روغتیا

نظر پوښتنه: ډیر روسي ډاکټران به د کورونا ويروس ناروغۍ لپاره د ماسکو واکسین استعمال نه کړي

پاکستان فارورډ

د بايو ټيک شرکت یو ملازم د می په ۲۰مه په سينټ پيټرزبرګ کې د کورونا ويروس په واکسينو باندې کار کوي. [اولګا مالټسیفا/ای اېف پي]

د بايو ټيک شرکت یو ملازم د می په ۲۰مه په سينټ پيټرزبرګ کې د کورونا ويروس په واکسينو باندې کار کوي. [اولګا مالټسیفا/ای اېف پي]

ماسکو -- د روس آر بي سي راپور ورکړ چې د ډاکټرانو د نيمې نه زياته برخه چې په روس کې يې په يوې نظر پوښتنه کې برخه اخيستې وه وايي چې دوی به د کرملین د کورونا ويروس هغه واکسين استعمال نه کړي چې دوی يې ډيره زياته ستاينه کړې ده.

په ۳۰۴۰ ډاکټرانو کې چې رايه يې ورکړې وه، ۵۲٪ ډاکټرانو وويل چې دوی به ناروغانو ته "سپوتنیک V" ور نه کړي.

کله چې له هغوی څخه وغوښتل شول چې په واکسینو باندې د خپل اعتماد د نشتوالي وضاحت وکړي، نو ۶۶٪ ډاکټرانو د دې د غير اغيزمنتوب په اړه ناکافي معلوماتو ته اشاره وکړه، په داسې حال کې چې ۴۸٪ ډاکټرانو وويل چې په دومره چټکۍ سره کامياب واکسین جوړول يوه ناممکنه خبره ده.

ګریګوري بیرزکین، چې د روس د صدر ولادیمیر پوتین ملګری دی، د آر بي سي ملکيت لري. آر آی ای، چې د روس دولتي خبري رسنۍ ده، هم د دغه تنقيدي ټولپوښتنې خبرونه خپاره کړل. .

د روغتیایي پاملرنې متخصصینو څخه اخطارونه

وروسته له هغې چې د دې واکسینو اعلان د اګست په ۱۱مه په خورا لیوالتیا سره وشو، په نړۍ کې د روغتیا ساينسدانانو او طبي کارپوهانو خبرداری ورکړو، په داسې حال کې چې ډیر کسان دا وړاندیز کوي چې غير تاييد شوي، غير ټسټ شوي درمل په حقیقت کې د کورونا ويروس نه ډېر خطرناک کيدی شي. .

د ګامالیا دولتي انسټیټوټ، چې واکسین یې جوړ کړي دي، وروسته له هغې تر تنقيد لاندې راغی کله چې څیړونکو او د هغې ډايريکټر يو څو میاشتې مخکې خپل ځان ته پروټوټايپ انجکشن ووهلو، په داسې حال کې چې متخصصینو په دې عمل تنقيد وکړو او دا يې د يو غیر منطقي عمل او د انساني ټسټونو د پیل لپاره يوه ګړندۍ لاره وګنله.

کتونکو مخکې اندیښنې راپورته کړي وې چې د روس څیړونکي په تادۍ سره کار وکړو او د چارواکو تر فشار لاندې راغلل چې دا واکسين تيار کړي.

د امپیريل کالج لنډن ايميونولوجسټ ډاني آلټمين وویل، "د هغه واکسین له خپرولو سره اړوند زیان زموږ اوسنۍ ستونزې ډيرولی شي کوم چې زيات خوندي او مؤثره نه وي."

حتی ایران، چې په نړۍ کې د کورونا ويروس د مرګونو او ناروغانو زيات شمير لري، د اګست په ۱۸مه د کرملین د دې ادعا په اړه شک څرګند کړو چې دې د کورونا ويروس لپاره يو خوندي واکسین جوړ کړی دی.

علي رضا زالي، چې د ايران رژيم د کورونا ويروس ناروغۍ پر وړاندې د کاري ځواک غړی دی، په تهران کې نيوز کانفرنس ته وویل، "د واکسینو د کارولو لپاره، ریښتیني او خپلواکه سازمانونه لکه د روغتیا نړیوال سازمان باید په دې اړه تبصرې وکړي او تصویب یې کړي، چې تر دې دمه داسې نه دي شوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500