپاینونه پټ کړي چې موخه يې د ملامت کولو مخه نيول او د وبا په اړه دروغ خپرول و.

خو د چین د ناروغیو کنټرول مخکښ چارواکي ګاو فو د اپرېل په ۱۰مه د چین له خوا د جوړ شويو واکسينو د اغيزمنتوب په اړه د رژیم اندیښنې په عامه توګه ومنلې او دا اعتراف يې وکړو چې "د موجوده واکسینونو اغیزمنتوب لوړ نه دی."

د بي بي سي د راپور له مخې هغه وویل چې موجوده واکسین، د سینووک او سینوفارم د دوزونو په ګډون "د ساتنې لوړه کچه نه لري."

د دې انديښنو سربيره، چین په لویه کچه د واکسین په کمپاین کې مخ پروړاندې روان دی او هڅه کوي چې په ټوله نړۍ کې خپل واکسين د رژیم "د واکسین سفارتکارۍ" د ستراتیژۍ د يوې برخې په توګه صادر کړي.

د بیجینګ له خوا د کورونا ويروس ناروغۍ لپاره د خرابو ټیسټ کټونو، وینټیلېټرو او "جعلي" ماسکونو او نورو شخصي حفاظتي تجهیزاتو (پي پي اي) صادرول يو بل خبرداری دی.

په تير کال کې کله چې وبا خپل عروج ته رسيدلې وه، پاکستاني هسپتالونو په چین کې جوړ شوي شخصي حفاظتي آلات (پي پي اي) د هغه روغتیايي کارکونکو د ناروغه کيدو او د مرګونو له لړۍ وروسته رد کړل کومو چې د کورونا ويروس ناروغۍ د ناروغانو علاج کولو.

ډاکټر عمر جواد، چې د پاکستان د طبي اتحاديې سکريټري دی، د تير اپرېل په مياشت کې وويل، "له ۱،۰۰۰ څخه د ډیرو ډاکټرانو، نيم طبي کارکونکو او نرسانو، چې د کورونا ويروس ناروغۍ په سمبالولو کې بوخت دي، د ویروس ټسټونه له چین څخه د وارد شويو خرابو شخصي حفاظتي آلاتو له کبله مثبت راغلي دي."

په خېبر پښتونخوا صوبه کې د پاکستان د طبي اتحاديې سيکريټري ډاکټر جواد خان په هغه وخت کې وويل، "موږ ټول پوهیږو چې چین د ټیټ کیفیت لرونکو توکو د قاچاق او سوداګرۍ له کبله بدنام دی، او اوس د عامه خونديتوب په نوم د غير معياري ماسکونو، چوغو او پيزارو په چمتو کولو سره پیسې ګټي."

"خو دا ثابته شوه چې دا آلات د کورونا ويروس ناروغۍ په وړاندې د روغتیا پاملرنې چمتو کونکي خوندي نه ساتي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500