روغتیا

چین تقريباََ یو ملیونه وګړو ته د کوویډ-۱۹ ناروغۍ غير تاييد شوي واکسین ورکوي

پاکستان فارورډ او ای اېف پي

یو عکس د چينايي بيرغ مخې ته د نومبر په ۱۷ مه سرنجونه او هغه بوتلګي ښيي چې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ واکسینو سټیکرونه پرې لګيدلی دي. [جسټین ټالیس/ای اېف پي]

یو عکس د چينايي بيرغ مخې ته د نومبر په ۱۷ مه سرنجونه او هغه بوتلګي ښيي چې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ واکسینو سټیکرونه پرې لګيدلی دي. [جسټین ټالیس/ای اېف پي]

بیجینګ -- دغه شرکت په دې هفته کې وويل، تقريباََ یو ملیونه خلکو ته د چینایي شرکت سينوفارم لخوا جوړ شوي د کورونا ویرس آزمايښتي واکسین لګول شوي دي. که څه هم تر دې دمه یې د دې د اغیزمنتیا په اړه څه کلینیکي شواهد نه دي وړاندې کړي.

د دې شرکت ډیر آزمايښتونه په بهر کې ترسره کیږي، چې په دې کې متحده عرب امارات، بحرېن، مصر، پاکستان، اردن، پیرو او ارجنټاین شامل دي.

د سینوفارم چيرمين د چهارشنبې په ورځ (د نومبر په ۱۸ مه) په بيرته خپره شوې مرکه کې وویل، تقريباََ یو ملیونه خلکو اوس د بیړني کارونې لپاره خپل واکسین ترلاسه کړل، که څه هم هغه ځانګړې شمیره وړاندې نه کړه.

لیو جینګژین د خپل دولتي شرکت لخوا په خپره شوې بيان کې وویل، "موږ د شدید منفي عکس العمل په اړه هيڅ راپور هم نه دی ترلاسه کړی، او یوازې یو څو کسانو لږې نښې لرلې."

دا شرکت ادعا کوي چې دا په نړۍ کې د واکسینو جوړولو "په ټولو اړخونو کې رهبري کوي"، که څه هم دې د روانو آزمايښتونو په اړه هيڅ کلینیکي شواهد نه دي وړاندې کړي.

پرځای یې دا د هغو کسانو د تجربو په اړه د خندا وړ حوالې ورکړې کومو چې واکسين ترلاسه کړل، چې په دې کې "ساختماني کارمندان، سفارتکاران او بهرني زده کونکي" شامل ول، او هغوی وويل چې دوی له واکسینو ترلاسه کولو وروسته د ۱۵۰ څخه زیاتو هیوادونو ته تللي ول، خو په ناروغۍ نه وو اخته شوي.

ډیر هغه کسان چې په چین کې ورته واکسين ورکړل شوي ول د درمل جوړونکو په آزمايښتونو کې په رسمي توګه برخه نه ده اخيستې او ویل کیږي چې دا کار یې په داوطلبانه ډول کړی دی. که څه هم، کتونکي وايي چې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ لپاره د واکسینو جوړولو په سيالۍ کې د لومړي هيواد جوړيدلو لپاره، بیجینګ خپل وګړي هڅوي -- یا هغوی مجبوروي -- چې دا واکسين ترلاسه کړي.

د غربي بریاوو په وړاندې عکس العمل

د روسیې صدر ولادیمیر پوتین له خوا د خپل هیواد د آزمايښتي واکسین سپوتنیک ۵ د مشهورتيا لپاره د وروستي هڅې په څير، د چین رژیم وروستي اعلانونه داسې ښکاري چې دا د لویدیځ لخوا د جوړ شويو واکسینونو د لوړې کچې اغيزمنتوب په اړه د خبرونو پروړاندې عکس العمل دی.

فائزر او بایون ټیک د نومبر په ۱۸ اعلان وکړو چې هغوی د کوویډ-۱۹ ناروغۍ د واکسینو په اړه بشپړې مطالعې وښودلې چې ۹۵٪ اغیزمن ول.

دوه ورځې مخکې، د امریکې د بایو ټیکنالوژۍ شرکت ماډرنا، چې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ واکسین یې د متحده ایالاتو د روغتیا لپاره د ملي ادارو سره جوړ کړل، وویل چې لومړنۍ پایلې وښودله چې د دې واکسين ۹۴.۵٪ موثره وو.

د کوویډ-۱۹ ناروغۍ لپاره واکسین جوړول له هغه لارو څخه يوه ده چې بیجینګ هڅه کړې ده چې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ په غیر مسؤلانه توګه سمبالول او ورپسې د غلطو معلوماتو کمپاینونه پټ کړي چې موخه يې د ملامتولو مخه نيول او د وبا په اړه دروغ خپرول و.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500