روغتیا

د تهران صداقت تر پوښتنې لاندې دی، په داسې حال کې چې کورونا وایرس خپریږي

پاکستان فارورډ او ای اېف پي

یو کارکونکی د فبرورۍ په ۲۵ مه په تهران کې د عامه ترانزیت موټرو کې د وایرس ضد محلولو سپرې کوي. [ماجد خاهي/اثنا]

یو کارکونکی د فبرورۍ په ۲۵ مه په تهران کې د عامه ترانزیت موټرو کې د وایرس ضد محلولو سپرې کوي. [ماجد خاهي/اثنا]

تهران -- په نړيواله کچه خلکو ته د دقیقو معلوماتو په رسولو کې د ایران د رژیم د شفافيت د نشتوالي په اړه انديښنه زياتيږي، ځکه چې په دغه هیواد کې د کورونا وايرس په پراخه کچه خپریدل د ګاونډیو هیوادونو او نورو لپاره يو خطر دی.

تهران د چهارشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۲۶ مه) په تیرو ۲۴ ګهنټو کې په ۴۴ نويو کيسونو کې د کورونا وايرس د څلورو مرګونو راپور ورکړو، چې د ټولټال تلفاتو شمیر ۱۹ ته او په دغه وبا کې د اخته شويو کسانو شمير ۱۳۹ ته رسيدلی دی.

د روغتیا وزارت ویاند کیانوش جهانپور په تلویزیون باندې د نوي شمير په اړه اعلان وکړو او تفصیل یې ورکړو چې څنګه کوويډ-۱۹د هیواد ټولو څلورو ګوټونو ته رسیدلی دی.

ایران د تیرې چهارشنبې راهیسي د کوويډ-۱۹ د کنټرولو لپاره هڅه کوي، کله چې دې په قم کې د لومړي دوو مرګونو اعلان وکړو. قم د اسلامي زده کړو او زیارتونو مرکز دی چې له بهر څخه عالمان راجلبوي.

د ایران د روغتیا مرستیال وزیر ایراج حریرچي (ګس اړخ ته ) د فبرورۍ په ۲۴ مه په تهران کې د حکومت د ویاند علي ربي سره په يو نيوز کانفرنس کې د خپل مخ نه خوله لرې کوي. حریرچي د فبرورۍ په ۲۵ مه تایید کړه چې په هیواد کې په پراخه کچه د دغې وبا د خپریدو په جریان کې د هغه د کورونا وایرس ټسټ مثبت راغلی دی. [مهدي بولوریان/ فارس نیوز/ای اېف پي]

د ایران د روغتیا مرستیال وزیر ایراج حریرچي (ګس اړخ ته ) د فبرورۍ په ۲۴ مه په تهران کې د حکومت د ویاند علي ربي سره په يو نيوز کانفرنس کې د خپل مخ نه خوله لرې کوي. حریرچي د فبرورۍ په ۲۵ مه تایید کړه چې په هیواد کې په پراخه کچه د دغې وبا د خپریدو په جریان کې د هغه د کورونا وایرس ټسټ مثبت راغلی دی. [مهدي بولوریان/ فارس نیوز/ای اېف پي]

یو پاکستانی سرتیری، چې په مخ يې ماسک اچولی دی، د فبرورۍ په ۲۵ مه په تفتان کې د پاکستان او ایران ترمنځ په تړل شوي پوله باندې چمتو ولاړ دی، په داسې حال کې چې د کوويډ-۱۹ کورونا وايرس په اړه ويره مخ په زياتيدو ده. [بنارس خان/ای اېف پي]

یو پاکستانی سرتیری، چې په مخ يې ماسک اچولی دی، د فبرورۍ په ۲۵ مه په تفتان کې د پاکستان او ایران ترمنځ په تړل شوي پوله باندې چمتو ولاړ دی، په داسې حال کې چې د کوويډ-۱۹ کورونا وايرس په اړه ويره مخ په زياتيدو ده. [بنارس خان/ای اېف پي]

دې سکولونه، يونيورسټۍ، کلتوري مرکزونه او د لوبو پیښې بندې کړي او د صفايۍ د کارکونکو ټیمونه یې ګمارلي چې بسونه، اورګاډي او عامه ځایونه د دغه وايرس نه پاک کړي.

خو د کورونا وایرس په چټکۍ سره د خپریدو سربیره، چارواکو تر دې دمه قرنطين د وبا د کنټرولولو د يو اختیار په توګه د کارولو نه انکار کړی دی، او د جهانپور له مخې، وضعیت "ښه کيږي".

د اندیښنې یو ځانګړی ټکی د ناروغۍ څخه د مړینې کچه وه چې ایراني چارواکو ښودلې ده. کوويډ-۱۹ د مړينې کچه د ۱٪ او ۲٪ تر منځ ښودلې ده لکه څنګه چې په نړۍ کې په دغه کېسونو کې لیدل شوي دي. که چیرې ۱۹ کسان په ایران کې د وایرس له امله مړه شوي وي، نو باید ۱۰۰۰ او ۲۰۰۰ تر منځ ناروغان شتون ولري، نه چې ۱۳۹ شمير چې په عامه توګه ښودل شوی دی.

د ایران د روغتیا مرستیال وزیر ایراج حریرچي د سه شنبې په ورځ تایید کړه چې حتی د نوي کورونا وایرس لپاره د هغه ټسټ مثبت راغلی، چې دا په ډاګه کوي چې کوويډ-۱۹ د هغه شمير په پرتله په پراخه کچه خپور شوی کوم چې ښودل کيږي.

حریرچي به کله نا کله ټوخی کولو او داسې ښکاريدو چې هغه د دوشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۲۴ مه) په تهران کې د حکومت له ویاند علي ربي سره په يو نيوز کانفرنس کې په خولو کې ډوب و.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د سه شنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۲۵ مه) غوښتنه وکړه چې د ایران رژیم دې د کورونا وایرس د خپریدو په اړه "حقیقت په ډاګه کړي"، او د حقيقت د پټولو د تورونو په اړه يې انديښنه څرګنده کړه.

پومپیو په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، "متحده ایالات د هغه معلوماتو له امله ژوره اندیښنه لري چې ښیي ایراني رژیم په دغه هیواد کې د وبا د خپریدو په اړه مهم تفصيلات پټ کړي دي."

هغه وويل، "د ایران په ګډون ټول ملتونه باید د کورونا وايرس په اړه حقیقت په ډاګه کړي او له نړیوالو مرستندویه سازمانونو سره همکاري وکړي."

د ایران رژیم په دې وروستیو میاشتو کې په شفافيت کې ډيرې غلطۍ کړې، چې له دې سره تهران د خپل نفوس او نړیوالې ټولنې په وړاندې د اعتبار په لحاظ سره ډیر زيات زيان ترلاسه کړی دی.

د جنورۍ په مياشت کې، سره له دې چې ویډیوګانو، عکسونو او رسمي شواهدو له ځمکې څخه هوا ته د ويشتونکې توغندي لخوا د اوکراین نړیوال هوایي شرکت د الوتکې ويشتلو ته اشاره کوله، تهران په دوامداره توګه د دې نه انکار وکړو چې د دې خپل توغندي دغه الوتکه راغورځولې وه.

خو د زیاتیدونکي نړیوال او داخلي فشار له کبله، رژيم په پای کې دا حقیقت ومنلو -- چې د ایران پوځ دغه الوتکه په "ویجاړونکې غلطۍ” سره راغورځولې وه.

دا اعتراف -- او د پټولو د هڅې پيښې -- په ایران کې د حکومت ضد د څو وورځو احتجاجونه رامنځته کړل.

په زرګونو ایرانیان له نوي غوسې سره سړکونو ته راووتل او دا شعارونه "دیکتاتور مرده باد" -- چې ستر رهبر ایت الله علي خامنه اي ته يوه اشاره ده -- "دروغجن مرده باد" او د رژیم پر ضد نور شعارونه یې ورکول.

ملګري ملتونه د نومبر په میاشت کې د ایراني احتجاج کونکو په وړاندې د مبارزې نه وروسته د تهران د تلفاتو او د بندیانو سره د چلند په اړه په دوامداره توګه د شفافيت د نشتوالي په اړه هم اندیښنه لري.

د تهران په اړه اندیښنې په داسې وخت کې راپورته کیږي چې د روس پورې تړلي په زرګونو د ټولنیزو رسنیو اکاونټونو همغږيزې هڅې پيل کړي چې د نوي کورونا وایرس په اړه سازشي نظريې خپرې کړي، لکه څنګه چې د نړیوالې ناروغۍ په اړه ویره لا زياته شوې ده.

د ایران ګاونډیان د ډیر خطر سره مخ دي

د ایران ګاونډیو هیوادونو وروسته له دې په سفر باندې بنديزونه ولګول او د تګ راتګ د محدودولو یا قرنطین سخت اقدامات يې وکړل کله چې دوی په وروستیو ورځو کې خپل لومړي کېسونه ثبت کړل، زياتره په هغه ناروغانو کې چې د ايران سره يې اړيکې لرلې.

سره له دې چې دا خپل ګاونډيان له خطر سره مخامخ کوي، تهران د خلکو د تګ راتګ محدودولو لپاره په دوامداره توګه اقدامات نه کوي.

د روغتیا وزیر سعید نمکي د سه شنبې په ورځ وویل چې قرنطین یوه "زړه طريقه" ده.

نیم رسمي خبري اژانس اثنا د هغه له خولې وويل، "موږ لاهم د قرنطین ښارونو سره موافقه نه لرو ځکه چې موږ باور لرو چې خلک دومره پوهيږي چې د دغه ناروغي لرونکي ښارونو څخه نورو ځایونو ته له سفر کولو نه ډډه وکړي."

متحده عرب اماراتو د سه شنبې په ورځ ایران ته او د ايران نه د مسافرينو او کارګو پروازونه ځنډولي دي، چې دا یو داسې اقدام دی چې نورو نږدې هیوادونو، د ارمينيا، کویت، عراق، تاجکستان او ترکي په ګډون، پورته کړی دی.

پاکستان او ترکمنستان له ایران سره رسمي پوله وتړله، په داسې حال کې چې افغانستان یوازې د یوې ورځې لپاره دغه پوله وتړله.

افغانستان او پاکستان په ګاونډي ایران کې د نوي کورونا وايرس د احتمالي ویجاړونکي بحران سره مخ دي.

د افغانستان د روغتیایي پاملرنې نظام له څلورو عشرو نه د زياتې مودې جګړو وروسته په خراب حالت کې دی، چې یو څو شته هسپتالونه یې په بنيادي پاملرنې او ټروما باندې تمرکز کوي. دوی د ساري ناروغیو سره د مقابلې لپاره مهارتونه نه لري.

په کابل کې میشت ډاکټر ولي، چې د وایرس په ساري ناروغیو کې تخصص لري، وویل، "دا به یو افت وي که چيرې دا وایرس واقعي په ټول هیواد کې خپور شي. هلته کې دومره ډیر روغتیایي مرکزونه نشته."

په پاکستان کې د پولې په اوږدو کې زياته ویره شتون لري چې څنګه به دغه هیواد د احتمالي پیښې سره مقابله وکړي.

اسلام اباد تاريخ لري چې دا د ساري ناروغيو، لکهپوليو، نري رنځ او زيړې، په کنټرولولو کې پاتې راغلی دی.

پاکستان په دې هفته کې په چټکۍ سره ګام پورته کړو چې د ایران پولې ته څيرمه نږدې لږ تر لږه ۲۷۰ کسان قرنطین کړي وروسته له هغې چې د زيارت کونکو یوه ډله بیرته راستانه شوه او په لنډ ډول د نورو اوسیدونکو سره یوځای شوه.

د افغانستان او پاکستان کډوال اکثر په سوریه کې د ملیشو ترڅنګ د جګړې لپاره د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو قول لخوا ګمارل کیږي.

ضياء الله، لنګووي، چې په پاکستان کې د بلوچستان صوبې د کورنیو چارو وزیر دی، وویل چې تقريباََ ۱۰،۰۰۰ پاکستانيان، زياتره زده کونکي او زيارت کونکي، لاهم په ایران کې دي چې ایراني چارواکي پلان لري چې په وړو ډلو کې يې بيرته پاکستان ته واستوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500