اسلام آباد -- د روغتیایي پاملرنې متخصصین د هغه پلانونو په اړه جدي انديښنه څرګندوي چې په پاکستان کې د کورونا ويروس لپاره د چین له خوا جوړ شوي واکسین په لويه کچه ټسټ کړي، ځکه چې د بیجینګ له خوا د خونديتوب پر ځای د ګټې ترلاسه کولو اوږد تاريخ د متنازعه ټسټونو په پرتله خورا لوی دی.
چارواکو د سه شنبې په ورځ (د اګست په ۱۸مه) وويل، د پاکستان تنظیمونکو د هغه واکسينو د ټسټ کولو د آخرني پړاو منظوري ورکړه کوم چې د کین سینو بایو او د چین د بايو ټیکنالوژۍ انستیتیوت لخوا جوړيږي، کوم چې په هیواد کې د خپل ډول لومړۍ کلینیکي ازموينه ده.
د پاکستان د روغتیا ملي انسټیټیوټ (اېن آی اېچ) په یو بیان کې وویل، لکه څنګه چې ای اېف پي يې حواله ورکړې ده، "دا به په پاکستان کې د واکسین لپاره په لومړي ځل د دريم پړاو کلینیکي ازموينه وي."
دغه بيان زياته کړه چې په دې ټسټونو کې د پاکستان شاملول به له دې سره په "ترجيحي توګه د واکسین په رسد او بیې" کې مرسته وکړي.
![ډاکټران په هغه اورګاډي کې دي کوم چې د ۲۰۲۰ کال د می په ۳۱ مه د راوالپنډۍ په ريلوی سټېشن کې د لنډمهاله قرنطین مرکز په توګه جوړ شوی دی. د مارچ په مياشت کې، پاکستاني هسپتالونو په چین کې جوړ شوي شخصي حفاظتي آلات (پي پي ای) د هغه روغتیايي کارکونکو د ناروغه کيدو او د مرګونو له لړۍ وروسته رد کړل کوم چې د کورونا ويروس ناروغۍ د ناروغانو علاج کولو. [عامر قريشي/ای اېف پي]](/cnmi_pf/images/2020/08/21/25625-000_1qa5ie-585_329.jpg)
ډاکټران په هغه اورګاډي کې دي کوم چې د ۲۰۲۰ کال د می په ۳۱ مه د راوالپنډۍ په ريلوی سټېشن کې د لنډمهاله قرنطین مرکز په توګه جوړ شوی دی. د مارچ په مياشت کې، پاکستاني هسپتالونو په چین کې جوړ شوي شخصي حفاظتي آلات (پي پي ای) د هغه روغتیايي کارکونکو د ناروغه کيدو او د مرګونو له لړۍ وروسته رد کړل کوم چې د کورونا ويروس ناروغۍ د ناروغانو علاج کولو. [عامر قريشي/ای اېف پي]
![د خېبر پښتونخواه حکومت د جولای په ۵مه د کورونا ويروس وبا سره د مبارزې له ۱۰۰ ورځو وروسته يو بېنر ښکاره کوي. [شهباز بټ]](/cnmi_pf/images/2020/08/21/25573-100day3-585_329.jpg)
د خېبر پښتونخواه حکومت د جولای په ۵مه د کورونا ويروس وبا سره د مبارزې له ۱۰۰ ورځو وروسته يو بېنر ښکاره کوي. [شهباز بټ]
دا ټسټونه به په ټول پاکستان کې په ډیرو طبي ادارو کې ترسره شي، چې په دې کې په کراچۍ کې لوی انډس هسپتال شامل دی.
د خونديتوب پرځای ګټې
ډاکټران، د روغتیایي پاملرنې متخصصین، او کتونکي ګډونوالو ته د ازموینې د خطر په اړه خبرداری ورکوي.
ډاکټر علي کمال، چې په پېښور کې په خېبر ټیچنګ هسپتال کې د ماشومانو ډاکټر دی، وويل چې په نړيواله کچه د هیوادونو ترمنځ يوه سيالي شتون لري چې د کورونا ويروس ناروغۍ لپاره واکسین جوړ کړي او نړیوال بازار قبضه کړي.
کمال د ډان ورځپاڼې په حواله وویل، د چین رژیم دا ژمنه چې پاکستان به د واکسين دومره خوراکونه ترلاسه کړي چې د خپل نفوس پنځمې برخې ته به يې ورکړي، چې دا يو چال دی ځکه چې دا د بیجینګ عادت دی چې د دې ډول کارونو نه ګټه ترلاسه کوي.
هغه وويل، بیجینګ به هیڅکله دا ژمنه پوره نه کړي او پیسو ګټلو ته به دوام ورکړي لکه څنګه چې دې د وبا په دوران کې د چمتو شويو غیر معیاري محصولاتو د پلور نه پيسې ترلاسه کړي دي.
د جولای په مياشت کې، په چین کې جوړ شوي خراب وینټیلېټرې په پاکستان کې د کورونا ويروس ناروغۍ له امله د مخ په زياتيدونکو مرګونو يو لوی عامل و.
د جون په میاشت کې، يو راپور وښودله چې څنګه د کورونا ويروس ناروغۍ معلومولو لپاره د چين د ټسټ کټونو غلطې پایلې ورکولې، چې دې نه يوازې د پاکستاني روغتیايي کارکونکو لپاره لویې ستونزې رامینځته کړې بلکې د هغه کسانو لپاره يې هم ستونزې رامينحته کړې د کومو چې ټسټونه ترسره کيدل.
د می په مياشت کې، پاکستاني هسپتالونو په چین کې جوړ شوي شخصي حفاظتي آلات (پي پي ای) د هغه روغتیايي کارکونکو د ناروغه کيدو او د مرګونو له لړۍ وروسته رد کړل کومو چې د کورونا ويروس ناروغۍ د ناروغانو علاج کولو.
ډاکټر محمد سلیم، چې په اسلام آباد کې د پاکستان د طبي علومو په انسټیټیوټ کې د طب سکالر دی، وویل چې چین په لومړیو مرحلو کې د کورونا ویروس د مخنیوي لپاره د مخنیوي اقدامات ونه کړل او د ټیټ کیفیت وینټیلېټرو، کیټونو او د شخصي حفاظتي تجهیزاتو په پلور سره ګټه ترلاسه کوي."
هغه وویل، "[چین] اوس غواړي چې له واکسینو څخه پیسې وګټي، په داسې حال کې چې وبا خپل اختتام ته نژدې ده."
د سلیم له مخې، د واکسین لومړني ترلاسه کونکي به هغه کسان وي کوم چې ترټولو زیان منونکي وي -- مشران، روغتیایي کارکونکي او هغه کسان چې داسې حالات لري چې د ویروس ناروغۍ د جدي کېسونو سره تعلق لري.
سلیم وویل، "زه باور لرم چې په پاکستان کې ټاکل شوی نفوس به چمتو نه وي چې د واکسین لومړني خوراکونه ترلاسه کړي ځکه چې دوی ويره لري چې دا چین جوړ کړي دي ... او دې د وبا په دوران کې د ټیټ کیفیت محصولات چمتو کړي ول او د ویروس په کنټرولولو کې پاتې راغلی و."
هغه وويل، بیجینګ د کورونا ويروس ناروغۍ نه ګټه ترلاسه کوي، او که چيرې دا واکسین کامياب شي، نو دا به د دې د جوړولو لپاره کریډیټ ترلاسه کړي. د ناکامۍ په صورت کې، دا به پاکستان ملامت کړي.
هغه زیاته کړه، "په طبي لحاظ سره، پاکستان د چین له خوا د جوړ شويو واکسینو باندې د انساني آزمایښتونو سره هیڅ کار نه لري، او موږ باید د دې پلان نه لرې پاتې شو."
"دا ممکنه نه ده چې نورو هیوادونو ته اجازه ورکړو چې دلته انساني آزمایښتونه ترسره کړي."
د واکسينو لپاره سيالي
د کورونا ویروس وبا، چې په نړۍ کې یې له ۷۶۰۰۰۰ نه زيات کسان مړه کړي دي، په نړۍ کې د واکسینو د جوړولو لپاره سیالۍ پیل کړې دي. څیړونکي په ټوله نړۍ کې د ۱۵۰ نه زيات واکسین جوړوي او ټسټ کوي.
د روس صدر ولادیمیر پوتین د اګست په ۱۱مه ادعا وکړه چې روس د کورونا ویروس لومړي واکسین جوړ کړي دي، چې ډیر کسان دا وړاندیز کوي چې غير تاييد شوي، غير ټسټ شوي درمل په حقیقت کې د کورونا ويروس نه ډېر خطرناک کيدی شي.
په اسلام آباد کې په اېن آی ايچ کې يو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، د چین د رژیم د واکسینو پروګرام کيدی شي د هغه پلان یوه برخه وي چې د واکسین لپاره د بازار په قبضه کولو کې له روس سره سیالي وکړي.
هغه وويل، "مخکې، روس اعلان وکړ چې دوی یو واکسین جوړ کړی دی، او وروسته چین د هغوی تعقيب وکړ. هغه وويل، دواړه غواړي چې د واکسین لپاره د نړیوالې غوښتنې نه ګټه ترلاسه کړي."
دغه چارواکي وويل، روس پوهیږي چې چین د هغه طبي آلاتو د خرڅولو نه زياته ګټه ترلاسه کړه کوم چې د کورونا ويروس ناروغۍ سره تړاو لري او له همدې امله یې اعلان وکړو چې دی واکسين جوړ کړي چې د هغې له پلور څخه ګټه ترلاسه کړي.
هغه زياته کړه، بیجینګ به کرملین ته ميدان خالي پريږ نه دي او د مساوي ځواب سره په سیالۍ کې شامل شو چې دا د واکسينو د خرڅولو لپاره چمتو دی.
دغه چارواکي وویل، "د هرې څیړنې مطالعې دريمه مرحله باید د خورا احتیاطي تدبیرونو سره ترسره شي ځکه چې دا د آزموینې برخه وال د ویروس سره مخامخ کوي څو وګوري چې ایا دوی د واکسینو ترلاسه کولو نه وروسته د ناروغۍ نه خلاصی ترلاسه کولی شي."
جمال احمد، چې په کراچۍ کې درمل جوړونکی دی او د درملو جوړولو په څو هيواديز شرکت کې کار کوي، وويل چې "واکسین یوازینۍ لار ده چې د ناروغۍ درملنه وکړي، او دواړه هیوادونه [روس او چین] غواړي چې د دوی محصولات د احتمالي کارونې لپاره خورا ژر منظور شي او ډیرې ګټې ترلاسه کړي."
"دواړه د واکسینو د مشهورتيا لپاره لیواله دي ځکه چې په ټوله نړۍ کې څیړونکي د واکسینو جوړولو په هڅو کې بوخت دي. که متحده ایالات، انګلستان یا بل اروپایي هیواد واکسین بازارته ورسوي، نو هیڅ یو هیواد به د سیالۍ وړتیا ونه لري."