روغتیا

نړۍ د روسیې او چین څخه د کورونا ويروس ناروغۍ په اړه د غلطو معلوماتو له کبله ډيره محتاط ده

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي له خوا

یو کارکونکی د اپرېل په ۴مه په لیبیا کې د لیبیا د روغتیا په وزارت کې په یخچالونو کې د ذخیره کولو څخه مخکې د روسیې سپوتنیک وي واکسینو بکسونه سمبالوي. [محمود ترکيه/ای اېف پي]

یو کارکونکی د اپرېل په ۴مه په لیبیا کې د لیبیا د روغتیا په وزارت کې په یخچالونو کې د ذخیره کولو څخه مخکې د روسیې سپوتنیک وي واکسینو بکسونه سمبالوي. [محمود ترکيه/ای اېف پي]

بروسلز -- روسیه او چین، پرځای د دې چې په نړۍ کې د ټولو د ګټې لپاره د کورونا ويروس ناروغي کنټرول کړي، په جغرافياي او سياسي لوبه کې د غلطو معلوماتو او دروغو خپرولو سره په ګټه ترلاسه کولو باندې زیات تمرکز کوي.

اروپايي اتحاديې (اي يو) د چهارشنبې په ورځ (د اپرېل په ۲۸مه) وویل چې ماسکو او بیجینګ د "دولت له خوا تمویل شوي د بې لارې کولو" کمپاینونه پیل کړي چې د کوېډ-۱۹ پروړاندې د لویدیځ له خوا د جوړ شويو واکسینونو مخنیوی وکړي، په داسې حال کې چې خپلو واکسينونو ته وده ورکوي.

د اروپایې اتحاديې د بهرني خدمت، د اروپا د بهرني عمل خدمت ( اي اي ای اېس)، په یو راپور کې ويل شوي، "د واکسین سفارتکاري د صفر-جمع لوبې منطق تعقیبوي"، او هڅه کوي چې "د لويديځ لخوا په جوړ شويو واکسینونو، د اروپا اتحاديې په ادارو او د لویدیځ/اروپا واکسین کولو په ستراتیژیو باندې باور کم کړي."

په دغه راپور کې ویل شوي، د دسمبر راهیسې، روسي رسنۍ، چارواکي او دولتي شرکتونه سپوتنیک وي واکسینو ته د ودې ورکولو لپاره يو ځای شوي دي، په داسې حال کې چې دوی "متضاد پيغامونه" کاروي چې په اروپايي اتحادیې باندي تور ولګوي چې دا د روسیې واکسينو ته "زيان" رسوي.

د طبي کارمندانو يو غړی د اپرېل په ۲۸مه د چین په ووهان ښار کې د یو زده کونکي لپاره د کورونا ويروس ناروغۍ د واکسینو خوراک تياروي. [ايس ټي آر/ای اېف پي]

د طبي کارمندانو يو غړی د اپرېل په ۲۸مه د چین په ووهان ښار کې د یو زده کونکي لپاره د کورونا ويروس ناروغۍ د واکسینو خوراک تياروي. [ايس ټي آر/ای اېف پي]

د چین صدر شي جینپینګ (ګس اړخ ته) او د روسیې صدر ولادیمیر پوتین د ۲۰۱۹ کال د نومبر په ۱۴مه په برازیلیا کې د بریکس په ناسته کې په یوې غونډه کې برخه اخلي. [پاول ګلوکين/پول/ای اېف پي]

د چین صدر شي جینپینګ (ګس اړخ ته) او د روسیې صدر ولادیمیر پوتین د ۲۰۱۹ کال د نومبر په ۱۴مه په برازیلیا کې د بریکس په ناسته کې په یوې غونډه کې برخه اخلي. [پاول ګلوکين/پول/ای اېف پي]

"د کرملین پلوه رسنيو، د سپوتنیک وي د رسمي ټويټر اکاونټ په ګډون، هڅه کړې چې د اروپايي درملو په اداره (اي اېم ای) د خلکو باور کم کړي او د هغې په کړنلارو او سیاسي بې طرفۍ باندې شک رامينځته کړي."

په دې راپور کې ویل شوي چې د دولت له خوا ملاتړ شوې رسنيو هڅه کړې چې د روسيې سپوتنیک وي واکسین لخوا د بازار موندنې د منظورۍ لپاره د غوښتنلیک په اړه "ګډوډي" رامینځته کړي ترڅو دې دې داستان ته وده ورکړي چې دغه ادارې قصداََ په تصويب ورکولو کې له ځنډ څخه کار واخېستو.

په دې راپور کې زیاته شوې چې "د کرملین پلوه رسنيو په اي اېم ای او اروپايي اتحاديې باندې په عمومي ډول د روسیې لخوا د جوړ شوي واکسین پر وړاندې د سیاسي تعصب تور لګولی دی."

د استونیا د بهرنیو استخباراتو خدمت د فبرورۍ په راپور کې وویل، روسیه د وبا له کبله په رامينځته شوې جغرافيايي او سياسي مرسته باندې تکيه کوي.

په دغه راپور کې ويل شوي چې "کرملین په دې باور لري چې دا ناروغي به دوو رجحانونو ته وده ورکړي چې روسیه پخپله د دې لپاره کار کوي: په بین المللي اړیکو کې تنو او په نړیواله کچه د لویدیځ اغیز کمولو ته وده ورکول."

د روسيې صدر ولاديمير پوتین تمه لري "چې نړیواله ناروغي به لویدیځ په دې اړ کړي چې په کورني سیاست او اقتصادي ستونزو تمرکز وکړي، سياسي او افراطي غورځنګونه رامينځته کړي، او په پای کې به د غربي ټولنو د ارزښتونو پر اساس او اداري یووالي ته زيان ورسوي."

دغه راپور زياته کړه، "روسیه چمتو ده چې دې رجحاناتو ته لمن ووهي."

د کیفیت د کنټرول ستونزې

د ګمراه کولو لپاره د کرملین رضایت په نړیواله سیالۍ کې لیدل شوی چې یو داسې واکسین ومومي چې د کوېډ-۱۹ پروړاندې اغيزمن وي.

د روسيې رژيم د سپوتنیک وي واکسین ته د ودې ورکولو لپاره پراخه تبلیغاتي کمپاین پيل کړی دی، چې په ورته وخت کې دا کمپاينونه د لویدیز واکسینونو شهرت ته زيان رسوي.

خو د نړیوالې روغتیا کارپوهان وايي چې د "لومړي" کيدو لپاره هڅو د کیفیت کنټرول ته زيان رسولی دی.

د دې هفتې په پیل کې، د برازیل د مخدره توکو تنظیم کونکي انويسا پریکړه وکړه چې د سپوتنیک وي واردات ودروي پر دې اساس چې ازمویل شويو ډلو د یوې عامې یخنۍ د ویروس ژوندۍ نسخه لرله.

د دوشنبې په ورځ دې د هیواد په شمال ختیځ کې دې د ډیرو دولتونو غوښتنه رد کړه چې دوی به د سپوتنیک وي واکسین د ۳۰ ملیون څخه زیات خوراکونه ترلاسه کړي.

دا مسله د "اډينو ویروس وکټور" سره تعلق لري -- هغه ویروس چې په عامه توګه د کمزوري تنفسي ناروغۍ لامل کیږی خو په واکسینو کې دا په جینېتیکی ډول بدل شوی وي ترڅو دا په مکرر ډول توليد نه شي او په داسې ډول په کې ترميم وشي چې د ډي اېن اې لارښوونې د انساني حجرو لپاره تعقيب کړي او د کورونا ویروس د سپایک پروټین توليد کړي.

دا پروسه په دې توګه د انسان سیسټم ته روزنه ورکوي چې چمتو پاتې شي که چیرې دا بیا د اصلي کورونا ویروس سره مخ شي.

د آنلاین اپلوډ شوي سلایډ شو له مخې، په انویسا کې ساینس پوهانو وویل چې دوی د واکسين د خوراک د يوې نمونې ازموينه وکړه او وموندل يې چې دا "د بيرته توليد وړ" وه -- چې دا په دې معنی ده چې کله دا په بدن کې دننه وي، نو اډینو ویروس توليد ته دوام ورکولی شي.

د کاناډا د واکسین او انتاني ناروغیو سازمان څیړونکي کارپوه او لوړ ویروژیست ډاکټر اېنجلا راسموسن ای اېف پي ته وویل چې دا موندنې "د تولید پروسو د بشپړتیا په اړه پوښتنې راپورته کوي" او د هغه کسانو لپاره د خونديتوب مسله رامينځته کولی شي کوم چې کمزوري دفاعي سيستمونه لري.

بله نامعلومه مسله دا ده چې ایا د تولید ستونزې، چې اډینو ویروس ویکټور ته يې د تکثیر کولو توان ورکړو، هم د سپایک پروټین لپاره د ډي اېن اې کوډ هم ټوټې ټوټې کوي -- چې په پايله کې د واکسين دوز د کورونا ویروس واکسین په څیر غیر مؤثره ګرځوي.

د روسیې ګامالیا انستیتیوت، چې واکسین یې جوړ کړی و، دا راپورونه رد کړي دي.

خو دا لومړی ځل نه دی چې دا ډول مسله رامینځته شوې ده.

د دې میاشتې په پیل کې، سلواکیا هم وویل چې دوی د وارد شوي سپوتنیک وي واکسینونو د ترکیب په اړه اندیښنه لري. دوی وویل چې دا د هغو نمونو سره سمون نه لري کوم چې په کلینیکي مطالعاتو کې کارول شوي وو.

امریکایي کیمیاپوه ډېریک لووي د ساینس مجلې لپاره په يو بلاګ پوسټ کې ولیکل، "دا ډول مسله د تولید او کیفیت کنټرول ټوله پروسه تر پوښتنې لاندې راولي، او زه وینم چې ولې د برازیل تنظیم کونکي اندیښمن دي."

هغه وویل چې د سپوتنیک وي د جوړوونکو ځواب غیر مسؤل و.

د دې پرځای چې اندیښنې يې په شفافیت سره لرې کړی وای او د حل د موندلو لپاره يې کار کړی وای، د کرملین دریځ دا دی چې تورونه رد کړي او نور ملامت کړي.

چین "پرمختيايي هیوادونه" په نښه کوي

د اروپايي اتحادیې په راپور کې ویل شوي چې بیجینګ په عین حال کې خپل واکسین د "وده کونکو هیوادونو لپاره ډير مناسب" بولي، په داسې حال کې چې دا د لویدیځو واکسینود خوندیتوب او حتی د کورونا ويروس د منبع په اړه "غلط داستانونه" خپروي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وینبین د فبرورۍ په وروستیو کې وویل، چین ۲۷ هیوادونو ته خپل د کورونا واکسین صادروي او ۵۳ اړمنو هیوادونو ته وړیا واکسین ورکوي.

خو د چین د ټولو څلورو تصویب شويو واکسینو د اغیزو کچه د هغې په مقابل کې د فایزر - بایونټیک او موډيرنا او حتی د سپوتنیک وي واکسینو څخه ډيره کمه ده.

ځايي رسنيو راپور ورکړو، د دې مياشتې په لومړیو کې، د ناروغیو کنټرول او مخنیوي لپاره د چینایي مرکز مشر ګاو فو ومنله چې دغه اداره "په دې غور کوي چې څنګه دا ستونزه حل کړي چې د موجوده واکسینو اغیزمنتوب لوړ نه دی."

د بي بي سي د راپورله مخې هغه وویل چې موجوده واکسین، د سینووک او سینوفارم د دوزونو په ګډون "د ساتنې لوړه کچه نه لري."

د کوېډ-۱۹ لپاره واکسین جوړول له هغه لارو څخه يوه ده چې بیجینګ هڅه کړې ده چې د کوېډ-۱۹ په غیر مسؤلانه توګه سمبالول او ورپسې د غلطو معلوماتو کمپاینونه پټ کړي.

د بیجینګ له خوا د کورونا ويروس ناروغۍ لپاره د خرابو ټیسټ کټونو ،وینټیلېټرو او "جعلي" ماسکونو او نورو شخصي حفاظتي تجهیزاتو صادرول يو بل خبرداری دی.

په پاکستان کې د روغتیا پاملرنې ګڼ شمیر کارمندان وايي چې دوی د چین لخوا د جوړ شویو واکسینو د اغیزمنتوب او خونديتوب په اړه شک لري.

د یوې سروې له مخې چې تېره میاشت ګیلپ پاکستان او د پاکستان اسلامي طبي ټولنې، چې د ډاکټرانو د حقونو یوه اداره ده، ترسره کړې وه، په ټول هېواد کې د ټولو روغتیایي کارکوونکو نيمه برخه د سینوفارم واکسینو په اړه اندېښنې لري او هغوی ته به د دې پر ځای د آسترا زېنېکا یا فايزر واکيسن ورکړل شي.

په کراچۍ کې د نرسانو د ټولنې مشر جاوید حسین وویل، "روغتیایي کارکوونکي د کورونا ويروس ناروغۍ لپاره واکسین کولو ته زړه نا زړه نه دي. "هر ډول تردد د چین له خوا د جوړ شویو واکسینو د اغیزمنتیا او خوندیتوب له امله دی."

په پېښور کې يو نرس سلمان آفريدي وويل، "د پاکستان روغتیایي کارکونکي يو عام نظر لري چې چین د پاکستان حکومت ته د واکسينو د ورکولو وروسته په هغوی باندې د کورونا ويروس ناروغۍ لپاره د ټیټ کیفیت واکسینونه ازموي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500