روغتیا

هسپتالونو د ویروس ناروغانو او د کارکونکو د مرګونو په جریان کې د چین لخوا جوړ شوي شخصي حفاظتي آلات رد کړل

د اشفاق يوسفزۍ لخوا

یوه ډاکټره په يو اورګاډي کې د خپلو همکارانو، چې حفاظتي جامې يې اغوستې دي، سره خبرې کوي. دغه مرکز د ۲۰۲۰ کال د می په ۳۱ مه د راوالپنډۍ په ريلوی سټيشن کې د لنډمهاله قرنطین مرکز په توګه جوړ شو. [عامر قریشي/ای اېف پي]

یوه ډاکټره په يو اورګاډي کې د خپلو همکارانو، چې حفاظتي جامې يې اغوستې دي، سره خبرې کوي. دغه مرکز د ۲۰۲۰ کال د می په ۳۱ مه د راوالپنډۍ په ريلوی سټيشن کې د لنډمهاله قرنطین مرکز په توګه جوړ شو. [عامر قریشي/ای اېف پي]

پېښور -- طبي چارواکي وايي چې پاکستاني هسپتالونه په چین کې جوړ شوي شخصي حفاظتي آلات (پي پي اي) د هغه روغتیايي کارکونکو د ناروغه کيدو او د مرګونو له لړۍ وروسته ردوي کوم چې د کورونا ويروس د ناروغانو علاج کوي.

دوی وايي چې دا ناقص شخصي حفاظتي الات د ډاکټرانو ساتنه نه کوي.

د پاکستان د اسلامي طبي ټولنې (پيما) سيکريټري جنرل ډاکټر عبدالسلام وویل، "بالاخره، هسپتالونو زموږ غوښتنې ته غوږ ونيولو چې په چین کې جوړ شوي شخصي حفاظتي آلات کارول ودروي وروسته له هغې چې زمونږ روغتيايي مسلکيان په کورونا ويروس ناروغۍ اخته شول. "د ناروغۍ له پیل راهیسې، موږ حکومت ته د غير معياري شخصي حفاظتي آلاتو په اړه شکایت کولو."

هغه وويل، تر دې دمه، د ۸۳۰ روغتیایي کارکونکو، د ډاکټرانو، نرسانو او نيم طبي کارکونکو په ګډون، په خېبر پښتونخواه کې په کورونا ويروس اخته شوي دي، په ځانګړې توګه د چین څخه د وارد شويو شخصي حفاظتي آلاتو له کبله." "په خفګان سره، درې کسان، د یو لوړ پوړي ډاکټر او د دوو طبي تخنیکرانو په ګډون، په دې صوبه کې د کورونا ويروس ناروغۍ له امله مړه شوي دي."

يو روغتیايي کارکونکی د می په ۱۳ مه د پېښور خېبر ټيچنګ هسپتال په دروازه کې د يو ناروغ تبه ګوري. [اشفاق یوسفزۍ]

يو روغتیايي کارکونکی د می په ۱۳ مه د پېښور خېبر ټيچنګ هسپتال په دروازه کې د يو ناروغ تبه ګوري. [اشفاق یوسفزۍ]

په حیات آباد میډیکل کمپلیکس پېښور کې د روغتيا متخصصین د می په ۱۳مه ځایي جوړ شوي شخصي حفاظتي آلات اچولي دي کوم چې د نېشنل ټيکسټايل يونيورسټۍ فیصل آباد لخوا تصویب شوي دي. [اشفاق یوسفزۍ]

په حیات آباد میډیکل کمپلیکس پېښور کې د روغتيا متخصصین د می په ۱۳مه ځایي جوړ شوي شخصي حفاظتي آلات اچولي دي کوم چې د نېشنل ټيکسټايل يونيورسټۍ فیصل آباد لخوا تصویب شوي دي. [اشفاق یوسفزۍ]

هغه وويل، هسپتالونه او طبي پرسونل اندیښمن دي ځکه چې د ډیرو ډاکټرانو ټسټونه مثبت راغلي یا مړه شوي دي ځکه چې دوی له چين څخه شخصي حفاظتي آلات استعمال کړي ول.

د پاکستان د طبي اتحادیې سيکريټري ډاکټر حسین شاه وویل، په هیواد کې د ناروغه روغتیايي کارکونکو شمیر تقريباََ ۱۷۰۰ دی، چې ۱۱ کسان پکې مړه شوي دي.

هغه وويل، "دوی ټولو شخصي حفاظتي آلات کارول ځکه چې هیڅ يو سرتیری د وسلو او مهماتو پرته د جګړې ډګر ته نه شي تلې، خو دا ځکه چې دې خراب کیفیت لرلو، نو ځکه يې د دوی ساتنه ونه کړه."

"له همدې امله، موږ په کلکه غوښتنه کوو چې حکومت دې په چین کې جوړ شوي شخصي حفاظتي آلات استعمال بند کړي ... چې زموږ روغتيايي کارکونکي د هغه چيلنج سره مبارزه وکړي چې د کورونا ويروس وبا لخوا رامينځته شوی دی."

طبي ادارې د هغه شخصي حفاظتي آلاتو په لټه کې دي چې په چین کې نه وي جوړ شوي.

د می په ۱۱مه، لیډي ریډینګ هسپتال (اېل آر اېچ) پېښور وروسته له هغې نور شخصي حفاظتي آلات غوره کړل کله چې ۱۳۲ کارکونکي د ناروغانو علاج پرمهال په ویروس اخته شول.

ډاکټر هدايت الله خان، چې د اېل آر ايچ ډپټي سپرنټنډنټ دی، وويل، "موږ د کورونا ويروس ناروغۍ لپاره د ۳۰۰ بسترو يوه ودانۍ او د ۱۵۰ بسترو د زياتې پاملرنې يونټ ځانګړی کړي دي."

هغه وویل، "زموږ هسپتال د مارچ له ۲۴ مې راهیسې ۹۵۰ ناروغان ترلاسه کړي، خو ناروغۍ د کارمندانو تر منځ ویره رامینځته کوي." "له همدې امله، موږ د چین لخوا جوړ شوي شخصي حفاظتي آلاتو کارول بند کړي او د لوړ کیفیت شخصي حفاظتي آلات مو اخيستلې چې ډاډ ترلاسه کړو چې زموږ کارکونکي په ناروغۍ اخته نه شي."

خان وویل، "دا نوي شخصي حفاظتي آلات، چې له بهر څخه وارد شوي دي، د وینځلو وړ دي او د بې میکروبه کولو نه وروسته بار بار کارول کیدی شي. دا به زموږ د کارمندانو امنیت يقيني کړي او ډاډ ترلاسه کړي چې ناروغي به نه خپریږي."

خان وویل، د اېل آر ايچ د یوې ډاکټرې ټسټ د کورونا ویروس د ناروغانو د علاج کولو نه وروسته مثبت راغې. په پايله کې، ويروس د هغې د کورنۍ اته غړو ته منتقل شو.

هغه وويل، "دغه ډاکټره ډاډه وه چې هغه خوندي ده ځکه چې هغې د کورونا ويروس ناروغۍ ناروغانو سره د دندې پرمهال شخصي حفاظتي آلات کارولې ول او په منظم ډول کور ته به تلله. کله چې د هغې ټسټ مثبت راغی، نو بيا موږ د هغې د والدينو، د هغې د ماشومانو او میړه معاینه وکړه، نو د ټولو ټسټونه مثبت راغلل."

ډاکټر شعیب خان، چې په بي کې ايم سي (صوابۍ) کې د کورونا ويروس ناروغۍ وارډ مسؤل دی، وويل، منير خان، چې په صوابۍ کې په باچا خان طبي کمپلکس (بي کې ایم سي) کې د فارميسۍ ماهر و، د می په ۱۱مه د ناروغۍ له امله مړ شو.

خان وویل، منیر خان په دې ویروس اخته شو ځکه چې د چين لخوا جوړ شوې ناقص شخصي حفاظتي آلاتو د هغه ساتنه ونه کړه.

"زياتره شخصي حفاظتي آلات د چین حکومت لخوا چمتو کیږي. خو موږ اوس په بازار کې د ښه کیفیت لرونکي شخصي حفاظتي آلات کاروو چې زمونږ د کارمندانو ساتنه وکړي."

هغه زیاته کړه چې په صوابۍ ضلعه کې اوه مرګونه ثبت شوي او ۵۵ تایید شوي ناروغان لري او د کارکونکو ساتنه خورا مهمه ده ځکه چې دغه هسپتال اوس هم د کورونا ويروس ناروغۍ ۱۵ ناروغان لري.

خان وویل، "روغتیايي کارکونکي په چینايي جوړ شويو شخصي حفاظتي آلاتو باندې باور نه لري او غوره دستانې، عينکونه، بوټان او نور آلات غواړي چې له ویرې پرته خپلې دندې ترسره کړي." "له همدې امله، موږ د بازار څخه د ښه کیفیت لرونکي توکو پیرودلو لپاره پیسې راټولوو چې زموږ د کارمندانو ساتنه وشي او د کورونا ويروس ناروغۍ ناروغانو علاج په دوامدارته توګه يقيني کړو."

د طبي عملې ساتنه

په اېبټ آباد کې، چیرې چې یو طبي ماهر د می په لومړۍ نيټه د ناروغۍ له امله مړ شوی و، د غیر چینایي شخصي حفاظتي آلاتو غوښتنه مخ په ډیریدو ده.

ډاکټر جواد خان، چې اوس په اېبټ آباد کې د صوبايي ډاکټرانو د اتحادیې سيکريټري دی، وویل چې "زموږ د عملې زياتره غړي د کورونا ويروس ناروغۍ ناروغانو په علاج کولو کې ويره لري، سره له دې چې دوی شخصي حفاظتي آلات اغوستي وي." "موږ د دوی د خوندیتوب لپاره نوي شخصي حفاظتي آلات اخیستل پیل کړي دي."

اکرام جاويد، چې د پاکستان د ساينسي او صنعتي څیړنو د شورا (پي سي ايس آی آر) لوړ پوړی چارواکی دی وویل، بازار د غير معياري چینايي شخصي حفاظتي آلاتو نه ډک دی او پلورل کيږي چې د ویروس له کبله د رامينځته شوي وضعیت نه ګټه پورته کړي.

جاوید وویل، په پاکستان کې زياتره چینايي شخصي حفاظتي آلات مرسته شوې وو او له مخکې ټسټونو پرته هسپتالونو ته چمتو شوي وو.

"سیمه ایز او وارد شوي شخصي حفاظتي آلات شتون لري چې د پاکستان د ساينسي او صنعتي څیړنو شورا د ارزونې وروسته تصویب کړي ول او وړاندیز یې کړی وو." هغه وویل، "د کورونا ويروس ناروغۍ بحران اوږدیدی شي، نو له همدې امله، موږ باید خپل روغتیایي پاملرنې چمتو کونکي د معیاري حفاظتي آلاتو سره سمبال کړو چې دوی د اوږدې مودې لپاره خپلې دندې ترسره کړي."

هغه زیاته کړه، "موږ به د ناروغۍ له لارې خپل کارکونکي له لاسه ورکړو که چېرې مونږ د چين لخوا جوړ شوي شخصي حفاظتي آلاتو کارولو ته دوام ورکړو.

په حیات آباد میډیکل کمپلیکس (ايچ ايم سي) پېښور کې، چیرې چې د غوږ، پوزې او ستوني سينير مشاور پروفیسر محمد جاوید د اپرېل په ۲۵مه د ویروس له امله مړ شو، ډاکټران اوس په سیمه ایزه کچه جوړه شوي شخصي حفاظتي آلات کاروي چې د نېشنل ټيکسټايل يونيورسټۍ (اين ټي يو) فيصل آباد لخوا تصویب شوي دي.

ډپټي ميډيکل سپرنټنډنټ ډاکټر محمد ایوب وويل، "زموږ له ۴۰ څخه ډیر روغتیایي کارکونکي د شخصي حفاظتي آلاتو سره په ویروس اخته شوي دي، چې چین مرسته کړې وو. اوس، زموږ کارکونکي د خوندیتوب احساس نه کوي. نو له همدې امله، موږ له بازار څخه غوره کیفیت لرونکي توکي اخلو."

هغه وويل، "موږ اوسمهال د کورونا ويروس ناروغۍ ۴۰۰ ناروغان لرو، او موږ اړتیا لرو چې د خپلو ډاکټرانو، نرسانو او نيم طبي کارکونکو ساتنه وکړو څو ډاډ ترلاسه شي چې دوی خپل کار ته دوام ورکوي."

د روغتیا ډايريکټر ډاکټر نواز آفریدي وویل، سیمه ایزو هسپتالونو د بازار څخه د شخصي حفاظتي آلاتو پیرود پیل کړی دی.

"موږ د شخصي حفاظتي آلاتو لپاره ۴ ملیارده روپۍ (۶.۲ ملیونه امريکايي ډالره) وروسته له هغې ځانګړي کړې کله چې شکایتونه راپورته شول چې کارکونکي په هسپتالونو او قرنطین مرکزونو کې د کورونا ويروس په ناروغۍ اخته کيږي. اوس شخصي حفاظتي آلات، چې د پاکستان د ساينسي او صنعتي څیړنو شورا او اين ټي يو تصویب کړي دي، له بازار څخه اخیستل کيږي ځکه چې موږ اړتیا لرو چې "د روغتیا منسوبين خوندي وساتو او د ناروغانو دوامداره علاج یقیني کړو."

هغه وویل چې په دغه صوبه کې ۲۷۰ مرګونه او ۵،۰۴۵ مثبت کېسونه ثبت شوي دي، چې نږدې ۱،۰۰۰ ناروغان پکې اوس هم په هسپتالونو کې تر علاج لاندې دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د چاينه مطلب غير معياري دی

ځواب