بشري حقونه

له احتجاج څخه د وروسته سختو اقداماتو په ترڅ کې په زرګونو ایرانیان له شکنجې او اعدام سره مخامخ کیږي

پاکستان فارورډ

د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ د عسکرو او بسیجي نیمه پوځي ځواک په شمول ایراني امنیتي ځواکونو د لړم په میاشت کې د احتجاج کوونکیو پر ضد سخت اقدامات نافذ کړل.‌ اټکلونه ښیي چې له ۷۰۰۰ څخه ډېر کسان نیول شوي او له ۱۰۰۰ څخه ډېر نور وژل شوي دي. اوس ډېر دا وېره لري چې بندي شوي کسان به د ایران د رژیم له خوا له شکنجو او بالاخره اعدام سره مخامخ شي. منبع: په ټولنیزو رسنیو د احتجاجیانو له خوا پوسټ شوې ویډیوګانې.

تهران -- د عفوې نړۍ والې ادارې امنیسټي انټرنېشنل تیره اونې راپور ورکړ چې، ایراني مقامات د حکومت ضد احتجاجونو په تعقیب چې تېره میاشت پیل شول «ناوړه اقدامات» ترسره کوي او په زرګونو احتجاجیان، ژورنالستان، د بشري حقونو فعالان او زده کوونکي نیسي.

د امنیسټي انټرنېشنل په وینا، د لړم د ۲۴مې او ۲۷مې تر منځ «چې مقاماتو له مرګونې قوې څخه په استفادې سره په لاریونوالو باندې برید وکړ»، لږ تر لږه ۳۰۴ کسان ووژل شول.‌

ایراني چارواکي وایي، په دغو احتجاجونو کې د ۱۲۰ زرو او ۲۰۰ زرو تر منځ خلکو برخه اخیستې وه. حکومت د وژل شویو، ټپي شویو یا نیول شویو احتجاجیانو د شمېر په هکله څه رسمي شمېرې نه دي وړاندې کړي.‌

په امنیسټي انټرنېشنل کې د منځني ختیځ او شمالي افریقا د څېړنو د څانګې رییس فیلېپ لوتر وویل، «له عیني شاهدانو څخه ترلاسه شوي ناوړه شواهد ښیي چې تقریباً سمدلاسه وروسته له هغه چې ایراني مقاماتو په سلګونو هغه کسان په ډله ییز ډول ووژل چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې یې احتجاجونه کړي وو، هغوی یو پراخ سخت تعقیب طرحه کړ چې وېره خپره کړي او د پېښو په هکله له خبرو کولو څخه د خلکو خولې بندې کړې.»

یو عکس چې د لړم په میاشت کې په ایران کې د ناارامیو په ترڅ کې په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی. [آرشیف]

یو عکس چې د لړم په میاشت کې په ایران کې د ناارامیو په ترڅ کې په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی. [آرشیف]

په دې عکس کې چې د لړم په میاشت کې اخیستل شوی، بسیجي نیمه پوځي ځواکونه په ایران کې د احتجاج ساحې ته په لاره لیدل کیږي. [آرشیف]

په دې عکس کې چې د لړم په میاشت کې اخیستل شوی، بسیجي نیمه پوځي ځواکونه په ایران کې د احتجاج ساحې ته په لاره لیدل کیږي. [آرشیف]

هغه وویل، «که عاجل نړۍ وال فشار وارد نشي، په زرګونو خلک به د شکنجې او نورو ناوړو چلندونو له خطر سره پاتې شي.»

له مجازاتو څخه مصؤن توقیف

دغې موسسې چې مرکز یې په لندن کې دی له احتجاجونو څخه ورځې او اونۍ وروسته په ایران کې دننه له لسګونو خلکو سره مرکې کړي او هغوی ویلي چې څنګه «ایراني مقاماتو توقیف شوي کسان له نورو سره په بې ارتباطه حالت کې ساتل او هغوی یې په جبري توګه ورکول، شکنجه کول او نور ناوړه چلندونه یې ورسره کول.»

معتبرو سرچینو د عفوې بین المللي ادارې یا امنیسټي انټرنېشنل ته وویل، د ماشومانو په شمول په سلګونو توقیف شوي کسان د البرز ولایت په کرج کې رجای شهر زندان ته په لاریو کې راوړل کېدل. توقیف شوي کسان چې لاسونه او سترګې یې تړلې وې هره ورځ د امنیتي ځواکونو له خوا د سوکانو، لغتو، کمچینو او د ډنډو په وسیله وهل کېدل.

په لسګونو هغو قضیو کې چې امنیسټي انټرنېشنل ته یې راپور ورکړل شوی دی، توقیف شویو کسانو ته د وکیلانو د لرلو اجازه نه ورکول کیږي او له کورنیو سره یې یا لږ یا هېڅ تماس نه دی نیولی. په ځینې مواردو کې، د توقیف په سلسله کې «جبري ورکېدنې» هم پېښې شوي دي.‌

د اقلیتونو دحقونو د فعالانو د یوه ګروپ میندو چې زامن یې په ختیځ اذربایجان ولایت او لویدیځ اذربایجان ولایت کې نیول شوي وو، وویل، مقاماتو هغوی ته وویل چې هغوی «نه غواړي» چې معلومات ورکړي.

یوه چارواکي وویل، «مونږ چې هر څه وغواړو کولی شو چې ستاسو له ماشومانو سره یې وکړو. مونږ کولی شو چې هغوی هومره ډېر حتی ۱۰ کاله چې مونږ غواړو بندي کړو... مونږ به هغوی اعدام کړو، او تاسو به ونشئ کولی چې په هکله یې هېڅ هم وکړئ.»

ایراني ځواکونه د مرګ ډزې کوي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرې مېشل بچلې د لیندۍ په ۱۵مه د ایران د رژیم له خوا د قربانیانو د شمېر او د توقیف شویو کسانو د معالجې په برخه کې د نه شفافیت د دوام په هکله خبرداری ورکړ.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرې دفتر راپور ورکړ چې د راپورونو په اساس د ایران له ۳۱ څخه په ۲۸ ولایتونو کې لږ تر لږه ۷۰۰۰ کسان نیول شوي دي.

بچلې وویل، هغه ډېره سخته اندېښمنه ده چې «په هغو شرایطو چې هغوی په کې ساتل کیږي سربیره، ښایي د هغوی د فزیکي درملنې، په عین وخت کې د هغوی له حقونو څخه د سرغړونې، او دې امکان په هکله چې د هغوی یو زیات شمېر کسانو باندې ښایي داسې تورونه ولګول شي چې په ټس کې یې د مرګ سزا ورکړل شي.»

د عفوې د نړۍ والې موسسې د ټولنیزو رسنیو رضاکارو فعالانو او تر څنګه یې موجودو شواهدو د هغې ویډیو اصالت تایید کړ چې په کې «ایراني امنیتي ځواکونه په بې وسلې احتجاجیانو باندې چې کوم غټ خطر یې نه دی رامنځته کړی، ډزې کوي»

ډېرې هغه مړینې چې یادې موسسې ریکارډ‌ کړي دي «په سر، زړه، غاړه او نورو حیاتي اعضاوو باندې د ټوپک د ډزو په نتیجه کې رامنځته شوي دي او ښیي چې امنیتي ځواکونو داسې ډزې کولې چې خلک ووژني.»

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرې دفتر همدارنګه تایید کړه چې د ایران رژیم د بې وسلې احتجاجیانو پر ضد وحشیانه قوه استعمال کړې ده.‌

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرې دفتر راپور ورکړ چې، «امنیتي ځواکونو احتجاجیانو ته د اوبو په توپ، اوښلن ګاز، ډنډو په وسیله ځواب ورکړ او په ځینې ځایونو کې یې د بې وسلې لاریونوالو پر ضد ژوندۍ ګولۍ وچلولې په داسې حال کې چې هغوی د مړینې یا جدي ټپي کولو هېڅ خطر نه وو رامنځته کړی.»

بچلې وویل، «مونږ داسې ویډیوګانې هم ترلاسه کړي چې ښیي چې امنیتي ځواکونه په بې وسلې لاریونوالو باندې د شا له خوا په داسې حال کې چې هغوی په تېښته دي، ډزې کوي، او نور بیا مستقیماً په مخ او حیاتي اعضاوو باندې ولي -- یا په بل عبارت داسې یې ولي چې ووژل شي.»

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرې دفتر وویل، بسیجي ملېشې او د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ عسکر د احتجاجیانو په وژلو کې ښکېل ول.

د وژل شویو کسانو په ډله کې لږ تر لږه ۱۳ ښځې او ۱۲ ماشومان شامل وو.

ظالمانه اقدامات لا هم روان دي

ګڼو سرچینو په مستقل ډول امنیسټي انټرنېشنل ته وویل، امنیتي ځواکونه اوس هم د ایران په بېلابېلو برخو کې چاپې اچوي، او ایرانیان د هغوی په کورونو او کارځایونو کې نیسي.

د دغې موسسې په وینا، د مشرانو تر څنګ تر ۱۵ کلنو پورې کشران ماشومان هم نیول شوي او په تهران ولایت کې د فشافویه زندان په شمول زندانونو کې اچول شوي دي. دغه زندان «د شکنجې او نورو ناوړو چلندونو له امله مشهور دی.»

لوتر وویل، «ایراني مقامات باید د ځپلو داسې وحشیانه کمپاین ته د دوام ورکولو پرځای سمدلاسه او په بې قید او شرطه ډول ټول هغه کسان چې له کوم دلیل پرته نیول شوي دي خوشې کړي.»

ژورنالستان، محصلان او د اقلیتونو د حقونو او د کارګرو د حقونو د فعالانو په شمول د بشري حقونو مدافعان او د قومي اقلیت ګروپونو غړي له دلیل څخه پرته په نښه کیږي، نیول کیږي او توقیف کیږي.

لږ تر لږه دوه تنو احتجاجیانو امنیسټي انټرنېشنل ته وویل هغوی په خپل ژوند ډاریږي او دا چې ډېر نور هم دوی ته ورته حالت سره مخامخ دي.‌

یوه کس وویل، «زه له هغه وخت راهیسې چې امنیتي ځواکونو په احتجاجونو کې ولیدم او زما فلم یې واخیست پټ وم. مخکې له دې چې زه وتښتم هغوی په ډنډه ووهلم. اوس زه پټ یم او پښه مې سخته ټپي ده.»

«زه په امن کې نه یم ځکه چې هغوی زما کور ته تللي چې ومې نیسي. اوس زما حالت له هغه حالت څخه چې په محبس کې وو مختلف دی.»

یوه بل کس وویل چې د کورنۍ یو غړی یې چې نیول شوی وو او په ضمانت راخوشې شوی په مخ او سر یې شنه داغونه او زخمونه دي او له لیدلي حالت څخه یې داسې ضربه خوړلې چې نه غواړي له کوره وځي.

د اقتصادي ستونزې ریښه

ایران له یوه سخت اقتصادي کساد سره مخامخ دی چې په پیسو کې یې سخت انفلاسیون رامنځته شوی او د وارداتو قیمتونه یې زیات شوي دي.‌

په داسې حال کې چې احتجاجونه د پيټرولو په قېمت کې د ډېرښت له امله پيل شول، د ناارامۍ اصلي ریښه په ژورو اقتصادي ستونزو کې ده چې له پوروړي بانکي سکټور څخه نیولې په اقتصاد کې نظامیانو پورې د اړوندو سازمانونو پراخ او مبهم رول پورې غځېدلې ده.

ډېر ایرانیان وایي چې رژیم په خپل هېواد کې د پانګونې پرځای د سیمې په خواوشا کې د نیابتي جنګونو په ملاتړ سره په اقتصادي برخه کې ستونزې ډېروي.‌

د عامو خلکو ډېر قهر د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ په عسکرو او د حکومت په هغو پراخو لګښتونو باندې متمرکز دی چې په خارج او په ځانګړې توګه په سوریه، عراق او یمن کې د اسلامي انقلابي ګارډ د عسکرو نیابتي جګړو ته ځي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني د لیندۍ په ۱۷مه «د مقاومت بودجه» چې د روسیې له خوا د ۵ میلیاردو ډالرو «پانګونې» ملاتړ له ځان سره لري، اعلان کړه.وړاندیز شوې بودجه د هغه مالي کال لپاره ده چې د وري په میاشت کې پیل کیږي.

د ایران او روسیې رژیمونو په وروستیو کلونو کې اړیکې پیاوړې کړي چې دواړه د سوریې په کورنۍ جګړه کې د ولسمشر بشارالاسد ملاتړ کوي.

کریملېن ډېر وختونه له پورونو څخه د داسې یوې وسیلې په توګه کار اخلي چې کمزوري شوي بهرني حکومتونه په مهارت سره اداره کوي او په نورو هېوادونو کې د روسیې د ګټو د ساتنې لپاره ځان ته ځای پیدا کوي.

اټکلونه سره جلا دي، خو ځینې ارقام ښیي چې تر ۴۰٪ پورې ایرانیان -- له ۳۰ میلیونو څخه ډېر وګړي -- د فقر له کچې څخه ټیټ ژوند کوي دا په داسې حال کې ده چې حکومت یې په بهرنیو جنګونو کې د خپلو خلکو ژوند او پیسې لګوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500