2022-04-21
د مزارشریف په جومات باندې د داعش بريد د ترهګرۍ مخ پر زیاتیدونکی ګواښ په ګوته کوي
د بلخ صوبې د روغتیا یو چارواکي وویل، ''وینه او ویره هر ځای موجود ده''. هغه دا څرګندونه وروسته له هغې وکړه کله چې د داعش عناصرو د شیعه ګانو په یو جومات کې چې له عبادت کوونکو څخه ډک و چاودیدونکي توکي وچولې.