روغتیا

چین په هغه هیوادونو باندې د کورونا ویروس د خرابو آلاتو په خرڅولو سره په ملیاردونو روپۍ وګټلې کومو چې ورته اړتيا لرله

پاکستان فارورډ او ای اېف پي

کارګران د مارچ په ۲۳ مه، د چین په انهويي صوبې په هوبي کې په یوې فيکټرۍ کې طبي دستانې جوړوي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

کارګران د مارچ په ۲۳ مه، د چین په انهويي صوبې په هوبي کې په یوې فيکټرۍ کې طبي دستانې جوړوي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

د چین رژیم د کورونا ویروس د وبا پروړاندې مبارزه کې د مارچ راهیسې په بهرنيو هيوادونو باندې د ماسکونو او نورو حافظتي آلاتو په خرڅولو سره په ميلياردنو پيسې ګټي، خو ډیر هیوادونه د غیر معیاري یا خرابو طبي الاتو په اړه شکایت کوي.

بيجنګ، چې د بحران په جریان کې د یو ښه ځواک په توګه د ځان د ښکاره کولو هڅه کوي، په ټوله نړۍ کې، د افغانستان، پاکستان، منځنۍ آسیا، منځنی ختیځ او اروپا په ګډون، حفاظتي آلات صادر کړي دي.

که څه هم، په چين کې د کورونا ناروغۍ کيسونه کمېږي، بیجنګ فيکټرۍ هڅولي چې د طبي توکو تولید زیات کړي ځکه چې په نړۍ کې دې وبا تقريباََ ۹۰،۰۰۰ کسان وژلي دي.

په چین کې د کسټم چارواکي جن های د دې هفتې په پیل کې وویل، چین د مارچ له لومړۍ نیټې راهیسې ۳.۸۶ ملیارده ماسکونه، ۳۷.۵ ملیونه حفاظتي جامې، ۱۶،۰۰۰ وینټیلیټرې او د کورونا ناروغۍ ۲.۸۴ ملیونه ټیسټ کټونه صادر کړي دي او له ۵۰ څخه زیاتو هیوادونو نه یې اډرونه ترلاسه کړي دي.

که څه هم، ګڼ شمير هيوادونو -- د هالینډ، فلپین، کروشیا، ترکي او هسپانیا په ګډون -- د هغه غير معياري یا خرابو طبي محصولاتو په اړه شکایت کړی دی کوم چې د چین څخه لیږل شوي دي.

د فنلینډ حکومت د چهارشنبې په ورځ (د اپریل په ۸ مه) ومنله چې د فنلینډ لخوا اخیستل شوي دوه ملیونه حفاظتي ماسکونه په هسپتالونو کې د کارولو لپاره غير مناسب ثابت شول.

چارواکو وموندله چې د مخ ماسکونو په طبي چاپیریال کې د کارونې لپاره د کورونا ویروس پروړاندې د ساتنې اړین معیارونه پوره نه کړل.

تیره هفته، د هالينډ حکومت د ۱.۳ مليونو په چینایي بار کې هغه ۶۰۰۰،۰۰ ماسکونه بيرته راټول کړل، کومو چې د کیفیت معیارونه نه و پوره کړي.

هسپانیې هم د غیر مجاز چینايي شرکت لخوا لیږل شوي په زرګونو ګړندي ټسټ کټونه وروسته له هغې رد کړل کله چې تیره هفته دې وموندله چې دوی د اعتبار وړ نه دي.

د چینایي توکو په اړه ورته شکایتونه په ټوله نړۍ کې وده کوي.

بيرته تاریخ ليکل

د بیجنګ لخوا ځان د سخي په توګه ښکاره کول د دې د هغه دوامداره هڅو برخه ده چې د کورونا ویروس ناروغۍ له تور څخه د خلکو پام واړوي، چې نړۍ یې د سازشي نظريو په خپرولو سره په بل مخ اړولې ده.

وروسته له هغې چې چارواکي پوهه شول چې هغه ویروس چې په چین کې راپورته شوی و، په ټوله نړۍ کې په پراخه کچه تباهي رامنځته کوي، د چين د غلطو معلوماتو مشين کار پيل کړو.

اروپایي اتحادیه، ناټو، او جي۷ ټول د چینايي رژیم په وړاندې ودريدلي دي، چې د کورونا ویروس وبا په اړه زیان رسونکي غلطو معلوماتو خپرولو ته دوام ورکوي، په نړۍ کې د خلکو ژوند په خطر کې اچوي او جمهوري ټولنو ته زیان رسوي.

د چینایي چارواکو لخوا د ترلاسه شويو معلوماتو د صداقت په اړه په نړيواله کچه انديښنه وده کوي، چې اوس ادعا کوي چې په ووهان کې، چيرته چې دا ويروس راپورته شوی و، د دې ناروغۍ هيڅ نوي کېسونه نه لري.

نامتو کتونکي ووایي، که چيرې چینايي چارواکي په پیل کې د نوي کورونا ویروس په اړه شفاف پاتې شوی وای، نو اوس به نړۍ د کورونا ويروس سره د مبارې لپاره ډیره په ښه حالت کې وای.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500