روغتیا

پاکستاني ډاکټرانو د روغتیا د کارکونکو د مرګ پړه پر چینایي جوړ شوي شخصي حفاظتي آلاتو باندې اچولې

د اشفاق يوسفزۍ لخوا

ناروغان د اپرېل په ۲۵ مه د پېښور په خېبر ټيچنګ هسپتال کې د معاينې مرکز ته ځي. [د خېبرپښتونخواه د روغتیا اداره]

ناروغان د اپرېل په ۲۵ مه د پېښور په خېبر ټيچنګ هسپتال کې د معاينې مرکز ته ځي. [د خېبرپښتونخواه د روغتیا اداره]

پېښور -- د پاکستان روغتیایي کارکونکي د کورونا ویروس ناروغۍ پرمهال له چین څخه وارد شويو شخصي حافظتي تجهیزاتو (پي پي اي) د کیفیت په اړه اندیښنې راپورته کوي.

د چین يوې الوتکې د مارچ په ۲۵ مه ۴۵۰،۰۰۰ مخ ماسکونه پاکستان ته وسپارل.

دا د چین د شخصي حفاظتي تجهيزاتو یو له ډیرو زيرمو څخه دی چې پاکستان ته رارسیدلي دي. پاکستان به د يو څو شخصي حفاظتي آلاتو لپاره پیسې ورکړي، په داسې حال کې چې چین پاتې برخه د مرستې په توګه وړيا ورکوي.

ډاکټر عمر جواد، چې د پاکستان د طبي اتحاديې سکريټري دی، وويل، "له ۱،۰۰۰ څخه ډیرو ډاکټرانو، نيم طبي کارکونکو او نرسانو، چې د کورونا ويروس ناروغۍ په سمبالولو کې بوخت دي، د ویروس ټسټونه له چین څخه د وارد شويو خرابو شخصي حفاظتي آلاتو له کبله مثبت راغلي دي."

ډاکټران او روغتیایي کارکونکي د اپرېل په ۲۵ مه د پېښور په حیات آباد میډیکل کمپلیکس کې د کورونا ويروس ناروغانو د آیسولېشن وارډ نه بهر ولاړ دی. [د خېبرپښتونخواه د روغتیا اداره]

ډاکټران او روغتیایي کارکونکي د اپرېل په ۲۵ مه د پېښور په حیات آباد میډیکل کمپلیکس کې د کورونا ويروس ناروغانو د آیسولېشن وارډ نه بهر ولاړ دی. [د خېبرپښتونخواه د روغتیا اداره]

په مردان میډیکل کمپلیکس کې یو ډاکټر د اپرېل په ۲۵ مه د هغه ناروغانو انتظار کوي چې په احتمالي توګه په کورونا ویروس اخته شوي دي. [د خېبرپښتونخواه د روغتیا اداره]

په مردان میډیکل کمپلیکس کې یو ډاکټر د اپرېل په ۲۵ مه د هغه ناروغانو انتظار کوي چې په احتمالي توګه په کورونا ویروس اخته شوي دي. [د خېبرپښتونخواه د روغتیا اداره]

هغه وويل، "څلور ډاکټران وروسته له هغې مړه شول کله چې دوی د ډيوټۍ په دوران کې په هسپتالونو کې د ناروغانو نه دغه وبا ترلاسه کړه ځکه چې دوی غير معياري شخصي حفاظتي آلات استعمالول."

هغه زیاته کړه، د دې نه علاوه، "له چین څخه وارد شوي وینټیلېټرونه نه دي توانیدلي چې د جدي پاملرنې په يونټونو کې غوره علاج یقیني کړي."

دغه څلور ډاکټران د ۲۳ مارچ او ۲۵ اپرېل تر مینځ مړه شول.

ډاکټر جواد خان، چې د پاکستان د طبي اتحاديې د خېبرپښتونخواه فصل سیکرټري دی، وويل، "هغه کسان چې مړه شول،" د کورونا ويروس مثبت ناروغانو د علاج کولو په دوران کې په ویروس اخته شول. دوی ټولو شخصي حفاظتي تجهيزات کارول، خو دا خراب آلات وو چې چین چمتو کړې ول."

"موږ ټول پوهیږو چې چین د ټیټ کیفیت لرونکو توکو قاچاق او سوداګرۍ لپاره بدنام دی، او اوس دا د عامه خونديتوب په نوم د غير معياري ماسکونو، چوغو او پيزارونو په چمتو کولو سره پیسې ګټي." "خو دا ثابته شوه چې دا توکي د کورونا ويروس ناروغۍ په وړاندې د روغتیا پاملرنې چمتو کونکي خوندي نه ساتي."

مرګونه زياتيږي

د خېبر پښتونخواه د روغتیا په اداره کې د عامې روغتیا متخصص محمد شوکت له مخې، د کورونا ويروس ناروغۍ نه مخکې، پاکستاني ډاکټرانو شخصي حفاظتي تجهيزات کارول چې له اروپا څخه وارد شوي وو یا په ځایي کچه جوړ شوي وو چې ځانونه د هیپاټایټس او د انسان معافیتي ویروس (ايچ آی وي)/اېډز په وړاندې خوندي وساتي.

هغه وويل، "په تیرو پنځو کلونو کې، موږ یوازې د ۲۰۰ ډاکټرانو او روغتیایي کارکونکو کېسونه لرل چې په ټول هیواد کې په عملیاتي کمرو کې په هیپاټایټس ناروغۍ اخته شوي وو، او ۹۹٪ په کې وروسته ښه شول. خو په نړیواله کچه د کورونا ويروس له امله د شخصي حفاظتي آلاتو لپاره مخ په زیاتیدونکي غوښتنې په جریان کې،چين د انسانونو له ژوند سره لوبې کوي.

هغه زیاته کړه چې د مارچ له لومړۍ نیټې راهیسې په چټکۍ سره پاکستانیان په دې ويروس اخته کیږي کله چې په هیواد کې د کورونا ويروس ناروغۍ ډیر کېسونه رامینځته شول ځکه چې اوس ۹۵٪ شخصي حفاظتي آلات له چین څخه راځي او دا غیر موثر دي.

د جمعې د ورځې (د می لومړۍ نيټه) پورې، په هیواد کې د کورونا ویروس ۱۶،۸۱۷ تایید شوې کېسونه ثبت شوي دي، چې په دې کې ۳۸۵ مرګونه شامل دي.

زوهيب احمد، چې په ايچ ايم سي کې اسسټنټ پروفېسر دی، وويل، "د اپرېل په ۲۵ مه، پروفېسرمحمد جاوید، چې د غوږونو، پوزې او ستوني جراح دی، په حیات آباد ميډيکل کمپليکس (ايچ ايم سي) کې د کورونا ویروس له امله مړ شو. هغه په [ايچ ايم سي] کې د کورونا ویروس سره د مبارزې ډلې غړی و او په پراخه کچه يې شخصي حفاظتي آلات کارول خو په ویروس اخته شو."

هغه وويل، تر اوسه پورې، د ۲۰ روغتیایي کارکونکو، د ډاکټرانو، نرسانو او نيم طبي کارکونکو په ګډون، په ايچ ايم سي کې د کورونا ويروس ټسټونه مثبت راغلي دي، سره له دې چې دوی شخصي حفاظتي آلات کارول، چې مطلب يې دا دی چې د چین څخه وارد شوي آلات خراب وو.

هغه زياته کړه، "په چین کې له ۱،۰۰۰ څخه ډیر روغتیایي کارکونکي د کورونا ويروس له امله مړه شوي دي، چې دا د [آلاتو] د معیارونو په اړه يو روښانه ثبوت دی."

احمد وویل، تر دې دمه تر ۵۰۰ ډیر روغتیایي کارکونکي په خيبر پښتونخواه کې په دې ناروغۍ اخته شوي، چې دوی ټولو په چین کې جوړ شوي غير معياري شخصي حفاظتي آلات استعمال کړي ول.

د خېبر پښتونخواه حکومت د روغتیایي کارکونکو د کورنیو لپاره د احتمالي بدبختۍ نه خبر دی چې خپل ژوند په خطر کې اچوي.

د ډان ورځپاڼې له مخې، د خېبر پښتونخواه وزير اعلی سلاکار اجمل وزیر د می په لومړۍ نيټه په پېښور کې په يو نيوز کانفرنس کې وويل، دا به د هغه طبي مسلکانو کورنيو ته ۷ مليونه روپۍ (۴۳،۹۳۲ امريکايي ډالره) ورکړي کوم چې د کورونا ويروس ناروغۍ له امله مړه کیږي.

يوه جدي اندیښنه

ډاکټر سعید خان، چې په هسپتال کې کار کوي، وویل، په خېبر ټیچنګ هسپتال پېښور کې دولس نرسانې او څلور ډاکټران په تیره میاشت کې د کورونا ويروس په ناروغۍ اخته شوي دي.

هغه وويل، "دوی ټولو شخصي حفاظتي آلات کارول، چې دا د جدي اندیښنې وړ خبره ده." "موږ ښه شخصي حفاظتي آلاتو ته اړتيا لرو چې د خپلو کارمندانو خونديتوب یقیني کړو."

د پاکستان اسلامي طبي اتحادیې سکريټري جنرل ډاکټر عبدالسلام وویل، "هغه رفتار په پام کې نیولو سره چې پاکستان خپل روغتیایي کارکونکي له لاسه ورکوي، موږ اړتیا لرو چې له هغه هیوادونو څخه پي پي اي وارد کړو چې د ښه تولیداتو جوړولو لپاره مشهور دي. "

هغه وويل، "چینایي شخصي حفاظتي آلات، ټسټ کيټونه او وینټیلېټرې به په دې سختو حالاتو کې موږ سره مرسته ونه کړي." "موږ ښه ټسټ کيټونو ته اړتيا لرو چې د کورونا ويروس ناروغي په سمه توګه تشخيص کړو."

هغه وويل، "موږ غوره وینټیلېټرو ته اړتیا لرو چې د جدي ناروغانو مناسب علاج يقيني کړو، چې د کورونا ويروس ناروغۍ له امله د جدي پاملرنې په يونټونو کې داخل دي، ګنې، موږ به د غير معياري تجهیزاتو له امله خپل روغتیایي کارکونکي او ناروغان له لاسه ورکړو."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500