امنیت

پاکستاني ملېشې په سوريه کې د نشه يي توکو په جګړه کې ښکېل دي

د نوحاد توپاليان له خوا

د سویلي دمشق د سیده زینب سیمې اوسیدونکي دلته د مۍ په میاشت کې په اخیستل شوي عکس کې لیدل کیږي. اوسيدونکي وايي، په دغه سيمه کې چې د ايران پلوه ملېشو تر کنټرول لاندې ده، د نشه يي توکو په غيرقانونه سوداګرۍ کې زياتوالی راغلی دی. [احمد عبید/ صوت العاصمه]

د سویلي دمشق د سیده زینب سیمې اوسیدونکي دلته د مۍ په میاشت کې په اخیستل شوي عکس کې لیدل کیږي. اوسيدونکي وايي، په دغه سيمه کې چې د ايران پلوه ملېشو تر کنټرول لاندې ده، د نشه يي توکو په غيرقانونه سوداګرۍ کې زياتوالی راغلی دی. [احمد عبید/ صوت العاصمه]

بیروت -- په دې میاشت کې، د دمشق په جنوب کې د سیده زینب په زیارت کې د خپلمنځي تاوتریخوالي په وروستي پړاو کې د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو (آی آر جي سي) پورې تړلو ملېشو ترمنځ مرګونې نښتې رامنځته شوې.

د سوریې د اپوزیسیون رسنۍ صوت العاصمه (د پلازمینې غږ) راپور ورکړو چې د مۍ په ۷مه ګڼ شمېر ملېشې ووژل شوې کله چې د آی آر جي سي د دوو ملېشو سره وابسته ایرانيان، افغانان او پاکستانيان په خپل منځ کې په جګړه کې بوخت شول.

د صوت العاصمه سیمه ایز مشر مدیر احمد عبید المشارق ته وویل، د لنډې او تاوتریخجنې نښتې په ترڅ کې چې شاوخوا نیم ساعت یې دوام وکړو، د غیر سوریي ملېشې اوه غړي ووژل شول.

هغه وويل، په ياده نښه کې يوې اوه کلنې جينۍ خپل ژوند له لاسه ورکړو او ١٣ نور ملکي وګړي ژوبل شول.

د سیده زینب زیارت، چې د دمشق په سویلي سیمه کې موقعيت لري او د ایران پلوه ملېشو تر کنټرول لاندې ده، د مۍ په میاشت کې دلته لیدل کیږي. [احمد عبید/ صوت العاصمه]

د سیده زینب زیارت، چې د دمشق په سویلي سیمه کې موقعيت لري او د ایران پلوه ملېشو تر کنټرول لاندې ده، د مۍ په میاشت کې دلته لیدل کیږي. [احمد عبید/ صوت العاصمه]

دغه رسنۍ راپور ورکړو، هغه تاوتریخوالی چې د دغه پیښې لامل شو د آی آر جي سي سره د تړلو دوو ډلو ترمنځ د مخدره توکو د پلور په سر شخړه وه.

په دغه راپور کې ویل شوي چې یوې ډلې د بلې ډلې "سیمه" ونيوله او هلته یې نشه یي توکي وپلورلې، چې وروسته د جګړې لامل شوه.

صوت العاصمه راپور ورکړو چې د فبرورۍ په میاشت کې په همدې سیمه کې د عراقي سیلانیانو او ځایي اوسیدونکو د یوې ډلې تر منځ نښتې رامنځته شوې.

څارونکو وويل، شخړه هغه مهال رامنځته شوه کله چې عراقي سیلانیانو په سیمه کې د خوراکي توکو مرستې د ویشلو پر مهال د ځینو اوسیدونکو سپکاوی وکړو.

د دمشق اوسېدونکي وايي، د سیده زینب سیمه د ایران په ملاتړ ملېشې کنټرولوي، او دا یې د "بیروت جنوبي ښارګوټي" په څېر په یو ښارګوټي کې بدله کړې ده. بيروت د لبنان د حزب الله تاریخي مرکز دی.

د دمشق بې قانونه سیمه

د سوریې فعالانو المشارق ته وویل چې حزب الله سوریې ته په پراخه کچه مخدره توکې قاچاق کوي. هغوی یادونه وکړه چې د دمشق شاوخوا سیمې د دغه ګوند د لبنان له مرکزونو سره، چې د غیرقانوني فعالیتونو په لحاظ سره هلته کې دوام لري، ورته والی لري.

عبید وویل، د سیده زینب سیمه د آی آر جي سي او د سوریې د رژیم تر کنټرول لاندې ده.

هغه وويل، په سيمه کې ايراني، افغان، پاکستاني، عراقي او د لبنان حزب الله ملېشې شتون لري، چې په سکټورونو وېشل شوې دي. هغه زياته کړه چې هرې ملېشې ته "اجازه" ورکړل شوې چې په خپل سکتور کې د نشه يي توکو له مخکې نه ټاکل شوی مقدار وپلوري.

هغه وويل، د سيده زينب په سيمه او د آی آر جي سي تر کنټرول لاندې نورو سيمو کې د نشه يي توکو کاروبار "د ملېشو د عناصرو تر منځ په پراخه کچه روان دی، چې ګټه يې له خپلو قوماندانانو سره شريکوي."

عبید وویل چې د سیده زینب سیمه د بیروت د سویلي ښارګوټي په څېر بې قانونه شوې ده، پداسې حال کې چې په دغه سيمه کې د سني سوریاییانو، عراقیانو او د فوع، کفرایا، النبل او الزهرا د شیعه ډلو ډېر نفوس شتون لري.

هغه وويل، "له بده مرغه، ملېشې هلته او په دمشق کې او د هغې په کليوالو سيمو کې په ښکاره توګه د نشه يي توکو کاروبار کوي، چېرته چې دا د قهوې او چای په هټيو کې پلورل کيږي."

هغه د دمشق په سویل کې د مخدره توکو په پلور کې د پام وړ زیاتوالی د آی آر جي سي او حزب الله د تمویل کمي ته منسوب کړو، ځکه چې دواړه د مالي ملاتړ لپاره په ایران تکیه کوي او دا چې ایران د اقتصادي بحران سره مخ دی.

د آی آر جي سي سره تړلو ملېشو ترمنځ نښته شوې

د سوریې د یو خبریال او فعال په وینا چې نه یې غوښتل نوم یې ښکاره شي، حزب الله د دمشق سیمې ته په زیاته اندازه نشه یي توکي، په ځانګړې توګه چرس او اسیټل فنټینایل، چې په عام ډول د "جعلي هیروینو" په نوم یادیږي، قاچاق کوي.

هغه وويل، نشه يي توکي د سيده زينب په سيمه کې پلورل کېږي، چې دا د نشه يي توکو په يو بدنام بازار بدل شوى دى.

هغه وویل، کله ناکله د حزب الله عناصرو او د سوریې د پوځ د څلورم ډويژن ترمنځ د ګټو د فیصدي په سر نښتې رامنځته کیږي، ځکه چې څلورم ډويژن په پلور کې د مرستې په بدل کې د زیاتې ونډې غوښتنه کوي.

د دیر ايزور یو فعال چې د "خالد" په نوم یادیږي وویل، د ایران په ملاتړ د ملېشو ترمنځ نښتې "د فرات په څنډه کې د پوستونو د کنټرول سره تړاو لري".

هغه وویل، په دې وروستیو کې د مهکن په ښارګوټي کې د رژیم پلوه ملي دفاعي ځواکونو ملېشو او د فاطمیون ډويژن، چې له افغان جنګیالیو څخه جوړه ده، د غړو ترمنځ د یوې وسله والې نښتې راپور ورکړل شو.

هغه وویل، د اپرېل په لومړیو کې، د البو کمال په دیر ايزور سرحدي ښارګوټي کې هغه مهال نښتې پېل شوې کله چې د آی آر جي سي سره تړلې لیوا الشیخ ملېشې د لیوا ابو الفضل العباس د یو موټر د لټولو هڅه وکړه.

خالد وویل، جګړې د ابو الفضل العباس یو عنصر ووژلو، اوه نور ملېشه غړي او ګڼ شمېر ملکي وګړي ژوبل شول او نږدې کورونو ته یې زیان ورسولو.

هغه وويل د البو کمال په کلي کې د "شنه کمربند" سيمه د آی آر جي سي د ۱۴۷م بريګيډ د عناصرو او د ايران پلوه عراقي ملېشو ترمنځ د وسله والو نښتو ډګر پاتې شوی دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500