روغتیا

د چین له خوا د کرونا وایرس د واکسین غیرمعمولي ازموینو شنونکي حیران کړي دي

پاکستان فارورډ

د لابراتوار څېړونکي د غبرګولي په ۲۰مه د چین د شین یانګ ښار په یشینګ بایوفارما فابریکه کې کار کوي، او هڅه کوي چې د کروناوایرس پر ضد یو واکسین جوړ کړي. [نویل سیلیس/ای اېف پي]

د لابراتوار څېړونکي د غبرګولي په ۲۰مه د چین د شین یانګ ښار په یشینګ بایوفارما فابریکه کې کار کوي، او هڅه کوي چې د کروناوایرس پر ضد یو واکسین جوړ کړي. [نویل سیلیس/ای اېف پي]

بیجینګ -- د چین رژیم په نړۍ کې د خپل حیثیت د اعادې لپاره، د کروناوایرس پر ضد خپل د واکسیناسیون کمپاین ته زور ورکړی، او په دې ترڅ کې په زرګونو چینایانو ته د ازموینې له دودیزې پروسې څخه بهر نه تایید شوي درمل ورکوي.

بیجینګ په دې موخه چې د کوویډ- ۱۹ لپاره د یوه تایید شوي واکسین جوړولو سیالۍ کې لومړي هیواد شي خپل وګړي تحریکوي یا یې مجبوروي ترڅو دغه شاټ واخلي.‌

نیویارک ټایمز د تلې په ۵مه راپور ورکړ چې، درې امتحاني واکسینونه د دولتي شرکتونو کارکونکو، هغو کارکوونکو ته چې حکومت یې اړین بولي او پخپله د درمل جوړونې د شرکتونو کارکونکو ته تزریق کیږي.‌

طبي کارکوونکیو، ښوونکیو، د لویو پلورنځیو کارکوونکیو، سرحدي پلټونکیو، د هوانوردۍ د ادارې کارکونکو او هغو افرادو ته چې له «منځني څخه لوړ خطر لرونکیو سیمو» ته سفرونه کوي، دغه واکسین ورکول کیږي.‌

یو روغتیایي کارکوونکی د زمري په ۱۸مه د برازیل په پورتو الیګر ښار کې د چین د سینوواک بایوټیک کمپنۍ له خوا جوړ شوی یو کوویډ-۱۹ واکسین ترلاسه کوي. [سیلویو اویلا/ای اېف پي]

یو روغتیایي کارکوونکی د زمري په ۱۸مه د برازیل په پورتو الیګر ښار کې د چین د سینوواک بایوټیک کمپنۍ له خوا جوړ شوی یو کوویډ-۱۹ واکسین ترلاسه کوي. [سیلویو اویلا/ای اېف پي]

د چین د ملي بایوټیک ګروپ له خوا جوړ شوی د کروناوایرس ضد یو امتحاني واکسین د وږي په ۱۶مه په بیجینګ کې نندارې ته وړاندې شوی دی. [نویل سیلیس/ای اېف پي]

د چین د ملي بایوټیک ګروپ له خوا جوړ شوی د کروناوایرس ضد یو امتحاني واکسین د وږي په ۱۶مه په بیجینګ کې نندارې ته وړاندې شوی دی. [نویل سیلیس/ای اېف پي]

د چنګاښ په میاشت کې، بیجینګ هغو مشخصو ګروپونو ته چې ډېر د شیوع له خطر سره مخامخ ګڼل کیږي، تر ازمېښت لاندې واکسینونو بیړنی استعمال تایید کړ.‌

د نیويارک ټایمز له خوا د یوه مطالعه شوي یادښت په اساس، د پیترو چاینا په نامه د تېلو د دولتي شرکت کارکونکو یو قانع کوونکی وړاندیز ترلاسه کړ؛ هغوی کولی شي چې په بهر کې د کار کولو پر وخت د ځانونو د خوندي کولو لپاره له دوو څخه یو واکسین وکاروي.

حکومت ټینګار کوي، کلینیکي ازموینو -- چې لا هم په لومړیو پړاونو کې دي -- ښودلې ده چې دغه واکسینونه خوندي دي.‌ هغه د احتمالي جانبي عوارضو ذکر نه دی کړی او نه یې هم له واکسین اخیستلو څخه چې منتظمینو نه دي تایید کړي، د نورو خطرونو پر ضد څه خبرداری ورکړی دی.‌

یادې ورځپاڼې خبر ورکړی چې، له دغو کارکونکو څخه په اصل کې «له رسمي کلینیکي ازموینو څخه بهر د نه تایید شویو واکسینونو د ازمویلو لپاره کار اخیستل کیږي».

د روغتیا د نړۍ وال سازمان یوه ویاند د تلې په ۵مه وویل، د چین له خوا «د داخلي اضطراري استفادې منظوري» د تایید وړ نه ده.

د واکسین غیرمعمولي ازموینې

چینایي چارواکي داسې پلانونه جوړوي ترڅو د ممکنه واکسینونو د کلینیکي ازموینو سره موازي په غیر رسمي توګه نور واکسینونه هم تطبیق کړي چې ډیری دغه کارونه له چین څخه بهر ترسره کوي.

د درېیم فاز د کلینیکي ازموینو برخه وال له نږدې څخه تعقیبیږي او څارل کیږي، خو دا روښانه نه ده چې آیا چینایي چارواکي د هر هغه کس لپاره چې په هېواد کې یې لستوڼی ورپورته کوي له عین اقداماتو څخه کار اخلي که نه.

کتونکي خبرداری ورکوي چې،‌ د چین د واکسین جوړونکیو شرکتونو او دولتي شرکتونو کارکونکي ښایي د واکسین په اخیستلو کې د فشار احساس وکړي.

د استرالیا په ملبورن ښار کې د موردوچ د ماشومانو تحقیقاتي انسټیټیوټ کې د ماشومانو د ناروغیو یوه متخصص ډاکتر کیم مولهولانډ چې د کوویډ - ۱۹ واکسین په ګډون د ډېرو واکسینونو د ازموینې په نظارت کې یې برخه اخیستې ده، نیویارک ټایمز ته وویل، «د دغو شرکتونو د کارکونکو په هکله زما اندېښنه دې ته ده چې ښایي هغوی ته یې ردول سخت وي.»

دا پوره روښانه نه ده چې په دغو غیرعادي ازموینو کې څومره چینایانو برخه اخیستې ده.‌

شرکتونو د واکسینونو له اخیستونکو څخه غوښتي دي ترڅو د نه افشاکولو یوه هوکړه لاسلیک کړي چې هغوی په دې هکله له رسنیو سره له خبرو کولو څخه منع کوي.

د سینوفارم په نامه یوې چینایي دولتي کمپنۍ چې هغه ازمیښتي واکسینونه یې چې د پیترو چاینا کارکونکو ته ورکول کیږي، جوړ کړي دي، وویل چې دغه واکسینونه په سلګونو زرو خلکو اخیستي دي.‌

سینوواک بایوټیک چې مرکز یې په بیجینګ کې دی، وویل، په بیجینګ کې له ۱۰ زرو څخه ډېرو کسانو ته د هیواد د عاجل استعمال تر پلان لاندې د هغوی واکسین ورکړل شوی دی. له دې جلا، هغوی وویل چې د وږي په ۱۶مه د هغوی تقریبا ټولو کارکونکو -- شاوخوا ۳۰۰۰ کسانو ټولو -- او د هغوی کورنیو دغه واکسین اخیستی دی.

ساوت چاینا مارنینګ پوسټ د وږي په ۱۶مه راپور ورکړ، د چین د ملي بایوټیک ګروپ (سي اېن بي جي) د بازار موندنې د څانګې عمومي مرستیالې ژانګ ینان هم وویل چې دې ته د هغې د کمپنۍ واکسین ورکړل شوی دی.‌

هغې په بیجینګ کې د چین د نړۍ والې سوداګرۍ د خدمتونو په مېله کې وویل، زما په څېر ۱۵۰ کارکونکو ته دغه واکسین ورکړل شوی دی.»

اوبه خړول

سینوواک او سي اېن بي جي دواړه په بهر کې په پراخه پیمانه کلینیکي ازموینې ترسره کوي.

د یادې کمپنۍ مرستیال ژانګ یوناټو وویل، تمه ده چې د سي اېن بي جي د درېیم فاز ازموینې به په شاوخوا ۱۰ هیوادونو کې په ۵۰ زرو رضاکارانو ترسره شي.

رویټرز د وږي په ۱۵مه راپور ورکړ چې په ارجنټاین، بحرین، اردن، مراکش، پیرو او متحده عرب اماراتو کې ازموینې روانې دي.

پاکستان او سربیا هم منلې چې د سي اېن بي جي د واکسینونو د ازموینې په ۳ فاز کې برخه واخلي.

د ساوت چاینا مارنېنګ پوسټ د راپور له مخې، تمه ده چې په متحده عرب اماراتو کې د کلینیکي ازموینې درېیم فاز چې له ۳۵ زرو څخه ډېرو برخه والو ته یې واکسین ورکړی دی، د لړم په میاشت کې پای ته ورسیږي.

په ورته وخت کې، سینوواک ۳ فاز په ترکیه، بنګله دېش، برازیل او اندونیزیا کې ترسره کوي.‌

راینا ماکلنټایر چې د استرالیا په مرکز سیدني کې د ساوت ویلز پوهنتون په کیربي انسټیټیوټ کې د بایوسیکیوریټي پروګرام مشري کوي، د ۳ فاز د ازموینو له نهایي کولو څخه مخکې د واکسینونو د عاجل استعمال پر ضد سپارښتنه وکړه.‌

هغې نیویارک ټایمز ته وویل، «ښایي د ۳ فاز د امتحاني پایلو له ترلاسه کولو څخه له درې وو څخه تر شپږو میاشتو پورې وخت ولګیږي -- دا انتظار دومره اوږد نه دی.»

راینا وویل، «احتمالا تاسو په داسې حال کې چې موږ د ممکنه غوره واکسین د جوړولو لپاره د ۳ فاز د ازموینې معلومات لرو، اوبه خړوئ.»

په سیول کې د واکسین د نړۍ وال انسټیټیوټ رییس جیروم کیم وویل نوموړی اندېښمن دی چې هغه کسان چې باور کوي د یوه نامعلوم اغېز د واکسین په وسیله خوندي شوي دي ښایي له خطر سره مخامخ وي.

هغه ټایمز ته وویل، «دا کیدای شي چې هر ډول منفي پایلې ولري. کېدی شي چې هغوی په وایرس ککړ وي او په ځان پوه نه وي، یا که واکسین څه ناڅه کار وکړي، کېدی شي چې هغوی وایرس خپور کړي ځکه چې د هغوی ناروغي نسبتا نه معلومیږي.»

د تاریخ د بیا لیکلو هڅه

بیجینګ ته په دې ګوته نیول کیږي چې د کوویډ-۱۹ د ناروغۍ پر وړاندې یې غیرمسؤلانه چلند کړی او بیا یې وروسته ورپسې د غلطو معلوماتو کمپاینونه هم چلولي چې ځان له ملامتیا نه خلاص او دروغ خپاره کړي.

شنونکي او کتونکي وایي، که رژیم په پیل کې دا روښانه کړې وای چې کوویډ-۱۹ څومره خطرناک دی، نړۍ به د غبرګون ښودلو لپاره کافي وخت ترلاسه کړی وای، چې د زرګونو خلکو ژوند به ژغورل شوی او د ګډوډۍ مخه به نیول شوې وای.‌

اسوسیټیډ پریس د وري په میاشت کې راپور ورکړ چې، چینایي چارواکي پوهېدل چې یوه مرګونې ناروغي رامنځته شوې ده خو تر نږدې یوې اونۍ پورې؛ د مرغومي ۲۴ - ۲۹مې پورې یې هېڅ ونه ویل، او پرې یې ښودل چې وایرس په وهان کې ځای ونیسي او ګردې نړۍ ته خپور شي.

د اسوسیټیډ پرېس له خوا د ترلاسه شویو داخلي اسنادو او د کارپوهانو د اټکلونو په اساس، د یادو شپږو فاجعه زیږوونکیو ورځو په ترڅ کې لږ تر لږه ۳۰۰۰ کسان په وایرس ککړ شول.‌

د تلې د میاشتې تر نیمایي پورې، طبي کارکوونکیو په ګرده نړۍ کې د کوویډ -۱۹ نږدې ۴۰ میلیونه پېښې او له یوه میلیون څخه ډېرې مړینې ثبت کړي دي.

بیجینګ چې د ګردې نړۍ له خوا له انتقادونو سره مخامخ دی، هڅه کوي چې د کوویډ- ۱۹ وبا پر ضد مجادله کې خپل ځان د «اتل» په توګه مطرح کړي.

په ورته وخت کې، چینایي شرکتونه له دغې وبا څخه د عوایدو د ترلاسه کولو لپاره ګټه پورته کوي.

چینایي رژیم پراخې هڅې پیل کړې ترڅو د ځاني خوندیتابه وسایل (پي پي اي) جوړ کړي او د ناروغۍ پر وخت یې کمی پوره کړي.

د کال په لومړۍ نیمایي کې له ۷۳ زرو څخه ډېرو کمپنیو ځانونه د ماسک جوړونکیو په توګه ثبت کړل چې په دې ډله کې له ۳۶ زرو څخه ډېرو کمپنیو یواځې د وري په میاشت کې چې قېمتونه لوړ او تقاضا زیاته شوه، خپل ځانونه ثبت کړل.‌

شنونکي وایي، چین د وري او غبرګولي تر منځ له ۵۰ میلیاردو څخه ډېر ماسکونه صادر کړي دي چې دا د تېر کال د ټول تولید له ۱۰ برابره څخه ډېر دی.

نیویارک ټایمز په سلګونو ویډیوګانو، عکسونو او حکومتي اسنادو کې د تثبیت شویو معلوماتو په اساس راپور ورکړ چې، د دغې هڅې د برخې په توګه، چینایي چارواکي په سینکیانګ کې مسلمان اقلیتونه مجبوروي چې په فابریکو کې کار وکړي او د ځاني خوندیتابه وسایل جوړ کړي.

دا پروګرام د بیجینګ د یوې هڅې برخه دی چې د تېرو څو کالونو په ترڅ کې یې له قومي پلوه د قزاقانو او قرغزانو په ګډون له یوه میلیون څخه ډېر مسلمانان د مغز وینځلو کمپونو ته لېږلي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500