مظاهرې

په ایران کې تازه احتجاجونه ښيي چې خلک د رژیم نه خورا خفا دي

پاکستان فارورډ او ای اېف پي

د جولای په ۲۰مه په ټيلي ګرام يو خپور شوی عکس ښیي چې ایراني کارکونکي په سوسا کې احتجاج کوي. [فايل]

د جولای په ۲۰مه په ټيلي ګرام يو خپور شوی عکس ښیي چې ایراني کارکونکي په سوسا کې احتجاج کوي. [فايل]

تهران -- د ایران په مختلفو برخو کې احتجاجونه په دوامدارته توګه رامينځته کيږي ځکه چې د حکومت په اړه د خلکو بې اطميناني مخ په ډیریدو ده او په داسې حال کې چې اقتصادي حالت مخ په ښکته روان دی.

ایراني پولیسو د دوشنبې په ورځ (د جولای په ۲۰مه) وویل چې دوی هغه کسان نيولي چې په احتجاجونو کې يې لاس لرلو. دا احتجاجونه تیره هفته د هیواد په سویل لویدیز کې وشول، په داسې حال کې چې د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو قول وويل چې دوی هغه ګڼ شمير "احتجاج کونکي" نیولي چې په مشهد کې يې په سړکونو باندې د احتجاجونو غوښتنه کړې وه.

ایراني پولیسو د جمعې په ورځ (د جولای په ۱۷مه) وویل چې دوی په زور د هغه خلکو احتجاج ختم کړو چې په خوزستان صوبه کې د اقتصادي ستونزو په اړه يې "د دود ضد" شعارونه پورته کول.

د بهبهان د پوليسو مشر کرنل محمد عزیزي، چې دولتي خبري اژانس ارنا يې حواله ورکړې وه، وويل، "د یوې غوښتنې نه وروسته، د بهبهان ښار لږ شمیر خلک د پنجشنبې په ورځ [د جولای په ۱۶مه] د شپې په ۹ بجې د اقتصادي وضعیت پروړاندې د احتجاج کولو لپاره راټول شول."

یو ایرانې سړی د جنورۍ په ۱۱مه په تهران کې د امیر کبیر يونيورسټۍ مخې ته د يو احتجاج په دوران کې د بغاوت ضد پولیس سره مخامخ کيږي. [ای اېف پي]

یو ایرانې سړی د جنورۍ په ۱۱مه په تهران کې د امیر کبیر يونيورسټۍ مخې ته د يو احتجاج په دوران کې د بغاوت ضد پولیس سره مخامخ کيږي. [ای اېف پي]

پولیسو لومړی د خلکو سره د خبرو اترو کولو هڅه وکړه، "خو دوی نه یوازې خپاره شول بلکې د دود ماتولو شعارونه یې پیل کړل." هغه وویل، دا هغه يوه اصطلاح ده چې ایراني چارواکي يې معمولاََ د نظام پر ضد شعارونو ته د اشارې لپاره کاروي.

هغه پر ایرانیانو غږ وکړ چې د نظام د دښمنانو تر اغیز لاندې را نه شي چې موخه يې "په دې اوسني حساس وضعيت کې خلک راپارول دي".

د ټولنیزو رسنیو پوسټونو د لسګونو احتجاج کونکو انځورونه او ویډیوګانې وښودلې چې په ښکاره توګه د بهبهان په سړک کې راټول شوي وو.

نیټ بلاکس، چې هغه یوه ويب پاڼه ده چې د انټرنيټ د بنديدو څارنه کوي، وويل چې د احتجاج په وخت کې په خوزستان کې تقريباََ د درېو ګهنټو لپاره د انټرنیټ لاسرسی محدود شوی او ګډوډ شوی و.

د ایرانیانو اندیښنې له پامه غورځول

دا احتجاجونه وروسته له هغه رامينځته شول کله چې ایران د تیر نومبر په میاشت کې درې کسانو ته د مرګ سزا واوروله کوم چې په تير نومبر کې د مرګوني احتجاجونو سره تړاو لرلو. دا احتجاجونه د پټرولو په نرخونو کې د زیاتوالي له کبله رامينځته شوي ول.

که څه هم، د یکشنبې په ورځ (د جولای په ۱۹مه)، رژیم د خلکو له فشار سره مخ شو او په عارضي توګه يې اعدامونه ودرول.

ګڼ شمیر غوښتنې آنلاین خپرې شوې کله چې دغه پریکړه په هیواد کې د اعدامونو د ودرولو لپاره "د اعدام سزا مه ورکوه" په نامه د هېش ټېګ په کارولو سره اعلان شوه.

دغه احتجاجونه د نومبر په میاشت کې وروسته له هغې پیل شول کله چې چارواکو د شپې د تیلو بیه دوه چنده زیاته کړه او په داسې یو هیواد کې يې اقتصادي ستونزې زياتې کړې چې له مخکې نه د بندیزونو له خوا ځپل شوی دی.

دغه احتجاجونو يو څو ښارونه ولړزول او په ټول ایران کې لږ تر لږه ۱۰۰ ښاري مرکزونو ته له رسیدو نه مخکې په تاوتریخوالي بدل شول.

د مخ په زياتيدونکي بې اطمينانه نفوس او کمزوري اقتصاد سره، ستر رهبر آیت الله علي خامنه اي د جنورۍ په میاشت کې په تهران کې د ۲۰۱۲ کال نه ورسته په لومړي ځل يوه خطبه ورکړه او د ناکرارۍ د کمولو هڅه يې وکړه.

يو څو ورځې مخکې، په زرګونو ایرانیان له احتجاج کونکو سره سړکونو ته راووتل او دا شعارونه "دیکتاتور مرده باد" -- چې خامنه اي ته يوه اشاره ده -- "دروغجن مرده باد" او د رژیم پر ضد نور شعارونه يې ورکول.

خامنه اي د اصلي مسلو، چې ايرانيان يې ځپلي دي، د حل کولو پرځای په دوامداره توګه هڅه وکړه چې خپله وينا د جنورۍ په ۳مهپه بغدادا کې د قدس ځواک کمانډر ميجر جنرل قاسم سلیماني په وژلو ممترکز کړي.

د ملاتړ ترلاسه کولو لپاره د خامنه اي هڅو ډیر ایرانیان نور هم غوسه کړل.

اقتصاد کمزوری کيږي، ناکراري وده کوي

ډیر ایرانیان وايي، رژیم په خپل هيواد کې د سرمايه کارۍ کولو پر ځای د خپلو خلکو اقتصادي ستونزې په سيمه کې د نيابتي جګړو -- په ځانګړي ډول په سوریه، عراق او یمن کې -- په ملاتړ کولو سره ډيروي.

د ۲۰۱۸ کال راهیسې، د ایران اقتصاد خورا کمزوری شوی دی، کله چې متحده ایالات له تاریخي اټمي معاهدې څخه لاس واخیستو او پر ایران یې بندیزونه بيرته ولګول.

د کورونا ويروس ناروغۍ د ايران اقتصادي ستونزې په عارضي توګه د اقتصاد له بنديدو سره خرابې کړې دي او صادرات یې کم کړي دي، چې په پايله کې د دې د اسعارو ارزښت ډېر کم شوی او ګراني زياته شوې ده.

صدر حسن روحاني د شنبې په ورځ (د جولای په ۱۸مه) وویل، پنځه دېرش ملیونه ایرانیان په کورونا ويروس اخته کيدی شي.

د پیسو نړیوال صندوق وړاندوینه کوي چې د ایران اقتصاد به سږکال ٪۶ راکم شي.

د تهران مير پیروز هناچي د جولای په ۷مه ای اېف پي ته وویل، په وروستیو ټاکنو کې د رایه ورکونکو لږ شمیر په داسې یو هیواد کې پراخه بې اطميناني په ګوته کوي چې د اوږدې مودې راهيسې د اقتصادي کړکیچ سره مخ دی او په دې وروستیو کې د کورونا ويروس ناروغۍ له خوا سخت ځپل شوی دی او د "هرچا لپاره ګواښ" ګرځيدلی دی.

هغه وويل، "د رايې په صندوق کې د رايو شمير د خلکو د اطمينان د کچې نښه ده."

د فبرورۍ په ټاکنو کې د رایې ورکوونکو شمیر په تاريخ کې د ۴۳٪ نه کم راغې کله چې په زرګونو اصلاح غوښتونکي نوماندان د اسلامي جمهوریت د پياوړي ګارډين کونسل لخوا انتخاباتو ته د ودريدو نه منع شول.

هاناچي خبرداری ورکړو چې د رایه ورکونکو داسې کرکه "د هرچا لپاره ګواښ کیدی شي، نه یوازې د اصلاح غوښتونکو بلکې د محافظه کارانو لپاره هم".

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500